بشري حقونه

چین په شینجیانګ کې د مسلمانانو لپاره له ۱۰۰ څخه زياتې نوي توقیف خانې جوړوي

پاکستان فارورډ

د ۱۰۰ څخه د هغه زياتو نويو تاسیساتو منظر چې بيجينګ په دې وروستيو کې د مسلمانانو د توقيف لپاره جوړ کړي دي. [بزفيډ]

د ۱۰۰ څخه د هغه زياتو نويو تاسیساتو منظر چې بيجينګ په دې وروستيو کې د مسلمانانو د توقيف لپاره جوړ کړي دي. [بزفيډ]

د بزفيډ نیوز تحقیق څرګنده کړه چې د مسلمان اقليتونو پر وړاندې د خپل کمپاین په هکله له نورو شواهدو سره د چین دغه کمونیست دولت په شینجیانګ کې له سلو څخه ډیرې نوي توقیف خانې جوړې کړي دي.

دغه تحقيق، چې د دسمبر په پای کې خپور شوی و، د هغه لړۍ څلورمه برخه ده چې د ژورنالیزم د راتلونکي لپاره د آی بيم سينټر، پولیټزر سينټر او د اوپن ټیکنالوژۍ فنډ مرسته لري.

د بزفیډ نیوز موندنې د حکومتي ریکارډونو، مرکو او د سيټلايټ په سلګونو عکسونو پر بنسټ دي، چې د فيکټريو ودانۍ په کې لیدل کیدی شي او د روښانه رنګ شوي فلزي چتونو سره پيژندل کيږي.

د اګست په مياشت کې، دغه تحقیق د شینجیانګ په سیمه کې په سلګونو ودانې وموندلې چې د زندانونو یا د توقیف خونو نښې یې لرلې، چې ډیرې په کې په تیرو دریو کلونو کې جوړې شوي دي.

د ۲۰۲۰ کال د اکتوبر په ۲۹ مه يو عکس په چین کې په يوې فيکټرۍ کې هغه کارکونکي ښيي چې ماسکونه جوړوي. بیجینګ په شینجیانګ کې د شخصي حفاظتي آلاتو په فيکټريو کې په جبري توګه د مسلمان کارکونکو په کټرولولو سره د کورونا ويروس ناروغۍ څخه په جزوي توګه په پراخه کچه ګټه ترلاسه کړې ده. [اېس ټي آر /ای اېف پي]

د ۲۰۲۰ کال د اکتوبر په ۲۹ مه يو عکس په چین کې په يوې فيکټرۍ کې هغه کارکونکي ښيي چې ماسکونه جوړوي. بیجینګ په شینجیانګ کې د شخصي حفاظتي آلاتو په فيکټريو کې په جبري توګه د مسلمان کارکونکو په کټرولولو سره د کورونا ويروس ناروغۍ څخه په جزوي توګه په پراخه کچه ګټه ترلاسه کړې ده. [اېس ټي آر /ای اېف پي]

د بشري حقونو ډلې اټکل کوي چې یو ملیونه اویغور قزاقان او نور ترک اقليتونه په شینجیانګ کې د جيل په څیر حالاتو کې په توقیف خونو کې ژوند کوي.

ای اېف پي راپور ورکړو چې د چین رژیم ټینګار کوي چې دا "د مسلکي روزنې مرکزونه" دي، خو فعالان وايي چې بندیان له اذيت او جبري مزدورۍ سره مخ دي.

بزفیډ نیوز وویل، یوه نوې تجزيه ښيي چې لږ ترلږه ۱۳۵ مرکزونه هم د فيکټريو ودانۍ لري. د څیړونکو او پخوانیو توقیفيانو په وینا، "د دې په څیر په تاسیساتو کې دننه يقيناََ جبري کار په پراخه کچه ترسره کيږي".

دا تجزيه ښيي چې توقیف خونو ته نږدې يا دننه د فيکټريو تاسیسات "په داسې ډول وده کوي چې په پراخه کچه د توقیف کمپاین ګړندۍ پراختیا په ګوته کوي".

له بشري حقونو څخه سرغړونې

مختلفو هیوادونو او سازمانونو، د متحده ایالاتو، اروپایي اتحادیې او ملګرو ملتونو په شمول، په شینجیانګ کې د چین پر پاليسو نیوکه کړې، او په دې وروستیو کې یې هغه جبري کړنې په ګوته کړي چې د اویغور مسلمانان ورسره مخ دي.

