رسنۍ

چین پاکستاني خبریالانو ته د اولمپیک پروپيګنډې لپاره د پېسو ورکولو وړاندیز کړی

د زرک خان لخوا

په اسلام اباد کې د ورځپاڼې سټال ښودل شوی دی. [زرک خان]

په اسلام اباد کې د ورځپاڼې سټال ښودل شوی دی. [زرک خان]

اسلام اباد -- پاکستاني خبریالان وايي چې په پاکستان کې د چین سفارت خانې او د هغې قونسلګرۍ دوی ته په بیجینګ کې د راتلونکي ۲۰۲۲ کال د ژمني اولمپیک په اړه د پروپيګنډې لیکلو لپاره د پېسو ورکولو وړاندیز کړی دی.

د بېجينګ اولمپيک لوبې، چې د فبرورۍ په څلورمه پيلېږي او د فبرورۍ تر شلمې نېټې پورې به دوام وکړي، د چین له خوا د اویغو په اقلیت باندې د دوامدارو ظلمونو له کبله له جنجالونو سره مخامخ شوي دي.

دا لوبې پداسې حال کې ترسره کيږي چې د بیجنګ له خوا د اویغورانو او نورو اقليتي مسلمانو ډلو او همدارنګه د چینايي شرکتونو له خوا د اسلام د سپکاوي په اړه په پاکستان کې د چین پر ضد احساسات په تدريجي ډول وده کوي.

په ۲۰۲۰ کال کې، د چین د يو آنلاین پلورونکي له خوا د سينګار قالينونو په توګه د مسلمانانو د مصلو خرڅولو د پاکستان په ګډون په نړۍ کې په پیرودونکو کې غوسه راپورته کړه.

دا عکس چې د ۲۰۱۹ کال د سپتمبر په ۱۱مه اخیستل شوی، د شنجيانګ په سيمه ییز مرکز ارومچي کې يو جومات ښيي. چين د خپل ۲۰۱۸-۲۰۲۲ کال د 'چينيزم' پلان د برخې په توګه د جومات ګنبدونه، مینارونه او د اسلامي معمارۍ نور سمبولونه لرې کوي.

دا عکس چې د ۲۰۱۹ کال د سپتمبر په ۱۱مه اخیستل شوی، د شنجيانګ په سيمه ییز مرکز ارومچي کې يو جومات ښيي. چين د خپل ۲۰۱۸-۲۰۲۲ کال د 'چينيزم' پلان د برخې په توګه د جومات ګنبدونه، مینارونه او د اسلامي معمارۍ نور سمبولونه لرې کوي.

خبریالانو ته د لیږل شوي ايمېل له مخې، چې پاکستان فارورډ پخپله لیدلی دی، په اسلام اباد کې د چین سفارت خانه او قونسلګرۍ هڅه کوي چې ژورنالیستان قانع کړي چې د "لویدیځ، چین پر ضد ځواکونو، نادولتي موسسو او رسنیو د ردولو لپاره مواد ولیکي چې د ژمي اولمپیک يې په سیاسي توګه بدنام کړی دی."

سفارت خانې د دې میاشتې په پیل کې دغه ايمېل لیږلی و.

چینايي ماموریتونو له پاکستاني خبریالانو څخه هم وغوښتل چې د اویغور نړیوال کانګرس (ډبليو يو سي) او نورو اویغور سازمانونو سپکاوی وکړي او د بیجینګ پروړاندې د دوی تورونه دروغ او بې اساسه ثابت کړي.

ډبليو يو سي په میونخ کې مېشته د جلاوطن اویغورانو نړیواله اداره ده چې د بیجینګ د توکمپالنې پالیسۍ، مذهبي عدم برداشت، ترهګرۍ او په شنجيانګ کې د اویغور مسلمانانو د ظلمونو پروړاندې کمپاین کوي.

'د ژورنالیزم د اخلاقو خلاف'

په اسلام اباد کې د یوې اردو ورځپاڼې مدیر د نوم نه ښودلو په شرط وویل، "چینايي سفارتي چارواکو خبریالانو او مدیرانو ته د اولمپیک لوبو د پیل څخه مخکې د یو لړ مقالو او خبرونو د خپرولو لپاره د پام وړ پېسو وړاندیز کړی دی."

هغه وويل، "خو پاکستاني خبريالانو زياتره د داسې کيسو له خپرولو څخه ډډه وکړه ځکه چې دا نه يوازې د ژورناليزم د اخلاقو خلاف بلکې د اساسي بشري حقونو خلاف هم کار دی."

هغه زياته کړه، د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان (اېچ آر ډبليو) او د بخښنې نړيوال سازمان د کار له کبله پاکستانيان د بيجينګ له خوا د اويغورانو له ځورونې او د بشري حقونو د نورو سرغړونو څخه ښه خبر دي.

