دین

مسلمانان د چينيانو له خوا د سينګار قالين په توګه د مصلې 'د نه منلو وړ' خرڅول غندي

د ضياء الرحمان لخوا

د کراچۍ يو اوسیدونکی د جولای په ۱۵مه په کمپیوټر کې د سينګار قالين په توګه د مسلمانانو د مصلو په اړه خبرونه لولي. [ضیاء الرحمان]

د کراچۍ يو اوسیدونکی د جولای په ۱۵مه په کمپیوټر کې د سينګار قالين په توګه د مسلمانانو د مصلو په اړه خبرونه لولي. [ضیاء الرحمان]

اسلام آباد -- د چین د يو آنلاین پلورونکي له خوا د سينګار قالينونو په توګه د مسلمانانو د مصلو خرڅولو په تیره میاشت کې د پاکستان په ګډون په نړۍ کې په پیرودونکو کې غوسه راپورته کړه.

دا قالينونه، چې په چین کې د ښځو د فیشن کمپنۍ شین لخوا پلورل کيږي، د هغه مصلو په شان ښکاري چې مسلمانان يې کاروي او د کعبې عکسونه او د "رمضان کریم" لفظونه هم لري.

د آنلاین پلورونکي لخوا په کارول شويو قالينونو باندې په ځینو توضیحاتو کې دا الفاظ شامل دي: "فرنج ټرِم قالين"، "فرنج ټرِم یوناني فرټ قالين" او "فرِج ټرم ګرافیک قالين."

د پاکستانیانو په ګډون ځينو مصرف کونکو په ټولنیزو رسنیو خپله غوسه څرګنده کړه او ویې ویل چې دوی د چینايي پلورونکي د مذهبي غير حساسیت په اړه احتجاج وکړو او په غوسه دي چې پلورونکی هڅه کوي چې د قالين په توګه د مقدسو مصلو له پلور څخه ګټه ترلاسه کړي.

يو سوداګر په کراچۍ کې د جولای په ۱۴مه قالينونه او د مسلمانانو مصلې خرڅوي. [ضیاء الرحمان]

يو سوداګر په کراچۍ کې د جولای په ۱۴مه قالينونه او د مسلمانانو مصلې خرڅوي. [ضیاء الرحمان]

د ژورناليزم يوه زده کونکي خديجه رضوي په انسټاګرام وويل، "زه خفه یم. زه غوسه یم."

رضوي، چې د شین نه يې د بايکاټ کولو لپاره غوښتنه وکړه، وویل چې "په ځينو باندې " کعبه "چاپ شوی ده. دا خورا ناوړه عمل دی."

"دا نه یوازې سپکاوی دی، بلکې دوی یوځل بیا د دې نوم بدل کړو او د ټولې عقیدې نه يې کريډيټ پټ کړو. دا ځل دوی په دې کې پاتې راغلل چې دوی دې ته د مسلمانانو د مصلې نوم ورکړی وې. دا خلکو ته اجازه ورکوي چې دا په اسانۍ سره د سينګار قالين په توګه استعمال کړي. "

د مذهب په وړاندې سپکاوی

دا لومړی ځل نه دی چې دې کمپنۍ شخړه رامينځته کړې ده. شین وروسته له هغې هم وغندل شوه کله چې دې په خپلې ویب پاڼه کې د پلور لپاره د سواستیکا په څیر د غاړې هارونه وړاندې کړل.

د سینګار قالينونو په توګه د مصلو پلورلو له کبله د نړیوالې نیوکې وروسته، دغه چینايي کمپنۍ د جولای په ۵مه د انسټاګرام پوسټ له لارې بخښنه وغوښته او ويې ويل چې د فیشن کمپنۍ یوه "جدي غلطي" کړې ده.

شین زیاته کړه چې دې دا محصول له خپلې ويب پاڼې څخه لرې کړی او همدا راز یې له پلورونکو څخه غوښتي چې نورو پلورونکو ته د دې قالين خرڅول ودروي.

سوداګرو او مذهبي عالمانو وويل، خو، د دې قالين له پلور څخه د ګټې ترلاسه کولو لپاره د دې کمپنۍ هڅه د مذهب او نورو کلتوري اقدارو په وړاندې د چين پراخه غير حساسیت او سپکاوی په ګوته کوي.

په کراچۍ کې یو دیني عالم مولانا عبدالباقي وویل، "ټوله اسلامي نړۍ د چینایي شرکت د عمل په اړه خپله غوسه څرګندوي."

