تروريزم

کتونکي وايي چې له مسلمانانو سره د بیجینګ ناوړه چلند په پاکستان کې اورپکۍ ته لمن وهي

د زرک خان لخوا

امنیتي پرسونل د نومبر په ۸ مه په کراچۍ کې د نېشنل سټيډیم څخه بهر چمتو ولاړ دي. [اصف حسن/آصف حسن]

امنیتي پرسونل د نومبر په ۸ مه په کراچۍ کې د نېشنل سټيډیم څخه بهر چمتو ولاړ دي. [اصف حسن/آصف حسن]

اسلام آباد -- کتونکي وايي، په چین کې د مسلمانانو سره د بیجینګ ناوړه چلند د دې امکان لري چې په ګاونډي پاکستان کې افراطیت ته لمن ووهي او په هیواد کې د چین په ګټو باندې بریدونه چټک کړي.

د شنجيانګ په مسلمان اکثريت سيمه کې، د بیجینګ چارواکو تر ۴۰۰ تاسیساتو کې له یو ملیون څخه زیات اویغوران او نور ترک مسلمانان -- د قازقانو، اویغورانو په شمول -- بندیان کړي دي چې پکې د "سیاسي زده کړې" کېمپونه، بغیر له محاکمه کولو توقیف خونې او زندانونه شامل دي.

په ملیونونو نور خلک د سخت نظارت او کنټرول لاندې ژوند کوي.

بیجینګ "د فني زده کړو مرکزونو" په توګه د تاسيساتو دفاع کوي چې موخه یې د ترهګرۍ مخنیوی او د کاري فرصتونو ښه کول دي.

که څه هم، دا تاسیسات په پراخه کچه د غیرقانوني توقیف خانو په توګه راپور شوي چې ځینې پکې د "تمرکز کېمپونو" په نوم یادیږي.

د پخوانیو بندیانو سره خپلواکه تحقیقات او مرکې جسماني او ذهني ځورنه، د مغز وينځل، په منظمه توګه تیري، په جبري توګه د مسلمانانو ښځو شنډول، په جبري توګه د غړيو لرې کول، جنسي تيري، او نور وحشتونه په ګوته کوي.

تېره میاشت، بیجینګ یو قانون هم استعمال کړو چې د آنلاین کتابونو یا مجلو ویشل اجازه لیک ته اړتیا لري ترڅو ایپل مجبور کړي چې په چین کې د خپل اېپ سټور څخه د قرآن مجید اېپ لرې کړي.

د اپلیکېشن جوړونکي، د پاکستان د ډیټا مدیریت خدماتو (پي ډي اېم اېس) په وینا، د دغه اېپ لرې کولو دا ایپ د نږدې یو ملیون کاروونکو لپاره غیر فعال کړو.

د دغه شرکت په وینا، په ټوله نړۍ کې له ۲۵ ملیونو څخه ډېر مسلمانان پدې کاريال باور لري کوم چې دا د قران لوستلو او د تلاوت اوريدو، د مونځ د وختونو معلومولو، د قبلې اړخ د معلومولو، او د مکې او مدینې ژوندۍ ويډيوګانو کتلو او نورو کارونو لپاره کاروي.

د آسټرالیا د ستراتیژیکي پالیسۍ انسټیټیوټ د راپور له مخې، چې د سيټلایټ په هغه تصويريونو پر بنسټ دی چې په سلګونو مقدس ځایونه او احصایې نمونې پکې ښودل شوي دي، چینايي چارواکو زياتره په تېرو دريو کلونو کې تقريباََ ۱۶۰۰۰ جوماتونه ویجاړ کړي او يا يې زیانمن کړي دي.

د اویغور مدافعینو او خپلواکو رسنیو په وینا، په تېرو دوو کلونو کې، چینایي چارواکو د لسګونو ملیونو ډالرو په ارزښت د اویغور سوداګرو ملکیتونه هم ضبط کړي او په ليلام کې يې خرڅ کړي دي.

دا لیلامونه د چین د کمونست ګوند (سي سي پي) د يو پراخه کمپاین یوه برخه ده چې د چین توکمیز اقليتونه "چينيان" کړي او په شنجيانګ سیمه کې د اویغور او نورو ترکي ژبو مسلمانانو -- د قزاق او قرغیز اقليونو په ګډون -- پروړاندې مبارزه وکړي.

اورپکۍ ته لمن وهل

د څارونکو په وینا، دې ډول پالیسیو، د اسلام لپاره د چینایي شرکتونو بې احترامي او په بلوچستان او سيند کې د چینایي نفوذ ودې لا د مخکې نه په پاکستان کې مذهبي او قومي اورپکۍ ته وده ورکړې ده.

تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) تر دې وړاندې هم په چین کې له مسلمانانو سره د چلند غندنه کړې او د پاکستان په مختلفو برخو کې یې د چین ګټې په نښه کړې دي.

