اقتصاد

د طالبانو ناپایه جګړې د افغانستان اقتصادي وړتیا څنګه له خوځښت څخه غورځولې ده

د سلیمان راپور

په دې عکس کې چې د تېر غبرګولي په ۲۱مه اخیستل شوی دی، یو افغان ماشوم د مزارشریف په لمنه کې د پلاستیکي موادو د بیا استفادې په یوه فابریکه کې د کار کولو پر مهال لیدل کیږي. [فرشاد عصیان/ای اېف پي]

په دې عکس کې چې د تېر غبرګولي په ۲۱مه اخیستل شوی دی، یو افغان ماشوم د مزارشریف په لمنه کې د پلاستیکي موادو د بیا استفادې په یوه فابریکه کې د کار کولو پر مهال لیدل کیږي. [فرشاد عصیان/ای اېف پي]

کابل -- اقتصادپوهان او نور کتونکي وایي، د طالبانو له خوا رامنځته شوې ناامنۍ او نورو ګواښونو د افغانستان اقتصاد معلول کړی، پانګوونکي یې مجبور کړي چې هېواد پرېږدي او د بې کارۍ کچه یې اسمان ته پورته کړې ده.‌

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د خونې غړي خان جان الکوزي وویل، په میلیاردونو ډالرو نړۍ والې مرستې په افغانستان کې د اقتصاد، سوداګرۍ او پانګونې لپاره له ډېرو غټو فرصتونو څخه یو فرصت برابر کړ، خو د طالبانو دوامدارې جګړې دغه تاریخي فرصت ګډوډ کړ، او د دې سبب شو چې د افغانستان اقتصاد هغسې چې تمه یې کېدله وده ونه کړي.‌

الکوزي وویل،‌«د طالبانو د څو کلو اوږدې جګړې په اقتصاد، سوداګرۍ او پانګونه باندې منفي اغېز وکړ. اقتصادي وده او پانګونه یو امن او ثبات لرونکي چاپېریال ته اړتیا لري، خو د طالبانو او نورو حکومت مخالفو ډلو له خوا رامنځته شوې نا امنۍ او ننګونو هم اقتصادي وده او هم وطنۍ او نړۍ والې پانګونې ورو کړي دي.»

هغه وویل، «یو وخت زموږ ګاونډیانو هېڅ ... ګټوره وده نه لرله، خو اوس هغوی پرځان بسیا دي. نا امنۍ او جګړې د دې مخه نیولې چې زموږ هېواد په اقتصادي لحاظ وده وکړي.»

هغه وویل، «نړۍ والې ټولنې موږ ته پراخې پیسې او شته راکړل، خو د طالبانو او د هغوی د جنګ له امله، افغانستان ونشوای کولی چې دغه سرچینې د پرمختګ او ودې لپاره وکاروي.»

الکوزي وويل،‌ که طالبانو جنګ نه کولی، کېدای شوای چې افغانستان صادرونکی هېواد شي، او زیاته یې کړه چې د هغه پرځای اوس افغانستان په کال کې د ۱.۱ تریلیون افغانیو (۱۵ میلیاردو ډالرو) په ارزښت توکي له ګاونډیو هېوادونو څخه راواردوي.

د بې کارۍ زیاتوالی

الکوزي وویل، «طالبانو او ناامنۍ د پانګوونکیو فزیکي او اروایي خوندیتوب په خطر کې اچولي، او دا مسئله د پانګوونکیو لپاره د دې سبب شوې چې له پانګونې څخه ډډه وکړي، چې په نتیجه کې یې په هېواد کې بې کاري او فقر زیات شوي دي.»

هغه وویل، «جنګ د اقتصاد، پانګونې او کار لپاره یو غټ ګواښ دی.»

هغه زیاته کړه، «د ناامنۍ له امله، فابریکې او نورې اقتصادي بېخبناوې ویجاړې شوي دي. هر کال په زرګونو لارۍ په لویو لارو باندې دریږي، چې زموږ د سوداګرو له خوا راوارد شوي خوراکي توکي د لارې په اوږدو کې خرابیږي، او زموږ هېواد او پانګوونکي په میلیونونو ډالر تاوان کوي.»

