بشري حقونه

د چين د ټیکنالوژۍ يو لوی شرکت په شینجیانګ کې د بیجنګ سره د مسلمانانو په تعقیب کې مرسته کوي

پاکستان فارورډ او ای اېف پي

د علي بابا لخوا جوړ شوی د مخ پیژندنې سافټویر دا لومړی چينايي شرکت جوړوي چې د بیجینګ له خوا د اویغورانو د ظلم په اړه په شخړه کې ښکيل دی. [آی پي وي ايم]

د علي بابا لخوا جوړ شوی د مخ پیژندنې سافټویر دا لومړی چينايي شرکت جوړوي چې د بیجینګ له خوا د اویغورانو د ظلم په اړه په شخړه کې ښکيل دی. [آی پي وي ايم]

شانګهایي -- د بیجینګ د اویغورانو سره ظلم د ټیکنالوژۍ د لوی شرکت علي بابا لخوا وده کوي، په داسې حال کې چې نړیواله غندنه مخ په ډيريدو ده او نړیوال شرکتونه په شینجیانګ سیمه کې د سوداګرۍ کولو څخه ډډه کوي.

په وروستيو هفتو کې ډیر راپورونه راپورته شوي چې څنګه چارواکي د چین په شینجیانګ سیمه کې د مسلمان اقليتي ډلو د تعقیب، نظارت او توقیف لپاره ټیکنالوژي استعمالوي.

د علي بابا لخوا جوړ شوي د مخ پیژندنې سافټویر دا لومړی چينايي شرکت جوړوي چې د چين له خوا د اویغورانو د ظلم په اړه په شخړه کې ښکيل دی.

د نظارت صنعتي خپرونې آی پي وي اېم او نیویارک ټایمز د دسمبر په ۱۶ مه راپور ورکړو، د کلاوډ کمپیوټري سوداګرۍ لپاره د علي بابا ویب پاڼې وښودله چې څنګه پیرودونکي کولی شي د دې سافټویر استعمال کړي چې په عکسونو او ویډیوګانو کې د اویغورانو او نورو قومي اقليتونو مخونه په ګوته کړي.

د پولیسو افسر د ۲۰۱۹ کال د دسمبر په ۲۲ مه په هانګ کانګ کې په چین کې د اویغور اقلیت سره د ملاتړ ښودلو لپاره د احتجاج په دوران کې د يو کس د نيولو هڅه کوي. د هانګ کانګ د فساد پرضد پولیسو د پیوستون احتجاج ختم کړو، ځکه چې د ښار دیموکراتیک غورځنګ خپل حالت د مظلوم مسلمان اقلیت سره پرتله کوي. [انټوني ويلس/ای اېف پي]

د پولیسو افسر د ۲۰۱۹ کال د دسمبر په ۲۲ مه په هانګ کانګ کې په چین کې د اویغور اقلیت سره د ملاتړ ښودلو لپاره د احتجاج په دوران کې د يو کس د نيولو هڅه کوي. د هانګ کانګ د فساد پرضد پولیسو د پیوستون احتجاج ختم کړو، ځکه چې د ښار دیموکراتیک غورځنګ خپل حالت د مظلوم مسلمان اقلیت سره پرتله کوي. [انټوني ويلس/ای اېف پي]

علي بابا کلاوډ په چټکۍ سره په خپله ویب پاڼه کې د "اویغور" او "اقلیت معلومولو" ذکر وروسته له هغې لرې کړو کله چې خبریالانو د شرکت څخه د نظر غوښتنه وکړه.

آی پي وي اېم راپور ورکړو، د علي بابا کلاوډ بیا وویل، د ثبوت یا نور وضاحت څخه پرته، چې ټیکنالوژي یوازې "د ازموینې چاپیریال کې" کارول شوې وه.

د دسمبر په مياشت کې په آنلاین خپور شوي بیان کې، علي بابا -- چې د چین د اي کامرس ترټولو لویه ویب پاڼه ده او په کلني پلور کې تقريباََ ۷۸ ملیارده ډالره لري -- وویل چې دا "خفه شوه کله چې دې وموندل" چې علي بابا کلاوډ دا ځانګړتیا جوړه کړې وه.

علي بابا وویل، دا ټیکنالوژي یوازې د وړتیا د ازموینې لپاره کارول شوې وه او د پیرودونکي لخوا ځای پرځای شوې نه وه. دې زياته کړه چې دې په خپلو محصولاتو کې "د توکم هره يوه نښه ختمه کړې" ده.