بیجینګ په تېرو څو کلونو کې د شنجيانګ په لویدیځ خپلواکه سیمه کې د مسلمان اقليتونو سره "د وحشتناک او منظمه ناوړه چلند" له امله له سخت فشار سره مخ دی.

چین له یو ملیون څخه ډېر مسلمانان، چې قزاقان او قرغزان پکې شامل دي، په تربيتي کېمپونو کې ځای په ځای کړي دي.

د کېمپ د پخوانیو بندیانو سره خپلواکه تحقیقاتو او مرکو په کېمپ کې دننه، چې په اغيزمنه توګه د زندانانو په توګه کار کوي، جسماني او ذهني ځورنه، د مغز وينځل، په منظمه توګه تیری او جنسي تيري، او نور وحشتونه په ګوته کړي دي.

د ۲۰۲۰-۲۰۱۸ کال د چينيزم پلان د برخې په توګه، د چین کمونست ګوند (سي سي پي) چارواکي هم د جومات ګنبدونه، مینارونه او د اسلامي معمارۍ نور سمبولونه لرې کوي، او جوماتونه په لاوډ سپیکرو د اذان (د مونځ لپاره رابلل) کولو څخه منع کوي.

نړیوال بایکاټ

نړیوالو حکومتونو او نړیوالو سازمانونو هڅه کړې چې په بیجینګ کې د ۲۰۲۲ کال د ژمني د اولمپیک څخه بایکاټ وکړي.

د نړۍ د امامانو شورا د دسمبر په ۲۳مه د نړۍ په مسلمانانو غږ وکړو چې د ژمي په لوبو کې له ګډون یا شرکت کولو څخه ډډه وکړي.

د مسلمانانو مذهبي مشرانو په یو بیان کې وویل، دا پېښه "په مستقیمه توګه د ظالم او استبدادي رژیم ګټو ته وده ورکوي چې د ایغورانو د نسل وژنې او قومي ډلو د له منځه وړلو مسؤلیت لري."

په دغه بيان کې راغلي، "د چین حکومت د ظلم، ځورنې او دیکتاتورۍ له لارې د چینایي مسلمانانو له اساسي بشري او بنسټیزو حقونو څخه سرغړونې ته دوام ورکوي."

"موږ د مظلوم ایغور مسلمانانو سره د ملاتړ لپاره ولاړ یو او ورسره متحد یو."

د دې د وېب پاڼې له مخې، د نړۍ د امامانو شورا د نړۍ لومړی او تر ټولو لویه بين المللي او غیر دولتي اداره ده چې د ټولو اسلامي فرقو او فکري مکتبونو څخه د مسلمانانو مذهبي مشران لري. دا په بغداد کې مېشته ده.

د شورا دا اقدام وروسته له هغې پورته کیږي کله چې متحده ایالاتو، انګلستان او استرالیا تېر کال په بیجینګ کې د ژمني د اولمپیک څخه د سفارتي بایکاټ اعلان وکړو.

شبیر فاروقي، چې په کراچۍ کې د یوې مذهبي مجلې مدیر دی، وویل، نړیوال بایکاټ -- په ځانګړې توګه په شنجيانګ کې له مسلمانو اقليتونو سره د چین ناوړه چلند له کبله -- د سي سي پي مشرتابه اندېښمن کړې ده.

فاروقي وویل، "همدا وجه ده چې د چین سفارتي ماموریتونه د اولمپیک لوبو په حق کې د دروغې پروپيګنډې کمپاین ترسره کولو او په شنجيانګ کې د مسلمان اقليتونو سره د [بیجینګ] د ظلم د پټولو لپاره ډېرې پیسې خرچ کوي."

په پاکستان کې په دې وروستيو کلونو کې په اسلامي ورځپاڼو کې د هغه مقالو او ادارو شمېر په ځانګړې توګه په مذهبي حلقو کې زيات شوی دی کوم چې د چين پر حکومت نيوکې کوي.

د وايون د راپور له مخې، د ۲۰۲۰ کال په وروستیو کې د پاکستان د حکومت لخوا د ایغور مسلې په اړه ترسره شوې یوې څیړنې وموندله چې په چین کې د مسلمانانو سره ناوړه چلند په پاکستان کې په مذهبي افکارو خورا اغیز کړی دی.

په دغه راپور کې ويل شوي، په دې څېړنه کې د ترجمان القرآن، الاعتصام، اسوة حسنه، اشراق، اهل حدیث، محدث، پیام، او البرهان په ګډون ګڼو اسلامي مجلو ته کتنه شوې، چې د هېواد د مخکښو مدرسو او مذهبي ګوندونو له خوا خپره شوې او د چین رژیم پروړاندې يې "مخ په زیاتېدو" ناکراري په ګوته کړې ده.

په دې راپور کې راغلي چې په پاکستان کې په مذهبي مجلو کې د نړۍ په کچه د مسلمانانو سره د ظلم په برخه کې د شنجيانګ په اړه بحث په مکرر ډول کيږي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500