بشري حقونه

بیجینګ د پاکستاني اتباعو د اویغور میرمنو په توقیفولو سره نوره غوسه رامینځته کوي

پاکستان فارورډ

د ګلګت بلتستان نارینه په مارچ ۲۰۲۰ کال کې په شینجیانګ کې د چينايي چارواکو له خوا د پاکستاني اتباعو اویغور میرمنو په توقیف کې د ساتلو پرضد په اسلام آباد کې احتجاج کوي. [پاکستان فارورډ]

د ګلګت بلتستان نارینه په مارچ ۲۰۲۰ کال کې په شینجیانګ کې د چينايي چارواکو له خوا د پاکستاني اتباعو اویغور میرمنو په توقیف کې د ساتلو پرضد په اسلام آباد کې احتجاج کوي. [پاکستان فارورډ]

اسلام آباد -- د بیجینګ له خوا په مسلمانانو ظلم د پولې هاخوا پاکستان ته اوړيدلی دی، ځکه چې دغه رژیم د پاکستاني اتباعو سلګونه اویغور میرمنې او ماشومان په توقیف کې ساتي، چې په دغه هیواد کې د چین پر ضد احساسات زياتوي.

د پاکستاني نارينوو یوه لویه ډله، چې په ځانګړې توګه د ګلګت بلتستان (جي بي) سیمې سره تعلق لري، له ۲۰۱۷ کال راهیسې د خپلو اویغور مسلمانو ميرمنو د خوشې کولو لپاره کمپاین ترسره کوي. د راپورونو له مخې، دغه میرمنې د چین رژیم په بدنامو "تربيتي کیمپونو" کې ساتل کیږي. ګلګت بلتستان هغه سیمه ده چې د چین د اکثريتي مسلمانانو شینجیانګ اویغور خپلواکې سیمې سره ګډه پوله لري.

بیجینګ په تیرو څو کلونو کې په شینجیانګ کې د مسلمان اقليتونو سره "د وحشتناک چلند" له امله له سخت فشار سره مخ دی، چيرې چې دې له یو ملیون څخه ډیر مسلمانان، چې قزاقان او قرغزان پکې شامل دي، په تربيتي کيمپونو کې ځای په ځای کړي دي.

چينايي چارواکو د دغه ادعاګانو دفاع کوي او وايي چې دا کیمپونه حرفوي مرکزونه دي چې په اسلامي افراطیت کې د ښکيل کیدو د مخنیوي لپاره مهارتونه ښيي.

د پاکستان په ګلګت بلتستان سیمه کې یو کلی په ۲۰۱۸ کال کې ښودل شوی دی. د لسیزو راهیسې، د ګلګت بلتستان څخه د پاکستانیانو او د چین د شینجیانګ سیمې اویغورانو ترمینځ ودونه او سوداګریزې اړیکې شتون لري. [پاکستان فارورډ]

د پاکستان په ګلګت بلتستان سیمه کې یو کلی په ۲۰۱۸ کال کې ښودل شوی دی. د لسیزو راهیسې، د ګلګت بلتستان څخه د پاکستانیانو او د چین د شینجیانګ سیمې اویغورانو ترمینځ ودونه او سوداګریزې اړیکې شتون لري. [پاکستان فارورډ]

دا تصوير چې په ۱۴ سپتمبر ۲۰۱۹ کال کې اخیستل شوی، د "خوشحالۍ پارک" ته د ننوتلو په ځای کې نښه ښیي چیرې چې د اویغور قبرستان موجود و. دا د شینجیانګ په سیمه کې په آکسو کې د دغه ځای مخکيني او وروستني تصويرونه ښيي. چین هغه مقبرې ویجاړوي چیرې چې د اویغور کورنۍ نسلونه ښخ شوي دي او د انسانانو هډوکي او مات شوي قبرونه په هغه ځای کې پاتې شوي دي، چې فعالین دا په شینجیانګ کې د دې نسلي ډلې د شناخت د ختمولو يوه هڅه ګڼي. [هیکټر ریټامال/ای اېف پي]