په کابل کې د پوهنتون یوه استاد او د اقتصادي چارو شنونکي ضیأ دانش وویل،‌ هغه جنګ چې طالبانو په افغانانو باندې تحمیل کړی دی په دوه ډوله اقتصاد او پانګونه متاثره کوي.

دانش وویل، «د طالبانو د جګړې مستقیمې پایلې دا دي چې د ملي بودجې او بهرنۍ مرستې ډېره برخه په جګړه باندې لګول کیږي. که جګړه یا ناامني نه وای، دا پیسې او مرستې به د اقتصاد په پرمختګ او وده، پانګونه، بېخبنا، تعلیم او تربیه او نورو مهمو برخو کې لګېدلې وای.»

هغه زیاته کړه، «ناامنۍ په غیر مستقیم ډول داخلي پانګونکي، بهرني هېوادونه او نړۍ وال شرکتونه په افغانستان کې له پانګونې څنه زړه ماتي کړي دي.»

دانش وویل، په هېواد کې دوامدار جنګ او د پانګونې نشتوالي د بې کارۍ کچه داسې زیاته کړې چې هغه په خپل وار سره جګړه اوږدوي او افغانان بې ځایه کوي.

په کابل کې د سیاسي چارو یوه شنونکي خلیل الرحمان سروري وویل، «هغه جنګ چې طالبانو ونشوای کولی چې په نږدې دوه لسیزو کې یې پای ته ورسوي د دې سبب شو چې په میلیونونو خلک خپلې وظیفې له لاسه ورکړي او ناقانونه کډوالۍ ته مخه کړي.»

سروري وویل، «اصلا، موږ ۴۵۷.۷ میلیارده افغانۍ (۶ میلیارده ډالر) د طالبانو په سبب په جنګ باندې مصرفوو.‌ که جګړه نه وای، کېدای شوای چې دا پیسې د اقتصاد په وده او نېکمرغۍ باندې او همدارنګه د کاري فرصتونو د رامنځته کولو په لاره کې لګېدلې وای.»

سروري وویل، په ورته وخت کې، د طالبانو له خوا د عامه بېخبناو ویجاړول -- چې معمولا د افغان ځواکونو له خوا د هغوی د تعقیب د مخنیوي لپاره د یوه تکتیک په توګه کارول کیږي -- د هېواد اقتصاد ته غټې ننګونې رامنځته کړي دي، او د افغانانو په منځ کې د بې کارۍ کچه زیاته شوې ده.‌

هغه وویل، «له بده مرغه چې طالبانو تر ډېره هغه پرمختګ او وده چې د افغان حکومت او نړۍ والو شریکانو په مرسته ترسره شوي وو خراب کړي دي. دغه کار اقتصاد معلول کړی او فقر او په ټپه ولاړ حالت یې رامنځته کړي دي.»

سیاسي او اقتصادي ثبات

د اقتصاد وزارت ویاند یونس سالک وویل، «د حکومت د مؤثرو پلانونو له برکته، له هغو امنیتي ننګونو سره سره چې اقتصادي وده ورسره مخامخ وه ... افغانستان په ۱۳۹۷ لمریز کال کې ۲.۷٪ وده وکړه.»

د اقتصادي ودې، سوداګرۍ او د فقر د کمولو په چارو کې د ولسمشر د ځانګړي استازي د دفتر یوه جګپوړي سلاکار ظریف امینیار وویل،‌ که جګړه نه وای، افغان حکومت کولی شوای چې خپله ډېره دفاعي بودجه د بې کارۍ د کچې په کمولو باندې ولګوي.

امینیار وویل، «د طالبانو جګړې په ... ټولو اقتصادي سکتورونو باندې غټ منفي اغېز درلود.»

هغه وویل، «دې جګړې د ملي بودجې جوړښت او لګښت په منفي ډول متاثر کړي دي. د مثال په توګه، کله چې تاسو په ملي بودجه باندې بیاکتنه وکړئ، تاسو کولی شئ وګورئ چې د تمویل ډېره برخه جنګ ته ځانګړې شوې ده. که جګړه نه وای، کېدای شوای چې حکومت هغه پیسې د هېواد د بیارغونې لپاره په اقتصادي وده باندې ولګوي.»

هغه زیاته کړه، «د جګړې له امله، نور هېوادونه په افغانستان کې د لویو اقتصادي پروژو له پلي کولو څخه ډډه کوي.»

