امنیت

بیجینګ په ښکاره توګه د روسیې په پرتله په منځنۍ اسیا کې نفوذ ترلاسه کوي

د کانات التینبایوف لخوا

(د ګس نه ښي اړخ ته) د چين صدر شي جين پينګ، د قزاقستان صدر قاسم جومارت توکايوف، د قرغزستان صدر سادر جاپاروف، د ازبکستان صدر شوکت ميرضيايوف، د تاجکستان صدر امام علي رحمان او د ترکمنستان صدر سردار بيردي محمدوف د مۍ په ۱۹مه د چين په شيان کې د چين او مرکزي اسيا په سرمشريزه غونډه کې په ګډ خبري کانفرنس کې ګډون کوي. [فلورینس لو/پول/ای اېف پي]

(د ګس نه ښي اړخ ته) د چين صدر شي جين پينګ، د قزاقستان صدر قاسم جومارت توکايوف، د قرغزستان صدر سادر جاپاروف، د ازبکستان صدر شوکت ميرضيايوف، د تاجکستان صدر امام علي رحمان او د ترکمنستان صدر سردار بيردي محمدوف د مۍ په ۱۹مه د چين په شيان کې د چين او مرکزي اسيا په سرمشريزه غونډه کې په ګډ خبري کانفرنس کې ګډون کوي. [فلورینس لو/پول/ای اېف پي]

الماتي/تاشکند -- که چېرې چین او روسیې یو وخت په منځنۍ اسیا کې د نفوذ یوه ناڅرګنده برخه لرله -- پداسې حال کې چې بیجینګ د اقتصاد د تمویل او ماسکو د امنیت مسوليت په غاړه لرلو -- خو اوس حالات د چین په ګټه ډېر بدل شوي دي.

په اوکراین باندې د خپل یرغل وروسته، کرملین په سیمه کې خپل نفوذ له لاسه ورکوي، او چین چمتو دی چې دغه خلا ډکه کړي.

روسیې د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې پرته له کوم دلیله پر اوکراین برید وکړو. دغه یرغلګر له هغه وخت راهیسې له ګڼو ماتو او سختو تلفاتو سره مخ شوی دی.

شنونکي وايي چې په بدل کې، چین د روسیې په ګډون د بهرنیو ګواښونو څخه د سیمې د ساتنې مسوليت په اغیزمنه توګه په غاړه اخیستی او په منځنۍ اسیا کې یې د خپل روسي متحد "نفوذ" تر پښو لاندې کړی دی.

د چين صدر شي جين پينګ (ښي اړخ ته) او د ازبکستان صدر شوکت ميرضيايوف د مۍ په ۱۸مه د چين په شيان ښار کې د چين او مرکزي اسيا د سرمشريزې غونډې په څنډه کې د لاسليکولو په مراسمو کې مصافحه کوي. [مارک کریسټینو/پول/ای اېف پي]

د چين صدر شي جين پينګ (ښي اړخ ته) او د ازبکستان صدر شوکت ميرضيايوف د مۍ په ۱۸مه د چين په شيان ښار کې د چين او مرکزي اسيا د سرمشريزې غونډې په څنډه کې د لاسليکولو په مراسمو کې مصافحه کوي. [مارک کریسټینو/پول/ای اېف پي]

دغه رجحان د چين او مرکزي اسيا په سرمشريزه غونډه کې، چې د مۍ په ۱۸مه او ۱۹مه په چين کې تر سره شوه، د روسيې د پام وړ غير حاضرۍ کې څرګند و.

په دې سرمشریزه کې د قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان صدرانو ګډون وکړو. چينايانو هڅه وکړه چې د ورېښمو لارې په غاړه د شيان په ښار کې د سيمه ييزې غونډې په تر سره کولو سره يادې غونډې ته سمبوليکه مانا ورکړي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت وویل، دا سرمشریزه ۳۱ کاله مخکې د منځنۍ اسیا له ټولو هېوادونو سره د اړیکو له ټینګېدو راهیسې د خپل ډول لومړۍ غونډه ده. دا د بېجينګ او د منځنۍ اسيا د هېوادونو د مشرانو تر منځ په دې بڼه لومړۍ مخامخ غونډه ده.

شنونکي وايي، له غونډې څخه د روسیې لرې کول په سیمه کې د ماسکو د پام وړ کم شوی رول په ګوته کوي، او دا د دې خبرې ثبوت دی چې چین په ښکاره توګه خپل "دوست او متحد" د روسیې د خپل اوږدمهاله نفوذ له ساحې څخه وباسي.

