تکنالوژي

د چین هیکران په ټوله نړۍ کې د تلیفون ریکارډونو او متن پیغامونو د غلا کولو په جريان کې ونیول شول

د پاکستان فارورډ لخوا

یو سړی د فبرورۍ په ۴ مه د سویډن په مرکزي ښار سټاکهوم کې د ګرځيدو پر مهال خپل تلیفون ته ګوري. [جوناتن نیکسټرانډ/ای اېف پي]

یو سړی د فبرورۍ په ۴ مه د سویډن په مرکزي ښار سټاکهوم کې د ګرځيدو پر مهال خپل تلیفون ته ګوري. [جوناتن نیکسټرانډ/ای اېف پي]

د متحده ایالاتو میشته سایبر امنیت شرکت کراوډ سټرايک په وینا، د چین سره تړلې هېکینګ ډله په ټوله نړۍ کې د ګرځنده تلیفون شبکو ته ننوتلي، او د تلیفون ریکارډونو او متن پیغامونو د غلا کولو لپاره پرمختللي وسیلې کاروي.

کراوډ سټرايک وویل چې دوی په ټوله نړۍ کې د لږ تر لږه ۱۳ مخابراتي شرکتونو شواهد په ګوته کړي چې د هېکنګ ډلې لخوا هېک شوي، چې د لايټ بېسين په نوم یادیږي، چې دا لږ تر لږه د ۲۰۱۹ پورې تړاو لري.

کراوډ سټرايک د اکتوبر ۱۹ په په خپل بلاګ کې وویل، لايټ بېسن، چې په عامه توګه د UNC1945 په نوم هم پیژندل کیږي، لږ تر لږه له ۲۰۱۶ کال راهیسې فعال دی.

د هېکینګ دغه ډله "د مخابراتي پروتوکولونو پراخه پوهه لري" او "د ګرځنده مخابراتو زیربنا څخه د خورا ځانګړيو معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره، لکه د پیرودونکي معلومات او د تلیفون میټاډاټا"، پیچلي وسیلې کاروي.

پرنس، چې د چینایي هېکینګ ګروپ د ریډ هیکر اتحاد غړی او د خپل اصلي نوم له ورکولو څخه یې انکار وکړو، د ۲۰۲۰ کال د اګست په ۴ مه، د ګوانګ دونګ صوبې په دونګ ګوان کې د هغوی په دفتر کې خپل کمپیوټر کاروي. [نیکولاس اسفوري/ای اېف پي]

پرنس، چې د چینایي هېکینګ ګروپ د ریډ هیکر اتحاد غړی او د خپل اصلي نوم له ورکولو څخه یې انکار وکړو، د ۲۰۲۰ کال د اګست په ۴ مه، د ګوانګ دونګ صوبې په دونګ ګوان کې د هغوی په دفتر کې خپل کمپیوټر کاروي. [نیکولاس اسفوري/ای اېف پي]

خلک د فبرورۍ په ۲۳ مه په شانګهای کې د ګرځنده نړیوال کانګرس په جریان کې د هواوې بوت څخه لیدنه کوي. [هیکټر ریټامال/ای اېف پي]

خلک د فبرورۍ په ۲۳ مه په شانګهای کې د ګرځنده نړیوال کانګرس په جریان کې د هواوې بوت څخه لیدنه کوي. [هیکټر ریټامال/ای اېف پي]

هغه رویټرز ته وویل، د کراوډ سټرايک سينير نايب صدر ايډم میرز وویل چې دغه پروګرامونه ځانګړي معلومات په خفيه طريقې سره ترلاسه کولی شي. "ما هیڅکله د هدف لپاره دا ډول جوړ شوي وسیلې نه دي لیدلي."

د شواهدو یوه برخه چې وړاندیز کوي چې دغه بریدونه د چینایي رژیم سره تړاو لري دا ده چې دوی د پینین رومانیزم -- د چینایي ژبې حروفونو فونیټیک نسخې -- او همدارنګه هغه تخنیکونه کاروي چې د چین د حکومت پخوانیو بریدونو ته یې اشاره کوله.

کراوډ سټرايک وویل، "د پینین اثار پیژندل دا په ګوته کوي چې د دې وسیلې جوړونکي په چینایي ژبه د څه حده پورې پوهه لري." دغه شرکت زياته کړه چې لايټ بېسن به د مخابراتو سکتور په نښه کولو ته دوام ورکړي.

دغه شرکت د بریدونو تخنیکي توضیحات خپاره کړل ترڅو نور شرکتونه د ورته مداخلو لپاره څېړنه وکړي.

د متحده ایالاتو د سایبر امنیت او زیربنا امنیت ادارې (سي آی اېس ای) رویټرز ته وویل، دا د کراوډ سټرايک راپور څخه خبر ده او د متحده ایالاتو شرکتونو سره به د نږدې نه کار ته دوام ورکړي.

یو چارواکي د ویاند له لارې وویل، "دا راپور د سایبر امنیت هغه روان خطرونه په ګوته کوي چې لوی او کوچني سازمانونه ورسره مخ دي او د ګډ اقدام کولو اړتیا هم په ګوته کوي."

