اقتصاد

افغان منتقدینو د چین او ایران د لږو مرستو په هکله پوښتنې راپورته کړې

د عمران راپور

افغانان وایي، د پخواني حکومت له سقوط څخه وروسته چین او ایران هڅه وکړه چې د طالبانو ملاتړ وکړي، خو له افغانانو سره د دغو هېوادونو مرسته لږه وه او د خپلو ګټو لپاره یې کوله. [عمران/د هرات د والي دفتر/سي سي ټي وي]

هرات -- افغانان وایي، که څه هم چې د پخواني حکومت له سقوط څخه وروسته چین او ایران هڅه وکړه چې د طالبانو ملاتړ وکړي، خو له افغانانو سره د دغو هېوادونو مرسته لږه وه او د خپلو ګټو لپاره یې کوله.‌

بیجینګ او تهران په تېرو څو اونیو کې د هوا له لارې د خوراکي توکو، درملو، طبي لوازمو او ژمنیو لباسونو څو کوچني بارونه د هوا له لارې راوړل ترڅو له نویو واکمنو سره خپل ملاتړ بیا نوی کړي.‌

د چین لومړی بار چې کمپلې او جاکټونه په کې وو د تلې په ۷مه د کابل هوایي ډګر ته را ورسېد او د چین د سفیر له خوا د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکیو وزارت ته وسپارل شو.‌

د ایران رژیم تر اوسه پورې څلور بارونه چې خوراکي توکي،‌ درمل او د اکسیجن طبي ټانکۍ په کې وې وړاندې کړي دي.‌

د چین د مرستو لومړی بار چې جاکټونه او کمپلې په کې وې د تلې په ۷مه په کابل کې د چین سفارت کې لیدل کیږي. [په کابل کې د چین سفارت]

د چین د مرستو لومړی بار چې جاکټونه او کمپلې په کې وې د تلې په ۷مه په کابل کې د چین سفارت کې لیدل کیږي. [په کابل کې د چین سفارت]

تر ټولو وروستی بار د تلې په ۱۳مه په هرات ولایت کې د اسلام کلا بندر ته را ورسېد.‌

د هېواد په بېلابېلو برخو کې افغانانو د چین او ایران له خوا وړاندې شوې بشري مرسته «ناکافي او د ریشخند وړ» بللې او په دې تاسف څرګندوي چې هماغه لږه مرسته هم اړمنو خلکو ته ور وېشل شوې نه ده.

د عبدالکریم په نامه د هرات یوه اوسېدونکي وویل، «د پخواني حکومت پر وخت، له بېلابېلو هېوادونو څخه افغانستان ته ډېرې مرستې راتللې او مستحقو خلکو ته رسېدلې، لاکن اوس چې طالبان په واک کې دي، دوی نشي کولی چې حتی خپلو خلکو ته ډوډۍ ورکړي.»

هغه وویل، «د افغانستان د ۳۵ میلیونو وګړو له جملې څخه له ۳۰ میلیونو ډېر د فقر تر کچې لاندې ژوند کوي او له قحطۍ سره مخامخ دي، او یوازې یو څو لارۍ د غنمو اوړه، وریژې او کمپلې نشي کولی چې د خلکو اړتیاوې پوره کړي.»

د هرات یوه اوسېدونکي صمیم احدي وویل، د طالبانو له خوا د واک ترلاسه کولو راهیسې اکثر افغانان له قحطۍ سره مخامخ او مرستو ته سخت محتاج دي، لاکن چین او ایران په خپلو لږو مرستو سره په دغو بې وزلو خلکو باندې ریشخند وهي.

هغه وویل، «په داسې حال کې چې افغانان د تېر حکومت د سقوط له اغېزو څخه کړېږي، ایران او چین لږه بشري مرسته کړې چې یوازې وریژې او کمپلې په کې شامل دي.»

احدي وویل، «دغه هېوادونه باید پوه شي چې د هغوی مرسته کافي نه ده او نشي کولی چې د را روان اقتصادي سقوط مخه ونیسي.»

هغه وویل، «نړۍ والې ټولنې د تېرو ۲۰ کالونو په ترڅ کې د میلیاردونو ډالرو مرسته وکړه او د افغانانو ژوند یې بدل کړ، لاکن د ګاونډیو هېوادونو له خوا وړاندې شوې وروستۍ مرسته حتی د څو کوچنیو کورنیو لپاره هم کافي نه ده.»

د بې ثباتۍ دایره

دغه لږه مرسته په داسې حال کې شوې چې په لوېدیځ سيمه کې د افغان مدني ټولنې فعالان په درې هېوادونو تور لګوي چې د پخواني افغان حکومت په نسکورولو کې یې د پردې تر شا لاس درلود.‌

هغوی وایي، د ایران او چین تر څنګ روسیه د دغه مثلث برخه وه.‌

هغوی وایي، د خپلو هدفونو له ترسره کولو څخه وروسته، یادو هېوادونو نه یوازې دا چې افغانان یوازې پرېښودل، بلکې طالبان یې هم په سخت حالت کې پرېښودل.

