امنیت

په پاکستان کې د ایران تر ملاتړ لاندې ترهګري افغانستان ته غځيږي

د زرک خان له خوا

په ۲۰۱۹ کال کې لاريون کونکي په ایران کې د یو پاکستاني د جنازې پرمهال د زینبیون بريګيډ جهنډا په لاس کې نيولې ده، چې په سوریه کې د ایران د انقلابي ګارډ قول (آی آر جي سي) لپاره په جګړه کې وژل شوی و. [د ایران د دفاع وزارت]

په ۲۰۱۹ کال کې لاريون کونکي په ایران کې د یو پاکستاني د جنازې پرمهال د زینبیون بريګيډ جهنډا په لاس کې نيولې ده، چې په سوریه کې د ایران د انقلابي ګارډ قول (آی آر جي سي) لپاره په جګړه کې وژل شوی و. [د ایران د دفاع وزارت]

کراچۍ -- په کراچۍ کې د تهران په ملاتړ د تروریستي ډلې سره د وابسته وسله وال وروستي نیول يو تازه ثبوت دی چې ایران په پاکستان کې خپلو تخریبي فعالیتونو ته دوام ورکوي.

د کراچۍ پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) د اګست په ۵ مه په عايشه منزل نيبرهوډ کې د سيد علي رضا نقوي، چې د سپاه محمد پاکستان (اېس اېم پي) یو غړی دی، د نیولو اعلان وکړو.

سپاه محمد پاکستان يوه شيعه ترهګره ډله ده چې د ایران د رژیم څخه يې ملاتړ او تمویل ترلاسه کړی دی.

د سي ټي ډي افسر اسرار اعوان په وینا، نقوي له تیرو درېو لسیزو راهیسې په کراچۍ کې د مذهبي عالمانو او د حریف سني فرقې د غړو په وژلو کې لاس لري.

د کراچۍ پولیسو د اګست په ۵ مه د سپاه محمد پاکستان، چې د ایران سره وابسته د پاکستان شیعه وسله واله ډله ده، د یو نیول شوي مشکوک غړي عکس خپور کړو چې ادعا کیږي د مخالفو ډلو د غړو په وژنه کې یې لاس لرلو. [د کراچۍ پولیس]

د کراچۍ پولیسو د اګست په ۵ مه د سپاه محمد پاکستان، چې د ایران سره وابسته د پاکستان شیعه وسله واله ډله ده، د یو نیول شوي مشکوک غړي عکس خپور کړو چې ادعا کیږي د مخالفو ډلو د غړو په وژنه کې یې لاس لرلو. [د کراچۍ پولیس]

د پولیسو ګاډي د اګست په ۸ مه د کراچۍ په سړکونو ګشت کوي. پاکستاني ځواکونه د وسله والو ډلو پروړاندې عمليات د هغو هڅو د برخې په توګه ګړندې کوي چې له افغانستان څخه د نړیوال ایتلاف په وتلو سره د احتمالي امنیتي ګواښونو مخنیوی وکړي. [زرک خان/پاکستان فارورډ]

د پولیسو ګاډي د اګست په ۸ مه د کراچۍ په سړکونو ګشت کوي. پاکستاني ځواکونه د وسله والو ډلو پروړاندې عمليات د هغو هڅو د برخې په توګه ګړندې کوي چې له افغانستان څخه د نړیوال ایتلاف په وتلو سره د احتمالي امنیتي ګواښونو مخنیوی وکړي. [زرک خان/پاکستان فارورډ]

هغه وویل، د ۱۹۹۵ کال د فبرورۍ په یو برید کې، نقوي او د هغه ملګرو ترهګرو د کراچۍ په خواجه اجمیر نګري سیمه کې په باب الاسلام جومات کې د ماخستن په مانځه کې په کسانو باندې ډزې وکړې، چې نهه تنه یې ووژل او له لسګونو څخه ډیر یې ژوبل کړل.

اعوان وويل، "نیول شوی وسله وال د منع شوي سپاه محمد پاکستان سره تړاو لري او د زینبیون بريګيډ د جنګیالیو سره په تماس کې و. زينبيون بريګيډ هغه مليشه ده چې په پاکستانيانو باندې مشتمله ده او د اسد د رژیم سره د مرستې لپاره سوریې ته د جګړې لپاره استول شوې ده."

د متحده ایالاتو د خزانې وزارت د جنورۍ په مياشت کې په زینبیون بریګيډ باندې د بندیزونو اعلان وکړو، چې دا د هغه هڅو يوه برخه وه چې "غير قانوني شبکې ختم کړي چې [د ايران] رژیم یې په نړۍ کې د ترهګرۍ او نا ارامۍ د صادرولو لپاره کاروي."

اعوان زیاته کړه چې نقوي د ایران، عراق او سوریې په شمول څو هیوادونو ته د سفر کولو تاریخ لري.

