ساينس ـ ټکنالوژي

د چینایي اولمپیک مهم اپلیکېشن د اينکرپشن 'ویجاړونکي' نیمګړتیا لري

د پاکستان فارورډ او ای اېف پي لخوا

يو سړی د دسمبر په ۱۵مه نېټه په بیجينګ کې د اولمپيک لوبو د نندارچيانو په سيمه کې خپل موبايل فون کاروي. [نیل سیلیس/ای اېف پي]

يو سړی د دسمبر په ۱۵مه نېټه په بیجينګ کې د اولمپيک لوبو د نندارچيانو په سيمه کې خپل موبايل فون کاروي. [نیل سیلیس/ای اېف پي]

د سایبر امنیت څارونکي خبرداری ورکړو، یو اپلیکېشن چې د بیجینګ راتلونکي اولمپیک ټول ګډون کونکي يې باید وکاروي د اينکرپشن نیمګړتیاوې لري چې کولی شي د شخصي معلوماتو افشا کولو لامل شي.

د سيټيزن لېب لپاره د راپور لیکوال جیفري ناکیل د سه شنبې په ورځ (د جنورۍ په ۱۸مه) خبرداری ورکړ، د MY2022 اپلیکېشن، چې د کوويډ-۱۹ څارلو لپاره کارول کیږي او د لوبغاړو، ژورنالیستانو او د چین په مرکزي ښار کې د لوبو نورو ګډون کونکو لپاره لازمي دی، په اينکرپشن کې "ساده مګر ویجاړونکي نیمګړتیا" کولی شي روغتیایي معلومات، غږیز پیغامونه او نور معلومات افشا کړي.

د اولمپیک نړیوالې کمیټۍ راپور ته په ځواب کې وویل، کاروونکي کولی شي د خپلو تلیفونونو برخو ته د اپلیکېشن لاسرسی غیر فعال کړي او دا چې د سایبر امنیت د دوو نامعلومو سازمانونو ارزونو "تایید وکړو چې څه جدي نيمګړتيا پکې شتون نلري".

دغه کمیټۍ ای اېف پي ته وویل، "کاروونکی په دې کنټرول لري چې اېپ د دوی په وسیله کې څه ته لاسرسی لري،" او زياته يې کړه چې دا په ګرځنده تلیفونونو کې نصبولو ته اړتیا نلري "ځکه چې مجاز پرسونل کولی شي د دې پر ځای په وېب پاڼه کې د روغتیا څارنې سیسټم ته ننوځي."

دغه کمیټۍ وویل، دوی د سيټيزن لېب څخه د خپل راپور په اړه غوښتنه کړې چې "د دوی د اندیښنو په اړه ښه پوه شي".

سیټيزن لېب وویل چې دوی د دسمبر په پیل کې د چین تنظیم کونکي کمیټۍ ته د دې مسلو په اړه خبر ورکړو او دوی ته یې د ځواب ویلو لپاره ۱۵ ورځې او د ستونزې د حل کولو لپاره يې ۴۵ ورځې وخت ورکړو، خو هیڅ ځواب یې ترلاسه نه کړو.

د سانسور تاریخ، نظارت

ناکيل ولیکل، "چین د سیاسي سانسور او څارنې ترسره کولو لپاره د اينکرپشن ټیکنالوژۍ د کمزوري کولو تاریخ لري."

هغه وويل، "لکه څنګه چې دا مناسبه ده چې پوښتنه وکړو چې ایا په دې اپلیکېشن کې اينکرپشن په قصدي ډول د څارنې د موخو لپاره ترميم شوی و یا دا نیمګړتیا د جوړونکو د غفلت له امله رامینځته شوې." هغه زیاته کړه چې "د چین د حکومت لپاره د MY2022 اينکرپشن د ترميم کولو قضيه يوه ستونزه ده."

دا نیمګړتیا د اېس اېس اېل په سندونو اغیزه کوي، کوم چې آنلاین ادارو ته اجازه ورکوي چې په خوندي توګه اړیکه ونیسي.

ناکيل وليکل، MY2022 د اېس اېس اېل سندونه نه تصدیقوي، چې دا پدې معنی ده چې نور ګوندونه کولی شي د اېپ ډاټا ته لاسرسی ومومي، پداسې حال کې چې ډاټا د هغه عمومي اينکرپشن پرته ليږدول کيږي کوم چې د اېس اېس اېل سندونه لري.

هغه زياته کړه، پداسې حال کې چې دا اېپ د طبي معلوماتو په اړه شفاف دی چې د کوويډ-۱۹ کېسونو د سکرین کولو لپاره يې د چین د هڅو د یوې برخې په توګه راټولوي، "دا روښانه نده چې دا له چا یا کوم سازمان سره دغه معلومات شریکوي".

