بشري حقونه

امریکایي سناتورانو په سنکیانګ کې د مسلمانانو پروړاندې د چین کمپاین 'نسل وژنه' وګرځوله

پاکستان فارورډ او ای اېف پي

دا د ۲۰۱۹ کال يو تصوير په سنکیانګ کې په يوې ودانۍ کې د کانټه تار ترشا د چین بیرغ ښيي، چیرې چې چارواکي د مسلمانانو په وړاندې 'نسل وژنه' کوي. [ګریګ بېکر/ ای اېف پي]

دا د ۲۰۱۹ کال يو تصوير په سنکیانګ کې په يوې ودانۍ کې د کانټه تار ترشا د چین بیرغ ښيي، چیرې چې چارواکي د مسلمانانو په وړاندې 'نسل وژنه' کوي. [ګریګ بېکر/ ای اېف پي]

واشنګټن -- د متحده ایالاتو سناتورانو د سه شنبې په ورځ (د اکتوبر په ۲۷ مه) یو پریکړه لیک صادر کړ چې اعلان یې وکړو چې د چین رژیم د اویغور او نورو ترکانو مسلمانانو نسل وژنه کوي، دا هغه اقدام دی چې په کیمپونو کې، د اټکلونو له مخې، د یو ملیونه وګړو لپاره فشار زياتولی شي. .

دا پریکړه ليک د سیاسي پارټو د سناتورانو لخوا معرفي شو.

د متن له مخې، د سنکیانګ اویغور خودمختاره سیمه کې د اویغورانو، توکمیزو قزاقانو، قرغزانو او نورو مسلمانانو د اقليتي ډلو غړو پروړاندې د چین کمپاین نسل وژنه ده.

سناتور جان کارنین، چې د جمهوري غوښتونکو ګوند غړی دی او د دې ملاتړ یې وکړ، وویل، "په دې پریکړه ليک کې د دوی جرمونه څرګند کړی شول او دا لومړی ګام دی چې چين د خپلو ناوړه عملونو له کبله مسؤل وګرځوي."

دیموکرات سناتور جیف میرکلي وویل چې دا پریکړه ليک به په ډاګه کړي چې متحده ایالات "غلی نه شي پاتې کيدی".

ميرکلي وويل، "په اویغور او نورو مسلم اقليتي ډلو د چین برید -- څارنه، قید، اذيت او په جبري توګه 'د بیا تعلیم ورکولو کيمپونه زیاتول -- خالص او کره نسل وژنه ده."

له يو ملیونه څخه ډیر کسان قيديان دي

د سنکیانګ په سیمه کې له یو ملیونه څخه ډیر مسلمانان په کيمپونو کې قيديان دي ځکه چې بیجینګ هڅه کوي چې دا ټولنه په زور يو ځای کړي او د هغې اسلامي میراث له مینځه یوسي.

بیجینګ دغه شمیره رد کړې او وايي چې دا کیمپونه حرفوي مرکزونه دي چې په اسلامي افراطیت کې د ښکيل کیدو د مخنیوي لپاره مهارتونه ښایي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو هندوستان ته د سفر په دوران کې د اکتوبر په ۱۷ مه په یوې مرکه کې له خبري ويب پاڼې دي پرنټ وويل، چینایي کړنې "مونږ ته هغه څه رايادوي کوم چې په جرمني کې په ۱۹۳۰ عشره کې پيښ شوي وې."

اولیويا انوس، چې په واشنګټن کې د محافظه کار هيريټيج فاونډيشن د پالیسۍ لوړ پوړي شنونکې ده، وويل، "دا به یو خورا قوي، دوه اړخیزه پیغام وي چې د متحده ایالاتو حکومت د اویغور د خلکو حالت ته پام کوي، په داسې حال کې چې چینایي کمونست ګوند دوی ته پام نه کوي."

د نسل وژنې د تعریف سره سم

د نسل وژنې په اړه د ملګرو ملتونو ناستې، چې د هولوکاسټ وروسته جوړه شوې وه، هيوادونه په دې مکلف کوي چې د "ناوړه مصيبت" مخه ونیسي او له مينځه يې ويسي.

دا د نسل وژنې داسې تعریف کوي چې هغه عملونه پکې شامل دي لکه وژل او د زیږونونو مخنیوی، چې اراده يې دا وي چې "په بشپړه توګه یا د څه حده پورې یوه ملي، توکمیزه، نسلي یا مذهبي ډله ختم کړي".

د جرمني د يو څیړونکي اډریان زینز یوې څیړنې وموندل، بیجینګ په زور د اویغور میرمنو ګڼ شمیر شنډې کړې او پر هغوی يې فشار راوړو چې د امیندوارۍ مخنیوی وکړي چې شمير يې د زیږون له کوټې څخه زياتيږي.

د سپتمبر په مياشت کې، یو تحقیقاتي راپور تفصيل ورکړو چې چینايي چارواکو څنګه په وروستیو کلونو کې په سنکیانګ کې تقريباََ ۱۶۰۰۰ جوماتونه تباه کړل، چې دا د دوی د هغه هڅو يوه برخه وه چې د کمونیسټ ګوند تر مشرۍ لاندې ملت کې اسلامي کلتور ختم کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500