بشري حقونه

پخواني قيديان د چین په تربيتي کیمپونو کې د ظلمونو په اړه تفصيلات ورکوي

پاکستان فارورډ

اویغور سړي د ۲۰۱۹ کال د جون په ۵مه په چین کې د سنکیانګ سیمې په کاشغر کې د روژې د مياشتې په پای کې دوړوکي اختر له لمانځه وروسته د سب وې داخلي لارې ته نژدې تېرېږي. [ګریګ بیکر/ای اېف پي]

اویغور سړي د ۲۰۱۹ کال د جون په ۵مه په چین کې د سنکیانګ سیمې په کاشغر کې د روژې د مياشتې په پای کې دوړوکي اختر له لمانځه وروسته د سب وې داخلي لارې ته نژدې تېرېږي. [ګریګ بیکر/ای اېف پي]

په سنکیانګ کې د چینايي تربيتي کیمپونو اته ويشت پخواني قيديان مخې ته راغلي او د هغه ناوړه چلند، محرومۍ او ورځني سپکاوي په اړه تفصيلات ورکوي چې مسلمانان په دغه پټ کېمپونو کې ورسره مخ شوي دي.

په تيرو څو کلونو کې، بيجنګ له یو ملیون څخه ډیر مسلمانان، چې قزاقان او قرغزان پکې شامل دي، په تربيتي کيمپونو کې ځای په ځای کړي دي، چيرې چې "ناوړه او منظمه چلند" رامينځته کيړي، چې په دې کې د ښځو شکنجه کول او په جبري توګه شنډول شامل دي.

د اګست په ۲۷مه د بزفيډ لخوا ترسره شوي اوخپور شوي دوه اړخیزه تحقیقات د هغه څه په اړه پراخه ليد وړاندې کوي چې قيديان ورسره مخامخ شوي دي.

په مركه كونكو کې یوه کسه نورسالي وه، چې يوه قزاقي ښځه وه او عمر یې د ۶۰ په عشره کې و، او په تاچینګ ښار کې اوسېده.

د چین د سینکیانګ لپاره د کمونست ګوند کمیټۍ ډپټي سيکريټري او د سنکیانګ اویغور خپلواکې سیمې مشر چيرمين شهرت ذاکر د تېر دسمبر په نهمه نېټه په بیجینګ کې په یو نيوز کانفرنس کې خبرې کوي. چينايي چارواکي وايي چې "په سينکيانګ کې د بشري حقونو د درناوي او ساتنې اساسي اصول "په کلکه پلي کيږي". [نیکولاس اسفوري/ای اېف پي]

د چین د سینکیانګ لپاره د کمونست ګوند کمیټۍ ډپټي سيکريټري او د سنکیانګ اویغور خپلواکې سیمې مشر چيرمين شهرت ذاکر د تېر دسمبر په نهمه نېټه په بیجینګ کې په یو نيوز کانفرنس کې خبرې کوي. چينايي چارواکي وايي چې "په سينکيانګ کې د بشري حقونو د درناوي او ساتنې اساسي اصول "په کلکه پلي کيږي". [نیکولاس اسفوري/ای اېف پي]

یوه ورځ د هغې دروازه چا وټکوله، او نورسالي دغه دروزاه پرانیستله او یوه ښځه يې په یونیفورم کې له دوو پولیسو سره وموندله. دوی هغې ته وویل چې دوی هغه د "طبي معاينې" لپاره بيايي.

لومړی په يو کلینیک کې د نورسالي د وینې یو لړ ټسټونه ترسره شول. چارواکو بیا د هغې په يو څو اسنادو باندې لاسليکونه واخيستل چې هغه پې نه پوهیده او د هغې د ګوتو نښې یې واخيستې. وروسته هغې د خوراک او اوبو نه بغير انتظار وکړو، د چینایي پولیسو یو افسر هغې ته وویل چې هغه به "د لږې زده کړې" لپاره بوتللې شي.

'موږ سره د څارویو په شان چلند شوی'

چینایي پولیس هغه د امنیتي ځواکونو یو بدنام کیمپ ته واستوله، چیرې، چې وسله وال ساتونکي او بريدګر سپي يې لرل، هغې خپلې جامې د لسګونو نورو نارینه او ښځینه قيديانو مخې ته لرې کړې او د کيمپ یونیفورم یې واغوستو.

د ۴۸ کالو فريدې، چې يوه قزاقي درمل جوړونکي ده او د ۲۰۱۸ کال د فبرورۍ په مياشت کې نیول شوې وه، وويل، "موږ قطار جوړ کړو او خپلې جامې مو لرې کړې او نیله یونیفورم مو واغوستو. په ورته خونه کې نارینه او ښځینه یوځای و." "له موږ سره د څارویو په شان چلند شوی. زه غواړم چې وژاړم. ما شرم محسوس کړو، تاسو پوهیږئ، کله چې ما د نورو مخې ته خپلې جامې وباسلې."

