امنیت

د متحده ایالاتو پوځ د چین او روسيې د مخنيوي لپاره د اتحادونو د پیاوړي کولو لپاره هڅه کوي

پاکستان فارورډ او ای اېف پي

د فبرورۍ په میاشت کې ازبک او د متحده ایالاتو پوځي پرسونل په ګډه په مشق کې برخه اخلي. [په ازبکستان کې د متحده ایالاتو سفارت خانه]

د فبرورۍ په میاشت کې ازبک او د متحده ایالاتو پوځي پرسونل په ګډه په مشق کې برخه اخلي. [په ازبکستان کې د متحده ایالاتو سفارت خانه]

د متحده آیالاتو پوځ د سه شنبې په ورځ (د اکتوبر په ۲۰ مه) د ملګرو هیوادونو سره د اتحاد پیاوړي کولو او د نويو لارو چارو موندلو لپاره د يو نوښت اعلان وکړو چې د روسیې او چین د نړیوال نفوذ پروړاندې د خپلو پوځونو ترمينځ د همغږۍ رامينځته کولو لپاره نوې لارې ومومي.

د امریکې د دفاع وزیر مارک ایسپر په واشنګټن کې په يوې څيړنيزې موسسې، اټلانټک کونسل، کې د خطاب په دوران کې وويل، "چین او روسیه په چټکۍ سره خپل وسله وال ځواکونه عصري کوي او خپل مخ په وده کونکی قوت کاروي چې نړیوال قانون له پامه وغورځوي، د هيوادونو له حاکمیت څخه سرغړونه وکړي او د قدرت توازن بدل کړي.

هغه وویل، په سویلي چین بحر کې د چین جارحيت او د اوکراین سره د کرملین جګړه "د دوی ناوړه هڅې په ډاګه کوي چې د نورو خپلواکي ختمه کړي او د هیوادونو او ادارو زغم او یووالي ته زیان ورسوي."

ايسپر وويل، "د امریکې د متحدینو او شریکانو شبکه ... هغه مثالي ګټه چمتو کوي چې زموږ مخالفان ورسره مقابله نه شي کولی."

د اردن د ترهګرۍ ضد عسکر په ۲۰۱۸ کال کې په امان کې د متحده ایالاتو د پوځي پرسونلو سره مشق کوي، دا مشق د متحده آيالاتو تر مشرۍ لاندې د هغه روزنې يوه برخه ده چې ۱۹ همکار هيوادونه لري. دغه روزنه د شراکتونو پیاوړتیا او سیمه ییز ثبات ته د ودې ورکولو لپاره جوړه شوې ده. [سينټکام]

د اردن د ترهګرۍ ضد عسکر په ۲۰۱۸ کال کې په امان کې د متحده ایالاتو د پوځي پرسونلو سره مشق کوي، دا مشق د متحده آيالاتو تر مشرۍ لاندې د هغه روزنې يوه برخه ده چې ۱۹ همکار هيوادونه لري. دغه روزنه د شراکتونو پیاوړتیا او سیمه ییز ثبات ته د ودې ورکولو لپاره جوړه شوې ده. [سينټکام]

دغه نوښت د اتحادونو او مشارکتونو لپاره د لارښود (جي ډي ای پي) په نوم یادیږي.

چین او روسیه ملګري نه لري

ایسپر وویل، بیجینګ او ماسکو د نفوذ ترلاسه کولو کليدي وسیلې نه لري: شراکتونه.

هغه وویل، "چین او روسیه شاید په ګډه له لسو څخه لږ متحدین لري." هغه زیاته کړه چې د دوی غیر قانوني چلند به احتمالي ملګري متنفره کړي.

ایسپر وویل، په عین حال کې، متحده ایالات، د "متحدینو او شریکانو پراخه شبکه" لري، او همدا ډول هغه اړیکې چې "زموږ په ګډو ارزښتونو او ګټو کې ژورې ریښې لري."

البته، ایسپر "د خپلو اړیکو اوږدمهاله شبکې" له پامه غورځولو پروړاندې خبرداری ورکړو.

هغه په مالټا، منګولیا او پالاؤ کې د خپلو اړیکو جوړولو لپاره سفرونو ته اشاره وکړه، او همدارنګه متحده ایالات پلان لري چې په پولينډ کې خپل ځواکونه ځای پر ځای کړي.

هغه د میانمار، کمبودیا او لاوس په حواله وویل، له بلې خوا، "چې څومره کوچنی هيواد وي او د هغه ضرورتونه څومره زيات وي، نو د بیجینګ لخوا فشار خورا زيات وي."

هغه زیاته کړه، "د هند او انډونیزیا په څیر هم فکره جمهوريتونه ... ټول په دې پوهیږي چې چین څه کوي."

ايسپر وویل چې د متحده ایالاتو په ستراتیژۍ کې د متحده ایالاتو د وسلو خرڅولو پراختيا شامله ده چې متحدین پیاوړي کړي او د روسیې او چینایي سیالۍ په وړاندې د متحده ایالاتو دفاعي صنعت پیاوړی کړي.

ايسپر وویل، هغه د "مهمو" وسلو سیسټمونو صادرولو او د متحده ایالاتو بازارونو د ساتنې لپاره ګړندۍ اجازه ورکړې ده.

هغه وويل، د مثال په توګه، واشنګټن په دې وروستیو کې د جګړې د ډرون الوتکو په صادرولو پابندۍ نرمې کړې، چې دا يې په تائیوان او متحده عرب اماراتو خرڅولی شي.

بیجینګ د يو نړیوال "ځوروونکي" په توګه

څارونکي وايي، بیجینګ په ځمکنیو شخړو کې ډير زيات جارحانه هيواد جوړيږي.

