ماسکو -- په داسې حال کې چې ډېر هېوادونه هڅه کوي چې خپلې سفارتخانې خالي کړي او له افغانستان څخه خپل کارکوونکي وباسي، روسیه وايي چې هغه به هلته پاتې شي.
یوه ورځ وروسته له هغې کله چې طالبانو کابل ونيولو، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د اګست په ۱۶مه په یو بيان کې وویل چې د افغانستان په مرکزي ښار کې وضعیت "ښه کيږي" او طالبانو "د عامه نظم د بيرته بحالۍ" لپاره کار پیل کړی دی.
سفیر دیمیتري ژیرنوف وویل، طالبان له مخکې نه د روسیې د سفارت خانې ساتنه کوي او ماسکو ته یې ډاډ ورکړی چې دغه وداني به خوندي وي.
هغه وویل، وسله والو روسانو ته ډاډ ورکړو چې د "هغوی د سفارتکارانو د سرونو نه به یو وېښته هم ونه غورځېږي".
که څه هم، داسې ښکاري چې د وخت په تېرېدو سره په طالبانو باندې د روسېې باور کمېږي. د چهار شنبې په ورځ (د اګست په ۲۵ مه) څلورو روسي جنګي الوتکو د روسېې د صدر ولادمیر پوتین په حکم د روسیې او منځني آسیا هېوادونو له ۵۰۰ څخه زيات وګړي د افغانستان نه وویستل.
دغه ګام د افغانستان په اړه د روسیې په دريځ کې بدلون په ګوته کوي.
سره له دې چې د سخت دریځې اسلامپالې ډلې ریښه په ۱۹۸۰ عشره کې د شورويانو پر ضد جګړې ته -- چې په کې نږدې ۱۵۰۰۰ شوروي سرتېري وژل شوي ول -- رسېږي، اوس د دغې ډلې په هکله د روسیې نظر عملي دی.
درې عشرې وروسته، کریملېن چې په ښکاره توګه د درد نه ډکه ماضي ته پام نه کوي په ماسکو کې څو ځله د خبرو اترو په کوربه توب سره د طالبانو نړېوال اعتبار پیاوړی کړی دی -- سره له دې چې په دغه غورځنګ باندې په روسیه کې د یوې ترهګرې ډلې په توګه بنديزونه لګيدلي دي.
په داسې حال کې چې په دغه ډله باندې بندیزونه لګيدلي ي، خو کریملېن لږ تر لږه د ۲۰۱۵ کال راهیسې طالبانو ته د وسلو چمتو کولو او د مالي مرستې څخه ډډه نه ده کړې -- چې دا يوه داسې اړيکه ده چې کيدی شي ماسکو يې دې ته هڅولی وي چې خپله سفارت خانه خلاصه وساتي.
ژیرنوف د اګست په ۱۸ مه ناوخته په کابل کې له طالبانو سره وکتل، او په دولتي تلوېزیون يې دا یوه "مثبته او رغوونکې" کتنه وبلله.
په منځنۍ اسیا کې د کریملېن د ګټو خوندي کول
شنونکي وایي، د دغو خبرو موخه دا ده چې د منځنۍ اسیا ګاونډیو هېوادونو ته، چيرته چې روسیه په کې پوځي اډې لري، د شخړې د غځيدو مخنيوی وکړي.
نیکولای بوردیوژا، چې د ماسکو په مشرۍ د جامع امنیتي تړون سازمان (سي اېس ټي او) پخوانې سيکريټري جنرل دی، وویل، "که موږ غواړو چې په منځنۍ اسیا کې سوله وي، نو موږ باید له طالبانو سره خبرې وکړو."
که څه هم د منځنۍ اسیا څو هېوادونو د ناټو ځواکونو ته په لوجیستیکي برخه کې ملاتړ چمتو کړی دی، خو طالبانو خپلو شمالي ګاونډیانو ته ډاډ ورکړی چې هغوی له دغو هېوادونو سره څه ستونزه نه لري.
ژیرنوف وړانديز وکړو چې طالبانو ماسکو ته هم ډاډ ورکړو.
روسیه غواړي چې افغانستان په نړۍ کې "له ټولو هېوادونو سره سوله ییزې اړیکې ولري" او "طالبانو له مخکې نه له موږ سره ژمنه کړې ده".
خو کریمیلن د پنجشنبې په ورځ په افغانستان کې د طالبانو د حکومت په رسمي توګه د منلو څخه ډډه وکړه او ويې ویل چې هغوی به د خپلې پرېکړې کولو څخه مخکې د دغه ډلې د چلند څارنه وکړي.
