روغتیا

د کورونا ويروس ناروغۍ لپاره د چينايي ټیسټ کټونو ناسمې پایلې د ناروغانو او ډاکټرانو لپاره تباهي رامینځته کوي

د اشفاق يوسفزۍ لخوا

روغتیایي چارواکي د ۲۰۲۰ کال د جون په ۲۶مه په حیدرآباد کې د کورونا ويروس ناروغۍ لپاره د سکرینینګ او ټسټ په مرکز کې د ځوان هلک نه د پوزې نمونه د سواب په واسطه اخلي. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

روغتیایي چارواکي د ۲۰۲۰ کال د جون په ۲۶مه په حیدرآباد کې د کورونا ويروس ناروغۍ لپاره د سکرینینګ او ټسټ په مرکز کې د ځوان هلک نه د پوزې نمونه د سواب په واسطه اخلي. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

پېښور -- د کورونا ويريوس ناروغۍ د معلومولو لپاره چینایي ټیسټ کټونه غلطې پایلې ورکوي، چې دا نه يوازې د لویو روغتیايي ستونزو لامل کيږي بلکې د روغتیايي پاملرنې کارکونکو او د هغه کسانو دواړو لپاره ستونزې رامينځته کوي د کومو چې ټسټونه کيږي.

د مردان یو زده کونکي سهیل خان وویل، د هغه ورور د می په ۲۵مه د پېښور په یو پرايويټ هسپتال کې د سینې د سختې ناروغۍ له کبله داخل کړی شو.

هغه وویل، "هغه د کورونا ويروس ناروغۍ سره تشخیص شو." هغه یادونه وکړه چې دغه هسپتال د چین لخوا جوړ شوي ټیسټ کټونه استعمال کړي ول.

د خان ورور سمدلاسې وروسته مړ شو، او د امنیتي اندیښنو له امله، ضلعې انتظاميې هغه دفن کړو او خپلوان او کلیوال یې د هغه د جنازې د مراسمو ترسره کولو نه منع کړل.

یو ډاکټر د جون په ۱۸مه په خېبر میډیکل يونيورسټۍ کې د خېبرپښتونخواه د عامي روغتیا د حوالې په ليبارټرۍ کې د کورونا ويروس ناروغۍ ټسټ کوي. [اشفاق یوسفزۍ]

یو ډاکټر د جون په ۱۸مه په خېبر میډیکل يونيورسټۍ کې د خېبرپښتونخواه د عامي روغتیا د حوالې په ليبارټرۍ کې د کورونا ويروس ناروغۍ ټسټ کوي. [اشفاق یوسفزۍ]

یوه ښځینه ډاکټره د جون په ۱۲مه په خېبر میډیکل يونيورسټۍ کې د خېبرپښتونخواه د عامي روغتیا د حوالې په ليبارټرۍ کې کار کوي. [اشفاق یوسفزۍ]

یوه ښځینه ډاکټره د جون په ۱۲مه په خېبر میډیکل يونيورسټۍ کې د خېبرپښتونخواه د عامي روغتیا د حوالې په ليبارټرۍ کې کار کوي. [اشفاق یوسفزۍ]

د هغه د ورور د ښخولو په ماښام، سهیل د خېبر میډیکل يونيورسټۍ (کی اېم يو) نه یو ناوړه خبر ترلاسه کړو، کوم چې د حکومت لخوا تایید شوي ټیسټ کټونه کاروي. سهیل يونيورسټۍ ته د خپل ورور نمونه ليږدولې وه چې د پرايويټ هسپتال د پایلو تصدیق وکړي.

خان وویل، "موږ د هغه پایلې ترلاسه کړې چې منفي وې." هغه په چینایي کټونو پړه واچوله چې غلطه مثبته پايله يې ورکړې وه او په مناسبه توګه د هغه د ورور د ښخولو مخه يې ونيوله.

په خېبر پښتونخواه کې د پاکستان طبي اتحاديې سیکريټري جنرل ډاکټر مختیار خان وویل، "د هغه کټونو د صداقت په اړه پراخه شکایتونه شتون لري کوم چې چين ځايي مارکیټونه ته ورکړي دي. د ډیرو خلکو ټسټونه په غلط ډول شوي دي."

هغه وویل، چین د کورونا ويروس ناروغۍ لپاره د ټیټ کیفیت ټسټ کټونه استوي، کوم چې ویروس په سم ډول نه معلوموي.

بیجینګ څه کيټونه مرسته کړې دي، په داسې حال کې چې چینایي شرکتونو نور کيټونه پلورلي دي.

هغه زياته کړه، "د غلط مثبت او غلط منفي ټسټونو په اړه راپورونه شتون لري، کوم چې د ناروغانو او همدارنګه د علاج کونکو ډاکټرانو لپاره ستونزې رامینځته کوي."

هغه وويل، په پاکستان کې تر دې دمه د ۴،۰۰۰ نه زیات روغتیایي کارکونکي د غيرمعياري شخصي حفاظتي آلاتو (پي پي اي)، چې چين چمتو کړي دي، د کارولو له کبله د کورونا ويروس په ناروغۍ اخته شوي دي. هغه زیاته کړه چې د ۵۰ نه زيات طبي کارکونکي مړه شوي دي.