د دولت لخوا تمویل شوی هېکنګ

مخابراتي شرکتونه اکثرا د دولت لخوا د تمویل شويو یا خوندي شويو هېکینګ ډلو، په ځانګړي توګه د چین، روسیې او ایران او نورو هيوادونو، هدف وي.

په وروستیو کلونو کې هېکرانو د څو ملي درملو لوی شرکتونه، يونيورسټۍ او د څیړنې لابراتوارونه هم په نښه کړي دي.

د متحده آيالاتو چارواکو د ۲۰۲۰ کال د جولای په مياشت کې وويل، چین د سایبر جنایتکارانو لپاره يو "خوندي ځای" جوړ شو، وروسته له هغې کله چې دوه چینايي وګړي د کورونا واکسین تحقیق د پټولو او په نړۍ کې د سلګونو شرکتونو د هېک کولو له امله تورن شول.

د متحده ایالاتو معاون لوی څارنوال جان ډیمرز په هغه وخت کې د متحده ایالاتو د عدلیې وزارت په بیان کې وویل، "چین اوس د شرمناکو هیوادونو په کلب کې خپل ځای د روسیې، ایران او شمالي کوریا تر څنګ ترلاسه کړی چې د سایبر مجرمانو لپاره خوندي ځای چمتو کوي."

د عدلیې وزارت وویل، دوه شکمن کسان له تېرو لسو کلونو راهیسې د کمپیوټر د هېک کولو په کمپاین کې بوخت وو.

دغه وزارت وويل، "په نښه شويو صنعتونو او نورو کې د لوړې ټيکنالوژۍ توليدونکي، طبي وسایل، ملکي، او صنعتي انجنیري، سوداګرۍ، تعلیمي ادارې، او د لوبو سافټویر، لمریزه انرژي، درمل جوړونکي، دفاع شامله ده."

دې وويل، په دې وروستیو کې، تورن کسان د هغو شرکتونو په کمپیوټري شبکو کې د زیانونو په اړه وڅېړل شول کوم چې د کوېډ-۱۹ واکسینونه جوړوي، د ټیکنالوژۍ ازموينه کوي، او درملنې رامینځته کوي.

"د متحده ایالاتو د تحقیقاتو ادارې (اېف بي آی) او سي آی ايس ای د ۲۰۲۰ کال د می په مياشت کې هغه سازمانونو ته خبرداری ورکړو چې د دې ناروغۍ په اړه تحقيق کوي چې دوی "د چین د خلکو جمهوریت لخوا په احتمالي توګه په نښه کيدی شي او د دوی شبکه کنټرول کيدی شي".

امنیتي خطرونه

د چین لخوا د جوړ شويو ګرځنده تلیفونونو او د څارنې کیمرو خپریدل يوه بله اندیښنه ده.

د لیتوانیا د دفاع وزارت تېره میاشت وویل چې عامه ادارې او مصرف کونکي باید د چینایي تلیفونونو په کارولو کې له احتياط څخه کار واخلي، او هغه د احتمالي امنیتي نیمګړتیاو او د معلوماتو د خپرېدو په اړه خبرداری ورکړو.

د هیواد ملي سایبر امنیت مرکز د سپتمبر په ۲۲ مه راپور ورکړو چې دې په اروپا کې په پلورل شويو دوو مشهورو چینایي تلیفونونو کې د "سایبر امنیت خطرونه" موندلي -- شیاومي (Mi 10T 5G) او هواوی (P40 5G) ماډلونه.

په شیاومي کې -- چۍ په اروپا کې ترټولو مشهور سمارټ فون دی -- د سانسور د جوړې شوي وسیلې موندلو راپور ورکړو چې کولی شي د لټون ځینې اصطلاحات په چينايي او لاطيني ژبه کې بند کړي.

په بلاک شويو اصطلاحاتو کې "وړیا تبت"، "د تایوان خپلواکي زنده باد"، "د جمهوريت غورځنګ"، "د زده کونکو خوځښت"، "دیکتاتوري"، او د ځینې لویدیځ شرکتونو او رسنيو نومونه شامل دي.

د 'لوی ورور' څارنه

اندري ګرشین، چې په الماتي کې د قزاقستان د بشري حقونو او د قانون د حاکمیت د نړیوالې ادارې ویاند دی، د ۲۰۱۹ کال د دسمبر په مياشت کې وویل، "هغه څه چې ساینسي افسانې له ۵۰ څخه تر ۱۰۰ کاله مخکې خبرداری ورکړی و -- چې د لوی ورور لخوا د څارنې پراساس د استبدادي ټولنې وضاحت کوي -- لا مخکې نه ریښتیا شوي دي."

د هغه کال د سپتمبر په مياشت کې، رویټرز د نامعلومو استخباراتي سرچینو او امنیتي کارپوهانو په حواله راپور ورکړو چې د چین د حکومت لپاره کارکونکو هېکرانو د قزاقستان په ګډون په څو هیوادونو کې مخابراتي شبکو ته ورننوتل ترڅو په منځنۍ او سویل ختیځ آسیا کې د اویغور مسافرو تعقیب وکړي.