دوی په ځانګړي ډول د کپړو چمتو کولو په کړۍ کې په ښکاره توګه سرغړونې په ګوته کړي، چیرې چې په شینجیانګ کې د جبري يا ارزان کارکونکو لخوا راټول شوي پنبه د نړیوال بازار لپاره د ارزانو کپړو جوړولو لپاره کارول کیږي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د دسمبر په ۲۱ مه د چینايي چارواکو لپاره د ویزو په اجرا کولو باندې اضافي بندیزونه ولګول چې ګومان کیږي د اقليتي ډلو او نورو کسانو په وړاندې د جبري پاليسو یا کړنو مسولیت په غاړه لري.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو په یو بیان کې وویل چې دا عمل "د متحده ایالاتو د حکومت هوډ څرګندوي چې د چین کمونیسټ ګوند (سي سي پي) د چینايي خلکو پروړاندې د زیاتیدونکي جبر لپاره مسؤل وګرځوي".

هغه وويل، په ۲۰۲۰ کال کې، متحده ایالاتو "د سي سي پي په هغه چارواکو د ویزو پابندۍ او مالي بندیزونه ولګول کوم چې په شینجیانګ کې په ناوړه سرغړونو، تبت ته په لاسرسي باندې په پابنديو، او د هانګ کانګ د خپلواکۍ په ختمولو کې لاس لري".

د سپتمبر په ۹ مه، د ۶۰ هیوادونو څخه د ۳۲۱ مدني ټولنې ډلو نړیوال ایتلاف د ملګرو ملتونو څخه وغوښتل چې "په بیړني ډول یو خپلواک نړیوال میکانیزم جوړ کړي چې د چین حکومت له خوا د بشري حقونو سرغړونې ختمې کړي".

د بشری حقونو د څار موسسې په وینا، لاسلیک کونکو د شینجیانګ په شمول په چین کې د بشري حقونو په پراخه کچه د سرغړونو په ختمولو باندې ټینګار وکړو، او په نړۍ کې يې د چینایي حقونو څخه د سرغړونو اغیزې هم په ګوته کړې.

خو اوس هم د اقلیتونو سره د چین ظلم دوام لري. د دسمبر په ۳۱ مه، بیجینګ تایید وکړو چې یو اویغور مسلمان ډاکټر د ترهګرۍ په تور قيد شوی دی.

ګلشن عباس دوه کاله مخکې په توقیف کې ورکه شوه، خو د هغې خپلوانو د دسمبر په ۳۰ مه د متحده ایالاتو د کانګرس یوې کمیټۍ ته وویل چې دغه ۵۰ کلنه د اویغورانو لپاره د کار کولو له امله د ۲۰ کالو لپاره قيد شوي ده.

د جبري کار مرکز

په شینجیانګ کې جبري کار دومره عام دی، چې د کار د حقونو مدافعينو او کتونکو بزفيډ نيوز ته وويل، "هيڅ يو شرکت چې هلته کې محصولات جوړوي دا نه شي ويلی چې د دې د رسد کړۍ له دې څخه آزاده ده".

دغه رسنۍ په خپل راپور کې وويل، "په شینجیانګ کې د چین حکومت د خلکو په دقیق ډول څارنه کوي او د مرکو نږدې څارنه کوي چې په اسانۍ سره دا ارزونه کول ګران دي چې آيا يوه فيکټري په جبري کار تکیه کوي."

هغه اقتصادي پروګرامونه، چې د دې لپار جوړ شوي چې کلیوال کروندګرو د فيکټريو په دندو کې بوخت کړي او چینایان له بېوزلۍ څخه راوباسي، "په مؤثره توګه حکومت ته دا پوښښ ورکوي چې دا خبره پټه وساتي چې ولې یو کس له خپله کوره لرې کار کوي."

خو کله چې فيکټرۍ په داخلي توقيف خانو کې دننه موقعیت لري، "نو دا هغه باور ردوي چې کارکونکي په خپله خوښه هلته کې دي".

دغه څیړنې وموندل چې ډیرې چینايي فيکټرۍ په توقیف خونو کې دننه یا هغوی ته نږدې موقعیت لري، په داسې حال کې چې د متحده ایالاتو غیر انتفاعي څیړنیز انسټیټیوټ سي۴ ای ډي اېس ۱۵۰۰ داسې شرکتونه په ګوته کړل.

