تجزيه

آیا چین په ګوادر کې پوځي اډه جوړوي؟

پاکستان فارورډ

د چینایي توغندیو بيړۍ، چې د چین د بحري ځواک سره د ویجاړونکي فلوټیلا برخه ده، د ۲۴ ګهنټو سمندري مشقونو په دوران کې په ګروپ کې حرکت کوي. [د چین د دفاع وزارت]

د چینایي توغندیو بيړۍ، چې د چین د بحري ځواک سره د ویجاړونکي فلوټیلا برخه ده، د ۲۴ ګهنټو سمندري مشقونو په دوران کې په ګروپ کې حرکت کوي. [د چین د دفاع وزارت]

ګوادر -- د ګوادر په بندر کې د چینايي ځواکونو په اړه ډیرې پوښتنې راپورته کیږي، چیرې چې ګڼ شمیر شکمنې ودانۍ په رازدارۍ سره جوړیږي.

ګوادر به د بلوچستان په سویل لویدیز ساحل کې د چین بیلټ او سړک نوښت (بي آر آی) يوه لویه برخه وي، چې د پاکستان دروازې به د احتمالي ګټور تجارت او پراختیایی پروژو لپاره پرانيزي.

دغه بندر د پاکستان او افغانستان تر منځ سوداګري پيل کړې ده، چې د دواړو ګاونډیو هیوادونو تر منځ د زياتې سوداګرۍ لپاره يې لاره هواره کړه او د پولې دواړو خواو ته يې د کارکونکو ګټه وټه ښه کړه.

خو بي آر آی، په ځانګړي توګه د ګوادر پروژه، د شخړې نه خالي نه ده.

په فضا کې د سول انجینرۍ د سيټلايټ انځور، چې د جون په لومړۍ نيټه په ټویټر (@Civil_Int) خپور شوی دی، په ګوادر بندر کې یوه غیر معمولي خوندي چینايي ودانۍ په ګوته کوي.

په فضا کې د سول انجینرۍ د سيټلايټ انځور، چې د جون په لومړۍ نيټه په ټویټر (@Civil_Int) خپور شوی دی، په ګوادر بندر کې یوه غیر معمولي خوندي چینايي ودانۍ په ګوته کوي.

په ۲۰۱۶ کال کې د ګوادر بندر يو منظر. دا بندر د بحري کښتیو لپاره غوره ګڼل کيږي. [Bjoertvedt]

په ۲۰۱۶ کال کې د ګوادر بندر يو منظر. دا بندر د بحري کښتیو لپاره غوره ګڼل کيږي. [Bjoertvedt]

پاکستان د چینایي سرمايه کارۍ له کبله د لږې ګټې سره د چینايي پروژو په واسطه د اوږدمهاله اقتصادي زیان سره مخامخ کيدې شي. د متحده ایالاتو یو لوړپوړي سفارتکار تیر کال خبرداری ورکړو او د پاکستان اقتصاد پوهانو او د چاپیریال پوهانو د چینایي سرمايه کارۍ د جدي زیان په اړه اندیښنه څرګنده کړه.

په ګوادر او د بلوچستان په نورو سیمو کې د چینايي کارکونکو پراخه شتون اورپکۍ ته هم لمن وهي..

څارونکي وايي، کيدی شې چې چینایي رژیم د بندر پراختیا په پاکستان کې د بحري اډې د جوړولو لپاره استعمالوي.

تجارتي بندر یا پوځي اډه؟

پاکستان په ۲۰۱۱ کال کې په لومړي ځل چین ته وويل چې په ګوادر کې پوځي اډه جوړه کړي.

چوهدري احمد مختار، چې د ۲۰۰۸ او ۲۰۱۱ کلونو ترمينځ د پاکستان د دفاع وزیر و، فایننشل ټایمز ته وویل، "موږ خپلو چینایي وروڼو ته ويلي چې مهرباني وکړئ په ګوادر کې د سمندري ځواکونو اډه جوړه کړئ."

هغه وويل، هغه وخت د پاکستان وزیراعظم یوسف رضا ګیلاني په می ۲۰۱۱ کال کې چین ته د سفر په دوران کې دغه غوښته وکړه.

یو لوړپوړي پاکستاني چارواکي، چې د دغه بحث په اړه يې معلومات لرل، وویل چې "بحري اډه هغه يو څيز دی چې موږ تمه لرو چې چینايي کښتیو ته به اجازه ورکړي چې په منظم ډول په [راتلونکي] کې ګوادر ته سفر وکړي او د هندي بحر په سیمه کې د خپلو بیړیو د ترمیم او ساتنې لپاره دغه ځای استعمال کړي."

