مظاهرې

په ګوادر کې د احتجاجونو بېرته راګرځیدل په پاکستان کې د چین نفوذ په ګوته کوي

د زرک خان له خوا

مولانا هدایت الرحمان، چې د "ګوادر ته خپل حقونه ورکړئ" کمپاین بنسټ ایښودونکی دی، د اکتوبر په ۲۲مه په لاهور کې په عاصمه جهانګیر څلورم کانفرنس کې وينا وکړه. [مولانا هدایت الرحمان/ټویټر]

مولانا هدایت الرحمان، چې د "ګوادر ته خپل حقونه ورکړئ" کمپاین بنسټ ایښودونکی دی، د اکتوبر په ۲۲مه په لاهور کې په عاصمه جهانګیر څلورم کانفرنس کې وينا وکړه. [مولانا هدایت الرحمان/ټویټر]

د ګوادر اوسېدونکو او فعالانو تېره هفته د چين د مخ پر زياتېدونکي نفوذ په اړه احتجاج پېل کړو، چې له تېر نومبر راهيسې دا ډول دويم احتجاج دى.

تمه کيږي چې د بلوچستان په سویل لویدیځ ساحل کې بندري ښار د چین او پاکستان اقتصادي دهلیز (سي پېک) یوه لویه برخه وي، چې د چین د یو کمربند او یوې لارې نوښت (بي آر آی) یوه پاکستانۍ برخه ده. دا د یو کمربند یو سړک (اوبور) په نوم هم پیژندل کیږي.

احتجاج کوونکو وويل، د سي پېک سره تړلې پروژو نه د ګوادر اوسیدونکو ژوند ښه کړی، او نه یې د اوبو او بجلۍ د کمي په حل کې مرسته کړې ده.

مولانا هدایت الرحمان، چې تېر کال یې د لومړي احتجاج مشري کوله، وويل، "موږ اوبه، بریښنا یا تعلیم نه لرو. موږ داسې سي پېک نه غواړو."

د اپرېل په مياشت کې په ګوادر کې د کب نیولو کښتیو يو زوړ عکس. [زرک خان]

د اپرېل په مياشت کې په ګوادر کې د کب نیولو کښتیو يو زوړ عکس. [زرک خان]

د پاکستان د جماعت اسلامي يو ځايي مشر رحمان چې د "ګوادر ته خپل حق رکړئ" کمپاين يې جوړ کړی دی، دا څرګندونې تېره ورځ په لاهور کې په عاصمه جهانګير څلورم کانفرنس کې د وينا پر مهال وکړې.

رحمان وویل، د دې پر ځای چې د ګوادر اوسیدونکو ته ښوونکي او سکولونه ورکړي، سي پېک د پوځي پوستونو د جوړولو او پوځي پرسونلو د ځای پر ځای کولو لامل شوی چې د چینايي اتباعو او د هغوی د ګټو ساتنه کوي.

په تېر نومبر کې په زرګونو اوسېدونکو د څو هفتو اوږد کمپاين، "ګوادر ته خپل حقونه ورکړئ"، کې برخه واخیسته او غوښتنه يې وکړه چې د سیمه ایزو او ​چینایي کښتيو لخوا په ژور سمندر کې غیرقانوني کب نیول​ او د هغو پروژو لپاره په امنیتي پوستونو کې د ځایي خلکو ځورونه پای ته ورسوي چې د سي پېک برخه ده.

د مولانا هدايت الرحمان په مشرۍ احتجاج کوونکو هم د اوبو او برېښنا د کمښت د ختمولو غوښتنه وکړه او په ګوادر کې يې د احتمالي باړ لګولو پروړاندې مخالفت څرګند کړو چې موخه يې د هغو بلوچ بېلتون غوښتونکو څخه د چين له خوا تمويل شوې پروژې خوندي کول دي چې د سي پېک مخالفت کوي.

په ګوادر کې د کب نیونکو مشر، بشیر هوت، په هغه وخت کې وویل، "د یو کال په تېرېدو سره، د ګوادر ستونزې حل شوي نه دي بلکې زیاتې شوي دي. موږ به یو ځل بیا د پوستونو او ژورو سمندري کښتیو او د بنيادي بشري حقونو لپاره احتجاج وکړو."