په دې اوړي کې د افغانستان په مختلفو برخو کې د طالبانو په پرمختګ سره، روسیې له خپلو متحدینو ازبکستان او تاجکستان سره مشقونه ترسرہ کړل او ځان يې د منځنۍ اسیا -- د هغې د تاريخ د ساتونکي په توګه وښودلو -- که څه هم دوی مخکې طالبانو ته پیسې او وسلې ورکړي.
د منځنۍ اسیا د چارو کارپوه ارکاډي دوبنوف وویل، اوس به مسکو دې ته ګوري چې په سیمه کې خپل پوځي شتون پیاوړی کړي.
هغه وویل، "د څه حده پورې، دا هیوادونه مکلف دي چې د ماسکو مرسته ومني، خو هیڅ څوک به نه غواړي چې د خپل امنيت لپاره خپل حاکمیت له لاسه ورکړي."
هغه ټینګار وکړو چې د افغانستان درې د منځنۍ اسیا ګاونډیان؛ ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان د شخړې پر وړاندې مختلف چلندونه لري.
ازبکستان او ترکمنستان له طالبانو سره په لوړه کچه خبرې وکړې او داسې ښکاري چې د طالبانو واکمني په رسمي توګه ومني، په داسې حال کې چې تاجکستان له وسله والو سره خبرې اترې نه دي کړي.
دوستانه او همکاره متحدین
له طالبانو سره د روسیې خبرې اترې د څو کاله اړیکو ساتنې ثمره ده.
د کریملین ویاند دیمیتري پیسکوف د جولای په میاشت کې طالبان "د یو قوي ځواک" په توګه بيان کړل. هغه وخت د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په افغان حکومت تور ولګوو چې د خبرو اترو په پرمختګ کې له ځند څخه کار اخلي.
د افغانستان لپاره د کریملېن ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د اګست په ۱۶ مه د ایخو موسکوي راډېو سره په خبرو کې وویل، "دا بې ګټې نه ده چې موږ له تېرو اووه کلونو راهیسې د طالبانو غورځنګ سره اړيکې لرلې."
د شوروي - افغان هغه جنګ ته په پام سره چې دواړه غاړې يې غواړي هېر کړي، دغه اړيکې ډېرې پوښتنې رامنځته کوي.
د ماسکو د کارنیګي مرکز الیګزاندر باونوف وویل، خو روسیه فکر کوي چې طالبان له ۱۹۹۰ عشرې راهيسې کله چې القاعدې ته یې پناه ورکړی وه بدل شوي دي.
هغه ای اېف پي ته وویل، " ماسکو د مجاهدینو دې بڼې ته د دښمن په توګه نه ګوري."
په داسې حال کې چې په کابل کې غیر یقیني حالت دی، بیجینګ په چټکۍ سره طالبانو ته د مبارکۍ پیغام واستولو.
د حکومت یوې ویاندې د اګست په ۱۶ مه وویل، چین چمتو دی چې له طالبانو سره "دوستانه او د همکارۍ" اړیکې ژورې کړي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هوا چونینګ خبریالانو ته وویل، "طالبانو په مکرر ډول له چین سره د ښو اړیکو د پراختیا هیله څرګنده کړې، او دا چې دوی د افغانستان په بیارغونه او پراختیا کې د چین ګډون ته سترګې په لار دي."
د بیجینګ له خوا د طالبانو منل هم ستراتیژیکي اغيزې لري.
شنونکي وايي، په کابل کې همکاره انتظاميه به په افغانستان او د مرکزي آسیا په جمهوریتونو کې د چين د بيلټ او سړک نوښت (بي آر آی) د پراخولو لپاره لاره هواره کړي.
د بيلټ د او سړک د نوښت د هدفونو په ډله کې یو دا دی چې د غریبو هېوادونو د طبیعي زیرمو اېستلو او چین ته رسولو ته لاره هواره کړي.
په عين حال کې، طالبان چین په مستقیم ډول یا د پاکستان، چې د بیجینګ نږدې ملګری دی، له لارې د سرمايه کارۍ او اقتصادي ملاتړ یوه مهمه سرچینه ګڼي.
د اسانتیا په دې اتحاد کې، داسې ښکاري چې طالبان په شنجیانګ کې په ملیونونو مسلمانانو سره د چین په ظلم باندې سترګې پټوي، په داسې حال کې چې بیجینګ د طالبانو د وسله والو د نظريې او د افغان حکومت د نسکورولو لپاره د هغوی د تاوتريخجن کمپاین په اړه ډير لږ غږيږي.