بشري حقونه

چین په شنجیانګ کې د افراطیت پروړاندې د مبارزې لپاره د دريځ سره سم د نفوسو شمير کموي

پاکستان فارورډ او ای اېف پي

یوه اویغور ښځه په ۴ جون ۲۰۱۹ کال کې د چین د شنجيانګ سیمې په کاشګر کې په يوه کوڅه کې له ماشومانو سره ولاړه ده. بیجینګ په شنجيانګ کې پراخه امنیتي مبارزه پيل کړې ده، چیرې دا ګمان کيږي چې له یو ملیون څخه ډیر توکمیز اویغوران او نور اکثريتي مسلمان اقليتونه د داخلي کیمپونو په یوې شبکه کې ساتل کیږي چې بیجینګ يې د مسلکي زده کړو د مرکزونو په توګه بيانوي چې موخه یې د مذهبي افراطیت څخه خلک لرې ساتل دي. [ګریګ بیکر/ای اېف پي]

یوه اویغور ښځه په ۴ جون ۲۰۱۹ کال کې د چین د شنجيانګ سیمې په کاشګر کې په يوه کوڅه کې له ماشومانو سره ولاړه ده. بیجینګ په شنجيانګ کې پراخه امنیتي مبارزه پيل کړې ده، چیرې دا ګمان کيږي چې له یو ملیون څخه ډیر توکمیز اویغوران او نور اکثريتي مسلمان اقليتونه د داخلي کیمپونو په یوې شبکه کې ساتل کیږي چې بیجینګ يې د مسلکي زده کړو د مرکزونو په توګه بيانوي چې موخه یې د مذهبي افراطیت څخه خلک لرې ساتل دي. [ګریګ بیکر/ای اېف پي]

واشنګټن -- په شنجيانګ کې د اویغورو د حقونو د مخ په زیاتېدونکي مسلې باندې د پردې اچولو لپاره د بیجینګ وروستیو کوښښونو پر مسلمانانو باندې د چین د ظلم په اړه نړیواله غندنه نوره زياته کړې ده.

په متحده ایالاتو کې د چین سفارت خانې تیره هفته ټولنیزو رسنیو ته وویل چې د دې ستاينه وکړي چې څرنګه په سیمه کې د افراطیت له منځه وړلو له کبله د مسلمانانو اویغور ټولنې میرمنې اوس د "ماشومانو راوړلو مشینان" نه دي.

دغه سفارت خانې د چین د دولتي ورځپاڼې د جنورۍ په ۷ مه د يوې مقالې لينک ټويټ کړو چې د ۲۰۱۸ کال راهیسې يې په شنجیانګ کې د نفوسو د بدلون په اړه د شنجیانګ د پراختیایي څیړنو مرکز د یو ناچاپ شوې راپور حواله ورکړه.

په دغه راپور کې ویل شوي چې د شنجيانګ اوسیدونکو د مذهبي افراطیت له امله د فيملي پلاننګ خلاف مزاحمت وکړو، او د دغه ډول افراطیت له منځه وړل اویغور میرمنو ته ډیره خپلواکي ورکړه کله چې دوی پریکړه کوي چې ایا ماشومان ولري او که نه.

دا تصویر چې د ۲۰۱۸ کال د اکتوبر په ۱۴ مه اخیستل شوی د چین د شنجیانګ سیمې په هامي کې په يو پټي کې د پنبې راټولو په وخت کې يو بزګر ښیي. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

دا تصویر چې د ۲۰۱۸ کال د اکتوبر په ۱۴ مه اخیستل شوی د چین د شنجیانګ سیمې په هامي کې په يو پټي کې د پنبې راټولو په وخت کې يو بزګر ښیي. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

سفارت خانې د دغه څیړنې څخه يو ټويټ وکړو، "په شنجيناګ کې د [اویغور] میرمنو ذهنونه آزاد شوي او د جنډر مساوات او د زیږون روغتیا ته وده ورکړل شوې ده، چې دوی نور د ماشومانو جوړولو مشینان نه جوړوي."

دغه راپور د جرمني محقق اډریان زینز په نوم غندنه وکړه او ويې ويل، "دا بدلونونه په جبري توګه د اویغور وګړو د شنډولو له امله رامينځته نه شول، لکه څنګه چې ځینو لویدیځ پوهانو او سیاستدانانو ادعا کړې ده."

د هغه یوې مطالعې له مخې چې تیر کال د زینز لخوا خپره شوي وه، چينايي رژيم د اویغور ګڼ شمير میرمنې په زور شنډې کړې او پر هغوی يې فشار راوړو چې د امیندوارۍ مخنیوی وکړي چې شمير يې د زیږون له کوټې څخه زياتيږي.

