امنیت

څېړنې د چين لخوا د ګوادر بندر د احتمالي پوځي استعمال په اړه خبرداری ورکوي

د زرک خان لخوا

د پاکستان د سمندري ځواکونو یو پرسونل د ۲۰۱۶ کال د نومبر په ۱۳مه په ګوادر بندر کې د یوې سوداګریزې پروژې د پرانستلو پر مهال د کانټینرونو د لېږدونکې بېړۍ تر څنګ ولاړ دی. په دې وروستیو کې د هند سمندر په ستراتیژیک بندر کې د چین د ریښتینې ارادې په اړه شکونه راپورته شوي دي. [عامر قریشي/ای اېف پي]

د پاکستان د سمندري ځواکونو یو پرسونل د ۲۰۱۶ کال د نومبر په ۱۳مه په ګوادر بندر کې د یوې سوداګریزې پروژې د پرانستلو پر مهال د کانټینرونو د لېږدونکې بېړۍ تر څنګ ولاړ دی. په دې وروستیو کې د هند سمندر په ستراتیژیک بندر کې د چین د ریښتینې ارادې په اړه شکونه راپورته شوي دي. [عامر قریشي/ای اېف پي]

اسلام آباد -- د مخکښو نړېوالو څېړنيزو ادارو وروستي راپورونو، چې د​​چین لخوا د پاکستان له ګوادر بندر څخه د احتمالي پوځي استعمال په اړه خبرداری ورکوي،​​په سیمه کې د خپل سمندري حضور د پراخولو لپاره د چین د پوځ د ارادې په اړه یو بحث بیا راپورته کړی دی.

تمه کيږي چې ګوادر، چې په بلوچستان صوبه کې يو ساحلي ښارګوټی دی، ​​د چين د يو کمربند او يوې لارې نوښت (بي آر آی)​​، چې د یو کمربند یو سړک (اوبور) په نوم هم یادیږي، يوه لويه برخه وي، کوم چې پاکستان ته توان ورکوي چې په سوداګريزو او پرمختيايي پروژو کې برخه واخلي.

خو ډېر پاکستانیان فکر کوي چې د چین او پاکستان اقتصادي دهلېز (سي پېک) چې د بي آر آی یوه پاکستانۍ برخه ده، د هغوی هېواد ته زیان او چین ته ګټه رسوي.

د متحده ایالاتو د سولې انسټیټیوټ (يو اېس آی پي) او د انقرې د بحران او پالیسۍ مطالعاتو مرکز (ای سي سي پي اېس) راپورونه وړاندیز کوي چې چین به په هند بحر سیمه کې د پوځي ځواک پروژې لپاره د ګوادر بندر استعمال کړي.

په بلوچستان کې د ګوادر بندر په یو نامعلوم عکس کې ښودل شوی. شنونکي اندېښنه څرګندوي چې چين کولی شي د هند په سمندر کې د پوځي ځواک د کارولو لپاره د پاکستان له بندر څخه کار واخلي. [د ګوادر بندر اداره]

په بلوچستان کې د ګوادر بندر په یو نامعلوم عکس کې ښودل شوی. شنونکي اندېښنه څرګندوي چې چين کولی شي د هند په سمندر کې د پوځي ځواک د کارولو لپاره د پاکستان له بندر څخه کار واخلي. [د ګوادر بندر اداره]

د متحده ایالاتو د سولې انسټیټیوټ د مارچ په یو راپور کې وویل، "د چین لپاره دا امکانات مخ په زیاتېدو دي چې د پاکستان له لوېدیځ ساحل څخه د هند په بحر کې د خپل پوځي ځواک ښودنه وکړي."

په راپور کې ويل شوي، "پاکستان یو له هغو ۱۳ هېوادونو څخه دی چې د چین د پوځي ځواک په اړه د پنټاګون په وروستي راپور کې د چین د اضافي پوځي تاسیساتو او لوژیستیکي يونټو لپاره د احتمالي ځای په توګه نومول شوی چې د بحري، هوایي، ځمکني، سایبر او فضایي ځواک پروژی د ملاتړ لپاره ځای په ځای شي."

