بیجېنګ -- په یوه راپور کې چې د بیجینګ له خوا د ځپلو په چارو کې له ټکنالوجۍ څخه د کار اخیستنې په هکله جزیات ورکوي، فعالانو د چارشنبې په ورځ /د لیندۍ ۱۹مه/ وویل، د چین په سینکیانګ سیمه کې مسلمانان د یوه کمپوټري پروګرام په وسیله چې «مشکوک» چلند معلوموي د نیولو لپاره په بې توپیره ډول انتخابیږي.
په متحده ایالاتو کې د بشري حقونو د څار (اېچ آر ډبلیو) په نامه یوې غیر حکومتي موسسې وویل هغوی ته داسې افشا شوي د پولیسو معلومات په لاس ورغلي چې په کې له اکسو سیمې څخه له ۲۰۰۰ څخه د ډېرو بندیانو لستونه موجود دي.
د ګډو عملیاتو متحد پلاټفورم (آی جی او پي) په لست کې موجود خلک په نښه کړي او بیا چارواکو هغوی ارزولی او په سینکیانګ کې یې د «سیاسي زده کړې» کمپونو ته لېږلي دي.
د بشري حقونو د څار اداره (اېچ آر ډبلیو) کې د چین یوې مخورې څېړونکې مایا وانګ وویل، «د اکسو لست په دې هکله نوره رڼا اچوي چې په چین کې د سینکیانګ د ترکي مسلمانانو ځپل څنګه د ټکنالوجۍ په وسیله ګړندي کیږي.»
بیجینګ په دغې سرچینو څخه ډکه سیمه کې د خپلو تګلارو له امله په نړۍ واله کچه له سختو نیکو لاندې راغلی. د بشري حقونو ګروپونه وایي چې هلته له یو میلیون څخه ډېر اویغوریان او نور اکثریت مسلمان اقلیتونه په بندو کمپونو کې ساتل کیږي.
چین د یادو کمپونو د موجودیت دفاع کوي او هغه د حرفوي روزنې مرکزونه بولي. چین وایي چې دغه کمپونه یې د ترهګرۍ د له منځه وړلو او د کارموندنې د فرصتونو د زیاتولو لپاره جوړ کړي دي.
په وروستیو کالونو کې په بیجینګ کې د څارګرۍ لګښتونه ډېر زیات شوي، او په دې لړ کې د دغه ولایت په بېلابېلو برخو کې د ترهګرۍ د مخنیوي په نامه د مخ پېژندنې، د سترګې د کسي سکنرونه، د ډي اېن ای ټولولو او د مصنوعي ځیرکتیا وسایل لګول شوي دي.
مشکوک چلند
اېچ آر ډبلیو وایي، دغې ادارې له یوې نامعلومې سرچینې څخه د هغو توقیفونو یو لست ترلاسه کړی چې له ۱۳۹۵ څخه تر ۱۳۹۷ پورې نیول شوي دي. یادې سرچینې تر دې مخکې په اکسو کې د یوه مرکز له داخل څخه اخیستل شوي آډيو ویډیو مواد شریک کړي وو.
داسې ښکاري چې په دغه لست کې هغه کسان معرفي شوي وو چې له یوه داسې کس سره یې چې «مشکوک» بلل کېده، خبرې کړې وې.
ځایي چارواکو د وګړو د توقیف پریکړې په بهر کې خپلوانو ته د ټیلیفون کولو، د دولت له اجازې څخه پرته د قران کریم د تلاوت او یا په ځیرک تلفون کې د «مشکوکو» اپلیکېشنونو چې د سکایپ اپلیکیشن هم په کې شامل دی په څېر کړنو د تعقیب له لارې کړي دي.
په نورو چلندونو کې چې د توقیف د سببونو په توګه یاد شوي دي «په عمومي توګه بې باوریتوب، ځواني؛ یعنې چې له ۱۳۶۰مو کالونو څخه وروسته زېږېدلی وي، غیرثابت فکرونه یا د نامناسبو جنسي اړیکو لرل، شامل دي.»
