تجزيه

د متحده عرب اماراتو په بندر کې د چین لخوا د پوځي تاسیساتو تعقیب په دوامداره توګه اندیښنې رامينځته کوي

د پاکستان فارورډ لخوا

کارکونکي د ۲۰۲۱ کال د سپتمبر په لومړۍ نېټه په ابوظبي کې په خلیفه بندر کې ګرځي. د متحده ایالاتو استخباراتي چارواکو په وروستیو میاشتو کې په بندر کې د چین د فعالیتونو په اړه اندیښنه څرګنده کړې. [کریم صاحب/ای اېف پي]

کارکونکي د ۲۰۲۱ کال د سپتمبر په لومړۍ نېټه په ابوظبي کې په خلیفه بندر کې ګرځي. د متحده ایالاتو استخباراتي چارواکو په وروستیو میاشتو کې په بندر کې د چین د فعالیتونو په اړه اندیښنه څرګنده کړې. [کریم صاحب/ای اېف پي]

د متحده ایالاتو استخباراتي چارواکو په وروستیو میاشتو کې د متحده عرب اماراتو په بندر کې د چین د فعالیتونو په اړه اندیښنه څرګنده کړې. د دوی په وينا، چين په دغه ځای کې په خفيه توګه پوځي تاسيسات جوړوي.

سي اېن اېن راپور ورکړو، که څه هم داسې ښکاري چې ساختماني کار ودرول شوی، د متحده ایالاتو ډېرو چارواکو خبرداری ورکړو چې په هیواد کې د چینایي حضور په اړه امنیتي اندیښنې د حل څخه لرې دي.

وال سټریټ ژورنال د نومبر په مياشت کې په يو ځانګړې راپور کې وويل، د نږدې یو کال راهیسې، د متحده ایالاتو استخباراتي ادارې په دې خبر و چې چین په پټه توګه د اماراتو په بندر کې په ساختماني کار کې بوخت دی، چې داسې ښکاري پوځي تاسیسات دي.

دا بندر، چېرې چې د چین د سمندر بار وړلو شرکت لمیټډ (کاسکو) د سوداګریز کانټینر ټرمینل چلوي، د تاویله څخه ۵ کیلومتره لرې موقعیت لري. دا پخپله د اماراتو د مرکزي ښار ابوظبي شمال ته په شاوخوا ۸۰ کیلومتره فاصله کې موقعیت لري.

کانټینرونه د ابوظبي په خلیفه بندر کې په دې فایل عکس کې د ۲۰۱۲ کال د سپتمبر له لومړۍ نېټې څخه -- هغه مياشت چې په بندر کې دغه سوداګریز عملیات پیل شول. [کریم صاحب/ای اېف پي]

کانټینرونه د ابوظبي په خلیفه بندر کې په دې فایل عکس کې د ۲۰۱۲ کال د سپتمبر له لومړۍ نېټې څخه -- هغه مياشت چې په بندر کې دغه سوداګریز عملیات پیل شول. [کریم صاحب/ای اېف پي]

دا په مصنوعي ټاپو کې پروت دی چې د ځمکې سره د یوې لارې په واسطه وصل شوی دی.

د وال سټریټ ژورنال له مخې، د سپوږمکۍ د خفيه عکسونو او نورو نښو پراساس، د متحده ایالاتو چارواکي وايي چې چین په متحده عرب اماراتو کې د پوځي حضور د رامینځته کولو لپاره کار کوي او د خپل پوځي شتون د پراخولو هڅه کوي.

د سي اېن اېن په وینا، "د متحده ایالاتو استخباراتو هغه کښتۍ لیدلي چې د سوداګریزو کښتیو په څیر یې ځان څرګند کړی چې چارواکو د هغه ډول کښتیو په توګه پیژندلي چې معمولاً د چینایي پوځ لخوا بندر ته د ننوتلو پرمهال د استخباراتي سیګنالونو د راټولولو لپاره کارول کیږي."

وال سټریټ ژورنال وویل، داسې ښکاري چې د اماراتو حکومت په خليفه بندر کې د چینايي فعالیتونو له پوځي اړخ څخه خبر نه و.

په هرصورت، د چین شتون له متحده ایالاتو څخه د F-35 جنګي الوتکو د پیرودلو لپاره د متحده عرب اماراتو هڅې پیچلې کړې، کوم چې په دې شرایطو ټینګار کوي چې ډاډ ترلاسه کړي چې جنګي الوتکې به د چینایي جاسوسۍ تابع نه وي.

'غلا او تخریب'

په دسمبر ۲۰۱۸ کال کې، د ابوظبي بندرونو شرکت د کاسکو سره د ۳۵ کلن رعایت تړون لاسلیک کړو، چې چینایي شرکت ته يې توان ورکړو چې په خليفه بندر کې د کانټینر ترمینل فعال او پراخه کړي.

دا ترمینل په ښکاره ډول د چین د بيلټ او سړک نوښت (بي آر آی) لخوا تولید شوی. بي آر آی یوه لویه زيربنا پروژه ده چې په ۲۰۱۳ کال کې پیل شوه چې په آسیا، افریقا، اروپا او اوقیانوس کې ۷۸ هیوادونه يو ځای کوي.

مګر په ستراتیژیک ډول موقعیت لرونکي اماراتي بندر کې د چین حضور -- لکه څنګه چې دا په ستراتیژیکي توګه په موقعیت لرونکو بندرونو کې شتون لري چې د سویلي چین بحر څخه د سویز کانال پورې غزیدلي دي -- نور اهداف هم ترسره کوي.