هغه وويل، "په ګوادر کې د چين شتون ځايي اوسيدونکي په خپله خاوره کې اجنبيان کړي دي."

اندیښنې زیاتیږي

د اورپکو ډلو لخوا پر چینایي اتباعو او پروژو باندې د بریدونو له زیاتیدو وروسته، پاکستاني چارواکو په ګوادر بندر کې د چینایي اتباعو د ساتنې لپاره لسګونه امنیتي پوستې جوړې کړې.

که څه هم، دغه پوستونو د ګوادر ضلعې د ۳۰۰۰۰۰ څخه د زیاتو اوسیدونکو د تګ راتګ مخه نيوله ده، چې په ځایي خلکو کې يې سخت غبرګون رامنځته کړی او دا د حقونو په کمپاین کې بدل شوی دی.

هوت د می په مياشت کې وویل، "د یوې میاشتې څخه له زیاتې مودې راهيسې د احتجاج کولو وروسته، دغه غورځنګ په حکومت فشار راوړو چې د هغوی ځینې غوښتنې پوره کړي، چې پدې کې د تلاشۍ پوستونو نرمول او د کب نیولو کښتيو مخه نیول شامل دي."

هغه وويل، په ګوادر او د بلوچستان په نورو برخو کې د چينايانو د شتون له امله، ځايي اوسېدونکي د غير يقيني وضعيت سره مخ دي.

د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ په مياشت کې، یوې صوبايي محکمې پاکستاني چارواکي د ګوادر بندر په شاوخوا کې د کانټا تار لګولو څخه منع کړل چې د ځایي خلکو په وینا د ځايي اوسیدونکو د تګ راتګ مخه به يې نيولې وه او کب نيونکي به یې سمندري لارو ته د رسیدو نه منع کړې ول.

د چین نفوذ

په پاکستان کې د چینایانو د نفوذ بې ساري وده، په ځانګړې توګه په بلوچستان او سند صوبو کې -- په داسې حال کې چې چینايي شرکتونه د ځايي سرچينو څخه ګټه پورته کوي او په محلي خلکو باندې د دې د تاثیراتو په اړه څه پاملرنه يا اندېښنه نه لري -- په صوبه کې د جدي ناکراریو لامل شوی.

د بي آر آی اړونده شرکتونو او پروژو هم په خپلو پاکستاني کارکونکو​ باندې د کووېډ-۱۹ اقداماتو په پلي کولو کې د زغم نه ښودلو سره خپګان رامینځته کړی دی​، چې پکې په جبري توګه لاک ډوانونه او دوی له خپلو کورنیو څخه جلا کول شامل دي.

دوی په دې هم تورن شوي ​​چې چینایي اتباعو ته د پاکستاني کارګرانو په پرتله ډېر معاش ورکوي​​.

په بلوچستان کې د چین د مخ په زیاتیدونکي نفوذ له امله اندېښنې بلوچ او سندهي وسله وال سازمانونه په دې هڅولي چې له یو بل سره يو ځای شي، چې لامله یې دا اندیښنه راپورته کیږي چې دغه ګډه ډله به په سیمه کې د تاوتریخوالي فعالیتونه زیات کړي.

پولیسو وویل، د سپتمبر په ۲۸مه، په کراچۍ کې په یو برید کې وسله وال یو کس ووژلو او دوه نور چینایي کسان يې ژوبل کړل.

د اپرېل په وروستیو کې، د بلوچستان د آزادۍ پوځ (بي اېل ای)، چې د بلوچ راجي آجويې سنګر (براس) یوه برخه ده، په کراچۍ کې په یوه دولتي يونيورسټۍ کې دننه په یو ځانمرګي برید کې د درېو چینایي ښوونکو په ګډون د څلورو کسانو د وژلو مسؤلیت په غاړه واخیستو.

د بي اېل ای وسله والو د فبرورۍ په میاشت کې د بلوچستان په نوشکي او پنجګور ضلعو کې د پوځ پر پوستونو دوه بریدونه وکړل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 2

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

مهرباني وکړئ ځايي خلکو ته بنيادي سهولتونه برابر کړئ.

ځواب

پاکستان یو اسلامي یا فلاحي دولت نه دی بلکې یو پوځي دولت دی. دغه شپږ کسان د دې هېواد مالکان دي.

ځواب