"دا د غندلو او نه منلو وړ عمل دی."

دا پیښه په داسې حال کې رامینځته کیږي چې بیجینګ په سنکیانګ سیمه کې د اقليتي مسلمانانو پروړاندې د خپلو عملياتو له کبله د نړیوال فشار سره مخ دی.

بیجینګ په تیرو څو کلونو کې په سلګونو زره مسلمانان، چې قزاقان او قرغزان هم پکې شامل دي، په تربيتي کيمپونو کې ځای په ځای کړي دي، او متحده ایالاتو د ایغورانو او نورو اسلامي ډلو سره د "وحشتناک او منظم ناوړه چلند" له کبله په دې رژيم باندې بندیزونه لګولي دي.

ډایټ پراډا، چې د انسټاګرم اکاونټ دی چې د فیشن صنعت څارونکي په توګه کار کوي او په منظم ډول په فیشن نړۍ کې ناسم چلند غندي، د مصلو په اړه پوسټ وکړو.

ډايټ پراډا د آسټريلیا د ستراتیژیکې پالیسۍ انستیتوت (ای اېس پي آی) د مارچ راپور، چې د "ایغور د پلور لپاره -- بيرته تعلیم، جبري کار او څارنه له سنکیانګ هاخوا" سرليک لري، په حواله د جولای په ۶مه وویل چې ۸۳ بهرني، په ځانګړی توګه چینایي، شرکتونه په مستقیم یا غیر مستقیم ډول د ایغورو د جبري کار سره تړاو لري.

ای اېس پي آی اټکل وکړ چې لږ تر لږه ۸۰،۰۰۰ ایغوران د سینکیانګ څخه بهر منتقل کړی شول چې په چین کې د رسد په مختلفو لړیو کې کار وکړي.

د ناقصو تجهیزاتو پلور

حسن جاوید، چې په لاهور کې سوداګر دی او په تیرو وختونو کې یې د چینایي شرکتونو سره کار کړی دی، وويل، "چینايي شرکتونه به د ګټې ترلاسه کولو لپاره هر څه وکړي او دوی نژادپال یا په کلتوري توګه غیر حساس دي."

جاوید وویل، "دوی [چینايي شرکتونه] ناقص توکي پلوري او سوداګر دوکه کوي." هغه د پاکستان له حکومته وغوښتل چې د چینايي سوداګرو معاملې وڅاري او ځایي کاروبارونه د دوی له درغلیو څخه خوندي وساتي.

بیجینګ او چینایي شرکتونه هم د کورونا ویروس د وبا په دوران کې د پاکستان په ګډون هیوادونو ته د غير معياري حفاظتي تجهیزاتو د پلور له کبله د انتقاد سره مخ شوي دي.

د دې نه علاوه، د کورونا ويروس ناروغۍ د معلومولو لپاره چینایي ټیسټ کټونه غلطې پایلې ورکوي، چې دا نه يوازې د لویو روغتیايي ستونزو لامل کيږي بلکې د دواړو روغتیايي پاملرنې کارکونکو او د هغه کسانو لپاره ستونزې رامينځته کوي د کومو چې ټسټونه کيږي.

په دې وروستيو کې، د متحده ایالاتو د عدلیې وزارت د اپرېل په مياشت کې د چینایي شرکت پر وړاندې يوه مقدمه درج کړه چې تقريباََ ۵۰۰۰۰۰ جعلي او غیر معياري اېن ۹۵ ماسکونو يې خرڅ کړي ول، په داسې حال کې چې د کورونا ويروس وبا په نړۍ کې خپره شوه.

پارلماني غړي او څارونکي وايي، په بلوچستان کې د چینايي نفوذ بې لګامه وده -- په داسې حال کې چې چینايي شرکتونه په ځایي خلکو د اغیزو په اړه د پام يا اندیښنې پرته ځایي سرچينې کاروي -- په دې صوبه کې جدي ناکراري رامینځته کوي.

د بلوچستان په سینداک سیمه کې، چینايي شرکتونو د تامبې او سرو زرو ذخیرې د ځایي، ملي یا نړيوالې څارنې نه بغير رايستلي دي."

ځايي اوسيدونکو او سياسي مشرانو ويلي دي چې "د ملي او نړيوالو قوانينو خلاف، د چینايي شرکتونو په ښوونې او روزنې، روغتيا، او یا په چاغي ضلعه کې په املاکو کې سرمايه کاري ونه کړه."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500