پېښور -- پاکستان په بلوچستان صوبه کې د ژورو اوبو ګوادر بندر له لارې له افغانستان سره سوداګري پیل کړې ده، چې د دواړو ګاونډیو هیوادونو ترمينځ د زياتې سوداګرۍ او تجارت لپاره يې لاره هواره کړه.
د سوداګرۍ او سرمايه کارۍ په اړه د وزیر اعظم سلاکار عبدالرزاق داود په همدغه ورځ په یو ټویټ کې اعلان وکړو، سیبولک ټرېډيشن کارګو بيړۍ، چې ۱۶،۰۰۰ ټنه سره افغانستان ته وړي، د می په ۲۹ مه ګوادر ته راورسیده.
داود وویل، "دا د افغانستان سره د بحر له لارې د پاکستان په سوداګرۍ کې د يو نوي دور پیل دی."
هغه زیاته کړه چې دغه سره به افغانستان ته د ليږدولو لپاره د ګوادر په سیمه کې په کڅوړو کې ځای په ځای شي چې "د ځایي خلکو په ټولنیز-اقتصادي پرمختګ کې به مرسته وکړي".
د سرې سربیره، افغانستان به توان ولري چې د افغانستان - پاکستان د ترانزیت سوداګریز تړون لاندې د ګوادر څخه چيني او غنم ترلاسه کړي.
لیفټننټ عاصم سليم باجوه، چې د چین او پاکستان د اقتصادي دهلیز چيرمين او د اطلاعاتو او نشریاتو په اړه د وزیر اعظم ځانګړی معاون دی، د می په ۳۰ مه ټويټ وکړو، د ګوادر له لارې د پاکستان او افغانستان ترمینځ د لارې پیل یو "ريښتينې خوب دی."
باجوه زیاته کړه، د ګوادر له لارې د پاکستان او افغانستان تر منځ د سوداګرۍ پیل به یو لړ تجارتي فعالیتونه وهڅوي.
د سوداګرۍ نوي موقعې
د پاکستان او افغانستان سوداګریزې ټولنې د دې اقدام ستاينه کوي او هیله یې څرګنده کړه چې دا نوښت به د دواړو هیوادونو تر منځ د سوداګرۍ او د پولې دواړو خواو ته د کارکونکو د روزۍ په ښه کولو کې مرسته وکړي..
په خېبر پښتونخواه کې د پاکستان - افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو ګډې خونې ډايريکټر نعمان الحق وویل، "دا یو ډیر ښه او ډیر اړین ګام دی ځکه چې د کراچۍ بندر له مخکې نه ډير زيات کار لري او د افغانستان لپاره د توکو تصديق ډیر وخت اخلي."
هغه وویل چې د سوداګرۍ نوې لاره به د پاکستان او افغانستان ترمينځ په سوداګرۍ باندې خورا مثبته اغیزه ولري او د سوداګرۍ په وده کې به مرسته وکړي او د دواړو هیوادونو اوسیدونکو ته به ګټه ورسوي.
هغه زياته کړه، د ګوادر له لارې سوداګري به په راتلونکي کې د افغانستان له لارې د پاکستان او منځنۍ اسيا د هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ لپاره نوي فرصتونه رامينځته کړي.
هغه وویل چې تقريباََ له ۶،۰۰۰ څخه تر ۷،۰۰۰ کانتینرې، چې افغانستان ته روانې وي، په کراچۍ بندر او د پاکستان په سرحدي پوسټونو کې د تصديق د ځنډ له امله بند پاتې کيږي، چې د ايساريدو د لګښتونو او ځنډ له امله سوداګرۍ ته زیان رسوي.
نعمان څرګنده کړه، ځينې ځنډونه د کورونا ويروس وبا او د دې ناروغۍ د خپريدو د مخنیوي د اقداماتو په توګه د پولو د بندولو له کبله دي.
حاجي زلمی عظیمي، چې د افغانستان په ننګرهار صوبه کې د سوداګرۍ او سرمايه کارۍ اتاق نايب صدر دی، د سوداګرۍ د لارې د نوښت ستاینه وکړه.
هغه تمه لري چې دا به افغان تجارتونو ته ګټه ورسوي.
هغه وويل، "د ګوادر له لارې سوداګري په افغانستان کې د سوداګرۍ لپاره يو ښه فال دی ځکه چې په دې بندر کې د ټرانسپورټ لګښتونه کم دي."
عظيمي هيله څرګنده کړه چې له ګوادر څخه په چمن کې د پاکستان او افغانستان پولې ته د مالونو ترانسپورت لګښتونه به په هغو لارو باندې د خلکو لپاره نيم وي کوم چې د کراچۍ نه چمن ته ځي او يا د کراچۍ نه تورخم ته ځي.
'په سم لورې یو ګام'
احمد شاه يارزاده، چې په جلال آباد کې يو سوداګر دی او په افغانستان کې د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو ګډ اتاق غړی دی، وويل، "دا د ستاینې وړ پرمختګ دی، او دا به د پاکستان او افغانستان په تجارت باندې مثبت اثرات ولري."
شاه وویل، د پاکستان او افغانستان تجارت په تیرو څو میاشتو کې کم شوی او د مثبت بدلون لپاره عملي ګامونو ته اړتیا لري.
هغه د بار وړلو او سرحدي پوسټونو کې د ترانزیت په برخه کې د توکو په چټکۍ سره د تصديق کولو په اهمیت باندې ټینګار وکړو، ځکه چې ځنډونه سوداګرۍ ته زیان رسوي.
ضیاء الحق سرحدي، چې د پاکستان د کسټمز استازو د ټولنې چرمين دی، وويل، "ګوادر د چمن سرحدي دروازې له لارې د افغانستان او پاکستان تر منځ د مالونو د ترانسپورت لپاره یو مناسب ځای دی او د دواړو هېوادونو تر منځ به سوداګرۍ ته وده ورکړي."
سرحدي له ګوادر څخه افغانستان ته د مالونو صادرولو ستاینه وکړه. هغه وویل چې په کڅوړو کې بندول او په لاریو کې د دې وړل به په دواړو هیوادونو کې کارکونکو وګړو ته ګټه ورسوي.
هغه زیاته کړه، "د ګوادر بندر له لارې له افغانستان سره د سوداګرۍ پیل په سم لوری يو ګام دی چې موخه يې د پاکستان او افغانستان تر منځ سوداګرۍ ته وده ورکول دي. دا به دواړو خواوو ته په میلیونونو اوسیدونکو ته ګټه ورسوي."
سرحدي وویل، د پاکستان او افغانستان تر منځ سوداګري له پیړیو راهیسې ده او په ملیونونو اوسیدونکي په کې دلچسپي لري، نو هغه اقدامات ضروري دي کوم چې سوداګري ښه کوي او وده ورته ورکوي او د هيوادونو او د سیمې د خلکو د ګټو لپاره وي.