د بيوزلۍ پر ضد د چین حکومت د کمپاین لاندې، بېوزلي توکميز اقليتونه داسې سیمو ته کډه شوي چې دندې لري، خو څیړونکو وویل چې دغه تش په نامه "د کارکونکو انتقال" د جبري کار لپاره یو محاذ کیدې شي.

په انګلستان کې د اقتصاد او سوداګرۍ څیړنېز مرکز (سي اي بي آر) له مخې، په داسې حال کې چې ډیر اقتصادونه د کورونا ویروس وبا له کبله ډير ځپل شوي دي، چین اوس مهال چمتو ده چې په ۲۰۲۸ کال کې ترټولو لوی نړیوال اقتصاد جوړ شي، د تيرې پيشن ګويۍ نه پنځه کاله مخکې.

په نړيوال بازار کې د چین برخه په پراخه کچه د خپل تخنیکي صنعت او د شخصي حفاظتي آلاتو (پي پي اي) د پلور له لارې لوړه شوې ده.

د وبا څخه د ګټې ترلاسه کولو لپاره، چين يوه لويه هڅه پيل کړه چې د شخصي حفاظتي تجهیزاتو کمی پوره کړي. د ۷۳۰۰۰ نه زيات شرکتونه د کال په لومړۍ نیمایۍ کې د ماسک جوړونکو په توګه رجسټر شول -- چې په دې کې د اپرېل په میاشت کې يوازې ۳۶۰۰۰ نوي شرکتونه شامل دي -- په داسې حال کې چې نرخونه او غوښتنه لوړه شوه.

د نیویارک ټایمز د ویډیو راپور سره سم، چې د هغه ثبوتونو حواله يې ورکړه چې دې په سلګونو ویډیوګانو، عکسونو او دولتي اسنادو کې موندلې ول، د دې هڅې د برخې په توګه، چینایي چارواکو د شینجیانګ په سیمه کې مسلمان اقلیتونه دې ته اړ کړل چې د شخصي حفاظتي تجهیزاتو په فيکټريو کې کار وکړي.

توقیف او روزنه

د آسټرالیا د ستراتیژیکې پالیسۍ انسټیټیوټ، چې په شینجیانګ کې یې د بشري حقونو سرغړونه مستند کړې ده، بزفیډ نیوز ته وویل، د حکومت د کار لیږد پروګرام لاندې د کار څخه انکار کول "خورا ګران کار" دی.

دغه راپور وويل، دا ځکه چې دوی "د توقیف او سیاسي تربيت په جال کې راګير دي".

د پخوانیو توقیفيانو او چینايي ژبو رسنیو په وینا، د پروګرام برخه اخیستونکي د سخت کنټرول او دوامداره څارنې سره مخ دي او په دې ويره کې ژوند کوي چې دوی به کیمپونو ته ولیږدول شي او یا به دوی ته سزا ورکړل شي که چيرې دوی د دغه پروګرامونو تعقيب ونه کړي.

د کار وروسته، دوی باید په "هيوادپاله زده کړې" کې برخه واخلي، چې په دې کې د چینایي ژبې زده کړه او په عامه توګه د سي سي پي ستاینه شامل دي.

د سپتمبر په راپور کې، د چین حکومت وویل چې په کال کې په اوسط ډول د اضافي کارکونکو انتقال د ۲.۷۶ ملیونه خلکو نه زيات شوی دی.

کارکونکو ته د کپړو په فيکټريو، د خوراکي توکو پروسس کولو په پلانټونو او ذبح خانو او زراعتي دندو لکه د کاټن کښت کې دندې ورکړل کيږي.

په داسې حال کې چې دا روښانه نه ده چې په دې پروګرامونو کې څومره کارکونکي کار کولو ته اړ کيږي، لږ معاش ورته ورکړل کيږي یا ورسره ناوړه چلند کیږي، د بزفيد نیوز تحقیق وموندله چې دا شمیره لویه ده او وده کوي.

د متحده ایالاتو د کار وزارت اټکل کړی چې ۱۰۰۰۰۰ اویغوران او نور توکمیز اقليتونه په جبري کار کې بوخت دي، په داسې حال کې چې د متحده ایالاتو د ستراتیژیکو او نړیوالو مطالعاتو مرکز وويل چې جبري کار "په احتمالي توګه په لويه کچه" ترسره کيږي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500