بشري حقونه

په چينايي کلتور کې د مدغم کولو د چين د پالیسۍ موخه د مسلمان اقليتونو آزادي له منځه وړل دي

د پاکستان فارورډ او ای اېف پي له خوا

د اویغور ټولنې یو غړی د اپرېل په ۲۲مه په لندن کې په احتجاج کې یو پلې کارډ نيولی چې د برتانیا پر پارلمان غږ وکړي چې د چین د مسلمانانو سره ظلم د نسل وژنې او انسانیت پروړاندې د جرمونو په توګه ومني. [جسټن ټالیس/ای اېف پي]

د اویغور ټولنې یو غړی د اپرېل په ۲۲مه په لندن کې په احتجاج کې یو پلې کارډ نيولی چې د برتانیا پر پارلمان غږ وکړي چې د چین د مسلمانانو سره ظلم د نسل وژنې او انسانیت پروړاندې د جرمونو په توګه ومني. [جسټن ټالیس/ای اېف پي]

نیویارک -- بیجینګ د خپل کنټرول لاندې سیمو کې "په چينايي کلتور کې د يوځای" کولو پالیسۍ ته وده ورکوي، او هڅه کوي د قومي اقليتونو او جمهوري آزادیو ټول کلتوري او مذهبي شناخت له مینځه یوسي.

د بشري حقونو د څار ډلې (اېچ آر ډبليو) د دې هفتې په سر کې په خپور شوی مفصل راپور کې وويل، د چین رژیم د شنجيانګ په سیمه کې د مسلمانانو سره په خپل ظالمانه چلند سره د "انسانیت پروړاندې جرمونه" کوي.

په راپور کې ویل شوي چې د بیجینګ له خوا د اویغورانو او نورو مسلمان اقليتونو سره ناوړه چلند د دوو عشرو نه د زیاتې مودې تاريخ لري، خود ۲۰۱۳ کال راهیسې د صدر شي جینپینګ په مشرۍ په دې کې لا نور زياتوالی راغلی دی.

د اېچ آر ډبليو او د سټینفورډ د قانون سکول د بشري حقونو او شخړې د حل کولو مرکز راپور د دوشنبې په ورځ (د اپرېل په ۱۹مه) وويل، د ملتپالنې او اسلامو فوبیا له کبله، د شي جينپينګ حکومت په پراخه کچه د قومي اقليتونو "په چينايي کلتور کې په يو ځای کيدو" باندې ټینګار کوي.

د آرټکس ښار د مسلکي مهارتونو د زده کړې او د روزنې د خدماتو مرکز، چې ګمان کيږي د 'بيا زده کړې کېمپ' دی، چیرې چې زياتره مسلمان اقليتونه بندیان دي، د چين په شمال لویدیځ شنجيانګ کې د کاشغر په شمال کې د ۲۰۱۹ کال د جون په ۲ مه ښودل شوی دی. [ګریګ بیکر/ ای اېف پي]

د آرټکس ښار د مسلکي مهارتونو د زده کړې او د روزنې د خدماتو مرکز، چې ګمان کيږي د 'بيا زده کړې کېمپ' دی، چیرې چې زياتره مسلمان اقليتونه بندیان دي، د چين په شمال لویدیځ شنجيانګ کې د کاشغر په شمال کې د ۲۰۱۹ کال د جون په ۲ مه ښودل شوی دی. [ګریګ بیکر/ ای اېف پي]

په دغه راپور کې ويل شوي چې"د چین حکومت د ترک مسلمانانو پروړاندې د بشر ضد جنایتونه کړي او دوام ورته ورکوي."

بیجینګ په ۴۰۰ تاسیساتو کې له یو ملیون څخه زیات اویغوران او نور ترک مسلمانان بندیان کړي دي چې پکې د "سیاسي زده کړې" کېمپونه، د محاکمې څخه مخکې د توقیف خونې او زندانونه شامل دي.

په ملیونونو نور کسان د نظارت او کنټرول د سخت سیستم لاندې ژوند کوي.

په شنجيانګ کې د اویغور، قزاقستان، قرغزستان او نورو ډلو په مشخصولو سره په دغه راپور کې وویل شو، "د کېمپونو په جوړولو کې د چین د حکومت ښکاره هدف د ترک مسلمانانو کلتور او مذهب له مینځه وړل دي."