د سویډن په اپسالا يونيورسټۍ کې د روسیې او ختیځ اروپا د مطالعاتو پروفیسر سټیفن هیډلند یورونیوز ته د مۍ په ۱۹مه وویل، "دا لومړی ځل دی چې روسیه، چې د لسیزو راهیسې، که څو پیړۍ نه وي، په منځنۍ آسیا کې تسلط لرو، نظر انداز شوی."

هغه زیاته کړه، "دا په داسې حال کې ده چې روسیه په ټوله سیمه کې ملګرتیا له لاسه ورکوي او چین د نوي واکمن کېدو له فرصت څخه ګټه پورته کوي."

په لندن کې د مرکزي اسیا ډیو ډيليجنس ډايريکټر علي شیر الخاموف وویل، "په شیان کې د 'لویو شپږو' سرمشریزه یقیناً د لاندې دوو دلیلونو لپاره یو مهم ګام بلل کېدې شي."

هغه کاروانسرای ته وویل، "په لومړي ځل د روسیې له ګډون پرته د منځنۍ اسیا او چین د مشرانو د یوځای کېدو لپاره سیمه ییزه غونډه جوړه شوه. دا خورا مهمه او سمبولیکه خبره ده."

هغه وویل، "پخوا به ماسکو د دې اجازه نه وی ورکړی، خو اوس یې باید وزغمي او له بیجینګ سره اړیکې خرابې نه کړي." هغه زیاته کړه چې د روسیې د صدر ولادیمیر پوتین نه شتون په ښکاره توګه د یو جیوپولیټیک او سیمه ییز لوبغاړي په توګه د روسیې د کمزورتیا نښه ده.

دوهم، په ياده سرمشریزه کې د سرمايه کارۍ د تړونونو یو "بې مثاله" پيکج لاسلیک شو، چې ارزښت يې ټولټال ۵۰ ملیارده ډالره دی، چې نيمه برخه یې په ازبکستان کې د ۱۵ پروژو لپاره ځانګړې شوې ده.

"ولې چین دومره د سخاوت مظاهره کوي؟ زما په نظر، اصلي هدف دا دی چې په جیو پولیټیکل ډول منځنۍ اسیا نه یوازې له روسیې بلکې له لویدیځ څخه هم لرې کړی شي."

هغه زياته کړه، خو دا په دې معنی نه ده چې د منځنۍ اسیا هېوادونه به "په سمدستي توګه خپله څو اړخیزه پالیسي پریږدي".

د چینایي ځانګړتیاوو سره مالي 'ملاتړ'

دې سرمشریزې د بیجینګ دا هیله څرګنده کړه چې نه یوازې په خپل دودیز ډګر، اقتصاد، کې خپل نفوذ پراخه کړي، بلکې په نورو برخو لکه پوځي او حتی معلوماتي (یا پروپيګنډه) همکارۍ کې هم نفوذ پراخه کړي، چې د لسيزو راهیسې د روسیې لومړیتوب پاتی شوی دی.

د چين صدر شي جين پينګ په دې سرمشريزه کې په خپلو بيانونو کې له منځنۍ اسيا سره د خپل هېواد په اړيکو کې د "نوي دور" اعلان وکړو.

خو اقتصاد یو لومړیتوب دی، ځکه چې چین په دې سیمه تکيه کوي ترڅو خپل اوږدمهاله پلانونه پلي کړي او د صادراتو فرصتونه زيات کړي او اروپا ته د توکو د رسولو لپاره ځمکنۍ لارې جوړې کړي.

په سرمشریزه کې هېوادونو موافقه وکړه چې د چین – قرغزستان – ازبکستان د اورګاډي او لویې لارې د جوړولو کار پای ته ورسوي چې روسیې به نظر اندازه کړي.

شي جين پينګ په سيمه کې د "همکارۍ او پرمختګ د هڅولو" لپاره د منځنۍ اسيا هېوادونو ته د ۲۶ ملياردو چيني يوانو (د ۳.۸ مليارده آمريکايي ډالرو) قرضو او مرستو ژمنه هم وکړه.

کتونکي د چین د ژمنو په اړه شکمن دي.

د بشکیک یو اقتصاد پوهې ایلمیرا سورانچیوا کاروانسرای ته وویل، "په عمل کې، د چین دا ډول سخاوتمندانه مرستې اکثر د چینایي زیربنایي پروژو لکه لویو لارو او د اورګاډي پټلو د تمویل لپاره کارول کيږي، چې بالاخره د بیجینګ په لوی کمربند او سړک نوښت (بي آر آی) کې مرسته کوي."

