تجزيه

د پوتین رژیم: په نړۍ کې يو دايمي او ناوړه لوبغاړی

پاکستان فارورډ

د روس صدر ولادیمیر پوتین د سپتمبر په میاشت کې د ټیسنټر-۲۰۱۹ مشق په دوران کې د پوځي عملياتو مشاهده کوي. د کرملین د ناوړه فعالیت یوه روښانه نښه په هغه هیوادونو او سیمو کې مستقیمه پوځي مداخله ده چې د ماسکو لپاره ستراتيژيکي اهميت لري. [کرملین]

د روس صدر ولادیمیر پوتین د سپتمبر په میاشت کې د ټیسنټر-۲۰۱۹ مشق په دوران کې د پوځي عملياتو مشاهده کوي. د کرملین د ناوړه فعالیت یوه روښانه نښه په هغه هیوادونو او سیمو کې مستقیمه پوځي مداخله ده چې د ماسکو لپاره ستراتيژيکي اهميت لري. [کرملین]

په نړۍ کې د ماسکو د فعالیت تجزيې د صدر ولادیمیر پوتین په مشرۍ د رژیم ناوړه ماهیت په ګوته کړی دی، ځکه چې د حکومت لخوا تمویل شوي فعالین ښکاري چې د بهرنۍ ټولنو د کنټرولولو، د حکومتونو کمزوري کولو، د نړيوالو تړونونو څخه سرغړونې، د غلطو معلوماتو خپرولو او بشري حقونو ته د زیان رسولو اراده لري.

د کلونو راهیسې، د روس رژیم په نړۍ کې د ناوړه فعالينو په سر کې دی -- چې په دې کې په غير قانوني توګه د کریمیا ضم کول او هغه هڅې شاملي دي چې د دغه رژیم د ګټو لپاره د غلطو معلوماتو او هېکینګ کولو له لارې ناکراري او تفرقه رامینځته کړي.

خو اوس، دا ناوړه نفوذ د نړۍ په مختلفو ګوټونو کې نور هم خپور شوی دی، چې په پايله کې يې ستونزې، مرګونه او تفرقه رامينځته شوې ده، او د راتلونکي په اړه يې کتونکي اندیښمن کړي دي.

پوځي ماجراجويي

د کرملین د ناوړه فعالیت یوه روښانه نښهپه هغه هیوادونو او سیمو کې مستقیمه پوځي مداخله ده، چې د ماسکو لپاره ستراتيژيکي اهميت لري. .

د روس د پوځ یو غړی په ختیځ سوریه کې ګشت کوي. د روس د جنګي الوتکو لخوا په ملکي هدفونو، د روغتونونو پشمول، قصداََ بمبارۍ لږ تر لږه ۶،۵۰۰ ملکي وګړي وژلي او تقريباََ یو ملیونه يې بې ځایه کړي دي، او په ختیځ سوریه کې د روس پوځي بریدونه د داعش سره د مبارزې هڅې ګډوډوي. [د روس د دفاع وزارت]

د روس د پوځ یو غړی په ختیځ سوریه کې ګشت کوي. د روس د جنګي الوتکو لخوا په ملکي هدفونو، د روغتونونو پشمول، قصداََ بمبارۍ لږ تر لږه ۶،۵۰۰ ملکي وګړي وژلي او تقريباََ یو ملیونه يې بې ځایه کړي دي، او په ختیځ سوریه کې د روس پوځي بریدونه د داعش سره د مبارزې هڅې ګډوډوي. [د روس د دفاع وزارت]

په ټولنیزو رسنیو کې شریک شوی يو انځور ښیي چې د روس اجیران په سوریه کې فعالیت کوي. بدنامه واګنر ډله، چې په ټوله نړۍ کې د روس ولاديمير پوتين اجنډه د منلو وړ انکار تر پوښ لاندې ترسره کوي، د سوریې، سوډان، وینزویلا، ماداګاسکر او نورو هيوادونو په شمول د نړۍ په ګڼ شمیر هیوادونو کې فعاله پاتې شوې ده او يا فعاله ده. [فايل]