د راپورونو سره سم، د اویغور میرمنې او د پاکستاني وګړو ماشومان هم د چین د رژیم په بدنامو "تربيتي کېمپونو کې ساتل کیږي.

په دغه راپور کې ويل شوي چې شنجيانګ په چین کې یوازینۍ سیمه ده چې د مسلمانانو اکثريت لري، او چینايي چارواکو د سیمې د دوه پر درې برخې د جوماتونو او نورو مقدسو اسلامي ځایونو د ويجاړولو او تباه کولو لپاره مختلفې بهانې استعمال کړي دي.

د اېچ آر ډبليو په راپور کې راغلي، د بېجينګ پاليسۍ د ۱۹۹۸ کال د روم د جرمونو د نړيوالې محکمې له قانون څخه سرغړونه کوي، چې وايي په ملکي وګړو باندې په پراخه کچه يا په منظم ډول بريدونه جرم دی.

دې د چین په حکومت د غیرقانوني قید، شکنجې او د مسلمانانو د وژلو او د هغوی په وړاندې د جبري کار او جنسي تاوتریخوالي د قصدي پاليسو پړه واچوله.

د بيجينګ انکار

لومړی په شنجيانګ کې د توقیف مرکزونو له شتون څخه انکار وروسته، بیجینګ وروسته دغه مرکزونه د "بیا زده کړې د" کېمپونو په توګه مشروع کړل چې د ترهګرۍ د له مینځه وړلو لپاره جوړ شوي او د کار فرصتونو ته وده ورکوي.

که څه هم، د پخوانیو بندیانو سره خپلواکه تحقیقات او مرکې جسماني او ذهني ځورنه، د مغزو وينځل، په منظمه توګه جنسي تيري، او نور وحشتونه په ګوته کوي..

خپلواکو څیړونکو وموندل چې چينايي رژيم په زور د اویغور ګڼ شمير میرمنې شنډې کړې او پر هغوی يې فشار راوړی چې د امیندوارۍ مخنیوی وکړي چې شمير يې د زیږون له کوټې څخه زياتيږي.

خو بیجینګ په تیرو څو کلونو کې په شنجیانګ کې د ترهګرۍ پروړاندې د بریا په توګه د زېږېدو په کچه کې د کميدو ستاینه کوي.

په متحده ایالاتو کې د چین سفارت خانې د جنورۍ په ۷ مه ټویټ وکړو او د شنجيانګ پرمختیایي څیړنیز مرکز د هغې مطالعې حواله يې ورکړه چې خپره شوې نه ده، "په شنجیانګ کې د مسلمان میرمنو ذهنونه آزاد شوي او د جنډر مساوات او د زیږون روغتیا ته وده ورکړل شوې ده، چې دوی نور د ماشومانو جوړولو مشینان نه دي."

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي د فبرورۍ په مياشت کې د ملګري ملتونو په غونډه کې وویل، په شنجيانګ کې د توکمیزو اقليتونو سره د دغه هيواد چلند د چین د بشري حقونو په برخه کې د پرمختګ یو "روښانه مثال" دی.

د شنجيانګ په سیمه کې د اویغور مسلمانانو سره د رژیم د چلند د مخ په زیاتیدونکي انتقادونو د مخنیوي لپاره، حکومت د پروپيګنډې یوه نوې لړۍ پيل کړې ده.

په دې تازه هڅو کې د دولت لخوا جوړ شوی د موسيقۍ فلم شامل دی چې "د سندرو وزرې" په نامه یادیږي چې شنجيانګ د توکمیز يووالي د رنګارنګ کلیوال نظم په توګه ښيي -- چې په ځانګړی توګه په دې کې د "بیا زده کړې" کېمپونه، ډله ایزه څارنه شتون نلري او حتی په دې کې اسلام ته حوالې هم ورکړل شوي دي.

په چين کې د اېچ آر ډبليو ډايريکټر سوفي ریچرډسن وویل،"بیجینګ ويلي دي چې دوی" مسلکي روزنه" او "د ترهګرۍ څخه د راړولو"روزنه ورکوي، خو دا بيانيه د انسانیت پروړاندې د جرمونو ناوړه حقيقت پټ نه شي ساتلی."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500