روغتیا

پاکستان د کورونا ویروس لپاره د چين د جوړ شويو ټیسټ کټونو په اړه له نړيوالې اندیښنې سره یوځای کیږي

پاکستان فارورډ

کارګران د ۲۰۲۰ کال د مارچ په ۲۳ مه د چین په ختيځ کې د انهويي صوبې په هوبي کې په یوې فيکټرۍ کې طبي دستانې جوړوي. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

کارګران د ۲۰۲۰ کال د مارچ په ۲۳ مه د چین په ختيځ کې د انهويي صوبې په هوبي کې په یوې فيکټرۍ کې طبي دستانې جوړوي. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

کراچۍ -- پاکستاني چارواکي په نړۍ کې له هغو کسانو سره یوځای شوي چې د نوي کورونا ويروس سره په مبارزه کې د مرستې لپاره د چین د جوړ شوي طبي الاتو د اعتبار او اغیزمنتوب په اړه اندیښنې راپورته کوي.

د چین رژیم له مارچ راهیسې په بهرنيو هيوادونو باندې د ماسکونو او نورو حافظتي آلاتو په خرڅولو سره په ميلياردنو پيسې ګټي، خو ډېر هیوادونه د غیر معیاري یا خرابو طبي الاتو په اړه شکایت لري.

بيجنګ، چې د بحران په جریان کې د یو ښه ځواک په توګه د ځان د ښکاره کولو هڅه کوي، په ټوله نړۍ کې، د افغانستان، پاکستان، منځنۍ آسیا، منځني ختیځ او اروپا په ګډون، حفاظتي آلات صادر کړي دي.

په چین کې د کسټم چارواکي جن های د اپرېل د مياشتې په پیل کې وویل، چین د مارچ له لومړۍ نیټې راهیسې ۳.۸۶ ملیارده ماسکونه، ۳۷.۵ ملیونه حفاظتي لباسونه، ۱۶،۰۰۰ وینټیلېټرې او د کورونا ويروس ناروغۍ ۲.۸۴ ملیونه ټیسټ کټونه صادر کړي دي او له ۵۰ څخه زیاتو هیوادونو نه یې اډرونه ترلاسه کړي دي.

يو ډاکټر د اپرېل په ۱۸ مه په کراچۍ کې د روزنې په ناسته کې نيم طبي کارکونکو ته روزنه ورکوي چې څنګه د مخ پوښونه او نور شخصي حفاظتي آلات استعمال کړي. [پاکستان فارورډ]

يو ډاکټر د اپرېل په ۱۸ مه په کراچۍ کې د روزنې په ناسته کې نيم طبي کارکونکو ته روزنه ورکوي چې څنګه د مخ پوښونه او نور شخصي حفاظتي آلات استعمال کړي. [پاکستان فارورډ]

قانون پلي کونکي منسوبين د اپرېل په ۱۸ مه په کراچۍ کې یو سړک بندوي چې بنديزونه پلي کړي، چې موخه یې د کورونا ویروس د خپریدو مخنیوی دي. [پاکستان فارورډ]

قانون پلي کونکي منسوبين د اپرېل په ۱۸ مه په کراچۍ کې یو سړک بندوي چې بنديزونه پلي کړي، چې موخه یې د کورونا ویروس د خپریدو مخنیوی دي. [پاکستان فارورډ]

که څه هم، ګڼ شمير هيوادونو -- د هالینډ، فلپاین، کروشیا، ترکي او هسپانيې په ګډون -- د چین څخه د لیږل شوي غير معياري یا خرابو طبي الاتو په اړه شکایت کړی دی.

له ۳۰٪ څخه تر ۳۵٪ پورې دقيقوالی

پاکستان د مارچ په ۲۸ مه له چين څخه په زرګونو ټیسټ کټونه حفاظتي آلات ترلاسه کړل چې په هیواد کې د کورونا ویروس د خپريدو مخه ونيسي.

د سیند حکومت ویاند مرتضی وهاب صدیقي د اپرېل په ۱۲ مه وویل، د کورونا ویروس شل زره ټیسټ کټونو ټيټ معيار لرلو کوم چې وفاقي حکومت د سیند حکومت ته لیږلي وو.

وهاب د اپرېل په ۱۲ مه ټویټ وکړو، "موږ له وي ټي ايمونو [د ویروس ټرانسپورټ وسيله] نه بغير ۳،۰۰۰ او بیا ۱۷،۰۰۰ ټسټونه او سوابونه ترلاسه کړل، چې د ټسټونو د ترسره کولو لپاره اړین دي. له همدې امله دا د استعمال وړ نه دي."

هغه وویل، "دويمه دا چې د کټونو کیفیت د کلینیکي معاینې لپاره مناسب نه دی. دا د نسخې په هغه نوټ کې هم ذکر شوي چې د کټونو سره شتون لري."