هغې وويل، "د [چين] لخوا تخصيص شوې پېسې د هغو چينايي شرکتونو جيبونو ته تللې چې دا سړکونه جوړوي."

منځنۍ اسیا د چین د ټریلیون ډالرو​ بي آر آی، چې د یو کمربند، یو سړک (اوبور) په نوم هم یادېږي​، د شي جين پينګ لپاره یوه مهمه جیو پولیټیکل پروژه ده.

نور کارپوهان وايي، منتقدین له اوږدې مودې راهیسې چین په دې تورن کړی چې د لویو او نه منلو وړ قرضو په ورکولو سره ټیټ عاید لرونکي هېوادونه د قرض په جال کې راګیروي. بي آر آی په ټوله نړۍ کې د چین د پراخېدونکي پوځي حضور لپاره د پوښ په توګه کار کوي.

شي جين پينګ په سرمشريزه کې دا ژمنه هم وکړه چې چينايي شرکتونه چې په منځنۍ اسيا کې فعاليت کوي "به د ځايي خلکو لپاره د لا زياتو دندو رامنځته کولو ته وده ورکړي".

سورانچیوا دا ډول ژمنې "د آقا له میز څخه د ډوډۍ ټوټې" په توګه بيان کړې، پداسې حال کې چې بیجینګ هیله لري چې دا به ځایي اوسیدونکي خوشحاله کړي ترڅو دوی په خپلو ښارونو او کلیو کې د چینایي شرکتونو د فعالیتونو په اړه احتجاج ونه کړي.

له څو کلونو راهيسې د قرغزستان د کليو اوسيدونکو په خپلو غرنيو، ښکلي ځمکو کې، د چينايي شرکتونو د کانونو د استخراج پر ضد احتجاجونه کړي دي او د ځايي چاپيريال د ساتنې هڅه کوي.

هغې وويل، "له چين څخه د لويو قرضو په منلو سره، زموږ په سيمه کې هېوادونه د قرض په جال کې راګيريږي او دې ته مجبوره دي چې د خپلو ارزښتناکو ځمکو د لاندې سرچينو سره يې بېرته ورکړي، لکه څنګه چې، د مثال په توګه، له تاجکستان سره دا ډول معامله شوې ده."

د بېلګې په توګه تاجکستان په ۲۰۱۹ کال کې چین ته د سپینو زرو د کان حق ورکړو.

چین د امنیت د يو ضامن په توګه؟

بیجینګ دا ژمنه هم وکړه چې په سیمه کې به د امنیت په ساتلو کې مرسته وکړي، چې د دودیز سیمه ییز "ساتونکي" روسیې لپاره د پام وړ سپکاوي خبره ده.

شي جين پينګ د مۍ په ۱۹مه په شيان کې له سرمشريزې وروسته په يوه خبري ناسته کې وويل، "چين او د منځنۍ اسيا هېوادونه به د خپلو اصلي ګټو لکه د حاکميت، خپلواکۍ، امنيت او ځمکنۍ بشپړتيا په برخه کې د يو بل کلک ملاتړ وکړي."

لکه څنګه چې د آزادۍ راډیو د قزاقستان خدمت یادونه وکړه، بیجینګ مخکې ویلي ول چې دا کار کوي چې د منځنۍ آسیا د امنیتي ځواکونو د روزنې لپاره د ترهګرۍ ضد سیمه ایز مرکز جوړ کړي.

شي جين پينګ د سپتمبر په مياشت کې استانه ته د سفر پر مهال په منځنۍ اسيا کې د خپلو امنيتي پلانونو په اړه خپل لومړی لوی بيان ورکړو، کله چې هغه له خپل قزاق سيال قاسم جومارت توکايف سره ژمنه وکړه چې "د قزاقستان سره به د خپلې خپلواکۍ، حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا په دفاع کې په کلکه ملاتړ وکړي".

شنونکي دې ته له بیجینګ څخه ماسکو ته د سخت خبرداري په توګه ګوري، او همدارنګه د کرملین لپاره يو ناوړه پرمختګ دی ځکه چې دا په اوکراین کې پخپله رامینځته شوي دلدل کې ژور ډوب دی.