د بشري حقونو د څار موسسه وایي، په یوه پېښه کې یو سړی له دې امله ونیول شو چې د خپلې ځمکې کرایه یې نه وه ورکړې.
د افغانستان، قرغزستان، ترکیې او د حج په ګډون سعودي عربستان په څېر «حساسو» هېوادونو ته په نړۍ واله کچه سفر کول هم د ممکنه نیونې سببونه وو.
د بشري حقونو د څار موسسې وویل، د هغوی معلومات ښیي چې «ډېر» کسان د قانوني کار له امله مقاماتو ته ورمعرفي شوي ول. په هغو کارونو کې په بهر کې خپلوانو ته ټیلیفونونه کول، د ثابت آدرس نه لرل یا په مکرر ډول د خپلو ټیلیفونونو بندول شامل دي.
په لست کې موجود یواځې ۱۰٪ کسان د ترهګرۍ یا افراطیت په سببونو نیول شوي ول.
دغه لست چې څه برخې یې ای اېف پي ته ورښودل شوي، د ډېرو کسانو د نیولو سبب په ساده ډول د آی جی او پي له خوا په «ګوته کېدل» ښودلی وو.
د حقونو موسسې د افشاګرۍ د سرچینې لپاره د خوندیتوب د اندېښنو د موجودیت له امله، د لست پوره محتویات نه دي څرګند کړي.
د اکسو عامه امنیتي ادارې او د سینکیانګ سیمه ییزو چارواکو په دې هکله د تبصرې کولو لپاره د خبریالانو غوښتنو ته ځواب نه دی ویلی.
څارګري خپرېږي
د بشري حقونو د څار موسسې د «پېغلې ټ» مثال ورکړی چې «له حساسو هېوادونو سره د اړیکو» لرلو له امله نیول شوې ده. په لست کې د هغې نوم داسې یاد شوی چې له یوه خارجي نمبر څخه چې د هغې د خور وو، ورته یو شمېر زنګونه راتلل.
په دغې غیرحکومتي موسسه کې څېړونکو له ښځې سره خبرې وکړې او خبر شول چې پولیسو په سینکیانګ کې د هغې له خور څخه تحقیق کړی، لاکن هغې له هغه وخت راهیسې په دغه ولایت کې له خپلې کورنۍ سره مستقیم تماس نه درلود.
د اېچ آر ډبلیو د راپور په اساس، هغې وویل چې هغې له یوه منځګړي څخه واورېدل چې ښایي پېغله ټ. د سیاسي تعلیم له یوه کمپ څخه په خلاصون سره -- اوس په اونۍ کې پنځه ورځې په یوه فابریکه کې کار کوي او یواځې د اونیزو رخصتیو پر مهال اجازه لري چې کور ته لاړه شي.
د هغې خور وویل، پېغله ټ. مجبوره ده چې د خپلې خوښې خلاف په یوه فابریکه کې کار وکړي.
نیویارک ټایمز په سلګونو ویډیوګانو، عکسونو او حکومتي اسنادو کې د تثبیت شویو معلوماتو په اساس یو ویډیوي راپور ورکړ چې، د کروناوایرس د وبا په نتیجه کې، چینایي چارواکو په سینکیانګ کې مسلمان اقلیتونه مجبور کړي ول ترڅو د ځاني خوندیتابه د وسایلو جوړولو فابریکو کې کار وکړي.
د حقونو ادارې وایي، په سینکیانګ کې اویغوریان او نور مسلمانان مجبوریږي ترڅو فصلونه ټول کړي او د مالوچو د پروسیس په فابریکو کې کار وکړي.
د متحده ایالاتو د ګمرکاتو او سرحدونو د خوندیتوب ادارې (سي بي پي) د چارشنبې په ورځ /د لیندۍ ۱۲مه/ اعلان وکړ چې هغوی به له سینکیانګ څخه د مالوچو واردات بند کړي ځکه وایي چې مالوچ په یاده سیمه کې د «غلامو مزدورانو» له خوا راټولیږي.