محمد ظهير، چې په پېښور کې د ساري ناروغۍ متخصص دی، وويل، له ۳۷۰ څخه ډیرو ناروغانو، چې په لومړيو کې يې ټسټونه په تيرو دوو مياشتو کې د خېبر پښتونخواه په ليبارټرۍ کې د چين لخوا د جوړ شويو ټسټونو په کارولو سره مثبت راغلي وو، "ټسټونه منفي راغلل کله چې د دوی ټسټونه په هغو ليبارټرو کې وشول چې غیر چینایي او معیاري کټونه يې کارول."

هغه وویل، د دې برعکس، له ۲۵۰ څخه ډیر ناروغان چې په پیل کې یې ټسټونه منفي راغلې ول وروسته مثبت راغلل کله چې هغه ليبارټرو د دوی د نمونو ټسټونه وکړل کومو چې غیر چینایی کټونه کارول.

ظهير وويل، "دا یو يو ډير ستونزمن وضعيت دی. چین دا خاصیت لري چې د ټیټ کیفیت طبي تجهیزاتو تولید څخه خورا لوی عاید ترلاسه کړي، او د کورونا ويروس وبا د دغه هیواد لپاره يو نعمت ثابت شوی ځکه چې په نړيواله کچه د پي پي اي [شخصي محافظتي تجهیزات] او ټسټ کټونو غوښتنه ډيره زياته ده.

د پېښور ډاکټر حسين احمد وويل، "ډیر مثالونه شتون لري چې د کورونا ويروس ناروغۍ لپاره د ډيرو خلکو ټسټونه مثبت راغلي ول، خو په نورو ليبارټرو کې د ټسټونو نه وروسته، دغه ټسټونه منفي راغلل."

هغه وویل، اصلي مسله د پرايويټ ليبارټرو لخوا د چینايي کټونو کارول دي چې غواړي پیسې بچ کړي.

'روغتیایي کارکونکي ځپل شوي دي'

د می په مياشت کې، خېبر ميډيکل يونيورسټۍ ۱،۰۰۰ کټونه -- چې په دې کې ۳،۰۰۰ ټسټونه شامل ول -- چمتو کونکو ته وروسته له هغې بيرته وسپارل کله چې دې دا ناقص وګرځول.

ډاکټر حضرت شاه، چې په کی اېم يو کې مالیکولر بیولوژیست دی، وويل، "کی اېم يو هره ورځ ۱،۵۰۰ ټسټونه کوي او نه شي کولی چې چینايي جوړ شوي کټونه استعمال کړي ... موږ یوازې د ښه کوالټۍ کټونه کاروو کوم چې د اسلام آباد د ملي انسټیټیوټ (اېن آی اېچ) لخوا تصویب شوي دي."

ډاکټر اعظم خان، چې په خېبر ټيچنګ هسپتال پېښور کې يو ډاکټر دی، وويل، "د کورونا ويروس وبا یوه نړیواله مسله ده ... چین د برقي آلاتو، د کريم پاوډرو، پټاخو او داسې نورو قاچاق لپاره بدنام دی، خو دا یوه ډیره جدي مسله ده، او دا هیواد باید ... د ټيټ کيفيت کټونو چمتو کولو نه ډډه وکړي."

هغه د چین لخوا چمتو شويو شخصي حفاظتي آلاتو، چې د ډيرو روغتيايي کارکونکو د مرګونو په تور تورن دي، ته په اشارې وويل، "زموږ د روغتیايي پاملرنې کارکونکي د چینايي جوړ شويو شخصي حفاظتي آلاتو د کارولو له امله ځپل شوي دي، او اوس دا کټونه د انسانانو له ژوند سره لوبې کوي."

"ما ډیر خلک ليدلی چې د کورونا ويروس ناروغۍ تشخیص یې غلط شوی دی. هغه وويل، دوی د ډير مصيبت نه تير شول، خو ډیر ډاکټران اوس ناروغان مشهورو ليبارټرو ته ليږي چې دقیقې پایلې ترلاسه کړي او ناروغان او د هغوی خپلوان د غیر ضروري خپګان نه خوندي وساتي."

د خېبرپښتونخواه د روغتیايي پاملرنې کميشن عارضي مشر محمد ندیم وویل، ډاکټرانو ناقص ټسټ کټونه د خېبرپښتونخواه حکومت په پام کې راوستې ده.

هغه وویل، "د اپرېل په ۳۰ مه، موږ په ټوله صوبه کې د ليبارټرو معاينه وکړه او د کورونا ويروس ناروغۍ لپاره مو یوازې ۱۲ ليبارټرۍ په ګوته کړې. په دې کې اوه عامه او پنځه پرايويټ ليبارټرۍ شاملي دي. د دې ليبارټرو نه علاوه، موږ به د بلې ليبارټرۍ پایلې ونه منو."

ندیم وویل، "دا د عامې روغتیا مسله ده، او چینايي کټونه د ناروغانو او ډاکټرانو کړاوونه زیاتوي. په دې ځانګړي ناروغۍ کې، ډاکټران یوازې د ټسټونو په پایلو تکیه کوي، چې پکار ده دا مستند او دقیق وي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500