خو دا اقدام په سیمه کې نورو هیوادونو ته يو مخالف اقدام ښکاري، او د دوو کالو نه مخکې د دې په اړه دومره زيات معلومات نه وو خپاره شوي.

په بیجینګ کې د پوځي چارو کارپوه ژو چینمینګ په جنوري ۲۰۱۸ کال کې ساوت چاينه مارنینګ پوسټ ته وویل، "چین اړتیا لري چې د خپلو جنګي کښتیو لپاره په ګوادر کې یوه بله اډه جوړه کړي ځکه چې ګوادر اوس یو ملکي بندر دی."

هغه وويل، "د سوداګرو کښتۍ د ګودامونو او کانټینرونو لپاره له ډیر ځای سره لوی بندر ته اړتیا لري، خو جنګي کښتۍ د ساتنې او لوژیستیکي ملاتړ بشپړ خدماتو ته اړتیا لري."

دغه ورځپاڼې راپور ورکړو چې د چین د خلکو د آزادۍ پوځ ته نژدې یوې بلې سرچینې تایید کړه چې د چین سمندري ځواک په پام کې لري چې ګوادر ته نژدې یوه داسې اډه جوړه کړي لکه څنګه چې په جېبوتي کې فعاله ده.

ژو وويل، بیجنګ د هند بحر ته غوره لاسرسی غواړي.

هغه وويل، "د عدن په خلیج کې د چین بحري ځواکونو د ګشت کښتۍ او نورې جنګي بيړۍ، چې په هند بحر کې د چینايي تیلو ټنکرونو ساتنه کوي، د ساتنې او لوژیستیکي رسد لپاره بحري اډې ته اړتیا لري ځکه چې دوی په پاکستان کې هغه څه ډير نه شي اخيستلې چې دوی ورته اړتیا لري."

خو، چینایي چارواکو د دې امکاناتو په اړه هيڅ هم نه دي ويلي.

پاکستاني چارواکي د دې بندر د احتمالي پوځي فعاليت په اړه د څه ويلو نه بغير د چین د همکارۍ د یوې لازمي برخې په توګه دغه بندر ته وده ورکوي.

د پاکستان او چین د اقتصادي همکارۍ مشر لیفټیننټ جنرل (ريټايرډ) عاصم سلیم باجوه د جولای په ۴مه د خپل حکومت ژمنې تکرار کړې چې حکومت به "په ګوادر کې ټولې پروژې پيل او بشپړې کړي".

هغه په ټویټ باندې د ګوادر نړیوال هوایي ډګر، چې کار پرې روان دی، د عکسونو شریکولو سره وویل، چې د ۲۳۰ ملیونو ډالرو ۳۸.۵ ملیارده پاکستانۍ روپۍ) پروژه به د ګوادر ښار/ ګوادر بندر د پراختیا نښه وي.

'غیر معمولي لوړ امنیت'

فوربز د جون په ۲مه راپور ورکړو، که څه هم، د چين لخوا په ګوادر کې د بحري اډې جوړولو پلان په رسمي ډول نه دی تایید شوی، خو د سيټلايټ وروستي عکسونه ښیي چې په تیرو څو کلونو کې څو نوي مرکزونه جوړ شوي دي -- چې یو پکې "غیر معمولي لوړ امنیت" لري.

دغه راپور يوه ودانۍ په ګوته کړه چې د چین مواصلاتو ساختماني شرکت، چې زياتره يو دولتي شرکت دی او د چین د سول انجینرۍ په ډیرو پروژو کې په پراخه کچه بوخت دی، کاروله.

د دفاع چارو کارپوه ایچ. آی. سټن په فوربز کې لیکلي چې د امنیت کچه "پراخه" ده او په دې کې "د ګاډو ضد بندونه، د امنیت باړونه او لوړ دیوال" شامل دي. "د سنتري پوسټونه او د ساتونکو لوړ برجونه د باړ او د داخلي دیوال تر مینځ پراته دي"، چې دا وړانديز کوي چې "وسله وال ساتونکي له ټوپکو سره" شتون لري.

تير کال دوه کوچني ځايونه د اودي رنګ چتونو د ودانیو له قطارونو سره جوړ شوي ول، کوم چې ځینې کتونکي وايي چې د چین د سمندري پوځ قول لپاره يو ګيريژن دی.

سټن وليکل، "دا به په راتلونکې کې وليدل شي چې آيا د چین بحري اډه به بشپړه شي." "خو دا نوي ودانۍ، په پراخه کچه د خوندي شوي ودانۍ په شمول، په ګوته کوي چې د بندر د جوړولو راتلونکي مرحله نږدې ده. او که چيرې چینايي بحري ځواکونه د بندر کارول پیل کړي، نو دا به په هند بحر کې د دې ظرفیتونه پیاوړي کړي."