د هانګ کانګ وروستې برتانوي ګورنر کریس پیټین د جولای په ۸ مه په يو آنلاین بحث کې وویل، "له هندوستان څخه جاپان پورې ... آسترالیا پورې، کاناډا پورې، چینایان په ټوله نړۍ کې خپله اجنډه پر مخ بوځي."

په مرکزي آسیا کې، د روسیې او چین رژیمونه د نفوذ ترلاسه کولو لپاره هلې ځلې کوي.

د چین پوځي چارواکو په منظم ډول د قزاقستان، تاجکستان او قرغزستان د دفاع وزیرانو سره سلا مشورې کوي او بیجینګ ورته وسلې چمتو کوي. د مثال په توګه، ترکمنستان له چین څخه د هوا د دفاع سیستمونه، بې پيلوټه الوتکې او سپک زغره وال ګاډي ترلاسه کوي. قزاقستان او ازبکستان له چین څخه جنګي بې پیلوټه الوتکې او د خپلو وسله والو ځواکونو لپاره تخنیکي مرسته ترلاسه کوي.

بیجینګ تاجکستان ته ځانګړې پاملرنه ورکوي، چې دواړه له چین او افغانستان سره ګډه پوله لري او د نورو هیوادونو په پرتله له افغانستان سره اوږده پوله لري.

څو کاله مخکې، چین په افغانستان کې واخان ته نږدې په تاجکستان کې یوه پوځي اډه جوړه کړه، چې په احتمالي توګه په افغانستان کې د نفوذ پیل دی. افغانستان يو داسې هيواد دی چې د چین د سیمه ایزو مقاصدو لپاره کلیدي دی.

د سویلي چین په سمندر کې، بیجینګ، د نورو هیوادونو د ځمکنیو ادعاوو په قیمت، مصنوعي ټاپوګان جوړوي او د سرچینو په تعقيب کې یو دروند پوځي شتون رامينځته کوي.

بیجینګ د هندي بحر په اوږدو کې یو لړ بندرونه جوړ کړي، چې د سویلي چین له سمندر څخه تر سویز کانال پورې د تیلو چمتو کولو او رسد سټیشنونو يوه لړۍ جوړوي. دا ظاهراً تجارتي بندرونو دي، خو خپل ګړندي وده کونکي بحري ځواک ته به اجازه ورکړي چې خپل لاسرسی پراخه کړي.

بیجینګ د خپل مالي تسلط نه ګټه پورته کوي چې د ستراتیژیکو بندرونو لپاره د پوځي استعمال غوښتنه وکړي، چې په دې کې په پاکستان کې ګوادر او په ايران کې جاسک شامل دي.

د کرملین ناوړه نفوذ

په عين حال کې، په نړۍ کې د ماسکو عمل د صدر ولادیمیر پوتین په مشرۍ د رژیم ناوړه ماهیت په ګوته کوي. .

د حکومت لخوا تمویل شوي فعالین ښکاري چې د بهرنۍ ټولنو د کنټرولولو، د حکومتونو کمزوري کولو، د نړيوالو تړونونو څخه سرغړونې، د غلطو معلوماتو خپرولو او بشري حقونو ته د زیان رسولو اراده لري.

د مثال په توګه، په ليبيا کې، ماسکو اجیر پوځ واګنر ډله کاروي چې د ملګرو ملتونو له خوا د منل شوي حکومت پروړاندې د پياوړي کس خلیفه هفتار ملاتړ وکړي.

په سوريه کې، د سوریې د صدر بشارالاسد لپاره د کریملن ملاتړ د وینو تويولو یوه غمجنه لړۍ پريښودې ده.

تير کال، د روسیې استخباراتي يونټ، چې د يونټ ۲۹۱۵۵ په نوم پیژندل کيږي، په پټه طالبانو ته په افغانستان کې په ایتلافي ځواکونو د برید کولو لپاره انعامونه ورکړل.

په مرکزي آسیا کې، قرغزستان په خپله خاوره کې د روس د هوایي او توغندیو دفاعي سیستمونو د ځای پرځای کولو د ارادې په اړه پوښتنې لري. د ترکمنستان چارواکي له دې کبله په روسیې غوسه دي چې دا د عشق آباد په سرحدي امنیت کې ناکامۍ ته هوا ورکوي او تاجکستان د کرملین دا دريځ غندي چې دا د روسیې پوځي مرستې ته اړتیا لري.

په قزاقستان کې، اندیښنې راپورته کیږي چې د یوروسین اقتصادي اتحادیې لاندې د همکارۍ پراخه کولو لپاره د ماسکو وروستۍ هڅې په دې معنا دي چې په پخوانو شوروي دولتونو باندې د روسيې کنټرول پیاوړی کړي.

کرملین د دې لپاره خورا مشهور دی چې د خپلو پوسټونو فيکټريو او هېکینګ يونټونو له لارې غلط معلومات خپاره کړي او ګډوډي رامينځته کړي. په دې وروستیو کې د کورونا ویروس ناروغۍ مسکو ته یو بل فرصت ورکړی چې ګډوډۍ ته هوا ورکړي.

ايسپر وویل، په نړۍ کې دې ناروغۍ خورا زيان رامينځته کړی دی، چې د بوج شریکولو اړتیا یې زياته کړې ده.

هغه وویل، "نن ورځ زموږ ګواښونه کم شوي نه دي، بلکې زيات شوي ځکه چي -- زموږ سیالان د نړیوال بحران نه د ګټې اخيستلو په لټه کې دي."

متحده ایالات تمه لري چې د دې متحدین به "د چین د ناوړه چلند او د روسيې د جارحيت په مقابله کې د متحده ایالاتو سره اوږه په اوږه ودریږي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500