اسلام اباد او بیجینګ دواړو د جولای په ۱۴مه د هغه ځانمرګي برید پړه په ټي ټي پي واچوله چې نهه چینایي انجنیران پکې وژل شوي ول چې د پاکستان د خېبر پښتونخوا په کوهستان ضلعه کې يې د بجلۍ په یوې پروژه کې کار کولو.

د اپرېل په میاشت کې، ټي ټي پي د بلوچستان صوبې په کویټه کې په هغه لکژري هوټل کې د یوې مرګونې چاودنې مسوولیت په غاړه واخيستو چې د چين سفير پکې موجود و.

يو شنونکي، چې د چین د کمونست ګوند تر ملاتړ لاندې ګلوبل ټایمز ورځپاڼې يې حواله ورکړې وه، د سپتمبر په ۱۸ مه وويل، تحريک طالبان پاکستان هڅه کوي "چې په پاکستان کې ډېر فعالیتونه ترسره کړي، او په ډېرو چینايي خلکو یا چینایي پروژو باندې برید وکړي ترڅو په پاکستاني حکومت فشار زيات کړي".

سید فضل حسین، چې په کراچۍ کې یو څیړونکی دی او په افراطي میډیا تمرکز کوي، وویل، په تېرو څو کلونو کې، د ټي ټي پي او د هغې د اتحادي ډلې القاعدې سره د تړلو ډلو لخوا په رسنیو کې د چین پر ضد بیانات په پراخه کچه زیات شوي دي.

هغه وويل، ټي ټي پي اکثر د چين د حکومت پر ضد تفصيلي بيانونه خپروي، او د هغو حالاتو غندنه کوي چې چينايي مسلمانان ورسره په خپل هيواد کې مخ دي.

حسین وویل، که څه هم ټي ټي پي په چین کې د خپل اېپ سټور څخه د قرآن مجید اېپ د لرې کولو په اړه څه بیان نه دی خپور کړی، خو د ټي ټي پي پلوه ټولنیزو رسنیو اکاونټونو په منظمه توګه د مسلمانانو پر ضد د بیجینګ په اقدام نیوکه کړې ده.

حسين وويل، "د بلوچ او سیند بیلتون غوښتونکو ډلو په څېر، القاعده او تحریک طالبان پاکستان په ځانګړي ډول د چین او پاکستان په اقتصادي دهلیز (سي پېک) تنقيد کوي، چې د چین د بیلټ او سړک نوښت يوه لویه پروژه ده، او د ۱۸۵۰ عشرې د بریتانیا د ختیځ هند استعماري شرکت سره يې پرتله کوي."

پاکستاني اورپکو په تېرو وختونو کې چین په نښه کړی دی.

مفتي ابو زار البرمي، چې د القاعدې یو نفوذ لرونکی نظرياتي شخصيت او د پاکستان وګړی دی، په ۲۰۱۴ کال کې په یو ویډیو پیغام کې خبرداری ورکړو چې چین به ډېر ژر "راتلونکی هدف" جوړ شي.

هغه په ټولو افراطي ډلو، د تحريک طالبان پاکستان په ګډون، ټينګار وکړو چې د چین پر سفارت خانو او شرکتونو باندې بریدونه وکړي او چینايي اتباع وتښتوي او یا يې ووژني.

ټي ټي پي د چینايي اتباعو د ګڼ شمیر وژنو او تښتونو مسؤلیت هم په غاړه اخیستی دی، په ځانګړې توګه په خېبر پښتونخوا او بلوچستان صوبو کې.

ګواښونه وده کوي

د امنیتي چارواکو له مخې، د تحریک طالبان ډلو وروستي یوځای کیدلو په پاکستان کې د چین په ملاتړ د پروژو لپاره ګواښونه زیات کړي دي.

په اسلام آباد کې یو امنیتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل، "د تحریک طالبان پاکستان بېرته يو ځای کيدلو چین اندیښمن کړی دی، چې له مخکې نه پاکستان هڅوي چې په بلوچستان او سيند صوبو کې د قومي بیلتون غوښتونکو ډلو پرضد مبارزه وکړي او د بي آر آی سره تړلې پروژې خوندي کړي."

دغه چارواکي وویل، "په پاکستان کې امنیتي ادارو په سیمه کې د چینايي اتباعو او شرکتونو د ساتنې لپاره امنیتي او استخباراتي شبکې نورې هم پیاوړي کړي دي."

هغه یادونه وکړه، وسله والې ډلې اکثر د خپلو ترهګریز اعمالو د مشروع کولو لپاره د چین پر ضد د احساساتو څخه کار اخلي.

"له همدې امله، دا د پاکستان حکومت لپاره اړينه ده چې له چین سره په خپلو اړیکو له سره غور وکړي او په سیند او بلوچستان کې د پاکستاني اوسیدونکو شکایتونه حل کړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500