د ليبارټرۍ يو ټیسټ راپور، چې وهاب شریک کړی دی، څرګنده کړه، "د دې کټونو د معاينې پایلې یوازې د کلینیکي حوالې لپاره دي او باید د کلینیکي تشخیصونو په يوازيني معيار کې ونه کارول شي."

د سیند صوبې يو بل وزیر ناصر حسین شاه وویل، د هغه سره کارکونکو طبي منسوبينو تایید کړې چې د وفاقي حکومت لخوا چمتو شوي ډیر ټیسټ کټونه یوازې له ۳۰٪ څخه تر ۳۵٪ پورې سمې نتيجې ورکوي.

د ساینس وفاقي وزیر فواد چوهدري تایید وکړو چې د پاکستان د درملو د تنظیم کولو اداره (ډي آر ای پي)، چې یوه حکومتي اداره ده، حتی دا هم ونه کتل چې ایا د چین لخوا جوړ شوي د کورونا ویروس ټیسټ کټونه د تصدیق شويو شرکتونو لخوا جوړ شوي دي.

سما تلويزيون د اپريل په ۱۷ مه راپور ورکړو، چوهدري په تلویزیون باندې د خبرو اترو په دوران کې وویل، "کله چې ما د ډي آر ای پي له ډايريکټر څخه د کټونو د تصدیق په اړه پوښتنه وکړه، نو هغه وویل چې هغه دا نه دي کتلي ځکه چې له دغه ادارې څخه د داسې کولو هيڅکله غوښتنه نه ده شوې."

نورو پاکستاني روغتیایي چارواکو تایید کړه چې دوی د "غير معياري" چینايي ټیسټ کټونو څخه مطمئن نه دي.

د اسلام آباد یو روغتیایي چارواکي، چې د نوم نه ښودلو په شرط یې خبرې وکړې ځکه چې هغه له رسنیو سره د خبرو اجازه نه لرله، وويل، "د تشخیص کټونو یوازې ۳۰٪ دقيقوالی ترلاسه کړو -- چې د ټاکل شوي معيار ۸۰٪ نه کم دی."

هغه وویل، د پاکستان حکومت په ښکاره ډول د دې کټونو په هکله خپله ناخوښي څرګنده نه کړه ځکه چې دا غواړي چې له بیجینګ سره ښې اړیکې وساتي.

په ټوله نړۍ کې ناقص تجهیزات

ګڼ شمیر اروپایي حکومتونو، په شمول د هسپانیه، چک جمهوریت، هالينډ، سلواکیا، ترکیه او انګلستان، هغه چینایي جوړ شوي آلات رد کړي دي کوم چې د وبا سره د مبارزې لپاره جوړ شوي وو.

د هسپانیې حکومت د مارچ په ۲۷ مه د چين له خوا جوړ شوي د کورونا ویروس ټیسټ کټونو استعمال وروسته له هغې ودرولو کله چې دا څرګنده شوه چې دا یوازې ۳۰٪ دقیقوالی لري.

ډیلي پراګ مارنینګ د مارچ په ۲۶ مه راپور ورکړو چې په ۳۰۰،۰۰۰ ګړندي کورونا ویروس ټیسټ کټونو کې ۸۰٪ -- چې د ۵۴ ملیونه کرونا (۲.۱ ملیونه ډالره) ارزښت لري -- چې د چک جمهوریت لخوا په تیره میاشت کې له چین څخه اخيستل شوي وو، خراب ول.

د هالينډ د روغتیا وزارت د مارچ په ۲۱ مه اعلان وکړو چې دوی له چین څخه ۶۰۰،۰۰۰ د مخ ماسکونه اخیستې ول، چې د لومړۍ لیکې طبي ټیمونو ته ورکړل شوي دي.

بي بي سي د مارچ په ۳۰ مه د هالينډ د روغتیایي چارواکو په حواله راپور ورکړو، "خو ماسکونه په مخ پوره نه وو او د دې فلټرونه د غوښتنې سره سم کار نه کوي، که څه هم دوی د کیفیت سند لرلو."

آووټلوک د اپرېل په ۱۶ مه راپور ورکړو، په ۱۷۰،۰۰۰ چینایي کټونو کې، چې د اپریل په ۵ مه هند ته رارسیدلي ول، تقريباََ ۵۰،۰۰۰ د کیفیت په ټسټونو کې ناکامه شول.

په عین وخت کې نیپال ټایمز راپور ورکړو چې د نیپال د روغتیا او نفوس وزارت د اپرېل په لومړۍ نیټه لارښوونه وکړه چې د کورونا ويروس ناروغۍ د چټک تشخیص کټ، چې د خصوصي قراردادي لخوا له چين څخه وارد شوي، استعمال نه کړل شي ځکه چې د دې د اعتبار په اړه شکونه راپورته شوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500