دغه راپور زیاته کړه، "هغه څه چې ممکن محدود ښکاري، بیړني لاسرسي، چې کوربه هېواد يې د نږدې نه څارنه کوي، ممکن په چټکۍ سره په يوې اډه بدله شي."

د چین د پوځ لپاره د زمینې برابرول

د متحده ایالاتو د سولې انسټیټیوټ په وینا، د ګوادر ژور سمندري بندر د چین لپاره په څو لحاظ سره ګټور دی.

د دې په اوبو کې حتی د خلکو د آزادۍ پوځ (پي اېل ای) ترټولو لويه سمندري کښتۍ هم ځای په ځای کيدی شي، او د دې سره نږدې يو داسې ځای شته چېرې چې پوځي تجهیزات يوځای کیدی شي او توکي او اکمالات د مخکې نه ځای په ځای کيدی شي.

دغه راپور زیاتوي، "لکه څنګه چې د پاکستان سمندري ځواک د چین څخه د سطحي او ساحلي جنګي الوتکو سربېره​ نوي آبدوزونه​ په خپل ځواک کې شاملوي، د دې تاسیسات، پرزې او تخنیکران په احتمالي توګه د پي اېل ای د سمندري بیړیو د برخو د ملاتړ لپاره ګمارل کیدی شي."

په راپور کې ويل شوي، "د ګوادر نوی هوایي ډګر او رن وی چې په ۲۰۲۳ کال کې به بشپړ شي، د چین ستراتیژیک هوایي بېړۍ به هم پکې ځای په ځای شي."

په راپور کې یادونه شوې چې "په ګوادر کې د سوداګریزو فعالیتونو نه شتون -- په متخصصینو کې شکونه راپورته کړي دي".

په ياد راپور کې ويل شوي، دا د پام راجلبولو پرته "د سمندري حضور په زیاتولو" کې مرسته کوي او زياته يې کړه چې "د خلاصې سرچینې سېټلایټ عکسونو تجزيې په ګوادر کې چینایي ودانۍ، چې غیر معمولي لوړ امنیت لري، په ګوته کړي دي".

د انقرې د بحران او پالیسۍ د مطالعاتو مرکز د ۲۰۲۲ کال د مارچ د مياشتې راپور دا هم وړاندیز وکړو چې "په ګوادر کې د بندر جوړولو لپاره د چین لویه انګیزه سوداګریزه نه ده". بلکې دا د "چین د داخلي او بهرنۍ امنیتي پالیسۍ" لپاره اړین ګڼل کیږي.

دغه بندر د چين د شينجيانګ له سيمې څخه شاوخوا درې زره کيلومتره او د چين له ختيځ ساحل څخه شاوخوا ٣٥٠٠ کيلومتره لرې دی. دا د هند بحر، د هرمز تنګي او عرب خلیج ته هم نږدې دی.

د انقرې د بحران او پالیسۍ مطالعاتو مرکز د راپور له مخې، "ګوادر به د هغو پوځي پوسټونو په سر کې وي چې چین یې د جوړولو پلان لري."

دغه مرکز زیاته کړه، "که چېرې د اړونده زیربناوو پرمختګونه بشپړ شي، ګوادر کیدی شي د پي اېل ای د تجهیزاتو او خلکو لپاره د ځای پرځای کولو او لیږد ځای وي."

په راپور کې ويل شوي، "دا د چین د سوداګریزو ګټو لپاره د پوځي امنیت په چمتو کولو کې هم مهم رول لوبوي."

امنیتي اندېښنې مخ په ډیریدو دي

په پاکستان کې د چینایانو د نفوذ بې سارې وده، په ځانګړې توګه په بلوچستان کې -- په داسې حال کې چې چینايي شرکتونه د ځايي سرچينو څخه ګټه پورته کوي او په محلي خلکو باندې د دې تاثیراتو ته پام نه کوي يا په اړه يې اندېښنه نه لري -- په صوبه کې د جدي ناکراریو لامل شوی.