هغه وویل، حکومت «د ملي پیوستون پروګرام، ولسي تړون پروګرام، بندونو جوړولو، بندرونو پرانستلو، ځمکنیو او هوایي دهلېزونو جوړولو، برق جوړولو، سړکونو جوړولو، کانونو او تاریخي ځایونو فعالولو په څېر غټې پروژې تطبیق کړي چې دغه کار د اقتصادي ودې په رامنځته کولو او د فقر او بې کارۍ په کمولو کې مرسته کړې ده.»

امینیار زیاته کړه، «د حکومت نظر دا دی چې د اقتصادي ثبات له لارې سیاسي ثبات رامنځته شي. حکومت په قوانینو کې داسې اصلاحات راوستي چې د خصوصي سکتور له ودې سره مرسته کوي، او دغه کار د خصوصي سکتور د چلولو لپاره یو مناسب چاپېریال برابر کړی دی.»

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت پخواني وزیر جارالله منصوري وویل، که څه هم چې طالبان جنګ ته دوام ورکوي او په افغانستان کې اقتصادي ننګونې او نا ارامي رامنځته کوي، لاکن د افغان حکومت د کلونو اوږدو هڅو مرسته کړې چې دا ستونزې حل شي.

منصوري وویل، «له دا ټولو امنیتي ننګونو سره سره، له نېکه مرغه چې حکومت یو څه لاسته راوړنې لرلي دي.‌ حکومت مؤثرې اقتصادي پالیسۍ جوړې کړي چې له افغانستان سره یې مرسته کړې څو نړۍ ته خپل اهمیت او اقتصادي وړتیا ور وښیي.»

هغه وویل، «پخوا، موږ په یوه ټرانزیټي دهلېز باندې متکي وو، خو د حکومت اقتصادي پلانونو مرسته وکړه چې ګڼ دهلېزونه پرانیزي.»

هغه زیاته کړه،‌«افغانستان په ۱۳۹۵ کې د سوداګرۍ د نړۍ والې موسسې غړیتوب ترلاسه کړ، او په دې وتوانېد چې د دغې موسسې په مرسته خپلې ځینې سوداګریزې ستونزې حل کړي.‌همدارنګه، هغه د سړکونو او رېل پتریو یو شمېر هوکړې، چې د افغانستان د اقتصاد لپاره حیاتي اهمیت لري، لاسلیک کړې.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

طالبان په داسې حال کې دي چې خپل ستر خواهش يې پوره کړو: د متحده آيالاتو ځواکونه افغانستان پريږدي. دوی د دې د ترسره کولو لپاره خپله افراطي نظریه لږه پریښودې ده. افغانستان — د توت د ونې تر سیوري لاندې، د قبرونو ځایونو ته نږدې چې د طالبانو بیرغونه پکې موجود ول، د افغانستان په ختیځ کې د یاغیانو لوړپوړي پوځي مشر ومنله چې دې ډلې په تیرو لسیزو کې د امریکایي بریدونو او حکومتي عملیاتو له کبله ډیر زيان ترلاسه کری دی. خو دا زیانونه په ځمکه باندې لږ بدل شوي دي: طالبان د خپلو مړو او ټپيانو ځای اخلي او وحشیانه تاوتریخوالی ترسره کوي. د لغمان په صوبه کې د طالبانو د پوځي کمیسیون مشر مولوي محمد قېس وویل، "موږ دې جګړې ته د عبادت په نظر ګورو" ځکه چې لسګونه جنګیالي یې د یوې غونډۍ په څنګ کې په انتظار و. "نو که چیرې یو ورور ووژل شي، نو دوهم ورور به د الله د رضا خلاف سرغړونه ونه کړي -- هغه به د ورور ځای واخلي." دوی تقريباََ د ۱۹ کالو جګړو له لارې یو لوی ځواک ته ماتې ورکړی دی. او په دریو هیوادونو کې د طالب چارواکو او جنګیالیو سره په درجنونو مرکو، او همدارنګه د افغانستان او لویدیځ د چارواکو سره، د زوړ او نویو طريقو او نسلونو يو ځای کيدل روښانه کړل چې د دوی سره یې د دې په ترسره کولو کې مرسته وکړه.

ځواب