په دسمبر ۲۰۲۰ کال کې، ډېرو راپورونو وښودله چې څنګه چارواکي د چین په شنجيانګ سیمه کې د مسلمان اقليتي ډلو د تعقیب، نظارت او توقیف لپاره ټیکنالوژي کاروي.

د نظارت صنعت خپرونې آی پي وي اېم او نیویارک ټایمز د دسمبر په ۱۶ مه راپور ورکړو، د علي بابا لخوا جوړه شوې د مخ پیژندنې د سافټویر ځانګړتيا وښودله چې څنګه پیرودونکي کولی شي د دې سافټویر استعمال کړي چې په عکسونو او ویډیوګانو کې د اویغورانو او نورو قومي اقليتونو مخونه په ګوته کړي.

نیویارک ټایمز راپور ورکړو، بل چینایي کلاوډ چمتو کونکی، کينګ سافټ کلاوډ، هم په خپله ویب پاڼه کې وويل، د دې سافټویر کولی شي د مخ عکس وکاروي او ارزونه وکړي چې ایا د دغه کس مخ د "اویغور" یا "غير ایغور" دی.

کله چې د نظر لپاره غوښتنه وشوه، دواړو شرکتونو په چټکۍ سره په خپله وېب پاڼه کې د "ایغور" او "اقلیت معلومولو" مواد له خپلو وېب پاڼو څخه سره لرې کړل او د هر ډول سرغړونې څخه یې انکار وکړ.

آی پي وي اېم او واشنګټن پوسټ د دسمبر په ۸ مه راپور ورکړو، د چين د ټيکنالوجۍ دوه نور شرکتونه، هواوې او میګوي "د اویغور خطرونو" د ازموینې او تصدیق لپاره په ګډه کار وکړو.

مایا وانګ، چې د بشري حقونو د څار ډلې يو څيړونکی دی، وويل چې بیجینګ په پراخه توګه د مصنوعي استخباراتو په مرسته څارنه کړې ده چې د هغو عامو خلکو څارنه وکړي او اقليتونه، مظاهرچیان او نور تنګ کړي کوم چې د دولت لپاره يو ګواښ ګڼل کيږي.

په شنجيانګ کې د نظارت لګښت په تېرو کلونو کې په چټکۍ سره وده موندلې، چې پدې کې د مخ پیژندنه، د آیرس سکینرونه، د ډي اېن ای راټولول او مصنوعي ذهانت شامل دي چې د ترهګرۍ د مخنیوي په نوم په ټوله صوبه کې ځای په ځای شوي دي.

سانسور او پروپيګنډه

بیجینګ د سانسور سره ګډ نظارت يو ځای کړی ترڅو د مخالفت مخه ونيسي او د بیان د آزادۍ انټرنېټ پاک کړي چې دا يې د خپل واک لپاره يو ګواښ ګڼي.

پدې کال کې تقريباََ یوه هفته مخکې، د اصلي ټاټوبي چینایان او نور د چینایي ژبې کاروونکو د کلب هاؤس په آزاد او غير فلټر شوي چيټ رومونو کې "اصلي" انټرنېټ ته نادره او آزاده لاسرسي لرله. کلب هاوس د بلنې پربنسټ يوازې يو ځانګړی آډیو کاريال دی.

په شنجيانګ کې د مسلمانانو سره ظلمونه، د ۱۹۸۹ کال د تیانانمین چوک قتل عام، د تایوان ناوړه مسله او نور ممنوع موضوعات ټول تر هغه وخته پورې جايز وو کله چې سانسور پلي شو او دغه کاريال يې بند کړو.

کله چې سانسور او څارنه کافي نه وي، چینايي چارواکي جعلي خبرونه او پروپيګنډې په ټولنیزو رسنیو شبکو کې خپروي.

په انګلستان کې میشته د معلوماتو د مقاومت مرکز (سي آی آر) پدې اوړي کې د سلګونو جعلي ټولنیزو رسنیو اکاونټونه شبکه په ډاګه کړه چې په مختلفو مهمو مسلو کې د نړیوالو نظرونو د بدلولو لپاره کار کوي، د چین پلوه داستانونو ته وده ورکړي او هغه ادعاګانې ردوي چې په چینایي مشرتابه باندې تنقيد کوي.

سي آی آر د اګست په ۵ مه راپور ورکړو، دا غيرقانوني شبکه د ګرمو موضوعاتو په بدلولو باندې تمرکز کوي لکه کوېډ-۱۹، په شنجيانګ کې د بشري حقونو سرغړونه، په هانګ کانګ کې سیاسي ګډوډي، بهرنۍ شخړې، لکه په افغانستان کې، او د متحده ایالاتو د ټوپک قوانين، او داسې نور.

دغه مرکز وویل، "د اکاونټونو لخوا وړاندې شوي داستانونه د هغو اکاونټونو په څير دي کوم چې د چين د حکومتي چارواکو او د چین دولت سره د تړلو رسنیو لخوا هڅول شوي دي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500