اقتصاد

په ازاخیل کې نوی وچ بندر د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګرۍ ته وده ورکوي

د عديل سعيد لخوا

وزیراعظم عمران خان د جنورۍ په ۱۰ مه د نوښار ضلعې په ازاخیلو سیمه کې د نوي جوړ شوي وچ بندر د پرانستلو تخته ښکاره کوي. [د مطبوعاتو او اطلاعاتو اداره]

وزیراعظم عمران خان د جنورۍ په ۱۰ مه د نوښار ضلعې په ازاخیلو سیمه کې د نوي جوړ شوي وچ بندر د پرانستلو تخته ښکاره کوي. [د مطبوعاتو او اطلاعاتو اداره]

پېښور -- د پاکستان حکومت د نوښار ضلعې په ازاخیلو سیمه کې د یو نوې وچ بندر پرانیسته وکړه، چې موخه یې د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګري اسانول او په هغه سیمه کې سوداګریزو فعالیتونو ته وده ورکول دي چې اوس هم د یوې لسیزې اوږدې مودې د اورپکۍ او ترهګرۍ څپې د اغیزو له کبله له ستونزو سره مخ دي.

وزیراعظم عمران خان د جنورۍ په ۱۰ مه د دې پروژې پرانسته وکړه، چې کارکونکو د ۵۱۰ ملیونه روپو (۳.۴ مليونه امريکايي ډالره) په لګښت جوړه کړه.

د ريلوې وفاقي وزیر شیخ رشید احمد په مراسمو کې وویل، "د ازاخېلو وچ بندر، چې په ۶۴ جریبو په ځمکه باندې مشتمل دی، د هیواد دوهم لوی پرمختللی وچ بندر دی چې له کراچۍ څخه به د هیواد نورو سیمو او افغانستان ته د توکو په ګړندي ليږد کې مرسته وکړي."

سوداګریزې ټولنې د دې وچ بندر ستاینه کوي اود افغانستان په شمول په هیواد او سیمه کې يې د سوداګرۍ د ودې لپاره يو مثبت پرمختګ ګنلې دی.

ضیاء الحق سرحدي، چې یو سوداګر او د سرحدي سيمو د کسټم ايجنټانو د اتحادیې صدر دی، وویل، "د پېښور پولې ته څېرمه د نوي او پرمختللي وچ بندر په جوړولو سره به د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګري اسانه شي او په سیمه کې به سوداګریزو فعالیتونو ته وده ورکړي، چې په تیرو څو کلونو کې د نظم او قانون د خراب وضعیت له امله پکې سخت کمی راغلی دی."

د خېبرپښتونخواه نوښار او نورې ضلعې د کلونو راهیسې د ترهګرۍ او اورپکۍ د تباهۍ او د محلي اوسیدونکو د مهاجرت له امله له لوی اقتصادي زیان سره مخ دي.

د چارواکو په وینا، اوس چې عسکرو په سیمه کې امن بيرته بحال کړی او په موقت ډول بې ځایه شوي کسان سیمې ته راستانه شوي، تمه کيږي چې د ازاخیلو وچ بندر په څیر نوښتونه به د سیمه ایز اقتصاد په بحالۍ کې مرسته وکړي.

یو ښه پرمختګ

سرحدي وویل، سوداګريزې ټولنې له اوږدې مودې راهیسې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګریزې ټولنې د اسانتیا لپاره د عصري او په بشپړه توګه سمبال شوي وچ بندر لپاره غوښتنه کړې ده.

سرحدي زیاته کړه چې د پېښور په وچ بندر کې د مناسب تاسیساتو د نشتوالي له امله د افغانستان سره په سوداګرۍ، په ځانګړي ډول د سبزیانو، غوښې او چرګانو په ګډون د تازه توکو د صادراتو په سوداګرۍ باندې، منفي اثر شوی دی.

هغه وویل چې په نوي وچ بندر کې د تاسیساتو سره به اوس سوداګرۍ د دې توکو په واردولو او صادراتو کې په آزاده توګه سرمايه کاري وکړي، کوم چې باید د دواړو هیوادونو تر منځ سوداګرۍ ته وده ورکړي.