په ټولنیزو رسنیو کې شریک شوی يو انځور ښیي چې د روس اجیران په سوریه کې فعالیت کوي. بدنامه واګنر ډله، چې په ټوله نړۍ کې د روس ولاديمير پوتين اجنډه د منلو وړ انکار تر پوښ لاندې ترسره کوي، د سوریې، سوډان، وینزویلا، ماداګاسکر او نورو هيوادونو په شمول د نړۍ په ګڼ شمیر هیوادونو کې فعاله پاتې شوې ده او يا فعاله ده. [فايل]

تر ټولو وروستۍ بیلګه یې لیبیا ده، چیرې چې ماسکو، د خپل پراکسي اجیر پوځ واګنر ډلې له لارې، د ملګرو ملتونو منل شوي حکومت پروړاندې د پياوړي کس خلیفه هفتار ملاتړ کوي.

داسې ښکاري چې د هیواد د نیولو لپاره د کرملین هڅه ناکامه شوې ده، په داسې حال کې چې راپورونه ښيي چې د هفتار او اجیرانو ترمینځ شخړې رامينځته شوي دي او د هغه د ځواکونو لخوا يې د جګړې په ډګر کې یو لړ زیانونه ترلاسه کړي دي، خو دغه قتل عام په سلګونو خلک وژلي او له ۲۰۰،۰۰۰ ډیر يې بې ځایه کړي دي.

که څه هم، په لیبیا کې میشت د روس جیټ الوتکو وروستۍ څرګندونې وړاندیز کوي چې کيدې شي کریملن د کودتا د ناکامه هڅې سربیره هلته کې اوږدمهاله پلانونه لري.

بدنامه واګنر ډله، چې په ټوله نړۍ کې د پوتين اجنډه د منلو وړ انکار تر پوښ لاندې ترسره کوي، د سوریې، سوډان، وینزویلا، ماداګاسکر او نورو هيوادونو په شمول د نړۍ په ګڼ شمیر هیوادونو کې فعاله پاتې شوې ده او يا فعاله ده.

واګنر، د روس له ځواکونو سره په همغږۍ کې، په ختیځ اوکراین کې د کورنۍ جګړې ترشا دی او په ۲۰۱۴ کال کې د ماسکو لخوا د کریمیا په غیرقانوني ضم کيدو کې د هغه رول مهم و.

د سوریې د صدر بشارالاسد لپاره د کریملن ملاتړ د دې په پایله کې د وینو تويولو یوه غمجنه لړۍ پريښودې ده.

د روس د جنګي الوتکو لخوا په ملکي هدفونو، د روغتونونو پشمول، قصداََ بمبارۍ لږ تر لږه ۶،۵۰۰ ملکي وګړي وژلي او تقريباََ یو ملیونه کسان يې بې ځایه کړي دي، او په ختیځ سوریه کې د روس پوځي بریدونه د داعش سره د مبارزې هڅې ګډوډوي. .

په جورجیا کې، وګړي د روس له ښکاره لاسوهنې سره مخ دي. د ۲۰۰۸ کال د اګست په ۸ مه، د روس پوځ جورجيا ته ورننوتلو او له هغه وخت راهیسې یې په پراخه کچه سیمې نیولي دي. کرملین جنوبي اوسیتیا او بل بېلتون غوښتونکې هيواد ابخازیا د خپلواکو دولتونو په توګه ومنل او بیا یې د هغوی په خاوره کې دایمي پوځي اډې جوړې کړې.

د جارجيا سره د روس جنګ او د هغې د پنځمې برخې نیولو په مرکزي آسیا کې لویې اندیښنې رامینځته کړې دي، چیرې چې مشران او ملکي وګړي دواړه د روس د مداخلت په اړه اندیښمن دي.