د جنورۍ په میاشت کې په یوه بله څېړنه کې، د انقرې د بحران او پالیسۍ مطالعاتو مرکز په ګوادر کې د چینایي ودانیو لخوا رامینځته شوي امنیتي اندېښنو یادونه وکړه.

دغه مرکز وويل، "په ځانګړې توګه، د ګوادر او چین تر منځ په سیمه کې د مختلفو توکمیزو - بیلتون غوښتونکو او بنسټپالو مذهبي ترهګرو سازمانونو شتون د پام وړ بهرني سرمايه کاران، سرمايه کاري او زیربنایي پروژې ګواښي."

"په سیمه کې په مختلفو وختونو کې احتجاجونه شوي دي. د خلکو ترټولو مهمه نیوکه دا ده چې دوی نشي کولی په مستقیم ډول له پانګونې او د کار څخه ګټه پورته کړي."

د ځايي خلکو په وينا، پاکستاني چارواکو د دسمبر په مياشت کې د بېجينګ په امر ​​په ګوادر کې د احتجاجي غورځنګ​​ خلاف عمليات پېل کړل.

احتجاج کوونکو غوښتل چې د سیمه ایزو او چینایي کښتیو لخوا په ژور سمندر کې د غیرقانوني کب نیولو او د هغو پروژو لپاره د ګوادر بندر په امنیتي پوسټونو کې د ځایي خلکو د ځورونې مخنيوی وشي.

د تحریک مشر مولانا هدایت الرحمان په ۲۰۲۲ کال کې په لاهور کې په یو سیمینار کې وویل، د ګوادر اوسیدونکو ته د ښوونکو او سکولونو د برابرولو پر ځای، سي پېک د ​​پوځي پوسټونو او پوځي پرسونلو د شتون لامل شوی چې د چينايانو او د هغوی د ګټو ساتنه کوي.​

په بلوچستان کې د چین د مخ په زیاتیدونکي نفوذ له امله اندېښنې بلوچ او سندهي وسله وال سازمانونه هڅولي چې له یو بل سره يو ځای شي او په هېواد کې د چين ګټې په نښه کړي.

د چین د ګټو پر وړاندې تاوتریخوالی

د تاوتریخوالي په وروستۍ لړۍ کې، څلور پولیس د سه شنبې په ورځ (د اپرېل په ۱۱مه) په بلوچستان صوبه کې د اورپکو سره د ټوپک په جګړه کې ووژل شول، څو ساعته وروسته له هغې چې د سیمې په مرکز کویټه کې په یوې بمي چاودنه کې څلور کسان ووژل شول.

ای اېف پي راپور ورکړو چې د پولیسو له مخې دغه کسان د تحریک پاکستان طالبان (ټي ټي پي) غړي وو چې په کچلاک کې یې سهار وختي د ګشت پرمهال ډزې وکړې.

د دوشنبې په ورځ د کویټې په یو مصروفه بازار کې د موټرسایکل بم په چاودنه کې دوه پولیس او دوه ملکي وګړي ووژل شول.

د دې برید پړه د بلوچستان لیبرېشن آرمي (بي اېل ای) په غاړه اخیستې وه، چې په صوبه کې د ګڼ شمېر بریدونو مسوليت په غاړه لري، چې پکې د چین د ګټو خلاف بريدونه شامل دي.

د پولیسو له مخې، د سپتمبر په مياشت کې، په کراچۍ کې په یو برید کې یو وسله وال یو کس ووژلو او دوه نور چینایي کسان يې ژوبل کړل.

د ۲۰۲۲ کال د اپرېل په وروستیو کې، بي اېل ای په کراچۍ کې په یوه دولتي يونيورسټۍ کې دننه په یو ځانمرګي برید کې د درېو چینایي ښوونکو په ګډون د څلورو کسانو د وژلو مسؤلیت په غاړه واخیستو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500