تروريزم

امنیتي پرسونلو په پاکستان سټاک ایکسچینج باندې يو لوی برید ناکامه کړو

پاکستان فارورډ او ای اېف پي

پوليس کمانډو د جون په ۲۹مه په کراچۍ کې د وسله والو له برید وروسته د پاکستان سټاک ایکسچینج ودانۍ ته نژدې ګشت کوي. [آصف حسن/ ای اېف پي]

پوليس کمانډو د جون په ۲۹مه په کراچۍ کې د وسله والو له برید وروسته د پاکستان سټاک ایکسچینج ودانۍ ته نژدې ګشت کوي. [آصف حسن/ ای اېف پي]

کراچۍ -- د پاکستان امنیتي منسوبين د دوشنبې په ورځ (د جون په ۲۹مه) په پاکستان سټاک ایکسچینج باندې يو لوی برید ناکامه کړو او بلوچ وسله وال يې ودانۍ ته د ورننوتلو او د قتل عام ترسره کولو نه منع کړل.

وسله وال ايکسچينج ته ورورسيدل، ډزې یې وکړې او یو لاسي بم یې وغورځولو، خو پخپله په ډزو باندې د وژلو نه مخکې يې درې امنیتي ساتونکي او یو پولیس ووژلو.

د ځايي پوليسو مشر غلام نبي ميمن وويل، څلور واړه بريدګر ووژل شول.

د کراچۍ پولیسو په یو بیان کې وويل، "پولیسو له ترهګرو څخه عصري اتومات وسلې او چاودیدونکي توکي ترلاسه کړي دي."

قانون پلي کونکي منسوبين د جون په ۲۹مه په کراچۍ کې په پاکستان سټاک ایکسچینج باندې له برید وروسته پلټنې ترسره کوي. [ضیا ء الرحمان]

قانون پلي کونکي منسوبين د جون په ۲۹مه په کراچۍ کې په پاکستان سټاک ایکسچینج باندې له برید وروسته پلټنې ترسره کوي. [ضیا ء الرحمان]

قانون پلي کونکي منسوبين د جون په ۲۹مه د هغه موټر معاينه کوي کوم چې په پاکستان سټاک ایکسچینج باندې د بريد لپاره د ترهګرو لخوا کارول شوی و. [ضیا ء الرحمان]

قانون پلي کونکي منسوبين د جون په ۲۹مه د هغه موټر معاينه کوي کوم چې په پاکستان سټاک ایکسچینج باندې د بريد لپاره د ترهګرو لخوا کارول شوی و. [ضیا ء الرحمان]

د بروکرج شرکت يو ملازم مراد کپاډيا وویل، پولیسو او پرايويټ امنیتي ساتونکو ودانۍ ته د ترهګرو د ننوتلو مخه ونیوله.

کپاډيا، چې په دغه وخت کې د ودانۍ په دويم منزل کې و، وويل، "د قانون پلي کوونکو ادارو لخوا چټک غبرګون څرګندوي چې وسله والو د بريدونو لپاره خپل توان له لاسه ورکړی دی."

د بلوچستان د آزادۍ پوځ (بي ايل ای)، چې يوه منع شوي موسسه ده، ای اېف پي ته په یو پیغام کې د دغه بريد مسوليت پر غاړه واخيستو او ويې ويل چې د جنګیالیو یوې ځانګړې ډلې دغه برید ترسره کړی دی.

وسله والو په تیرو کلونو کې په ټول هیواد کې، د کراچۍ په ګډون، د بریدونو یوه لړۍ ترسره کړې ده.

بي ایل ای د یاغیانو په هغه ډلو کې ده چې په ځانګړې توګه په بلوچستان صوبه کې جنګیږي.

دې ډلې په تیرو کلونو کې څو ځله په پاکستان کې زیربنایي پروژې او چینايي کارکونکي په نښه کړي دي، چې په دې کې په ۲۰۱۸ کال کې په کراچۍ کې په رڼا ورځ د بیجینګ په قونسل خانه باندې یو ښکاره برید شامل دی، چې څلور کسان پکې وژل شوي ول.

د تیر کال په می کې، بي ايل ای په ګوادر کې په يو لکژري هوټل باندې برید وکړو، چیرې چې د بندر د پراختیا د څو ملیاردو ډالرو ملي زیربنايي پروژه د چین لخوا تمویل شوي ده.

تير کال، د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت بي ايل ای یوه نړیواله تروریستي ډله وګرځوله، چې دا په متحده ایالاتو کې د هر يو کس لپاره جرم دی چې له وسله والو سره مرسته وکړي او د متحده آیالاتو هر ډول هغه اثاثې منجمد کوي کوم چې دوی لري.

د تاوتریخوالي تاریخ

د جون په ۲۹مه د برید نه وروسته، پاکستاني چارواکو ژمنه وکړه چې د هر هغه ډلې پر وړاندې به اقدامات وکړي چې د دې برید مسوليت په غاړه لري او ژمنه یې وکړه چې د دوی شبکې به له مينځه يوسي او اډې به يې تباه کړي.

د کورنیو چارو وزیر اعجاز شاه وروسته په خپور شوي يو ویډیو پیغام کې وویل، "په دې اړه پلټنې پیل شوې دي او ډیر ژر به د دوی پلان جوړونکو ته ورسیږو."

"په # کراچۍ سټاک ايکسچينج برید د سیند پولیسو لخوا د زړور او پر وخت اقداماتو له امله ناکامه شو. بلاول بوټو زرداري، چې د اپوزيشن د پاکستان پیپلز پارټۍ چيرمين دی، ټویټ وکړو چې ټول پاکستانیان د سيند پوليسو شکرګزار دي چې نه یوازې يې د دومره ډيرو خلکو ژوند وژغورلو بلکې په بریالیتوب سره یې د پاکستان د اقتصادي مرکز دفاع هم وکړه."

په کراچۍ سټاک ایکسچینج کې کاروبار د معمول مطابق روان و.

د سيند رينجرو مشر ميجر جنرل عمر احمد بخاري وويل، "د ترهګرۍ برید نړۍ ته د دې پیغام رسولو یوه هڅه وه چې پاکستان خوندي نه دی. دوی غوښتل چې د پاکستان اقتصادي فعالیت خراب کړي او د سرمايه کارانو باور ته زيان ورسوي."

کراچۍ یو وخت د جرمونو او تاوتریخوالي مرکز و، په داسې حال کې چې وسله والو ډلو، چې د سياستدانانو سره يې تعلق لرلو، به په وار وار مخالفین په ډزو ویشتل او د استوګنې په سیمو کې به يې بریدونه ترسره کول.

په وروستیو کلونو کې وضعیت د وسله والو سیاسي ډلو او اسلامپالو وسله والو پرضد د امنیتي ادارو د عملیاتو وروسته په پراخه کچه مستحکم شوی دی.

وسله والې ډلې اوس هم وړتيا لري چې په ډیرو کلیوالو سیمو او کله ناکله په ښاري مرکزونو کې وخت په وخت بریدونه ترسره کړي.

[له کراچۍ څخه ضياء الرحمان د دې راپور په برابرولو کې برخه اخيستې ده.]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500