په الماتي کې سیاسي ساینس پوه او د خطرونو د ارزونې د ډلې مشر دوسیم ستپایوف وویل، په منځنۍ اسیا کې د امنیت د ضامن په توګه د ماسکو اعتبار په اوکراین کې د پوځي ناکامیو په ترڅ کې د پام وړ کم شوی دی.

هغه يو سازمان ته په اشاره کولو سره چې روسیې جوړ کړی او تر تسلط لاندې يې و، کاروانسرای ته وویل، "سربېره پردې،​ د CSTO [د ګډ امنیتي تړون سازمان]​ غړي د پوځي بلاک نه ناراضه دي."

ستپایوف وویل، "د هغوی زیاتره، چې روسیه پکې پخپله شامله ده، په مختلفو پوځي شخړو کې ښکېل شوي، او د دوی غړیتوب ... د دغو شخړو په حل کې مرسته ونه کړه."

په CSTO کې د پخواني شوروي جمهوریتونه شامل دي، چې پکې د منځنۍ اسیا درې هېوادونه -- قزاقستان، قرغزستان او تاجکستان -- شامل دي.

د کارنیګي د روسیې د یوریشیا مرکز همکار تیمور عمروف له Siberia.Realii خبري اژانس سره په مرکه کې یادونه وکړه چې بیجینګ هڅه کوي چې له اوسني وضعیت څخه ګټه پورته کړي او د شوروي څخه وروسته هېوادونه د چین تر نفوذ لاندې راولي او د روسیې له نفوذ څخه يې بهر کړي.

هغه سرتېرو ته په اشارې کولو سره، چې په ځانګړې توګه د کورنیو ناکراریو د کمولو لپاره ګمارل شوي دي، وويل، "چين ډېر ژر د منځنۍ اسيا له هېوادونو سره د چين د داخلي عسکرو په ګډون د ګډو پوځي مشقونو د بيا پېل اراده لري."

د چین او روسیې پروپيګنډه

په ښکاره ډول، بیجینګ په فعاله توګه په منځنۍ اسیا کې د خپل "نرم ځواک" په کارولو پېل کړی، دا هغه برخه ده چېرې چې روسیه تر دې دمه د خپلې پروپيګنډې شبکې لکه د کرملین تر کنټرول لاندې تلویزیوني چینلونو او خبري ویب پاڼو سره تسلط لري.

د چين د خبري رسنيو شرکت +CCTV او خبري ويب پاڼې بزنس قزاقستان دواړو د نړېوال خبري اژانس DKNEWS.KZ سره په ګډه د مارچ په مياشت کې يو تفاهم ليک لاسليک کړو.

+CCTV، چې څرګند ماموریت یې "نړۍ ته د چین کیسه ویل" دي، به خپل منځپانګې بزنس قزاقستان ته د ویش لپاره چمتو کړي.

بیجینګ د چین د مثبت انځور او د "ټولنیز لویدیځ" د منفي انځور د پیاوړتیا او د بیجینګ د پیغام رسولو پاتې اجنډې د تعقیبولو لپاره د منځنۍ آسیا له رسنیو سره همکاري کوي.

ستپایوف وویل، په سیمه کې د چین "نرم ځواک" به یوازې زیات شي. هغه د منځنۍ اسیا هېوادونو ته خبرداری ورکړو چې یوازې د خپلو ملي ګټو لپاره عمل وکړي ترڅو د چین د پراخه نفوذ لاندې له راتلو څخه ډډه وکړي.

په سویډن کې مېشت یو ازبک سیاستدان پولات اخونوف وویل، "چین به منځنۍ اسیا ته هېڅ ګټه ونه رسوي. دا زموږ د سیمې لپاره یوازې استعماريت او غلامي ده."

هغه وويل، بېجينګ به "د اشرافو تر منځ د لا زيات کرپشن او محرومۍ ملاتړ وکړي، ځکه چې دا به په سيمه کې د پرمختګ مخه ونيسي او په چين به تکيه زياته کړي."

د سویډني پروفیسر هیډلند په وینا، روسیه د بې وسه څارونکي په توګه بدله شوې ده ځکه چې چین منځنۍ اسیا د هغې له منګولو څخه لرې کوي.

هیډلند یورونیوز ته وویل، "چینایان احسان نه کوي." "که چېرې روسیې کله هم باور وکړي چې چین به په بدل کې د څه ترلاسه کولو نه بغېر د دوی لپاره څه وکړي، نو دوی اوس پوه شوي چې دا غلطه وه."

[د ازبکستان څخه رستم تیمیروف پدې راپور کې مرسته کړې.]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500