تجزيه

په تاجکستان کې د چین امنیتي پراختیا په روسیې کې اندیښنې راپارولي دي

د کانات التینبایوف لخوا

چينايي پوځيان د سپتمبر په مياشت کې د شانګهای د همکارۍ سازمان له نورو غړو هېوادونو سره مشق کوي. [د چین د دفاع وزارت]

چينايي پوځيان د سپتمبر په مياشت کې د شانګهای د همکارۍ سازمان له نورو غړو هېوادونو سره مشق کوي. [د چین د دفاع وزارت]

الماتې -- کارپوهان وايي چې چین په تاجکستان کې په چټکۍ سره خپل پوځي حضور زیاتوي، چې دا یو داسې رجحان دی چې روسیه یې په جدي توګه اندېښمنه کړې ده.

د اکتوبر په وروستیو کې، د تاجکستان پارلمان د تاجکستان د کورنیو چارو وزارت (اېم وي ډي) او د چین د عامه امنیت وزارت ترمنځ د منځنۍ اسیا په جمهوریت کې د اډې د جوړولو تړون تصویب کړو.

د تړون له مخې، چین ژمنه وکړه چې په ۳۵۰۰ هکتاره ځمکه کې یو امنیتي کمپلکس جوړ کړي چې د اېم وي ډي د ځانګړي چټک غبرګون يونټ (اېس او بي آر) لپاره ۱۲ ودانۍ لري -- چې د استوګنې او روزنې تاسيسات پکې شامل دي.

د پارلمان د سرچینو په وینا، دا اډه به د ګورنو- بدخشان خودمختاره صوبې په اشکاشیم ضلعه کې وي.

د مرکزي پوځي ډسټرکټ عسکر د نومبر په میاشت کې په تاجکستان کې د کوبالټ-۲۰۲۱ په مشق کې برخه اخلي. [د روسیې د دفاع وزارت]

د مرکزي پوځي ډسټرکټ عسکر د نومبر په میاشت کې په تاجکستان کې د کوبالټ-۲۰۲۱ په مشق کې برخه اخلي. [د روسیې د دفاع وزارت]

دا عکس د نومبر په میاشت کې په تاجکستان کې د کوبالټ-۲۰۲۱ په يو مشق کې د مرکزي پوځي ډسټرکټ د سرتیرو لخوا د جعلي دښمن ویجاړول ښیي. [د روسیې د دفاع وزارت]

دا عکس د نومبر په میاشت کې په تاجکستان کې د کوبالټ-۲۰۲۱ په يو مشق کې د مرکزي پوځي ډسټرکټ د سرتیرو لخوا د جعلي دښمن ویجاړول ښیي. [د روسیې د دفاع وزارت]

د پارلمان یو ویاند د نوم نه ښودلو په شرط ای اېف پي ته وویل، چین به د ساختماني ټول لګښتونه پوره کړي او چین به ۸.۵ ملیونه ډالره د جوړولو د مرستې په توګه چمتو کړي.

په وروستیو کلونو کې، چین د تاجکستان په پامیر کې څلور سرحدي پوستې هم جوړې کړې دي، یو پوځي روزنیز مرکز، د تروریزم، افراطیت او بېلتونپالنې سره د مبارزې مرکز، او په دوشنبي کې د افسرانو کلب.

د شنونکو له مخې، دا ډول مرستې احتمال لري چې د شرطونو پر اساس وي.

سیاسي ساینس پوه اندري زاخاتوف د نومبر په میاشت کې وویل، "د پوځي حضور اجازه ممکن د اډې د جوړولو لپاره د [تاجکستان] تاديه وي.

هغه وویل، "چین غواړي په یوه تیږه دوه مرغۍ ووژني -- چې د واخان دهلیز له لارې د اویغور بیلتون غوښتونکو له احتمالي پوځي بریدونو څخه ځان وساتي او د افغانستان او تاجکستان څخه د قیمتي فلزاتو د صادراتو لپاره د خورا مناسبو ترانسپورتي لارو د جوړولو لپاره حالات برابر کړي."

د قزاقستان د ستراتیژیکو مطالعاتو په انسټیټیوټ کې د يو پوځي شنونکي نورسلطان د جورجي دوبوتسیوف له مخې، په تاجکستان کې د بیجینګ پوځي اقدامات د سیمه ایز امنیت د تامینولو لپاره نه دي بلکې د خپلې خاورې، په ځانګړې توګه شنجيانګ، د افراطیت له ګواښونو څخه د ساتنې لپاره دي.

دوبوتسیوف وویل، "د منځنۍ اسیا هېوادونه په بدل کې هڅه کوي چې د خپل امنیت د ټینګولو لپاره د چین له پوځي توان څخه کار واخلي، ځکه چې د دوی خپلې سرچینې کافي نه دي."

چینایي پلانونه د روسیې نفوذ کموي

د تاجکستان او چین ترمنځ دا ډول اړیکي کیدای شي یو بل ځواک اغیزمن کړي: روسیه.

په واشنګټن ډي سي کې د څيړنيزې موسسې کینان انسټیټیوټ لخوا د می د مياشتې په وروستیو کې په خپور شوي راپور کې یادونه شوې چې منځنۍ آسیا د چین او روسیې لخوا په سیمه کې د خپل نفوذ د جوړولو په هڅه کې د پام وړ جغرافيايي او سياسي بدلون سره مخ ده.

