دین

د نړۍ امامان له مسلمانانو څخه غوښتنه کوي چې د بيجينګ د اولمپيک لوبو بايکاټ وکړي

د پاکستان فارورډ لخوا

احتجاج کوونکي د جنورۍ په ۳مه د بلجیم په انټورپ کې د چین لخوا د خپلو ایغور وګړو سره د ناوړه چلند په اړه عامه پوهاوی لوړول غواړي، او یو بینر يې پورته کړی چې د بیجینګ د ۲۰۲۲ کال د اولمپیک د بایکاټ غوښتنه کوي. [بلجیم اویغور ټولنه/ټویټر]

احتجاج کوونکي د جنورۍ په ۳مه د بلجیم په انټورپ کې د چین لخوا د خپلو ایغور وګړو سره د ناوړه چلند په اړه عامه پوهاوی لوړول غواړي، او یو بینر يې پورته کړی چې د بیجینګ د ۲۰۲۲ کال د اولمپیک د بایکاټ غوښتنه کوي. [بلجیم اویغور ټولنه/ټویټر]

د چین له مظلوم ایغور مسلمانانو سره د پیوستون لپاره د نړۍ د امامانو شورا د نړۍ پر مسلمانانو غږ کړی چې په بيجينګ کې د ۲۰۲۲ کال د ژمنیو اولمپیک په لوبو کې له د برخه اخېستلو یا ګډون کولو څخه ډډه وکړي.

د مسلمانانو مذهبي مشرانو د دسمبر په ۳۰مه په یو بیان کې وویل، دا پېښه "په مستقیمه توګه د ظالم او استبدادي رژیم ګټو ته وده ورکوي چې د ایغورانو د نسل وژنې او قومي ډلو د له منځه وړلو مسولیت لري."

په دغه بيان کې راغلي، "د چین حکومت د ظلم، ځورنې او دیکتاتورۍ له لارې د چینایي مسلمانانو له اساسي بشري او بنسټیزو حقونو څخه سرغړونې ته دوام ورکوي."

"موږ د مظلوم ایغور مسلمانانو سره د ملاتړ لپاره ولاړ یو او ورسره متحد یو."

د چين د ملي سرعت سکيټينګ اوول، چې د 'واوري ریبن' په نامه يادېږي، د جنورۍ په ۳مه په بېجينګ کې د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په مياشت کې د ژمي د اولمپيک لوبو له پرانيستلو څخه مخکې ليدل کېږي. [ګریګ بیکر/ ای اېف پي]

د چين د ملي سرعت سکيټينګ اوول، چې د 'واوري ریبن' په نامه يادېږي، د جنورۍ په ۳مه په بېجينګ کې د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په مياشت کې د ژمي د اولمپيک لوبو له پرانيستلو څخه مخکې ليدل کېږي. [ګریګ بیکر/ ای اېف پي]

د دې د ویب پاڼې له مخې، د نړۍ د امامانو شورا د نړۍ لومړی او تر ټولو لویه بين المللي او غیر دولتي اداره ده چې د ټولو اسلامي فرقو او فکري مکتبونو د مسلمانانو مذهبي مشران لري. دا په بغداد کې میشته ده.

د ګڼو رسنیو او غير دولتي مؤسسو د راپورونو له مخې چې د نړۍ په کچه يې غوسه راپارولې ده، بیجینګ د شنجيانګ په شمال لویدیځ سیمه کې، چې د مسلمانانو اکثريت نفوس لري، د سرغړونو مرتکب شوی دی.

له یو ملیون څخه ډېر خلک چې ډېر یې ایغوریان دي په سیمه کې د "سیاسي بیا زده کړې" په کېمپونو کې پخپلسري توګه توقیف شوي دي.

د کېمپ د پخوانیو بندیانو سره خپلواکه تحقیقاتو او مرکو په کېمپ کې دننه، چې په اغيزمنه توګه د زندانانو په توګه کار کوي، جسماني او ذهني ځورنه، د مغز وينځل،په منظمه توګه تیری او جنسي تيري، او نور وحشتونه په ګوته کړي دي.

د بشري حقونو د څار سازمان (اېچ آر ډبليو) د اپرېل په میاشت کې په یو مفصل راپور کې وویل، سربيره پر دې، چینايي چارواکو د سیمې د جوماتونو او نورو سپیڅلو اسلامي ځایونو د دوه پر درې برخې د ويجاړولو او تباه کولو لپاره مختلفې بهانې استعمال کړي دي.

د بېجينګ اولمپيک لوبې د فبرورۍ په څلورمه پيلېږي او د فبرورۍ تر شلمې نېټې پورې به دوام وکړي.

د 'نسل وژنې د ختمولو' لپاره غوښتنه

د شورا دا اقدام وروسته له هغې پورته کیږي کله چې متحده ایالاتو، انګلستان او استرالیا تېر کال په بیجینګ کې د ۲۰۲۲ کال د ژمنيو اولمپیک د سفارتي بایکاټ اعلان وکړو.

واشنګټن، چې د ایغورانو پر وړاندې يې د بیجینګ اقدامات د نسل وژنې په توګه بیان کړي دي، په چین باندې ګڼ شمېر بندیزونه لګولي دي.

صدر جوبايډن د دسمبر په ٢٣مه يو قانون لاسليک کړو چې د جبري کار په اړه د اندېښنو په ځواب کې له شنجيانګ څخه پر وارداتو بنديز لګوي.

د ایغور د جبري کار د مخنیوي قانون د چین له سیمې څخه د ټولو توکو واردول تر هغه پورې منع کوي ترڅو چې شرکتونو د تایید وړ دا ثبوت وړاندې کړی نه وي چې په تولید کې اجباري کار شامل نه و.

شنجيانګ، چې په نړۍ کې د پنبې، د ټماټرو او پولي سيليکون لپاره يو له سترو توليدونکو څخه دی، د لوړ لومړيتوب انضباطي عمل لپاره غوره شوی دی. پولي سيليکون هغه مواد دي چې د سولر تختو د جوړولو لپاره کارول کيږي.

اټکل کيږي چې هر کال متحده ایالاتو ته په ٪۲۰ وارد شويو کپړو کې د شنجيانګ څخه څه پنبه شامله وي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په یو بیان کې وویل، قانون حکومت ته "نوي وسایل ورکوي چې په شنجيانګ کې د اجباري کار سره جوړ شوي توکي د متحده ایالاتو بازارونو ته د ننوتلو څخه منع کوي."

هغه زياته کړه، دا به "د هغو کسانو او ادارو لپاره احتساب ته وده ورکړي چې د دې سرغړونو لپاره مسؤل دي." هغه د چین په رژیم غږ وکړو چې "نسل وژنه او د انسانیت پروړاندې جرمونه" پای ته ورسوي.

دغه قانون د متحده آيالاتو له صدر څخه هم غواړي چې پر هغه چینايي چارواکو بندیزونه ولګوي چې په سیمه کې د بشري حقونو د سرغړونو مسؤل دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500