بشري حقونه

بیجینګ په شنجيانګ کې د مسلمانانو کړاوونه د موسيقۍ په ډرامه کې بدل کړي دي

د پاکستان فارورډ او ای اېف پي له خوا

په يوټيوب باندې د 'سندرو وزرې' د موسيقۍ يو سکرین شاټ. [فايل]

په يوټيوب باندې د 'سندرو وزرې' د موسيقۍ يو سکرین شاټ. [فايل]

بیجینګ -- په شنجيانګ کې د هیواد په کچه جوړه شوي د موسيقۍ نوي ډرامه د چین په سینما ګانو کې ښودل شوي، چې توکمیز رنګارنګ کلیواله شاعري وړاندې کوي --- په ځانګړې توګه په دې کې د "بیا زده کړې" کېمپونو، ډله ایزې څارنې او وحشيانه سرغړونو حقیقت شتون نه لري، کوم چې په حقيقت کې د دغه سيمې خاصيتونه دي.

له یو ملیون څخه زیات اویغوران او نور ترکستاني مسلمانان، چې په دې کې د قزاقستان او قرغزستان قومونه شامل دي، په شنجيانګ کې په کېمپونو کې بندیان دي چیرې چې "نسل وژنه" ترسره کيږي.

په پیل کې د کېمپونو د شتون څخه د انکار کولو وروسته، بیجینګ د فني زده کړو مرکزونو په توګه د کېمپونو دفاع کوي چې موخه یې د ترهګرۍ مخنیوی او د کاري فرصتونو ښه کول دي.

خو د شنجيانګ د کاټن په صنعت کې د غلامۍ او جبري مزدورۍ ښکاره شواهد په دوامدارته توګه د نړیوال احتجاج لامل کيږي، او د اویغور میرمنو په منظمه ډول جنسي تیري، شنډول او د ناوړه چلند په اړه څیړنو نړیواله غوسه راپورته کړې ده.

د چین حکومت په شنجيانګ سیمه کې د اویغور مسلمانانو سره د رژیم په چلند باندې د انتقادونو د مخنیوي لپاره د پروپيګنډې يوه نوې څپه خپره کړې ده. په دې تازه هڅه کې د موسيقۍ رنګارنګ فلم شامل دی چې د 'سندرو وزرې' په نوم ياديږي، چې د یوټیوب په یو سکرین شاټ کې ښودل شوی دی.

د چین حکومت په شنجيانګ سیمه کې د اویغور مسلمانانو سره د رژیم په چلند باندې د انتقادونو د مخنیوي لپاره د پروپيګنډې يوه نوې څپه خپره کړې ده. په دې تازه هڅه کې د موسيقۍ رنګارنګ فلم شامل دی چې د 'سندرو وزرې' په نوم ياديږي، چې د یوټیوب په یو سکرین شاټ کې ښودل شوی دی.

حقيقت: په شنجيانګ کې د 'بیا ښوونې په روزنېز کېمپونو' کې يو کېمپ ته نږدې د لوړ امنیت په تاسیساتو کې د څارنې ټاور. [ګریګ بیکر/ ای اېف پي]

حقيقت: په شنجيانګ کې د 'بیا ښوونې په روزنېز کېمپونو' کې يو کېمپ ته نږدې د لوړ امنیت په تاسیساتو کې د څارنې ټاور. [ګریګ بیکر/ ای اېف پي]

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي د فبرورۍ په مياشت کې وویل، په شنجيانګ کې د توکمیزو اقليتونو سره د دغه هيواد چلند د چین د بشري حقونو په برخه کې د پرمختګ یو "روښانه مثال" دی.

دا د هالي ووډ لخوا هڅول شوې ده

په داسې حال کې چې په دې هکله شور او غوغا ډیریږي، چین د داستان بدلولو لپاره په هڅه کې په کور دننه او بهر کې د عامه اړیکو پراخه کمپاينونه پیل کړي دي.