MY2022 په چین کې د "سیاسي پلوه حساس" جملو د "illegalwords.txt" په نوم یو لیست هم لري، چې ډېر پکې د چین سیاسي وضعیت یا د تبت او ایغور مسلمان اقلیتونو پورې اړه لري.

پدې کې کلیدي ټکي لکه "سي سي پي ناوړه" او د چین صدر شي جينپینګ شامل دي، که څه هم ناکیل وویل چې دا روښانه نده چې ایا لیست په فعاله توګه د سانسور د موخو لپاره کارول کیږي.

هغه وليکل، د دې ځانګړتیاو له امله، دا اېپ ممکن د سمارټ فون سافټویر په اړه د ګوګل او اېپل دواړو پالیسیو څخه سرغړونه وکړي، او "د چین د خپلو قوانینو او ملي معیارونو څخه هم سرغړونه وکړي چې د محرمیت له محافظت سره تړاو لري، او د راتلونکي حل لپاره احتمالي لارې چمتو کوي."

د چین له مظلوم ایغور مسلمانانو سره د پیوستون لپاره د نړۍ د امامانو شورا د نړۍ پر مسلمانانو غږ کړی چې په بيجينګ کې د ۲۰۲۲ کال د ژمنیو اولمپیک په لوبو کې د برخه اخېستلو یا ګډون کولو څخه ډډه وکړي.

بیجینګ د شنجيانګ په شمال لویدیځ سیمه کې د سرغړونو مرتکب شوی، چېرې چې له یو ملیون څخه ډېر خلک چې ډېر یې ایغوریان دي د "سیاسي بیا زده کړې" په کېمپونو کې پخپلسري توګه توقیف شوي دي.

د کېمپ د پخوانیو بندیانو سره خپلواکه تحقیقاتو او مرکو په کېمپ کې دننه، چې په اغيزمنه توګه د زندانونو په توګه کار کوي، جسماني او ذهني ځورنه، د مغز وينځل، په منظمه توګه تیری او جنسي تيري، او نور وحشتونه په ګوته کړي دي.

په چینایي تلیفونونو کې امنیتي خطرونه

چینایي تلیفونونه په ټوله نړۍ کې د لا زیاتو څیړنو لاندې راځي ځکه چې مطالعې په دوامداره توګه څرګندوي چې دغه وسایل د ملي امنیت خطرو، سانسور، د محرمیت مسلو او د معلوماتو د افشا کولو سره تړاو لري.

د لیتوانیا د دفاع وزارت د سپتمبر په میاشت کې وویل چې عامه ادارې او مصرف کونکي باید د چینایي تلیفونونو په کارولو کې له احتياط څخه کار واخلي، او د احتمالي امنیتي نیمګړتیاو او د معلوماتو د خپرېدو په اړه خبرداری ورکوي.

د هیواد ملي سایبر امنیت مرکز راپور ورکړو چې دې په اروپا کې په پلورل شويو دوو مشهورو چینایي تلیفونونو کې د "سایبر امنیت خطرونه" موندلي -- شیاومي (Mi 10T 5G) او هواوی (P40 5G) ماډلونه.

په شیاومي کې -- چې په اروپا کې ترټولو مشهور سمارټ فون دی -- له مخکې نه د جوړ شوي د سانسور وسیلې موندلو راپور ورکړو چې کولی شي د لټون ځینې اصطلاحات په چينايي او لاطيني ژبو کې بند کړي.

سانسور شوي اصطلاحات د تل په څېر بدليدونکي ښکاري، چې په اپرېل ۲۰۲۱ کال کې په تور لیست کې ۴۴۹ الفاظ یا جملې شاملې وې او د سپتمبر پورې پکې ۱۳۷۶ شاملې وې. په دې کې چینایي او لاطیني الفاظ هم شامل و.

په بلاک شويو اصطلاحاتو کې "وړیا تبت"، "د تایوان خپلواکي زنده باد"، "د جمهوريت غورځنګ"، "د زده کونکو خوځښت"، "دیکتاتوري"، او د ځینې لویدیځ شرکتونو او رسنيو نومونه شامل دي.

د لیتوانیا د دفاع نايب وزیر مارګیریس ابوکیوسیوس امریکا غږ (وي او ای) ته وویل، "موږ په ښکاره ډول ولیدل چې دا ټولې کلیدي جملې په سیاسي توګه هڅول شوي دي."

هغه وویل، "دا خورا د اندیښنې وړ خبره ده چې له مخکې نه جوړه شوې د سانسور وسیله او کلیدي ټکي شتون لري، کوم چې کولی شي په وېب کې ستاسو لټون فلټر کړي یا فلټر کولی شي."

هووای تلیفون یو ګواښ رامینځته کړی ځکه چې دا په اتوماتيک ډول کاروونکو ته د دریمې ډلې اېپ پلورنځیو ته لارښوونه کوي چې کولی شي په ویروس اخته اېپونه ولري.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500