امنیت

د مسلمانانو سره د چین ناوړه چلند په پاکستان کې اسلامي او توکميزه ترهګري رامینځته کوي

پاکستان فارورډ

د تھر صحرا سیمې اوسیدونکي په اسلام کوټ کې د ۲۰۱۹ کال د نومبر په میاشت کې د بې انصافۍ پر ضد احتجاج کوي چې د چین د بیلټ او سړک نوښت (بي آر آی) سره د تړلو پروژو له امله رامينځته شوې ده. په بلوچستان او سيند کې د چینايي نفوذ وده -- په داسې حال کې چې چینايي شرکتونه د ځايي سرچينو نه ګټه پورته کوي او په محلي خلکو باندې د دې د اغیزو په اړه څه پاملرنه يا اندیښنه نه لري -- په صوبه کې ناکراري رامینځته کوي. [پاکستان فارورډ]

د تھر صحرا سیمې اوسیدونکي په اسلام کوټ کې د ۲۰۱۹ کال د نومبر په میاشت کې د بې انصافۍ پر ضد احتجاج کوي چې د چین د بیلټ او سړک نوښت (بي آر آی) سره د تړلو پروژو له امله رامينځته شوې ده. په بلوچستان او سيند کې د چینايي نفوذ وده -- په داسې حال کې چې چینايي شرکتونه د ځايي سرچينو نه ګټه پورته کوي او په محلي خلکو باندې د دې د اغیزو په اړه څه پاملرنه يا اندیښنه نه لري -- په صوبه کې ناکراري رامینځته کوي. [پاکستان فارورډ]

اسلام آباد -- د امنیت شنونکي او چارواکي خبرداری ورکوي چې د بیجینګ له خوا په شینجیانګ کې د مسلمانانو سره ناوړه چلند او په بلوچستان او سیند صوبو کې د چین د نفوذ وده د چین پر ضد احساسات راپارولي چې وسله وال ترې ګټه پورته کوي.

د تیرو څو کلونو په جریان کې، د چین حکومت د شینجیانګ په لويديځه خودمختاره سيمه کې د اویغورو او نورو مسلمانو اقليتونو پروړاندې عمليات ترسره کوي او دا بهانه کوي چې دا د هغه بغاوت مخنيوی کوي کوم چې د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ (اي ټي آی ايم) سره تړاو لري.

بیجینګ په منظم ډول ایټیم د "ترهګریزو بریدونو" لپاره تورن کړی دی ځکه چې دا په شینجیانګ کې خپل اقدامات مشروع ګڼي، چیرې چې د حقونو ډلو ویلي چې د ملیونونو څخه ډیر مسلمانان په تربيتي کيمپونو کې بندیان دي. .

عالمان وايي، خو د چین رژیم لږ شواهد وړاندې کړي چې ایټيم یوه منظم ډله ده یا دا چې دا په شینجیانګ کې د بریدونو پړه لري، چې بیلتون غوښتونکي ورته ختیځ ترکستان وايي.

په کراچۍ کې پولیس د نومبر په مياشت کې د بلوچستان په لور د تلونکي سړک څارنه کوي. [پاکستان فارورډ]

په کراچۍ کې پولیس د نومبر په مياشت کې د بلوچستان په لور د تلونکي سړک څارنه کوي. [پاکستان فارورډ]

د ګوادر د کب نیولو کښتۍ د فبرورۍ په مياشت کې ښودل شوي دي. په بلوچستان کې د چین زیاتیدونکي نفوذ بلوچ او سندهي وسله وال له مخکې نه دې ته هڅولي چې له یو بل سره يو ځای شي، کومه چې دا اندیښنه راپورته کوي چې دغه ګډه ډله به په سیمه کې د تاوتریخوالي فعالیتونه زیات کړي. [پاکستان فارورډ]

د ګوادر د کب نیولو کښتۍ د فبرورۍ په مياشت کې ښودل شوي دي. په بلوچستان کې د چین زیاتیدونکي نفوذ بلوچ او سندهي وسله وال له مخکې نه دې ته هڅولي چې له یو بل سره يو ځای شي، کومه چې دا اندیښنه راپورته کوي چې دغه ګډه ډله به په سیمه کې د تاوتریخوالي فعالیتونه زیات کړي. [پاکستان فارورډ]

د متحده ایالاتو حکومت د نومبر په ۶ مه ايټيم د ترهګرو ډلو له لیسټ څخه لرې کړه.