په ۱۹۹۱ کال کې د شوروي اتحاد له ړنګیدو وروسته، په منځنۍ اسیا کې د ماسکو اقتصادي واکمني کمه شوه ځکه چې بیجینګ لاسته راوړنې ترلاسه کړې، خو روسیه په سیمه کې د امنیت اصلي ضامن پاتې کیږي.

په تېرو پنځو کلونو کې روسیې د سیمې ۶۲ سلنه وسلې برابرې کړې دي.

د کینان انسټیټیوټ د راپور له مخې، سربیره پردې، ماسکو په منظمه توګه په منځنۍ اسیا کې په ځانګړې توګه د تاجکستان په ستراتیژیکو سرحدي سیمو کې پوځي مشقونه ترسره کوي، او په ۲۰۱۸ کال کې روسیې "له ۱۹۸۹ کال راهیسې له تاجکستان څخه پر افغانستان خپل لومړنی وژونکی برید پیل کړو".

بیا هم چین په سیمه کې د پام وړ نفوذ ترلاسه کوي.

دغه راپور وايي، په تېرو پنځو کلونو کې بېجينګ د سيمې ۱۸ فيصده وسلې برابرې کړې، چې د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۴ کلونو ترمنځ په پرتله ۱.۵ فيصده زياتوالی دی.

چین په ۲۰۱۶ کال کې په مرکزي اسیا کې خپل لومړني پوځي تاسیسات د تاجکستان په پامیر غرونو کې جوړ کړل، او په وروستیو کلونو کې بیجینګ "په سیمه کې د خپلو پوځي يونټونو د عملیاتي وړتیا وړاندې کول پیل کړي دي".

په دې راپور کې ويل شوي، "په داسې حال کې چې ماسکو په بیجینګ ستراتیژیکي برتري لري، دا خلا په ختمیدو ده، او که چیرې دا رجحان دوام ومومي، ماسکو ممکن په راتلونکې لسیزه کې خپل نفوذ [په منځنۍ اسیا کې] کمزوری ومومي."

په راپور کې ويل شوي، په منځنۍ اسیا کې د سترو قدرتونو تر منځ د مخ پر ودې سیالۍ په دوره کې، د چین او روسیې تر منځ کړکېچ زیاتېدې شي او د دوی اړیکې به وازمویل شي.

د بیجینګ تمرکز پر تاجکستان دی

په بشکیک کې د امنیتي شنونکي کاسیبیک جولچیوف په وینا، چین په ځانګړې توګه تاجکستان د خپل نفوذ د کمپاین د پیل ځای په توګه غوره کړی دی.

جولچیوف وویل، "دوشنبه په خطرناک ډول په بیجینګ تکيه کوي، چې اصلي قرض ورکوونکی يې دی او د دغه هیواد په بهرني قرضونو کې ۴۰ فيصده برخه لري." "تاجکستان د دې توان نه لري چې خپله قرضه بېرته ورکړي او له همدې امله اړ دی چې چین ته د همکارۍ په نږدې هره برخه کې امتیازات ورکړي."

د بېلګې په توګه، نن ورځ، چینایي شرکتونه د تاجکستان د سرو زرو له ۸۰ فيصده څخه زیات کانونه استخراج کوي.

جولچیوف وویل، د قزاقستان او قرغزستان برعکس، تاجکستان د یوریشیا اقتصادي اتحادیې (اي اي يو)، چې د روسیې لخوا جوړ شوی يو سیمه ایز اقتصادي بلاک دی، سره نه دی یو ځای شوی ځکه چې چین د دې اقدام مخالفت وکړو.

جولچیوف د څلور اړخیزې همکارۍ او همغږۍ میکانیزم ته په اشارې سره وویل، د دې پرځای يې، "په ۲۰۱۶ کال کې دوشنبه د ترهګرۍ ضد هغه ایتلاف سره یوځای شو چې بیجینګ د سیمه ایز ثبات د تضمین لپاره پیل کړی و. په دې ایتلاف کې چین، تاجکستان، پاکستان او افغانستان شامل دي."

"له هغه وخت راهیسې، د دغو هیوادونو د امنیتي شورا مشرانو په منظمه توګه سره لیدلي او نږدې همکاري کوي."

هغه زیاته کړه، "تاجکستان له روسیې سره ملګرتیا ته لږ لېواله دی."

چین په تاجکستان کې د کلتور په برخه کې حتی د روسیې څخه هم ډېره ونډه لري.

اوس د څو کلونو راهيسې، د تاجکستان په ډېرو ښوونځيو کې چينايي ژبه تدريس کېږي، چې داسې ښکاري چې د روسي ژبې په پرتله ډېره مشهوره شوې ده. سربېره پردې، څو زره تاجک زده کونکي د چین په يونيورسټو کې زده کړې کوي.

جولچیوف دغه رجحان په سیمه کې د چین د اقتصادي پراختیا او د ګڼ شمېر چینایي پروژو له پیل سره تړلی دی چې ګډونوال یې باید په چینایي ژبه پوه شي.

هغه وویل، "په تاجکستان او په ټولیزه توګه په منځنۍ اسیا کې د روسیې نفوذ په کمېدو دی، ځکه چې چین زیات فعالېږي، او دا د ماسکو لپاره ډېره د اندېښنې وړ خبره ده."

جولچیوف وویل، روسیه "هغه سیمه له لاسه ورکوي چې یو وخت یې کنټرول په لاس کې لرلو، خو د دې توان نه لري چې د پرمختګ لپاره ریښتیني زړه راښکونکي اهداف وړاندې کړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500