دې وویل، "موږ نه غواړو او مونږ به اجازه ور نه کړو چې زموږ ټیکنالوژي د دې لپاره وکارول شي چې ځانګړي توکميزې ډلې په نښه کړي يا يې په ګوته کړي."

نیویارک ټایمز راپور ورکړو، بل چینایي کلاوډ چمتو کونکي، کينګ سافټ کلاوډ، هم په خپله ویب پاڼه کې بيان کړل چې د دې سافټویر کولی شي د مخ عکس وکاروي چې ارزونه وکړي چې آیا د یو کس مخ د "ایغور" یا "غير ایغور" دی.

وروسته له هغې چې خبریالانو د شرکت څخه د ټیکنالوژۍ په اړه پوښتنه وکړه، کينګ سافټ کلاوډ دغه پاڼه له خپلې ویب پاڼې څخه لرې کړه او ويې ویل چې سافټویر هیڅکله هم پیرودونکو ته نه و پلورل شوی او دا توان يې نه لرلو چې د ایغور مخونه په ګوته کړي.

'د ايغور خطرې'

د اویغور مسله د چینايي شرکتونو لپاره د اندیښنې وړ ده ځکه چې په شینجیانګ کې د بیجینګ په پالیسیو نړیوال انتقاد وده کوي.

آی پي وي اېم او واشنګټن پوسټ د دسمبر په ۸ مه راپور ورکړو، د چين د ټيکنالوجۍ دوه نور شرکتونه، هواوې او میګوي په ګډه د "د اویغور خطر" د ازموینې او تصدیق لپاره په ګډه کار وکړو.

هواوې د چین د ټیکنالوژۍ ترټولو لوی شرکت دی او میګوي د هیواد د مخ پيژندلو آلاتو ترټولو لوی چمتو کونکی دی.

آی پي وي اېم د هواوې "د معلاماتو د تبادلې راپور" وموندلو چې دا يې په ډاګه کړه چې څنګه دې دوو شرکتونو په ۲۰۱۸ کال کې يو ځای کار کړې و چې د مصنوعي ذهانت کیمرې د سیسټم ازموینه وکړي، چې په ګڼې ګوڼې کې مخونه سکېن کولی شي او د هر يو کس عمر، جنس او نسل معلومولی شي.

د واشنګټن پوسټ په راپور کې راغلي، "که دغه سیسټم د اکثريتي مسلمانانو اقليتي ډلو د غړي مخ ومومي، نو د ازموینې په راپور کې ویل شوي چې دا به د اویغور خطر په اړه خبرداری ورکړي -- چې په احتمالي توګه دوی په چین کې د پولیسو لپاره په نښه کوي."

دواړو شرکتونو د دې راپور د حقیقت تایید وکړو خو له دې څخه چې انکار يې وکړو چې دغه ټیکنالوژي د توکميزو ډلو په نښه کولو یا په ګوته کولو لپاره کارول کيده.

مایا وانګ، چې د بشري حقونو د څار يو څيړونکی دی، وويل چې "د چین د څارنې کمپاين يوازې د اقليتونو سره د ظلم پورې محدود نه دی."

د څارنې لګښت مخ په ډيرېدو دی

بیجینګ په پراخه توګه د مصنوعي ذهانت په مرسته څارنه کړې ده چې د هغو عامو خلکو څارنه وکړي او اقليتونه، مظاهره کوونکي او نور کسان تنګ کړي کوم چې د دولت لپاره يو ګواښ ګڼل کيږي.

د بشري حقونو د څار ډله وايي، پولیس په شینجیانګ کې اویغوران وروسته له هغې نيسي کله چې سافټویر "مشکوک" چلند په ګوته کوي او اویغوران په نښه کوي.

په شینجیانګ کې د نظارت لګښت په تیرو کلونو کې په چټکۍ سره وده موندلې، چې په دې کې د مخ پیژندنه، د آیرس سکینرونه، د ډي اين ای راټولول او مصنوعي ذهانت شامل دي چې د ترهګرۍ د مخنیوي په نوم په ټوله صوبه کې ځای په ځای شوي دي.

د چین رژیم په شینجیانګ کې د خپلو پاليسو له کبله تر نړیوالې نیوکې لاندې راغلی، چیرې چې د حقوقو ډلې وايي چې یو ملیون اویغوران او نور اکثریتي مسلمان اقليتونه په تربيتي کیمپونو کې ساتل شوي دي.

بیجینګ د فني زده کړو د مرکزونو په توګه د کیمپونو دفاع کوي چې موخه یې د ترهګرۍ مخنیوی او کاري فرصتونو ښه کول دي.