رېپ سندرې، د عکسونو نندارتونونه او اوس د موسيقۍ نه ډکه نوې -- "د سندرو وزرې" -- د سیمې کلتور بيرته بدلوي، په داسې حال کې چې د نامتو شخصیتونو ډلې په ښکاره ډول د شنجيانګ د ټوکر بدنام صنعت د دفاع لپاره د هڅولو پرته ګامونه پورته کړي دي.

بیجینګ د سرغړونو ټول تورونه ردوي او پرځای یې شنجيانګ د ټولنیز یووالي او اقتصادي نوي کولو ډګر ګرځولی دی چې د دولت د لاسوهنو له امله یې د کلونو تاوتریخوالي افراطیت ته شا اړولې ده.

د راپور له مخې، دا فلم چې د یو کال لپاره ځنډول شوی و، د مختلفو قومونو په درېو سړو باندې تمرکز کوي چې د ښه وخت خوبونه ويني، په داسې حال کې چې دوی د واورې څخه ډک غرونو او صحراګانو په پراخه سيمه کې د کلتورونو څخه د موسيقۍ الهام ترلاسه کوي.

د دې فلم په کتلو سره، دولتي ورځپاڼې ګلوبل ټایمز راپور ورکړو چې په بهر کې بريالي فلمونو لکه د هالي ووډ "لا لا لېنډ" "چینایی سټوډیوګانې" هڅولې چې خپل کورني فلمونه تولید کړي.

خو په دې فلم کې هغه د څارنې کیمرې او د امنیت څارنه نشته کوم چې د شنجيانګ په هرځای کي شتون لري. .

همدارنګه په ځانګړې توګه په دې کې اسلام او همدارنګه جوماتونه او په برقعو کې ښځو ته اشاره نه ده شوې، سره له دې چې د شنجيانګ له نیمې څخه زیات کسان مسلمانان دي.

په یو منظر کې، مخکښ کردار، يو اویغور کس چې ښه حجامت يې کړی دی، په لاس کې د بیر سره ټوسټ خوري.

د سخت حقیقت کتل

په چین کې دننه، د اویغور مسلې په اړه بحث منع دی.

د فبرورۍ په مياشت کې، چین په چټکۍ سره د کلب هاؤس اېپ بند کړو. کلب هاوس یو آډیو پلېټ فارم دی چيرې چې غیر سنسور شوي بحثونه، د شنجيانګ په ګډون، په لنډ ډول وده وکړه، په داسې حال کې چې اویغورانو په کې د خپل ژوند کيسې هان چینايي میلمنو ته په ښکاره توګه بيانولې.

د لږ وخت لپاره په چين کې د "حقیقي" انټرنيټ پرانيستلو په سیاست او ټولنه کې د ممنوعه شيانو په هکله د خبرو اترو لپاره يو ځانګړی ځای وړاندې کړو، په داسې حال کې چې په چین کې د کمونېست ګوند له خوا غږونه په عمومي توګه غلي کيږي.

الیکس سو، ۳۰ کلن، چې په بیجینګ کې د ټیکنالوژۍ د يوې نوې شرکت مدیره ده، وویل چې په کلب هاؤس کې د هغې په لنډ وخت کې، هغه په ځانګړي ډول د خبرو اترو له لارې متاثرہ شوہ چې اويغور مسلمانانو په کې په شنجيانګ کې د امتيازي چلند په اړه خپلې شخصي کیسې بيان کړې وې.

هغې نیویارک ټایمز ته په یوې تلیفوني مرکه کې وویل، "دا واقعي هغه ډول معلومات دي چې موږ ورته معمولاََ په اصلي ټاټوبي کې لاسرسی نه لرو."

په متحده ایالاتو کې د مشاورت شرکت سینو انسیډر لېري اونګ ای اېف پي ته وويل، بیجینګ "پوهیږي چې کله دروغ په زرهاو ځله وويل شي، نو ریښتیا ترې جوړ شي.

د نورو لپاره، په شنجيانګ کې د وروستۍ پروپيګنډې هڅه داسې ښکاري چې کار کوي.