د آسټرلیا د ستراتیژیکي پالیسۍ انستیتوت د تحقیقاتي راپور له مخې، د بیجینګ د اقداماتو د یوې برخې په توګه، چینايي چارواکو په شینجیانګ کې شاوخوا ۱۶۰۰۰ جوماتونه ویجاړ کړل او يا يې ورته زيان رسولی دی. .

په عين حال کې، پاکستاني اتباعو او دیني عالمانو د چینايي شرکتونو له خوا د اسلام د سپکاوي په اړه خپله غوسه څرګنده کړې ده.

د جولای په مياشت کې، د چین د يو آنلاین پلورونکي له خوا د سينګار قالينونو په توګه د مسلمانانو د جانمازونو خرڅولو په ټوله نړۍ کې، په ځانګړې توګه په پاکستان کې، په پیرودونکو کې غوسه راپورته کړه.

دا قالينونه، چې په چین کې د ښځو د فیشن کمپنۍ شین لخوا پلورل کيږي، د کعبې عکسونه او د "رمضان کریم" لفظونه هم لري.

د افراطیانو لپاره وسيله

د امنیتي چارو کارپوهان خبرداری ورکوي چې پاکستانیان او بین المللي مذهبي وسله والې ډلې د چین پر ضد احساساتو څخه ګټه پورته کوي چې د ورته پیښو له امله رامینځته شوي دي.

په کراچۍ کې يو څیړونکي سید فضل حسین، چې په افراطي ډلو تمرکز کوي، وویل چې په تیرو څو کلونو کې په رسنیو کې د چین پر ضد بیانات خورا زیات شوي، چې په پاکستان کې د القاعدې او د هغې د اتحادي ډلو لخوا وړاندې کیږي.

هغه وويل، په ځانګړي توګه، تحریک طالبان پاکستان اکثر د چین د رژیم پروړاندې په تفصيل سره بيانونه خپروي او په چین کې د مسلمانانو د روانو حالاتو غندنه کوي.

هغه وويل، "د بلوچستان او سيند د بیلتون غوښتونکو ډلو په څیر، القاعده او تحریک طالبان پاکستان په ځانګړي ډول د چین او پاکستان په اقتصادي دهلیز تنقيد کوي، چې د چین د بیلټ او سړک نوښت يوه لویه پروژه ده، او د ۱۸۵۰ عشرې د بریتانیا د ختیځ هند استعماري شرکت سره پرتله کوي."

مفتي ابو زار البرمي، چې د القاعدې یو نفوذ لرونکی نظرياتي کس او د پاکستان وګړی دی، په ۲۰۱۴ کال کې "راځئ چې چین ګډوډ کړو" تر سرلیک لاندې په یو ویډیو پیغام کې وویل، چین به ډیر ژر "راتلونکی هدف" جوړ شي.

هغه ټولو افراطي ډلو، د تحريک طالبان پاکستان په ګډون، ته وویل چې د چین پر سفارت خانو او شرکتونو بریدونه وکړي او چینايي اتباع وتښتوي او یا يې ووژني.

په پاکستان کې د امنیتي چارواکو په وینا، د تحریک طالبان ډلو وروستې یوځای کیدلو په پاکستان کې د چین په ملاتړ د پروژو لپاره ګواښونه زیات کړي دي.

تحریک طالبان پاکستان په تیرو وختونو کې ګڼ شمیر چینايي اتباع وژلي او تښتولي دي په ځانګړي توګه په خېبر پښتونخواه او بلوچستان صوبو کې.