څارونکو يادونه وکړه، د خپل سیاسي او اقتصادي نفوذ د پراخولو سربیره، چین په بندرونو کې سرمايه کاري کوي ترڅو سیمې ته پوځي لاسرسی اسانه کړي، چې په منځني ختیځ او هاخوا کې د اندیښنې څپې رامینځته کوي.

انډین اېکسپرېس د نومبر د میاشت په ۲۳ مه په خپله اداريه کې وویل، هغه انکشاف چې چین په متحده عرب اماراتو کې په خلیفه بندر کې پټ پوځي تاسیسات جوړوي، د بیجینګ مخ په زیاتیدونکي ستراتیژیک هوډ او غلا او تخریب دواړه تاییدوي او د دې سره دا د خپلو پولو هاخوا پوځي نفوذ پراخوي.

دې یادونه وکړه چې "په وروستیو کلونو کې، لکه څنګه چې چین د [صدر] شي جینپینګ په مشرۍ کې ډېر قوي شوی، دې د ستراتیژیک پلوه د پام وړ سیمو کې د نفوذ ترلاسه کولو لپاره په خپل اختیار کې ټول وسایل استعمال کړي دي."

د هند د بحر په سیمه کې، چین د اقتصادي او زیربنایي همکاریو د ژمنې له لارې په کلیدي ځايونو کې شتون رامینځته کړی. دغه ورځپاڼې خبرداری ورکړو چې دا د "دوه ګونې" استعمال ستراتیژۍ يوه برخه ده.

دې زياته کړه، لکه څنګه چې په متحده عرب اماراتو کې، دا ځایونه -- په پټه، یا په ښکاره ډول او په تدریجي ډول -- د پوځي موخو لپاره کارول کیدی شي.

شک منې ارادې

هغه ستراتیژیک تړون چې ایران د مارچ په وروستیو کې له چین سره لاسلیک کړو دا ویره هم رامینځته کړې چې دا تړون به د خلیج په سیمه کې د بیجینګ لپاره د پوځي شتون لامل شي.

"د ایران د سمندري ځواکونو یو پخواني شنونکي د نوم نه ښودلو په شرط المشارق ته وویل، د بیجینګ له نظره، "د معاملې نقطه دا ده چې چین په ایران کې پښه ټینګه کړي، په ځانګړې توګه د فارس خلیج په جاسک او کیش ټاپوګانو کې".

دغه شنونکي وویل، که څه هم دا معامله په ښکاره ډول سوداګریزه بڼه لري، د ایران په جاسک او چابهار بندرونو کې د چین سرمايه کاري به د دې ګړندۍ وده کونکي سمندري ځواک ته اجازه ورکړي چې خپله لاسرسي پراخه کړي.

د ۲۰۱۸ کال د چين او عربي هېوادونو د همکارۍ فورم په غونډه کې، چين د منځني ختيځ لپاره د ۲۳ ملياردو ډالرو د قرضې او پرمختيايي مرستو ژمنه وکړه -- هغه مرستې چې يقيناً په لوړه بيه به تمامېږي.

اګريګيټس بزنس په نومبر ۲۰۲۰ کال کې راپور ورکړو، د متحده عربي اماراتو د خلیفه بندر، د عمان دقم، د سعودي عرب جیزان او د مصر بندر سعید او عین سوخنا هر یو د کلیدي پروژو په توګه پیژندل شوي چې چین به يې په منځني ختیځ کې د بي آر آی په همکارۍ سره جوړې کړي.

خبري ويب پاڼې وویل، "چینایي قراردادیان په قطر کې د زیربناوو د جوړولو په لویو قراردادونو کې هم ښکيل دي، چې په دې کې د حماد نړیوال هوایي ډګر (اېچ آی ای) د ۲۵ ملیارده ډالرو د پراختیا پلانونه شامل دي.

د پاکستان د بلوچستان په ګوادر بندر کې د چینايي ځواکونو د ارادو په اړه ډیرې پوښتنې راپورته کیږي، چیرې چې ګڼ شمیر شکمنې ودانۍ په خفيه توګه جوړیږي.

تمه کیږي چې د عربي سمندر بندر به د چین د بي آر آی برخه وي، خو څارونکو اندیښنه څرګنده کړې چې کيدی شې چینایي رژیم د بندر پراختیا په پاکستان کې د بحري اډې د جوړولو لپاره استعمالوي.

فوربز د جون په ۲مه راپور ورکړو، که څه هم، د چين لخوا په ګوادر کې د بحري اډې جوړولو پلان په رسمي ډول نه دی تایید شوی، خو د سيټلايټ عکسونه ښیي چې په تېرو څو کلونو کې څو نوي مرکزونه جوړ شوي دي.

دې وويل، په دغه مرکزونو کې یو "غیر معمولي لوړ امنیت" شتون لري، چې دا په ګوته کوي چې دا د چین د مخابراتو د ساختماني شرکت لخوا کارول کیږي. دا شرکت یو لوی دولتي شرکت دی چې د انجینرۍ په ډېرو ملکي پروژو کې ښکيل دی.

د دفاع چارو کارپوه اېچ. آی. سټن په فوربز کې ولیکل چې د امنیت کچه "پراخه" ده او په دې کې "د ګاډو ضد بندونه، د امنیت باړونه او لوړ دیوال" شامل دي. "د سنتري پوسټونه او د ساتونکو لوړ برجونه د باړ او داخلي دیوال تر مینځ پراته دي"، چې دا وړانديز کوي چې "وسله وال ساتونکي له ټوپکو" سره شتون لري.

ځینو څارونکو وویل، دوه کوچني ځايونه، چې د نیلي چت ودانیو دوه قطارونه لري، کيدی شي د چین د سمندري قول پوځ بارکونه وي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500