یو فلم کتونکي په بیجینګ کې د "سندرې وزرې" له لیدو وروسته ای اېف پي ته وویل، "زه شنجيانګ ته تللی یم، او فلم د حقایقو پر بنسټ دی."

هغه د خپل نوم له څرګندولو څخه ډډه وکړه او ويې ويل، "خلک خوشحاله دي، آزاد او خلاص دي."

د اویغور د حقونو فعالانو په چټکۍ سره د دغه فلم انګیرنې وغندلې.

د اويغور يو امریکایي وکیل او په واشنګټن کې د هډسن انسټیټیوټ سينير ملګري نوري ترکل نیو یارک ټایمز ته وویل، "دا تصور چې اویغوران سندرې ويلی شي او نڅا کولی شي نو ځکه په دې کې نسل وژنه نشته -- خو دا به یوازې کار ونه کړي."

"نسل وژنه په يو ښکلی ځای کې کیدی شي."

د چین 'لیوه جنګیالي' بیرته چيچل کوي

چینایي "لیوه جنګیالي" سفارتکارانو د نړیوالو او کورنیو مسلو، چې په دغه مسلو کې شنجيانګ شامل دی، په هکله په خپلو بیانانو او ځواب ورکولو کې په زیاتیدونکي توګه جارحانه چلند خپل کړی دی، او په ټویټر -- چې په چین کې يو بند شوی نيټ ورک دی -- باندې د خلکو سپکاوی کوي، تنقيد کونکي بې عزته کوي او د دسیسو وړاندیز کوي.

د "لیوه جنګیالي سفارتکاري" کلمه په ۲۰۱۹ کال کې هغه وخت د معمول خبره وګرځيده، کله چې چینايي سفیرانو -- په ځانګړې توګه د چین د باندنیو چارو وزارت ویاند ژو لیجیان -- په ټولنیزو رسنیو پلېټ فارمونو کې د هیواد دفاع په کلکه وکړه.

دا تخلص د رېمبو په شان د چینایي د ځانګړيوځواکونو د يو سرتیري په اړه د فلم څخه اخیستل شوی دی.

د سفیرانو وروستې لوړ فعالیت په شنجيانګ کې د مسلمانانو سره د بیجینګ د چلند په اړه د نوې نړیوال فشار وروسته رامينځته شو.

د مارچ په وروستیو کې، لکه څنګه چې اروپایي اتحادیې، انګلستان، کاناډا او متحده ایالاتو د شنجيناګ له کبله په دغه هیواد بندیزونه ولګول، د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هو چون ينګ وړاندیز وکړو چې د متحده ایالاتو مرکزي استخباراتي ادارې د چین د بې ثباته کولو لپاره د شنجيانګ په اړه د بیانونو په جوړولو کې مرسته کړې.

ترکیې د سه شنبې په ورځ (د اپرېل په ۶ مه) وروسته له هغې د چین سفیر راوبللو کله چې د هغه دفتر په ټولنیزو رسنیو کې د ترکيې دوه لوړ سياستدانان د مسلمانانو پروړاندې د بیجینګ په عملياتو باندې د تنقيد کولو له کبله وغندل.

په همدغه ورځ، د چین یوې محکمې په شنجيانګ کې د اویغور دوو پخوانیو حکومتي چارواکو ته د "بېلتون غوښتونکو فعالیتونو" په تور د مرګ سزا واوروله.

دغه هڅه په پاپ کلچر کې هم شوې ده، په داسې حال کې چې د مارچ په میاشت کې يوه سندره خپره شوه چې له دغه سیمې څخه د پنبې په اړه د "مغرب د اوسیدونکو" "دروغ" غندي. له بلې خوا، دولتي خپروونکي سي جي ټي اېن چمتو ده چې د هغه ناکرارۍ په اړه یوه ډاکومنټري خپره کړي چې له امله یې بیجینګ عملياتو پيلولو ته وهڅولو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500