په اسلام آباد کې یو امنیتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل، "د تحریک طالبان پاکستان بيرته يو ځای کيدلو چین اندیښمن کړی دی، چې له مخکې نه پاکستان هڅوي چې په بلوچستان او سيند صوبو کې د قومي بیلتون غوښتونکو ډلو پرضد مبارزه وکړي او د بي آر آی سره تړلې پروژې خوندي کړي."

دغه چارواکي وویل، "په پاکستان کې امنیتي ادارو په سیمه کې د چینايي اتباعو او شرکتونو د ساتنې لپاره امنیتي او استخباراتي شبکې نورې هم پیاوړي کړي دي."

توکميز بغاوت ته لمن وهل

په بلوچستان او سيند کې د چینايي نفوذ وده -- په داسې حال کې چې چینايي شرکتونه د ځايي سرچينو نه ګټه پورته کوي او په محلي خلکو باندې د دې اغیزو په اړه څه پاملرنه يا اندیښنه نه لري -- ناکراري رامینځته کوي.

په بلوچستان او سيند صوبو کې د چین زیاتیدونکي نفوذ بلوچ او سندهي وسله وال له مخکې نه دې ته هڅولي چې له یو بل سره يو ځای شي، کومه چې دا اندیښنه راپورته کوي چې دغه ګډه ډله به په سیمه کې د تاوتریخوالي فعالیتونه زیات کړي. .

بلوچ راجي اجويي سنګر (براس) د جولای په مياشت کې په يو بيان کې وويل، بلوچ راجي اجويي سنګر او د سندهو دېش انقلابي پوځ اوس په سیمه کې د اوسني وضعيت په رڼا کې په ګډه کار کوي ځکه چې دواړه [بلوچیان او سندهیان] د چین د مخ په ودې نفوذ په اړه سخت تحفظات لري.

د بلوچستان توکميز بیلتون غوښتونکي ډلو په تیرو کلونو کې ډیر ځلې په پاکستان کې زیربنایي پروژې او چینايي کارکونکي په نښه کړي دي، چې په دې کې په ۲۰۱۸ کال کې په کراچۍ کې د بیجینګ په قونسل خانه باندې یو برید شامل دی، چې څلور کسان پکې وژل شوي ول.

په اسلام آباد کې د امنیتی څيړنېزې موسسې د څیړنې او امنیتي مطالعاتو د مرکز د وروستي راپور له مخې، د روان کال په دریمه ربع کې، د بلوچستان توکمیز بیلتون غوښتونکي ډلې په هیواد کې د کلیدي تاوتریخوالي د عاملینو په توګه راپورته شوي دي.

امجد ملاه وویل "پاکستان د ډیرو قربانیو ورکولو وروسته د طالبانو د افراطیت خلاف د یوې عشرې اوږده جګړه ګټلي ده." نوموړی په کراچۍ کې د مدني ټولنې فعال دی، چې نه يوازې يې د حکومت د هغه پلان پر وړاندې په احتجاج کې برخه اخيستې وه چې چینايي کښتيو ته په ژور بحر کې د کبانو نيولو اجازه ورکړي بلکې د هغه بې انصافۍ پروړاندې په احتجاج کې یې هم ګډون کړې و چې په تهر صحرا کې د بي آر آی سره د تړل شويو پروژو له کبله رامينځته شوې ده." .

هغه وويل، "خو اوس د چین پاليسۍ، د اویغور مسلمانانو سره د ناوړه چلند په ګډون، او په بلوچستان او سيند کې د چینايي شرکتونو غیر عادلانه پالیسۍ، په هیواد کې د اورپکۍ یوه بله څپه رامينځته کوي."

هغه وويل، وسله والې ډلې دا ډول احساسات د تروریستي عملونو د توجیه کولو لپاره کاروي.

ملاه وویل، "دا د پاکستان د حکومت لپاره اړينه ده چې له چین سره په خپلو اړیکو له سره غور وکړي او په سیند او بلوچستان کې د پاکستاني اوسیدونکو شکایتونه حل کړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500