بشري حقونه

په استنبول کې د چین د تربيتي کمپاین لپاره د اویغور جاسوس ووژل شو

پاکستان فارورډ او ای اېف پي

یو کس د اکتوبر په لومړۍ نیټه په استنبول، ترکیه کې د هغه مسلمانانو اقليتي ډلو ملاتړ کونکو د مظاهرې په دوران کې يو پلی کارډ نيولی چې وايي "مونږ در روان يو" کوم چې د چین په شین جانګ سیمه کې بندیان دي او روزل کيږي. [اوزان کوز/ ای اېف پي]

یو کس د اکتوبر په لومړۍ نیټه په استنبول، ترکیه کې د هغه مسلمانانو اقليتي ډلو ملاتړ کونکو د مظاهرې په دوران کې يو پلی کارډ نيولی چې وايي "مونږ در روان يو" کوم چې د چین په شین جانګ سیمه کې بندیان دي او روزل کيږي. [اوزان کوز/ ای اېف پي]

استنبول -- ترکي رسنیو د سه شنبې په ورځ (د نومبر په ۳ مه) خبر ورکړو چې یو اویغور کس، چې ویل یې چې هغه مجبوره شو چې د خپلو اويغورانو په اړه چینایي چارواکو ته خبر ورکړي، په استنبول کې په ډزو ويشتل شوی دی.

د ډي ايچ ای خصوصي خبري اژانس راپور ورکړو، یوسفجرانګ ایمیتیجیانګ د سګريټ ترلاسه کولو لپاره بهر تللی و کله چې د دوشنبې په ورځ (د نومبر په ۲ مه) ماښام دوه ډزه وویشتل شو. د ایمیتیجیانګ اوږه او لاس زخمي شول، په داسې حال کې چې وسله وال وتښتیدو.

د ترکیې د اویغور ټولنې غړو وویل، ایمیتیجیانګ د یوسفجان امات او یوسف امات په نامه هم پیژندل کيدو.

د امات نوم په کارولو سره، هغه په فبروري ۲۰۱۹ کال کې الجزیرې ته وویل چې هغه د چیني رژیم لخوا مجبوره شو چې د خپلو ملګرو اویغورانو په اړه معلومات ورکړي.

امات وویل، "زما دنده چارواکو ته معلومات ورکول وو. ما د هر هغه څه په اړه راپور ورکړو چې خلکو به کول -- چې دوی څه وخوړل، وڅښل، دوی په کورونو کې څه کول، که چیرې دا زما ملګري یا خپلوان وو، ما دا ټول شریکول."

هغه وویل چې هغه په ۲۰۱۲ کال کې جاسوسي پیل کړې وه ځکه چې د هغه مور برمته شوې وه، او چارواکو هغه شکنجه کړه او ګواښ یې ورته وکړو چې هغه به تر هغه وخته پورې وساتي ترڅو چې هغه د همکارۍ کولو موافقه نه وي کړي.

الجزیرې راپور ورکړو، هغه وویل چې هغه د ۲۰۱۲ او ۲۰۱۸ کلونو ترمينځ په افغانستان، پاکستان او ترکیه کې جاسوسي وکړه.

هغه وويل، بیجینګ په نړۍ کې داسې بې شمیره مخبران لري، چې ځینې یې اویغوران تښتوي او چین ته یې بیرته په شین جانګ کې کیمپونو ته راولي.

د شین جانګ په سیمه کې له یو ملیونه څخه ډیر مسلمانان په کيمپونو کې قيديان دي ځکه چې بیجینګ هڅه کوي چې دا ټولنه په زور يو ځای کړي او د هغې اسلامي میراث له مینځه یوسي. .

د متحده ایالاتو سناتورانو د اکتوبر په ۲۷ مه یو پریکړه لیک صادر کړ او اعلان یې وکړو چې د چین رژیم د اویغورانو او نورو مسلمانانو اقليتونو نسل وژنه کوي.

يو نړیوال ځورونکی

د ترکيې څخه دا خبر وروسته له هغې راغې کله چې په متحده آيالاتو کې اته چينايي ايجنټان له دې کبله ونيول شول چې دوی په هغه عملياتو کې د برخه اخيستلو په تور تورن وو چې موخه يې په نړۍ کې د بیجینګ مخالفین ويرول وو..

د امریکې د عدلیې وزارت د اکتوبر په ۲۸ مه په یو بیان کې وویل، "ايجنټانو، چې په ښکاره توګه يې د بيجنګ د لارښونو سره سم او د هغې تر کنټرول لاندې يو کمپاين ترسره کړو او څارنه يې وکړه چې د يوې هڅې، چې د "فاکس هنټ عملياتو" په نوم پیژندل کیږي، د برخې په توګه د متحده ایالاتو ځینې اوسیدونکي وځوري، هغوی په نښه کړي او هغوی مجبوره کړي."

په یو مثال کې، یو چینایي ايجنټ او څو شریک سازش کونکو د یو کس يوه بالغه لور د څارنې او آنلاین ځورونې لپاره په نښه کړه او د يو شخصي تحقیق کونکي د استخدامولو هڅه يې وکړه چې د فشار راړولو لپاره د يو کمپاين د برخې په توګه د هغې تصويرونه وباسي او ويډيو يې جوړه کړي.

په عین حال کې، د چین صدر شي جینپینګ په عامه بيانو کې جارحانه الفاظ کاروي، په داسې حال کې چې په ورته وخت کې چینایي پوځ ډیر جارحانه چلند کاروي او د نورو خپلواکه هیوادونو په خاوره کې بريدونه ترسره کوي -- چې دا یو داسې رجحان دی چې د ګاونډيو هیوادونو، څارونکو او د نړیوالې ټولنې د اړوندو غړيو لپاره يوه اندیښنه ده.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500