له دې جلا، په متحده ایالاتو کې مېشتې د څارګرۍ د پلټنې ادارې (آی پي وي اېم) د سې شنبې په ورځ /د لیندۍ ۱۸مه/ په یوه راپور کې وویل چې د چین د مخابراتو شرکت هوواوي د مخ د پېژندنې د داسې سافټ ویر په ازمویلو بوخت دی چې وبه کولی شي چې د اویغور اقلیتونو د مخونو په پېژندلو سره به پولیسو ته اطلاع ورکړي.
د هوواوي یوه داخلي راپور چې آی پي وي اېم را اخیستی – اوس د کمپنۍ له وېب سایټ څخه لیرې کړای شوی خو په ګوګل لټون کې لا هم لیدل کیږي – وښودله چې دغه سافټ ویر د «اویغور خبرتیا» په ازموینو او «د عمر، جنس، نژاد، د مخ د انځورونو په پېژندلو» کې بریالی دی.
هوواوي په سملاسي توګه د ای اېف پي له خوا د تبصرې غوښتنه ځواب نه کړه.
په سینکیانګ کې نسل وژنه
خپلواک کتونکي او څېړونکي وایي، بیجینګ له کالونو راهیسې داسې یو سیستماتیک کمپاین پرمخ بیایي چې د اسلامي کلتور ریښې وباسي، جوماتونه ویجاړوي، مسلمانانو ته کمونستي تبلیغات کوي او ښځې په زور سره شنډوي.
متحده ایالاتو د لیندۍ په ۱۶مه اعلان وکړ چې دغه هېواد د ختیځ ترکستان اسلامي خوځښت (اي ټي آی اېم) د «ترهګرو سازمانونو» له لست څخه اېستلی دی.
د چین رژیم تل د ختیځ ترکستان اسلامي خوځښت ملامتوي او په سینکیانګ سیمه کې د مسلمانو اقلیتونو سخته ځپنه پرې توجیه کوي.
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل، «له یوې لسیزې څخه ډېر وخت وشو چې داسې هېڅ باوري شواهد نشته چې د ختیځ ترکستان د اسلامي خوځښت موجودیت دې وښیي.»
امریکایي چارواکو د تلې په میاشت کې په سینکیانګ کې د بیجینګ کارونه «نسل وژنه» وبلل.
د متحده ایالاتو د بېلابېلو سیاسي طرفونو سناتورانو د لړم په ۶مه په یوه پرېکړه لیک کې وویل، «د اویغوریانو، قزاق نژادو، قرغز نژادو او د سینکیانګ په کورواکه اویغور مېشته سیمه کې د نورو مسلمانو اقلیتونو پر ضد د چین کمپاین نسل وژنه حسابیږي.»
یوه دیموکرات سناتور جېف میرکلي وویل، «د چین له خوا په اویغوریانو او نورو مسلمانو اقلیت ګروپونو باندې برید -- چې د هغوی څارل، بندي کول، شکنجه کول او د بیا زده کړې کمپونه زیاتوي -- په سوچه او ساده توګه نسل وژنه ده.»
د وږي په میاشت کې، د استرالیا یوه څېړنیز راپور وښودله چې چینایي مقاماتو څنګه په وروستیو کالونو کې په سینکیانګ کې نږدې ۱۶۰۰۰ جوماتونه ویجاړ کړي او دا کار یې په دغه هېواد کې چې د کمونست ګوند له خوا اداره کېږي د اسلامي کلتور د ریښو اېستلو د هڅو په لړ کې کړی دی.
د جرمني محقق ادریان څېنڅ یوه څېړنه چې د ارقامو په اساس یې کړې ده، ښيي چې، بیجینګ یو زیات شمېر اویغورۍ ښځې په زور سره شنډې کړي او په هغوی باندې یې فشار اچولی چې هغه شمېر ماشومان چې له ټاکلیو برخو څخه اضافه او هغوی پرې امېدوارې وي وغورځوي.