د چین ضد احساسات مخ په ډیریدو دي

بیجینګ د سیمې د امنیت په اړه اندیښنه لري ځکه چې د ګوادر بندر پروژې په اړه بې اطميناني وده کوي او په داسې حال کې چې په ځایي اوسیدونکو کې د چین پر ضد احساسات مخ په ډیریدو دي.

سیمه ایز پارلماني غړي او څارونکي وايي، په بلوچستان کې د چینايي نفوذ بې لګامه وده -- په داسې حال کې چې چینايي شرکتونه په ځایي خلکو د اغیزو په اړه د پام يا اندیښنې پرته ځایي سرچينې کاروي -- په دې صوبه کې جدي ناکراري رامینځته کوي.

د بلوچستان د ملي ګوند (بي اېن پي) مرکزي نايب صدر ملک عبدالولي ووويل، "زموږ له خوښې پرته، زموږ په خاوره کې د چين مخ په زياتيدونکي سرمايه کاري د بلوچيانو ګټو ته زيان رسوي."

د بلوچستان څخه د عوامي نيشنل پارټۍ سنيټر کبیرمحمد شاهي وویل چې بلوچيان ویره لري چې په ګوادر کې د چین پراخه کچه شتون به په سیمه کې د پوځي منسوبينو شمیر زیات کړي او موجوده تاوتریخوالي ته به وده ورکړي.

هغه وویل، "هغه وسله وال چې په بلوچستان کې د چین د نفوذ مخالفت کوي په دې باور دي چې د پاکستان اسټيبلشمنټ د بلوچ قوم سیاسي، ټولنیز، کلتوري او ملي انديښنو ته هیڅ پام نه کوي."

په دغه صوبه کې د جمعیت علماء اسلام سينير مشر عبدل علي وویل، "په بلوچستان کې د چین سرمايه کاري او پیسې په صوبه کې د سیاسي ثبات او پرمختګ تضمین نه شي ورکولی." "وفاقي حکومت باید په بلوچستان کې د چینايي سرمايه کارۍ په اړه د ځایي خلکو اندیښنې په پام کې ونیسي."

د چینایانو شتون اورپکۍ ته لمن وهي

وسله والو دا ډول انديښنې د تروریستي عملونو د توجیه کولو لپاره کارولي دي.

امنيتي ځواکونو د جون په ۲۹مه په پاکستان سټاک ایکسچینج باندې يو برید ناکامه کړو چې د چین له نفوذ سره يې تړاو لرلو. .

ای ايف پي ته په يو ايمېل کې، د بلوچستان د آزادۍ پوځ د برید مسوليت پر غاړه واخيستو او ويې ويل چې دغه برید نه یوازې د "پاکستان اقتصاد د نښه کولو بلکې په بلوچستان کې د چین د استحصالي پلانونو په ځواب کې د چین پر اقتصادي ګټو يو برید و".

د بلوچستان د آزادۍ پوځ په وروستيو کلونو کې څو ځله په پاکستان کې زیربنایې پروژې او چینايي کارکونکي په نښه کړي دي، چې په دې کې په نومبر ۲۰۱۸ کال کې په کراچۍ کې د بیجینګ په قونسل خانه باندې یو برید شامل دی، چې څلور کسان پکې وژل شوي ول.

په می ۲۰۱۹ کال کې، د بلوچستان د آزدۍ پوځ په ګوادر کې په يو لکژري هوټل برید وکړو.

په تيره جولای کې، د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت بي اېل ای يوه نړیواله تروريستي ډله وګرځوله.دا يوه داسې پريکړه وه چې د پاکستان حکومت يې هرکلی وکړو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

که چيرې دې مقالې یوازې حقایق پوسټ کولی، نو په دې کې به ډیر اخلاص موجود وې. خو د ډیرې ویرې خپرولو او نظر سره، او د لیکوال نوم نه ښکاره کولو سره، د دې مقالې اراده داسې ښکاره ده لکه څنګه چې د شپږم نسل په جنګ کې يو کوچنی ډز پټ ساتل ګران دي. د دې ویب پاڼې مالکانو له پکار ده چې د خپلې ریښتیني ارادې پټولو لپاره غوره کار وکړي. کيدې شي دوی په راتلونکي کې يوه بې ترتيبه خبري ویب پاڼه جوړه کړي. له بده مرغه، دا وېب پاڼه په ریښتیا سره فرسوده شوې ده.

ځواب