د بادغیس ولایت په مرکز قلعه نو کې د مدني ټولنې یوه فعال نظام الدین عظیمي وویل،‌ ایران، چین او روسیې په منظمه توګه نه یوازې طالبانو بلکې دغه راز نورو د حکومت ضد عناصرو ته هم مالي او نظامي ملاتړ برابراوه.

هغه وویل، هغوی تر هغه وخته پورې نظامي او مالي ملاتړ چمتو کاوه چې طالبانو پخوانی حکومت رانسکور کړ.

هغه زیاته کړه، «د ایران، روسیې او چین وروستي تکتیکي اقدامات ښیي چې دغه هېوادونه نه غواړي داسې څه وکړي چې د افغانانو په ښه تمامه شي.‌

هغه وویل، «طالبانو ته د مرستو د ناکافي اندازې په وړاندې کولو سره، چې یوازې خواړه او کمپلې په کې دي، هغوی ښیي چې هغوی د بشري مرستو تر نامه لاندې په افغانستان کې خپلې اجندې ترسره کوي.»

عظیمي وویل، د ایران، روسیې او چین له خوا د طالبانو پر وړاندې چلند ښیي چې د هغوی یوازنی هدف دا وو چې پخوانی افغان حکومت رانسکور کړي او افغانستان لا نور بې ثباته کړي.‌

د غور ولایت د مرکز فیروزکوه یوه اوسېدونکي عزیز احمد واقف وویل، د ایران، روسیې او چین له لاسوهنې پرته به هېڅکله هم پخوانی افغان حکومت نسکور شوی نه وای.

هغه وویل، «نژدې ۲۰ کاله کیږي چې ګاونډيو هېوادونو په افغانستان کې هر ډول توپخانه او ځمکني ماینونه و ازمویل، او زمونږ د زرګونو امنیتي منسوبینو او بې ګناه ملکي خلکو وینې یې تویې کړې.»

واقف وویل، «له طالبانو سره د ایران او چین لږه مرسته د بشري دلایلو په اساس نه ده بلکې هدف یې دا دی چې په افغانستان کې د دښمنۍ د لوبې د یوې بلې ناپایه دایرې لپاره تبلیغ وکړي.»

د افغانستان له نه سپړل شویو سرچینو څخه ناوړه استفاده

تحلیلګران وایي، روسیې،‌ چین او ایران د افغانستان د ځمکې لاندې منابعو په را اېستلو کېډېره علاقه مندي ښودلې ده، چې کولی شي د دغو هېوادونو اقتصاد بدل کړي.

په هرات کې د سیاسي چارو یوه تحلیلګر فرهاد کبرزاني وویل، چین غواړي چې له افغانستان سره له خپلې لږې مرستې څخه داسې استفاده وکړي چې په وسیله یې د طالبانو اجازه ترلاسه کړي او د هېواد کاني منابع انحصار کړي.‌

هغه وویل، د چین حکومت یو اقتصاد ښامار دی او هېڅکله هم په داسې ځای کې پانګونه نه کوي چې هلته خپلې ګټې نه ویني.‌

هغه وویل، «چین له کالونو راهیسې هڅه کوي چې د افغانستان ناسپړلیو کانونو او تر ځمکې لاندې منابعو ته لاسرسی ترلاسه کړي. اوس د بل هر وخت په نسبت ډېر چین دا فرصت په لاس کې لري.»

کبرزاني وویل، «د افغانستان احتمالي طبیعي منابع د افغانانو طبیعي حق دی، او مونږ په طالبانو باندې ټینګار کوو چې دغه ملي شتمنۍ چین ته چې د نړۍ تر ټولو غټه اقتصادي مافیا ده، ورنه کړي.»

هغه وویل، سربېره پر دې، ایران له چین سره ښې اړیکې لري او دغه دواړه هېوادونه غواړي چې په ګډه افغانستان ولوټي.

د نیمروز ولایت په مرکز زرنج کې د مدني ټولنې یوه فعال علي احمد سکندري وویل، ګاونډیو هېوادونو د تېرو دوو لسیزو په ترڅ کې د افغانستان په چارو کې د دې لپاره لاسوهنه کوله چې د هېواد پراخو منابعو ته لاسرسی ترلاسه کړي.

هغه وویل، «چین او ایران هڅه کوي چې طالبانو ته نژدې شي، ښه ارتباطات جوړ کړي او د افغانستان د ناسپړلیو خامو موادو د را اېستلو لپاره لاره هواره کړي.»

هغه وویل، «که چین او ایران کانونو ته لاسرسی ترلاسه کړي، تر ټولو غټې ګټې به دغو هېوادونو ته په لاس ورشي او د افغانستان د اقتصادي عوایدو په وده باندې به هېڅ اغېز ونه لري.»

سکندري وویل، طالبان باید پوه شي چې هغوی نشي کولی چې له افغان عوامو سره له ګټورو مشورو پرته د چین او ایران په څېر ګاونډیو هیوادونو ته دروازې پرانیزي چې د افغانستان منابع ولوټي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500