چینایانو بیا د هغې ویښتان لنډ کړل.

نورسالي وويل، "ما غوښتل چې خپل ویښتان وساتم." "د قزاقې ښځې لپاره اوږد ویښتان ساتل خورا مهم دي. ما دا له هغه وخت راهیسې ساتلې ول کله چې زه یوه کوچنۍ جينۍ وم. ما دا په خپل ژوند کې هیڅکله نه وو لنډ کړي. ویښتان د یوې ښځې ښکلا ده."

تحقیقاتو راپور ورکړو، "د وخت په تیریدو سره، قیدیان د تحقیقاتو سره مخ شول، چیرې چې دوی به د خپلو فرضي ګناهونو -- مذهبي دودونه، بهرني سفرونو، او آنلاین فعالیتونو -- کیسې بار بار بيانولی." دوی وویل، "دا غونډې د تحقیق کونکو لخوا په احتياط سره ثبت کيدې. او اکثر دغه غونډې به د دې لامل کيدې چې قيديانو به 'د خپل ځان په اړه انتقاد' لیکلو. هغه کسانو ته به د لاسليک کولو لپاره يو سند ورکړل کيدو کومو چې به لیک او لوست نه شو کولی."

نظارت یوازې د کیمرو او ساتونکو پورې محدود نه و. د شپې پر مهال به قیدیان پخپله په دې مجبوره کيدل چې په شفټونو کې په خپلو خونو کې د نورو قيديانو څارنه وکړي. که چیرې په خونه کې به يو کس څه وکړل -- د مثال په توګه، د يو بل سره خوله وهل یا د چینايي پرځای په ایغور یا قزاق ژبه خبرې کول -- نو هغه کسان به هم د سزا له خطر سره مخامخ کيدل کومو چې به څارنه کوله. معمولاً دوی به وهل کيدل، یا، لکه څنګه چې ورسره ښځې زياتره مخ وي، په يوازې خونو کې ځای پر ځای کيدل.

یوازې او د څو ورځو لپاره په ځنځيرونو کې تړل شوي

نورسالي وویل هغه هیڅکله نه وه وهل شوي، خو یوه ورځ هغې د یو بل قيدي سره جګړه وکړه او ساتونکو د هغې په سر يوه بوجۍ کيښوده او هغه یې يوازې خونې ته بوتله.

د دریو ورځو لپاره، هغه په یوې کوچنۍ خونه کې پاتې شوه چې کړکۍ یا رڼا يې نه لرله، او یوازې د اوسپني کرسۍ او بالټی يې لرلو. د هغې پړکي په ځنځيرونو يوځای تړل شوي وو.

نږدې هر پخواني قيدي چې له بزفيډ نیوز سره یې خبرې کړي وې وويل چې دوی به له يو کيمپ څخه بل کيمپ ته کډه کیدل او یادونه یې وکړه چې تل به داسې ښکاريده چې خلک به ودانیو ته راتلل او د ودانيو نه به تلل.

په دوی کې د ۲۷ کالو يوه قزاقي ښځه دينا نورديبي وه، چې د جامو جوړولو يوه بریالي سوداګري يې لرله. د ۲۰۱۷ کال د اکتوبر په ۱۴مه له توقیف کیدو وروسته، نوردیبي پنځو مختلفو کيمپونو ته منتقل شوي وه.

په لومړي کمپ کې، "داسې ښکاريده چې هره شپه به ۵۰ نوي کسان راتلل. هغې وويل، چې موږ به د هغوی په پښو کې د ځنځيرونو اواز اوريدی شو."

د هغې له نیولو یوکال وروسته، نورسالي په پای کې خوشې شوه. چینایانو له هغې وپوښتل چې ایا هغه غواړي چې قزاقستان ته لاړه شي، او هغې وویل هو. چارواکو هغه په دې مجبوره کړه چې ګڼ شمیر سندونه لاسلیک کړي چې په هغې کې هغې ژمنه کړې وه چې هیڅکله به هغه د هغه څه په اړه خبرې ونه کړي چې هغه ورسره مخ شوي وه.

هغې تر هغه وخته پورې په چین کې تر نظارت لاندې ژوند کولو کله چې هغه د ښه راتلونکي لپاره قزاقستان ته روانه شوه.

د بزفيډ په ویب پاڼه کې د چين په تربيتي کيمپونو کې د قيديانو د تجربو په اړه نور معلومات ولولئ.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500