جرم او انصاف

چینایي ایجنټان په نړیواله کچه د ډارولو په پلان کې د لاس لرلو په تور تورن دي

پاکستان فارورډ

په چین کې د چین صدر شي جینپینګ د اکتوبر په ۲۳ مه په بیجینګ کې د کوریا په جګړه کې د چین د داخلېدو د اويايمې کلیزې د لمانځلو په مراسمو کې وستایل شو. [نویل سیلیس/ای ېف پي]

په چین کې د چین صدر شي جینپینګ د اکتوبر په ۲۳ مه په بیجینګ کې د کوریا په جګړه کې د چین د داخلېدو د اويايمې کلیزې د لمانځلو په مراسمو کې وستایل شو. [نویل سیلیس/ای ېف پي]

واشنګټن -- امریکايي چارواکو د چهارشنبې په ورځ (د اکتوبر په ۲۸ مه) اعلان وکړو چې اته چینايي اجنټان په نړۍ کې د بیجینګ د مخالفینو د ډارولو لپاره په عملیاتو کې د خپل رول په تور په متحده ایالاتو کې نیول شوي دي.

د امریکې د عدلیې وزارت په یو بیان کې وویل، "مدافعینو، چې په ښکاره توګه يې د پي آر سي [د چین د خلکو جمهوریت] د دولتي چارواکو د لارښونو په تعقيب کې او د هغې تر کنټرول لاندې، يو کمپاين ترسره کړو او څارنه يې وکړه چې د نړیوالې، پلان شوي او د غیرقانوني بیرته ستنیدنې هڅې، چې د "فاکس هنټ عمليات" په نوم پیژندل کیږي، د برخې په توګه د متحده ایالاتو ځینې اوسیدونکي وځوري، هغوی په نښه کړي او پر هغوی فشار راوړوي چې پي آر سي ته بيرته راشي."

د تحقیقاتو فدرالي ادارې (اېف بي آی) چيرمين کریسټوفر رې وویل، "د چین د حکومت ښکاره هڅې چې زموږ د اتباعو او قانوني دايمي اوسیدونکو د امریکې په خاوره کې څارنه وکړي، هغوی ته ګواښ وکړي او هغوی وځوري، زموږ په هیواد او نړۍ کې د چین د غلا او ناوړه نفوذ کمپاین یوه برخه ده."

"اېف بي آی به ټولې خپلې سيلې وکاروي چې د چین حکومت دغه ناوړه عملونه وڅیړي او د چين د حکومت لخوا ظالمانه عملونه ناکامه کړي، کوم چې د امریکې د آزادۍ، بشري حقونو، او د قانون حاکمیت مثالي نمونو ته زيان رسوي."

په یو مثال کې، یو چینایي ایجنټ او څو شریک سازش کونکو د یوکس يوه بالغه لور د څارنې او آنلاین ځورونې لپاره په نښه کړه.

په ځانګړي توګه، دغه ایجنټ د يو شخصي تحقیق کونکي د استخدامولو هڅه وکړه چې د دغه کس لور په ګوته کړي چې د فشار راړولو لپاره د يو کمپاين د برخې په توګه د هغې تصويرونه وباسي او ويډيو يې جوړه کړي.

په ورته وخت کې، یو نامعلومه سازش کونکي لور او د هغې ملګرو ته په ټولنیزو رسنیو کې ځورونکي پیغامونه ولیږل.

په نورو مثالونو کې، چینایي ایجنټانو ځانګړي کسانو ته لیکونه او ویډیوګانې واستولې، چې داسې پیغامونه يې لرل چې دوی به یې د کورنۍ غړو ته زیان ورسوي، په داسې حال کې چې دوی اوس هم په چین کې میشته دي.

ورې وویل، "د نن ورځې تورونه د چین د دوامداره او پراخه غير قانوني چلند یو بل مثال هم په ګوته کوي -- او د دې د برداشت کولو نه زمونږ انکار هم ښيي."

بیجینګ د پنجشنبې په ورځ (د اکتوبر په ۲۹ مه) د خپلو تورن شويو ایجنټانو کړنې داسې بيان کړې چې دا د نړیوال قانون سره مطابقت لري او د بهرنیو واکونو او حاکمیت احترام کوي.

'ښکاري'

په متحده ایالاتو کې افشا شوې توطیه د هغې له پولو بهر د بیجینګ د مداخلې يو وروستی ثبوت دی..

بیجینګ په ځمکنیو شخړو کې ډير زيات جارحانه هيواد جوړ شوی او د قوي پوزيشن ترلاسه کولو لپاره د غلطو معلوماتو کمپاینونه، رشوت، بليک مېلنګ، د فکري ملکیت غلا او جاسوسي کاروي.

د فشار راړولو لپاره د بیجینګ یوه اصلي ستراتیژي قرض دی.

دا په نړۍ کې کمزوريو هیوادونو ته په پراخه کچه قرضي ورکوي چې د هغوی د اقتصاد په ښه کولو کې مرسته وکړي، خو کله چې دا هیوادونه په حتمي ډول قرضې نه شي ورکولی، نو بیجینګ د ناوړه رعايتونو غوښتنه کوي. .

په دې کې د چینایي ګټو لپاره سفارتي ملاتړ یا د یو هیواد د طبیعي سرچینو عمده برخه شامله ده.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د چهارشنبې په ورځ چین "د ښکاري" په توګه ياد کړو ځکه چې دا په کوچنیو هیوادونو کې په داسې کړنو کې ښکيل دی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500