دین

د سېټلايټ تصويرونه ښیي چې چین په سنکیانګ کې ۱۶۰۰۰ جوماتونه ویجاړ کړي دي

پاکستان فارورډ او ای اېف پي

دا تصوير چې د ۲۰۱۹ کال د سپتمبر په ۱۳ مه اخیستل شوی، د چین د سینکیانګ په کوچي کې د ایغور قبرستان پاتې شونې ښیي، مخکې له دې چې کارکونکو په پارک کې بدل کړو. چین هغه مقبرې ویجاړوي چیرې چې د ایغور کورنۍ نسلونه ښخ شوي دي او د انسانانو هډوکي او مات شوي قبرونه په هغه ځای کې پاتې شوي دي، چې فعالین دا په سنکیانګ کې د دې نسلي ډلې د شناخت د ختمولو لپاره يوه هڅه ګني. [هیکټر ریټامال/ای اېف پي]

د آسټرالیا یوې څيړنيزې موسسې د جمعې په ورځ (د سپتمبر په ۲۵ مه) په ناکراره سیمه کې د بشري حقونو څخه په پراخه کچه د سرغړونو په اړه په وروستي راپور کې وويل، چینايي چارواکو په سنکیانګ کې په زرهاو جوماتونه ویجاړ کړي دي.

د بشري حقونو ډلې وايي، له یو ملیون څخه زیات ایغوران او نور کسان، چې زياتره مسلمان په کې په ترکۍ ژبه خبرې کوي، په شمال لویدیز سيمه کې په کيمپونو کې بندیان شوي دي، او اوسیدونکي تر فشار لاندې راوستل کيږي چې خپل دودیز او مذهبي فعالیتونه پریږدي.

د آسټرالیا د ستراتیژیکي پالیسۍ انسټیټیوټ (ای اېس پي آی) د راپور له مخې، چې د هغه سېټلایټ تصويريونو، چې په سلګونو مقدسو ځایونه پکې ښودل شوي دي، او د احصایې نمونې پر اساس دی، چینايي چارواکو شاوخوا ۱۶۰۰۰ جوماتونه ویجاړ کړل او يا يې زیانمن کړل.

د ای اېس پي آی بشپړ راپوردلته ولولئ.

په سنکیانګ کې د اورډم مزار صحرايي پوسټ د سيټلايټ مخکې او وروسته تصويرونه (۲۰۱۳ او ۲۰۱۸). چینايي چارواکو دغه ټوله سیمه ويجاړه کړې، چې په لسمه او يولسمه پیړۍ کې جوړه شوې وه او په سیمه کې د مسلمانانو له خوا يو مقدس ځای ګڼل کيدو. [ای اېس پي آی]

دغه راپور وويل، زياتره تباهي په تیرو دریو کالو کې رامينځته شوه او تقريباََ ۸۵۰۰ جوماتونه ویجاړ شول، چې زياتره زيان د اورومچي او کاشغر ښاري مرکزونو بهر رامينځته شوی دی.

د څیړنو له مخې، د ډیرو جوماتونو ګنبدونه او مينارونه ويجاړ کړی شول کوم چې له ويجاړيدو څخه بچ پاتې شوي ول. د اټکل له مخې، له ۱۵۵۰۰ څخه لږ جوماتونه په خپل حالت کې دي او ويجاړ شوي جوماتونه د سنکیانګ په شاوخوا کې پاتې شوي دي.

که دا خبره سمه وي، نو دا به په سیمه کې د مسلمانانو ترټولو لږ جوماتونه وي، د هغه ملي پاڅون د يوې عشرې مودې راهيسې چې د۱۹۶۰ په عشره کې د کلتوري انقلاب لخوا رامینځته شوی و.

د دې برعکس، په سنکیانګ کې د عیسايانو هغه کلیساګانې او د بودایانو مندرونه نه د ي زيانمن شوي او يا ويجاړ شوي، د کومو چې دغه څیړنيزې موسسې مطالعه کړې وه.

ای اېس پي آی وويل، د یو پراخه تحقیقاتي راپور له مخې، چارواکو په سنکیانګ کې د اسلامي مقدسو ځايونو تقريباََ دریمه برخه -- د زیارتونو، هدیرو او زیارتونو په ګډون، ویجاړه کړه.

د ای اېف پي یوې پلټنې تیر کال وموندله چې په سیمه کې په لسګونو هدیرې ویجاړې شوي، چې له دې کبله د انسانانو پاتې شوني او د ويجاړ شويو قبرونو خښتې په ځمکه خورې ورې پرتې دي.

د ۲۵ سپتمبر راپور یوه ورځ وروسته له هغې راپورته شو کله چې ای اېس پي آی وویل چې دې په سیمه کې د توقیف مرکزونو يوه شبکه په ګوته کړې ده، چې د تیرو اټکلونو څخه ډیره لویه ده.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500