د متحده ایالاتو سناتورانو د اکتوبر په ۲۷ مه یو پریکړه لیک صادر کړ او اعلان یې وکړو چې د چین رژیم په شینجیانګ کې د اویغورانو، توکمیزو قزاقانو، قرغزانو او نورو مسلمانانو د اقليتي ډلو غړو نسل وژنه کوي.

متحده ایالاتو د نومبر په ۶ مه اعلان وکړو چې هغې د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ (اي ټي آی اېم) د خپل "تروریستي سازمانونو" له لیست څخه لرې کړی دی.

د چین رژیم په منظم ډول په شینجیانګ کې د مسلمان اقليتونو په وړاندې د خپل سخت دریځ توجیه کولو لپاره د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ تورنوي.

خپلواک څارونکي او څېړونکي وايي، بیجینګ د کلونو راهیسې یو منظم کمپاین پيل کړی چې اسلامي کلتور له مینځه ویسي، جوماتونه ویجاړ کړي، په مسلمانانو د کمونیسټ پروپيګنډه مسلط کړي او په زور ښځې شنډې کړي.

د آسټرالیا د ستراتیژیکي پالیسۍ انسټیټیوټ د يو راپور له مخې چې د سپتمبر په مياشت کې خپور شوی و، د دغه هڅو د برخې په توګه، چینايي چارواکو زياتره په تيرو دريو کلونو کې تقريباََ ۱۶۰۰۰ جوماتونه ویجاړ او يا يې زیانمن کړل.

د یو راپور له مخې، په شینجیانګ کې د اسلامي مقدس ځايونو تقريباََ دریمه برخه -- د زیارتونو، هدیرو او زیارتونو په ګډون، ویجاړ شوي دي.

غلامان شوي مزدوران

د نیویارک ټایمز د ویډیو راپور سره سم، چې د هغه ثبوتونو حواله يې ورکړه چې دې په سلګونو ویډیوګانو، عکسونو او دولتي اسنادو کې موندلې ول، د کورونا ویروس د ناروغۍ په پایله کې، چینایي چارواکو د شینجیانګ په سیمه کې مسلمان اقلیتونه دې ته اړ کړل چې د شخصي حفاظتي تجهیزاتو په فيکټريو کې کار وکړي.

د بشري حقونو ډلې وايي، په شینجیانګ کې اویغوران او نور مسلمانان هم مجبوره دي چې د مالوچو پټي وريبي او د مالوچو پروسس کولو په فيکټريو کې کار وکړي.

د متحده ایالاتو د کسټم او سرحدونو محافظت د دسمبر په ۲ مه اعلان وکړو چې دا به د شینجیانګ له سیمې څخه د مالوچو واردات بند کړي چې د دوی په وینا د "غلامۍ د مزدورانو" په واسطه ريبل شوي دي.

په واشنګټن کې د څيړنې موسسه، د نړیوال سیاست مرکز، د دسمبر په ۱۴ مه راپور ورکړو، د ۵۷۰۰۰۰ نه زيات اويغوران د شینجیانګ په فني مرکزونو کې د جبري دولتي سکیم له لارې د مالوچو راټولولو لپاره مجبوره کيږي.

بیجینګ ادعا کوي چې ټول توقیفیان له مرکزونو څخه "فارغ شوي" دي، خو راپورونه وړاندیز کوي چې دې ډیر پخواني بندیان هغه فيکټريو ته ليږدولي دي چې کم مهارت ته اړتيا لري او اکثر د دغه کيمپونو سره تړاو لري.

د نړیوالې پالیسۍ مرکز د دولتي اسنادو په حواله په خپله څیړنه کې وويل، د کار د لیږد سکیم برخه اخیستونکي په لویه کچه د پولیسو تر نظارت لاندې وو، په مستقيمه توګه انتقال شوي وو، د "پوځ په څير تر مدیریت" لاندې وو او نظرياتي روزنه ورته ورکړل شوې وه.

اډریان زینز، چې دغه اسناد یې افشا کړې ول، په راپور کې وليکل، "دا څرګنده ده چې د مالوچو د راټولو لپاره د مزدورانو په ليږدولو کې د اجباري مزدورانو خورا ډیر خطر شتون لري."

"ځینې اقلیتونه کيدی شې د دې پروسې په هکله خپله رضامندي څرګنده کړي، او دوی کيدی شي د دې څخه مالي ګټه پورته کړي. که څه هم … دا وضاحت کول ناممکنه دي چې چیرې جبر ختميږي او چیرې ځایي رضایت پیل کيږي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500