شاهد حسین، چې د سرحد د سوداګرۍ او صنایعو خونې قايم مقام صدر دی، وويل، "دا یو ښه پرمختګ دی، او دا به د سیمې په اقتصاد باندې مثبت اغیز ولري."

حسین، چې افغانستان ته سمنټ او نورې توکي صادروي، وويل، دا وچ بندر د دواړو هیوادونو د سوداګرو ترمنځ خوشبینۍ ته وده ورکوي.

حسین وویل، دا د پاکستان د ریلوې لپاره مهمه ده چې د پیرودونکو څخه ډیره کرايه وانه خلي چې وچ بندر کامياب شي.

د پرانستې په دوران کې، د ریلوې وفاقي وزیر شيخ رشيد احمد د ايم ايل-۱ ریل پټلۍ د جوړولو په پروژه کې د پېښور نه تر جلال آباد پورې د ریل پټلۍ وړاندیز وکړو. د دې کولو سره به یوه ورځ د کراچۍ نه افغانستان ته او د مرکزي آسیا جمهوریتونو (کارز) ته د ریل پټلۍ ممکنه شي.

ايم ايل-ا د کراچۍ او پېښور تر منځ د ريل يوه مهمه پټلۍ ده.

د سوداګرۍ په ډیرو نوښتونو کار روان دی

صبور ملک، چې د راولپنډۍ د سوداګرۍ د خونې صدر دی، تمه لري چې دا نوی وچ بندر به په ټوله سیمه کې د ښې سوداګرۍ لپاره يو مهم محرک وي.

هغه وویل، "دا وچ بندر به د هیواد ټولې سوداګریزې ټولنې ته ګټه ورسوي او دا به وکولی شي چې نوښار د افغانستان او مرکزي آسیا جمهوریتونو سره د سوداګرۍ مرکز جوړ کړي."

ملک د پاکستان ټلویزیون شبکې په پروګرام کې د خبرو پرمهال زیاته کړه، "موږ حیرانونکي کارونه کولی شو که چيرې مونږ دا بندر په اغیزمنه توګه فعال کړو."

هغه وویل، د پاکستان او افغانستان تر منځ د سوداګرۍ پراخه امکانات شتون لري او که په سمه توګه ترې کار واخیستل شي نو ټولې سیمې ته به ګټه ورسوي.

د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق چيرمين محمد زبیر موتي والا د جنورۍ په ۱۲ مه په یو بیان کې وویل، د وزیر اعظم خان لخوا د افغانستان د ترانزیت سوداګرۍ د ودې لپاره اخيستل شوي ګامونه د ستاینې وړ دي او په سیمه کې اقتصادي پرمختګ پیلولی شي.

يو داسې نوښت تیرکال د ټولې هفتې لپاره د تورخم د لارې د خلاصولو پریکړه وه چې د دواړو هیوادونو ترمنځ موقعیت لري.

د خېبر پښتونخواه د ماليې وزير تيمور جهګړا وويل، د پاکستان دا پريکړه چې د تورخم لاره د تل لپاره خلاصه کړي، د دواړو هیوادونو ترمنځ د صادراتو په زیاتوالي کې ښې پایلې ښودلې دي، چې د وارداتو په محصولاتو کې د ۴.۴ ميليارده (۳ مليونه امريکايي ډالره) نه تر د ۳۲ ميليارده (۲۱۰ ملیونه امريکايي ډالره) پورې زياتوالی راغلی دی."

جهګړا وويل، د سوداګریزو تاسیساتو پرمختګ او د سوداګرۍ هڅولو لپاره د نورو اقداماتو وروسته، تمه کیږي چې له پاکستان څخه افغانستان ته کلني صادرات به ۷۷ ملیاردو روپو (۵۰۰ مليونه امريکايي ډالره) ته لوړ شي.

هغه وویل، د پاکستان او افغانستان ترمنځ په سوداګرۍ کې لاسته راوړنې له مخکې نه د ۲۰۱۹ کال د سپتمبر نه تر دسبمر پورې کوارټر کې رامنځته شوې.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500