اقتصاد

امریکا پاکستان ته د چين د سرمايه کارۍ د خطر په اړه خبرداری ورکوي

ای اېف پي او پاکستان فارورډ

یو پاکستانی عسکر په ۱۳ نومبر ۲۰۱۶ په ګوادر بندر کې د یوې سوداګریزې پروژې د پرانستلو پرمهال چینایي لاریو ته نږدې تيريږي. چین تمه لري چې ګوادر د خپلو توکو لپاره د یو بازار په توګه وکاروي. [عامر قریشي/ای اېف پي]

یو پاکستانی عسکر په ۱۳ نومبر ۲۰۱۶ په ګوادر بندر کې د یوې سوداګریزې پروژې د پرانستلو پرمهال چینایي لاریو ته نږدې تيريږي. چین تمه لري چې ګوادر د خپلو توکو لپاره د یو بازار په توګه وکاروي. [عامر قریشي/ای اېف پي]

واشنګټن -- متحده ایالاتو د پنجشنبې په ورځ (د نومبر په ۲۱ مه) پاکستان ته خبرداری ورکړو چې که چین د خپلو لویو زیربنایي هڅو تعقیب وکړي، دا به د لږې ګټې سره د اوږد مهاله اقتصادي زيان سره مخ شي.

د سویلي آسیا لپاره د متحده ایالاتو لوړپوړي سفارتکار وویل، په پاکستان کې د چین اقتصادي زیربنايي پروژې به یوازې بیجینګ ته ګټه ورسوي او متحده ایالات غوره ماډل وړاندې کوي.

ایلیس وېلز، چې د سویلي او مرکزي آسیا د چارو لپاره د متحده ایالاتو قايم مقامه سيکريټري ده، وویل، "دا روښانه ده، یا دا باید روښانه شي، چې [دا پروژې] د مرستې په اړه نه دي."

هغې وویل، د ملیاردونو ډالرو نوښت د غیر مراعتي قرضو له لارې پيل شوی دی، چې چینايي شرکتونه خپل کارکوونکي او مواد د دې لپاره ليږي.

وېلز د سکالرانو لپاره په ووډرو ویلسن نړیوال مرکز کې وویل چې د بیجینګ نوښت "په بنيادي توګه په چینایي کارکوونکو او اکمالاتو باندې تکیه کوي، حتی په داسې حال کې چې په پاکستان کې بېکاري مخ په زياتيدوه ده."

مخ په زياتيدونکی زيان ښکاره دی

هغې وویل، "دا دهلیز به د پاکستان اقتصاد ته زيان ورسوي، په ځانګړي توګه کله چې په راتلونکو څلورو یا شپږو کلونو کې د ډیرو پیسو ورکول پیل شي."

هغې وویل، "حتی که د قرضې ورکول وځنډول شي، دا به بيا هم د پاکستان د اقتصادي پراختیا امکان له زيان سره مخ کړي او د وزیر اعظم عمران خان د اصلاحي اجنډې مخه به ونیسي."

ډیرو د چین بیلټ او سړک نوښت غندنه کړې، چې دا د صدر چي جین پینګ لاسلیک پروژه ده چې هدف یې په ټوله نړۍ کې بندرونه، لویې لارې او د ریل پټلۍ جوړول دي.

د پاکستان اقتصاد پوهان له مخکې نه د چینایي سرمايه کارۍ د جدي زیان په اړه اندیښمن دي.

خو د وېلز وینا په غير معمولي توګه د پاکستان، چې د متحده ايالاتو تاريخي اتحادي دی، لپاره د خطرونو په اړه د خبرداري سره تعلق لرلو.

په داسې حال کې چې هغه مني چې متحده ایالات د دولتي شرکتونو وړاندیزونو سره پاکستان ته رانه غله، وېلز وویل چې د متحده ایالاتو سرمايه کاري، د متحده ايالاتو د مرستې سره، به د کمزوري اقتصاد بنيادونه ښه کړي.

هغې وویل، "يو مختلف ماډل شتون لري." "په ټوله نړۍ کې موږ ګورو چې د متحده ایالاتو شرکتونه د سرمايه کارۍ نه علاوه ډیر څه راوړي، دوی ارزښتونه، پروسې او مهارتونه راوړي چې د ځایي اقتصاد ظرفیت لوړوي."

هغې په پاکستان کې د متحده ایالاتو شرکتونو لکه اوبر، ایکسن موبیل، پیپسيکو او کوکا کولا کې دلچسپۍ ته اشاره وکړه، چې د سافټ ډرنک جوړونکو سره په ګډه په دغه هیواد کې د ۱.۳ ملیارده ډالرو (۲۰۱.۹ ميليارده پاکستانۍ روپو) سرمايه کاري کوي.

د نورو ژمنيو نه علاوه، چین وړاندیز کړی چې د ګوادر نه به د نړیوالې کچې بندر جوړ کړي.

بیجینګ هیله لري چې ګوادر د خپلې لویدیځې سیمې شین جانګ سره ونښلوي، چې د نړۍ دوهم لوی اقتصاد ته د تیلو نه ډک منځني ختیځ ته لاسرسی ترلاسه کړي او په لانجمن سویلي چین بحر باندې تکیه کمه کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 5

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ولې امریکايان راپاڅیدل کله چې چین په پاکستان کې سرمايه کاري پيل کړه .. کله چې پاکستان په بحران کې وي امریکا هيڅکله د پاکستان ملاتړ نه کوي ...

ځواب

امریکا د پاکستان خیر خواه نه ده

ځواب

امریکا د پاکستان خير خواه ده خو خپلې ګټې لومړۍ کوي

ځواب

امریکا د دوستۍ پر ځای خپلې ګټې غوره کوي.

ځواب

هیڅ څوک پاکستان ته ماتې نه شي ورکولی، هیڅ څوک د پاکستان په تګلاره نه پوهیږي. ستاسې په خیال څه روان دي؟

ځواب