د تهران لخوا تمویل شوې ترهګري

دا تازه ګرفتاري په داسې حال کې ترسره شوه چې پاکستاني ځواکونو د وسله والو ډلو پروړاندې عمليات د احتمالي امنیتي ګواښونو، چې له ګاونډي افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په پايله کې رامنځته کيږي، د مخنیوي لپاره د هڅو د برخې په توګه ګړندې کړل.

په دې عملیاتو کې د سني اورپکو ډلو -- لکه تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي)، القاعده او "د عراق او سوریې اسلامي دولت" (داعش) -- او د شیعه ډلو لکه سپاه محمد پاکستان او زينبيون بريګيډ غړي نيول شوي دي.

د پاکستان د قانون پلي کونکو ادارو په وینا، دا ډول شیعه وسله والې ډلې له تهران څخه ملاتړ ترلاسه کوي، چې په سیمه کې د ایران د نفوذ د پراختيا لپاره د هڅو يوه برخه ده.

د ترهګرۍ ضد څانګې د جون په مياشت کې د خپل سور کتاب وروستی چاپ خپور کړو، چې د مطلوبه ترهګرو او وسله والو مشکوک کسانو يو لیسټ دی. په دې ليسټ کې د سپاه محمد پاکستان د ۲۴ غړو او د زينبيون بريګيډ د څلورو وسله والو نومونه شامل دي.

د جنورۍ په وروستیو کې، د کراچۍ د ترهګرۍ ضد څانګې د زینبیون بریګيډ "تر ټولو زيات مطلوب" وسله وال عباس جعفري د يوې چهاپې په دوران کې ونیولو.

پوليس وايي، جعفري، په کراچۍ کې د ترهګریزو فعالیتونو لپاره د جاسوسۍ سربیره، د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکو قول (آی آر جي سي) تر لارښونې لاندې د شیعه ځوانانو په استخدام او په جګړو کې د جنګيدو لپاره بهر ته په ليږلو کې په ښکاره توګه لاس لرلو.

د دسمبر د مياشتې په پيل کې، د ترهګرۍ ضد څانګې اعلان وکړو چې دې په تیرو شپږو کلونو کې په کراچۍ کې د زینبیون بریګيډ دوه نور تورن غړي د وژلو په تړاو نیولي دي.

د ۲۰۲۰ کال د اګست په مياشت کې، د پاکستان حکومت په ختم الانبياء باندې بنديز ولګوو. ختم الانبياء هغه لږه مشهوره شیعه وسله واله ډله ده چې په پاکستان کې فرقه یي تاوتریخوالي ته د لمن وهلو او بهر ته د جګړې لپاره د ځوانانو د لیږلو په تور تورنه ده.

د ایران او طالبانو اتحاد

تمه کیږي چې ايران به په ګاونډي افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو په وتلو او د طالبانو په تاوتریخوالي کې د زياتوالې سره خپله لاسوهنه زياته کړي.

د افغان قانون جوړونکو په وینا، د ایران رژیم طالبانو ته پراخه پوځي ملاتړ چمتو کړو او هغوی ته یې توان ورکړو چې د جون په میاشت کې د ایران سره په پوله په درېو ضلعو کنټرول ترلاسه کړي.

د دې په بدل کې، طالبان له تهران سره مرسته کوي چې د ایراني وسله والې ډلې جیش العدل غړي په هغه سیمه کې ووژني چې په افغانستان کې پرې کنټرول لري.

جیش العدل، چې په ۲۰۱۲ کال کې جوړه شوې وه، یوه سني ډله ده چې په سویلي صوبه سیستان او بلوچستان کې یې په ایراني ځواکونو د بمي بريدونو او د هغوی د تښتولو مسؤلیت پر غاړه اخيستې دی. دغه ډله وايي چې دا د سني مسلمانانو او توکمیزو بلوچيانو په وړاندې د ایران له امتيازي چلند سره مبارزه کوي.

متحده ایالاتو په جولای ۲۰۱۹ کال کې جیش العدل يوه تروریستي ډله وګرځوله.

د جیش العدل یو مشر پاکستان فارورډ ته وویل، تیره هفته، طالبانو "په افغانستان کې د هلمند صوبې په سيمه کې چې له پاکستان او ایران سره ګډه پوله لري" د يو مهم مشر حاجي زاهد نوروزي د ورور په ګډون د دغه ډلې پنځه غړي ووژل.

د جیش العدل د غړو یوه ډله، چې عمیر نوروزي یې مشري کوله، د اګست په ۶ مه د افغانستان یو سرحدي ښارګوټي ته تللې وه چې د ځایي طالب مشرانو سره د دې ډلې د هغه دوو غړو د خوشې کیدو په اړه خبرې وکړي چې طالبانو مخکې نیولي وو.

د جیش العدل مشر وویل، خو مخکې له دې چې دوی خپل منزل ته ورسيدل، طالبانو په دوی ډزې وکړې او په پايله کې يې د عمیر په ګډون د هغې پنځه غړي ووژل.

هغه وویل، "طالبان په دې وروستيو کې په افغانستان کې په يو څو سيمو باندې د کنټرول ترلاسه کولو وروسته د تهران د خوشحاله کولو په خاطر د جیش العدل غړي وژني."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500