دا تصوير چې په ۱۴ سپتمبر ۲۰۱۹ کال کې اخیستل شوی، د "خوشحالۍ پارک" ته د ننوتلو په ځای کې نښه ښیي چیرې چې د اویغور قبرستان موجود و. دا د شینجیانګ په سیمه کې په آکسو کې د دغه ځای مخکيني او وروستني تصويرونه ښيي. چین هغه مقبرې ویجاړوي چیرې چې د اویغور کورنۍ نسلونه ښخ شوي دي او د انسانانو هډوکي او مات شوي قبرونه په هغه ځای کې پاتې شوي دي، چې فعالین دا په شینجیانګ کې د دې نسلي ډلې د شناخت د ختمولو يوه هڅه ګڼي. [هیکټر ریټامال/ای اېف پي]

منتقدین وايي چې دا کيمپونه د بیجینګ د هڅو یوه برخه ده چې په چین کې اویغوران او نور هغه مسلمانان ختم کړي کوم چې په ترکي ژبه خبرې کوي.

د آسټرالیا د ستراتیژیکي پالیسۍ انسټیټیوټ د يو راپور له مخې چې د سپتمبر په مياشت کې خپور شوی و، د دغه کمپاين د برخې په توګه، چینايي چارواکو زياتره په تيرو دريو کلونو کې تقريباََ ۱۶۰۰۰ جوماتونه په شینجیانګ کې ویجاړ او يا زیانمن کړل.

د جرمني يو څیړونکي اډریان زینز یوې څیړنې وموندل، بیجینګ په زور د اویغور میرمنو ګڼ شمیر شنډې کړې او پر هغوی يې فشار راوړو چې د امیندوارۍ مخنیوی وکړي چې شمير يې د زیږون له کوټې څخه زياتيږي.

د متحده ایالاتو حکومتي چارواکو د اویغورانو او نورو مسلمانو اقليتي ډلو پروړاندې د بیجینګ کمپاین "خالصه او کره نسل وژنه" بللی دی.

'له زندان څخه هم بدتر'

د اویغور میرمنو توقیف په پاکستانيانو کې د چین پر ضد احساسات ډیر کړي دي. .

د پاکستان دیني عالمانو په منظم ډول د جمعې د مونځ په خطبو کې د اویغور مسلمانانو په وړاندې د شويو ظلمونو په اړه بحث کوي او اسلامي عالمانو د پاکستان پر حکومت نیوکه کړې چې د مسلمانانو پر وړاندې د بیجینګ د کړنو په اړه خاموش پاتې کیږي.

د پاکستان خبري رسنيو ته هم ويل شوي چې د فدرالي حکومت تر فشار لاندې په پراخه کچه د توقیف شویو میرمنو مسلې له پامه وغورځوي، چې باور لري چې دا ډول راپورونه د چین او پاکستان ترمينځ اړیکو ته زیان رسولی شي.

بهرنيو خبري رسنيو په منظم ډول د میرمنو ستونزې پوښلي دي.

لاس انجلس ټایمز د سپتمبر په ۲۵ مه د پاکستاني اتباعو د هغه میرمنو او ماشومانو په اړه یو تفصيلي راپور خپور کړو چې د چین په تربيتي کمپونو کې په توقيف کې ساتل شوي دي.

د سکندر حیات په نامه یو پاکستانې سوداګر چې میرمن یې د اویغور ده او درې ماشومان يې په ۲۰۱۷ کال کې د چینایي چارواکو لخوا توقیف شوي وو، دغه ورځپاڼې ته وویل، "دا خورا سخته ده چې خپل زړه، خپل کوچنيان پریږدو، چې په يو داسې ځای کې ژوند وکړو چې له زندان څخه زيات بدتره وي."

حيات وويل چې د هغه مېرمن او ۱۹ کلن زوی تر اوسه پورې په زندان کې دي، په داسې حال کې چې د هغه دوه لوڼې، چې په ۲۰۱۷ کال کې يې عمرونه اوه او دولس کاله وو، د هغه د مرضۍ خلاف د شینجیانګ په کاشغر کې يتيم خانې ته وليږل شول.