چاينه ډيلي د تحقیق مرکز د راپور په حواله راپور ورکړو، "خوندي، مؤثره او د مخنیوي مناسب تدابیر اوس په شنجيانګ کې د هغه کسانو لپاره دستياب دي کوم چې د ماشوم پیدا کولو عمر ته رسیدلې وي، او د هغوی د شخصي پريکړو په بشپړه توګه قدر کيږي چې دا اقدامات وکاروي او که نه -- چې په دې کې نس بندي او په بچه دانه کې آلات داخلول شامل دي."

دغه ورځپاڼې راپور ورکړو، "د پایلې په توګه، په شنجيانګ کې د زیږون کچه په ۲۰۱۷ کال کې له ۱.۶ څخه په ۲۰۱۸ کال کې۱٪ ته راټیټه شوې او د طبیعي نفوس وده د ۱.۱٪ څخه ۰.۶٪ ته راټیټه شوې."

دغه راپور وويل، د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۷ کال ترمینځ، د اویغور نفوس له ۲۵٪ څخه ډیره وده کړې وه، په داسې حال کې چې په سیمه کې د هان (توکمیز چینایي) نفوس په ورته مودې کې یوازې ۲٪ وده کړې ده.

د نفوسو جبري کنټرول

د متحده ایالاتو پارلماني غړو په شنجيانګ سيمه کې د نفوسو کنټرول ته اشاره کړې ده ځکه چې دوی د یوې اعلامیې په ورکولو سره ټینګار کوي چې چینایي پاليسۍ د نسل وژنې په تعریف کې راځي.

ټویټر د تفصيلاتو ورکولو پرته د سفارت خانې لومړې پوسټ لرې کړو، او ويې ويل چې دې د "ټویټر له قواعدو څخه سرغړونه" وکړه.

د امریکې د اسلامي اړیکو کونسل، چې يوه مدافعه ډله ده، له ټویټر څخه غوښتنه کړې وه چې دغه ټویټ لرې کړي، او ويې ويل چې دا د پلیټفارم په کارولو سره "د انسانیت پروړاندې جرمونه لمانځي".

وروسته بیا سفارت خانې ورته کیسه خپره کړه او د شینهوا دولتي خبري اژانس لينک يې پکې ورکړو، چې يو نرم سرلیک یې کارولی و: "يوه مطالعه په شنجیانګ کې د نفوس د بدلون وضاحت کوي".

شینهوا د مطالعې په حواله راپور ورکړو،"په وروستیو کلونو کې، په شنجيانګ کې ځوانانو د ملګري په انتخاب او ماشومانو په پيدا کولو کې پسمانده او زاړه افکار رد کړي دي، او د توکمیزو اقليتونو ګڼ شمير ځوانان دا غوره کوي چې په شخصي پراختیا باندې ډیر وخت او انرژي خرچ کړي."

د متحده ایالاتو یو چارواکي د سفارت خانې د "دروغو" او د راپور د ناوړه بیانونو په اړه غوسه څرګنده کړه.

"د نړیوالې مذهبي آزادۍ لپاره د متحده ایالاتو سفیر سام براون بېک ټویټ وکړو، "په جبري توګه د نفوسو کنټرول د روغتیا تولید پاملرنه نه ده. " "[اویغور] میرمنې د دې حق لري چې له خپلې مذهبي آزادۍ او حقونو څخه په وقار سره خوند واخلي او پخپله پريکړې وکړي."

د ناوړه چلند د پټولو لپاره هڅې

کیدی شي چې د چین د سفارت خانې ټویټونه يوه هڅه وي چې په شنجيانګ کې د اویغورو او نورو مسلمان اقليتونو سره د بيجينګ د چلند په اړه دريځ بدل کړي.

په تيرو څو کلونو کې، بيجنګ له یو ملیون څخه ډیر مسلمانان، چې قزاقان او قرغزان پکې شامل دي، په تربيتي کيمپونو کې ځای په ځای کړي دي، چيرې چې د هغوی سره "ناوړه چلند" کيږي.

د اګست په میاشت کې د بز فید نیوز یوې خپره شوې څیړنې د ناوړه چلندې په ډولونو، محرومۍ او په عادي سپکاوي باندې رڼا واچوله چې په دې خفيه کيمپونو کې ورسره مسلمانان مخ دي.

د دسمبر په میاشت کې د بزفید خپره شوې یوې بلې پلټنې په ډاګه کړه چې دغه کمونیست دولت په شنجيانګ کې تر ۱۰۰ څخه ډیر نوي توقیف خانې جوړې کړي دي.

بیجینګ د فني زده کړو مرکزونو په توګه د کیمپونو دفاع کوي چې موخه یې د ترهګرۍ مخنیوی او د کاري فرصتونو ښه کول دي، خو فعالان وايي چې بندیان له اذيت او جبري مزدورۍ سره مخ دي.

په شنجيانګ کې جبري کار دومره عام دی، چې د کار د حقونو مدافعينو او کتونکيو بزفيد نيوز ته وويل، "چې هيڅ يو شرکت چې هلته کې محصولات جوړوي دا نه شي ويلی چې د دې د رسد کړۍ له دې څخه آزاده ده".

