بشري حقونه

چين په شنجيانګ کې جنسي تيري او سرغړونې د پرمختګ د روښانه مثالونه په توګه ګڼي

د پاکستان فارورډ او ای ېف پي له خوا

د مسلمانانو د اويغور ټولنې غړيو پلی کارډونه نيولي دي، په داسې حال کې چې دوی د چينايي کونسل خانې مخې ته د دسمبر په ۳۰ مه په استنبول کې مظاهره کوي چې د هغو خپلو خپلوانو تپوس وکړي کوم چې ورک شوي او يا په شنجيانګ کې په توقيف کې دي. [بولنټ کيليک/ای اېف پي]

د مسلمانانو د اويغور ټولنې غړيو پلی کارډونه نيولي دي، په داسې حال کې چې دوی د چينايي کونسل خانې مخې ته د دسمبر په ۳۰ مه په استنبول کې مظاهره کوي چې د هغو خپلو خپلوانو تپوس وکړي کوم چې ورک شوي او يا په شنجيانګ کې په توقيف کې دي. [بولنټ کيليک/ای اېف پي]

بیجینګ -- د بهرنیو چارو وزیر وانګیي د دوشنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۲۲ مه) وویل، په شنجيانګ او تبت کې د اقليتونو سره چینايي چلند د هیواد د بشري حقونو د پرمختګ یو "روښانه مثال" دی.

له یو ملیون څخه زیات اویغوران او نور ترکستاني مسلمانان، چې په دې کې د قزاقستان او قرغزستان قومونه شامل دي، په شنجيانګ کې په کیمپونو کې بندیان دي چیرې چې "ناوړه او ناسم چلند" ترسره کيږي. .

په پیل کې د کېمپونو د شتون څخه د انکار کولو وروسته، بیجینګ د کیمپونو دفاع د فني زده کړو مرکزونو په توګه کوي چې موخه یې د ترهګرۍ مخنیوی او کاري فرصتونه ښه کول دي.

د بز فيډ تحقیق، چې د اګست په میاشت کې خپور شوی و، د شنجيانګ په سیمه کې په سلګونو ودانې وموندلې چې د زندانونو یا د توقیف خونو نښې یې لرلې، چې ډیر پکې په تیرو دریو کلونو کې جوړې شوي دي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګیي د فبرورۍ په ۲۲ مه په بېجینګ کې د چین او امریکې د اړیکو په اړه د لېنټینګ فورم د پرانستې له مراسمو وروسته له یو میلمه سره خبرې اترې کوي. [ ګریګ بیکر/ ای اېف پي]

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګیي د فبرورۍ په ۲۲ مه په بېجینګ کې د چین او امریکې د اړیکو په اړه د لېنټینګ فورم د پرانستې له مراسمو وروسته له یو میلمه سره خبرې اترې کوي. [ ګریګ بیکر/ ای اېف پي]

نورو تحقیقاتو چې د دسمبر په پای کې خپاره شوي وو په ډاګه کړه چې دغه کمونیست دولت په شنجيانګ کې تر ۱۰۰ څخه ډیرې نوي توقیف خانې جوړې کړي دي.

په وروستۍ غصه کې، پخوانیو توقیفيانو او ساتونکو په دې وروستیو کې څرګنده کړه چې په دې کېمپونو کې د مسلمانو میرمنو سره په منظمه توګه جنسي تیری کيږي، هغوی شکنجه کيږي او په جنسي توګه ورسره بد چلند کيږي.

عیني شاهدانو او پخوانیو توقیفیانو د بجلۍ د شاک په واسطه د شکنجه کولو خبر ورکړو، چې په دې کې د ساتونکو له خوا جنسي تيري، د بجلۍ ډنډې کارول، د خوراک څخه محرومه ساتل، وهل ټکول، ډله ییز جنسي تیری او په جبري توګه شنډول شامل دي.

د جنورۍ په مياشت کې، چینايي سفارتکارانو په شنجيانګ کې د نفوسو په شمير کې د تازه او سخت کمي دفاع د ښځو د حقونو د بریا په توګه وکړه، او په جبري توګه د شنډولو په اړه یې د باور وړ خپلواکه تحقیق رد کړو.

په متحده آيالاتو کې د چين سفارت خانې د ۲۰۱۸ کال راهیسې په شنجیانګ کې د نفوسو د بدلون په اړه د شنجیانګ د پراختیایي څیړنو مرکز د یو ناچاپ شوی راپور حواله ورکړه او ټويټ يې وکړو، "په شنجيناګ کې د [اویغور] میرمنو ذهنونه آزاد شوي او د جنډر مساوات او د زیږون روغتیا ته وده ورکړل شوې ده، چېدوی نور د ماشومانو جوړولو مشینان نه دي."

'روښانه مثالونه'

په داسې حال کې چې نور هیوادونه د مسلمانانو سره د چینايي ظلمونو په وړاندې په اقداماتو غور کوي، د چین رژیم د خپلو کړنو په دفاع کې دوه چنده زياتوالی رواستی دی.

وانګ په بېجينګ کې د متحده ايالاتو او چين ترمنځ د اړيکو په يوې غونډې کې وويل، "هغه ځايونه چې اقليتونه پکې اوسيږي، لکه شنجيانګ او تبت، د چين د بشري حقونو د پرمختګ يو روښانه مثال دی."

وانګ خپله وینا په داسې حال کې وکړه چې د متحده ایالاتو په ګډون هیوادونو کې سياستدانان په شنجيانګ کې د چين له خوا د اقليتونو د توقيف کولو غندنه کوي او يو څو ساعته وړاندې کله چې هغه به د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا کلنۍ غونډې ته د ویډیو لینک له لارې وینا کوله.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل، وانګ به له شورا سره په خپله وینا کې "د چین فلسفه، عمل او د بشري حقونو د ساتنې په اړه تجربه" شریکه کړي.

خو د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په شنجيانګ کې د چین کارونه نسل وژنه ده، او کاناډا په ورته اعلامیه غور کوي.

د بشري حقونو ډلې او فعالان وايي، تبتیان د چین د قانون له کبله هم په خپل مذهب او کلتور باندې له سختو بندیزونو سره مخ شوي دي -- چې په دې کې د خانقاهګانو ويجاړول شامل دي -- چې په پايله کې تبتیانو په وروستیو کلونو کې په احتجاجونه کې څو ځله ځانونه وسوځول.

خبریالان په تبت کې د خپلواکه راپور ورکولو څخه منع شوي، چیرې چې بیجینګ ټینګار کوي چې دې په پخوانۍ پسمانده سیمه کې پرمختګ راوستی دی.

وانګ د دوشنبې په ورځ وویل چې چین د بشري حقونو ساتنې ته "تل ژمن" دی او په سیمه کې يې د سړي سر نا خالص داخلي توليدو وده کړې او د خلکو عمر زيات شوی، چې دا د بشری حقونو د ساتنې يو ثبوت دی.

وانګ وویل، "موږ باور لرو چې د ژوند او پرمختګ حق خورا مهم بنيادي بشري حقونه دي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500