کورنۍ اړیکې دړې وړې شوې

له لسيزو راهيسې، د ګلګت بلتستان څخه د پاکستانیانو او د چین د شینجیانګ سیمې اویغورانو ترمینځ ودونه او سوداګریزې اړیکې شتون لري.

که څه هم، دا ټولې اړيکې د اویغور اقليت پر ضد د چین د عملياتو له امله دړې وړې شوي دي.

د ګلګت ښار يو ژورناليسټ، چې د امنیتي دلایلو له امله يې د نوم نه ښودلو غوښتنه وکړه، له مخې، په ګلګت بلتستان کې کورنۍ د تیرو څو کلونو راهیسې په منظم ډول د بیجنګ لخوا د پاکستانی اتباعو د اویغور میرمنو د توقیفولو په اړه احتجاجونه کوي او سیمه ایزو پارلماني غړيو هم د هغوی د خوشې کیدو لپاره خپل غږ پورته کړو.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "خو د پاکستاني چارواکو تر فشار وروسته، دوی دغه کمپاین ودروو."

په ۲۰۱۸ کال کې، د ګلګت بلتستان قانون سازې شورا (جي بي اېل ای) د يو متفقه قرارداد له لارې غوښتنه وکړه چې فدرالي حکومت په شینجیانګ کې د نیول شويو میرمنو د خوشې کولو لپاره بیړني ګامونه پورته کړي.

ډان ورځپاڼې په مارچ ۲۰۱۸ کال کې راپور ورکړو، بي بي سلیمې، چې د جي بي اېل ای غړي ده او دغه قرارداد يې وړاندې کړی و، وویل چې د دواړو هیوادونو اوسیدونکي په تکرار سره د خنجراب پاس له لارې له یو بل سره ګوري.

هغې په دغه قرارداد کې وليکل، "د ګلګت بلتستان او شینجیانګ صوبو د خلکو تر منځ د واده ډېرې پېښې هم شتون لري چې په کې د دواړو هیوادونو په قواعدو او قوانینو عمل شوی دی." "خو په ۲۰۱۷ کال کې، چینایي پولیسو د هغه چینايي اتباعو نیول پیل کړل چې له بهرنيانو سره يې واده کړی دی، او په دغه نیول شويو میرمنو کې هغه ميرمنې دي چې د پاکستانی نارینوو سره يې واده کړی دی."

په دغه پریکړه لیک کې راغلي چې د ګلګت بلتستان د کورنيو ډير ماشومان له ستونزو سره مخ دي ځکه چې د دوی چینايي میندې په شینجیانګ کې په توقیف کې دي.

د مونځ کولو له امله په توقيف کې دي

د میډیا راپورونه او د کورنۍ غړو سره مرکې وړاندیز کوي چې نیول شوې اویغور میرمنې چې د پاکستاني اتباعو سره يې واده کړی دی د چین د توقیف ځایونو ته ليږل شوي چې د هغوی مذهبي عقيدې بدلې کړي.

چینایي چارواکو د پاکستانی میړونو ویزې له نوي کولو څخه انکار وکړو، او هغوی يې دې ته اړ کړل چې خپل ماشومان پریږدي.

علي، چې د ګلګت بلتستان اوسیدونکی دی او د هغه ښځه او دوه ماشومان په شینجیانګ کې په توقيف کې دي، او د امنیتي دلایلو له امله يې یوازې خپل وړومبې نوم وښودلو، پاکستان فارورډ ته وویل چې چینايي چارواکي د هغه کورنۍ یوازې د دې لپاره په توقيف کې ساتلې چې مونځ او د قرآن کریم تلاوت يې کولو.

هغه وويل، "اوس زه اورم چې چینايي چارواکو دوی تربيتي کيمپونو ته ليږلي چې د چین د کمونسټ ګوند د ادبیاتو مطالعه وکړي او ملحدان شي."

هغه زیاته کړه چې چینايي چارواکو د هغه کور ضبط کړو کوم چې هغه په قرضه اخیستی و.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

که چین وي یا هندوستان یا اسراییل، دا ټول يو مقصد لري چې مسلمانان تباه کړي. دې مقالې هرڅه روښانه کړي دي.

ځواب