دغه رسنۍ په خپل راپور کې وويل، "په شنجيانګ کې د چین حکومت د خلکو په دقیق ډول څارنه کوي او د مرکو نږدې څارنه کوي چې دا په اسانۍ سره ارزول ګرانه ده چې آيا يوه فيکټري په جبري کار تکیه کوي."

'جبري کار'

نیویارک ټایمز د جولای په مياشت کې د هغه ثبوتونو حواله ورکړه چې دې په سلګونو ویډیوګانو، عکسونو او دولتي اسنادو کې موندلی ول اور راپور يې ورکړو، د کورونا ویروس د ناروغۍ په پایله کې، چینایي چارواکو د شنجيانګ په سیمه کې مسلمان اقلیتونه دې ته اړ کړل چې د شخصي حفاظتي تجهیزاتو په فيکټريو کې کار وکړي.

د بشري حقونو ډلې وايي، په شنجيانګ کې اویغوران او نور مسلمانان هم مجبوره دي چې د پنبې پټي وريبي او د پنبې پروسس کولو په فيکټريو کې کار وکړي.

د متحده ایالاتو د کسټم او سرحدونو محافظت د دسمبر په ۲ مه اعلان وکړو چې دا به د شنجیانګ له سیمې څخه د پنبې واردات بند کړي چې د دوی په وینا د "جبري کار" په واسطه ريبل شوي دي.

انګلستان د سه شنبې په ورځ (د جنورۍ په ۱۲ مه) د چین رژیم د اویغورانو په وړاندې د بشري حقونو د سرغړونې، چې د بربريت يوه بيلګه ده، په تور تورن کړی دی، ځکه چې دې د نویو مقرراتو اعلان وکړو چې د هغو توکو په وارداتو باندې بنديز ولګوي کوم چې د اجباري کار په واسطه جوړيږي.

د بهرنیو چارو وزیر ډامنیک راب وویل، دا سرغړونې "په صنعتي کچه" وې.

هغه پارلمان ته وویل، "دا په حقیقت کې ډير ناوړه بربريت دی چې موږ هیله لرله چې په يو بل دور کې ختم شوی وای، خو نن ورځ عملي دی لکه څنګه چې موږ وايو، د نړیوالې ټولنې په يو مخکښ غړی کې."

"موږ د غبرګون ښودلو لپاره يوه اخلاقي دنده لرو."

راب پلانونه جوړ کړو چې هغه برتانوي شرکتونه د دې نه منع کړي کوم چې په شنجيانګ کې د اویغورو په وړاندې د بشري حقونو سرغړونې څخه په غیر ارادي یا قصدي ډول ګټه اخلي او یا پکې ښکيل وي.

په دې اقداماتو کې د انګلستان د عصري غلامۍ قانون پیاوړي کول شامل دي چې د هغو کاروبارونو لپاره جرمانه معرفي کړي کوم چې د شفافيت له قواعدو سره سمون نه لري، چې دا قانون به عامه سکتور ته وغځوي او د شنجيانګ په هکله به د صادراتو د کنټرول "بیړنۍ بیاکتنه" ترسره کړي.

د برتانيې سوپر مارکيټ چېن مارکس او سپنسر د جنورۍ په ۶ مه ژمنه وکړه چې د شنجيانګ سيمې پنبه به د اویغورو سره د چینايي چلند په ځواب کې په خپلو جامو کې استعمال نه کړي.

دوه کاله مخکې، د یو اېس یو شرکت بېجر سپورټس ویر اعلان وکړو چې دا به د چینایي کمپنۍ هیتینا ټېډا څخه کپړې اخیستل بند کړي، چې علت یې دا و چې دغه کمپنۍ په شنجیانګ کې د دغه توقیف خانو په کېمپونو کې جبري کار ترسره کوي.

په ورته وخت کې تیره میاشت، فرانسوي فوټبالر انټون ګریزمین اعلان وکړو چې هغه به د مخابراتي شرکت هوواې سره "سمدلاسې [خپله] ملګرتیا" ختمه کړي، او د "قوي شکونو" حواله يې ورکړه چې دا د چینایي چارواکو له خوا د اویغور اقلیت په څارنه کې ښکيل وه.

په وروستيو هفتو کې ډیرو راپورونو په ډاګه کړې چې څنګه چارواکي په شنجيانګ سیمه کې د مسلمان اقليتي ډلو د تعقیب، نظارت او توقیف لپاره ټیکنالوژي کاروي.

علي بابا، هواوې او نور چینایي شرکتونه هڅه کوي چې د بیجینګ له خوا د اویغورو او نورو مسلمان اقليتونو سره له ظلمونو څخه ځان لرې وساتي -- خو د دې ښکيلتيا د غندلو وړ ده.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500