کرغزستان په خپله خاوره کې د روس د هوایي او توغندیو دفاعي سیستمونو د ځای پرځای کولو د ارادې په اړه پوښتنې لري. د ترکمنستان چارواکي د ترکمنستان د پولې د امنیت په اړه د روس د چارواکو لخوا د دوامداره ویرې له امله ډير زيات غوسه دي، او تاجکستان اندیښنه لري چې کرملین د ترهګرۍ ويرې ته وده ورکوي چې دا دريځ وړاندې کړي چې تاجکستان د روس پوځي مرستې ته اړتیا لري.

په قزاقستان کې اندیښنې راپورته کیږي چې د یوروسیان اقتصادي اتحادیې (اي اي يو) لاندې د همکارۍ پراخه کولو لپاره د ماسکو وروستۍ هڅې په دې معنا دي چې په خپلو ګاونډیو هیوادونو باندې کرملین کنټرول پیاوړی کړي.

د تړون سرغړونه

د پوتین رژیم د نړيوالو امنیتي تړونونو دايمي سرغړونکی هم دی چې د پوځي شخړې د مخنیوي په خاطر شوي وې.

په دې وروستیو کې، ماسکو د ۱۹۹۲ کال د خلاصې فضا تړون په پلي کولو کې پاتې راغلی، چې د متحده ایالاتو او روس په شمول ۳۵ لاسلیک کونکو هیوادونو ته اجازه ورکوي چې د یو بل په خاوره کې بې وسلې د څارنې پروازونه وکړي.

د روس له دې تړون څخه بار بار سرغړونې، د بیلګې په توګه د ماسکو لخوا په کالینینګراډ او د جورجیا - روس سرحدي سیمو کې په پروازونو بنديز، متحده ایالات دې ته اړ کړی چې له دې تړون څخه په وتلو باندې غور وکړي.

تير کال، پوتین د منځنۍ درجې اټومي ځواکونو (آی اين اېف) په تړون کې د روس ګډون وځنډولو، چې د ځمکني توغندیو د ملکیت، تولید یا ټسټ کولو او د دې په لانچر باندې هم بندیز لګوي، کوم چې د ۵۰۰-۵،۵۰۰ کیلو میټرو فاصلې پورې سفر کولی شي.

د سفارتي حل په اړه د کلونو رسمي شکایتونو او هڅو وروسته، متحده ایالاتو او د هغې ناټو متحدینو دې پایلې ته ورسیدل چې روس د سړې جګړې له مهم تړون څخه "په ښکاره ډول سرغړونه" کوي.

د آی اين اېف تړون د روس او متحده ایالاتو ترمینځ د وسلو د دوو مهمو تړونونو په توګه وګڼل شو -- بل د نويو ستراتیژیکو وسلو کمولو تړون (نيو سټارټ) دی، چې د دواړو هیوادونو اټومي ذخیرې د دوی د سړې جګړې مقدار څخه کم ساتي.

که څه هم، دا تړون به هم په ۲۰۲۱ کال کې پای ته ورسیږي، او داسې ښکاري چې د دې تړون د غځولو په اړه د بحث کولو لپاره ډیر لږ سیاسي اراده شتون ولري.

غلط معلومات، هېکينګ کول

کرملین د دې کمپاین لپاره خورا مشهور دی چې د خپلو مختلفو پوسټونو فيکټريو او هېکینګ يونټونو له لارې غلط معلومات خپاره کړي او ګډوډي رامينځته کړي.

دا موندل شوې ده چې دې د متحده ایالاتو او اروپا په ګڼ شمير ټاکنو کې مداخلت کړی دی، او په لویدیځ کې ګډوډي رامینځته کوي،خو په دې وروستیو کې د کورونا ویروس ناروغۍ ماسکو ته د ګډوډۍ خپرولو لپاره يوه لويه موقعه ورکړې ده.

د روس پورې تړلي په زرګونو د ټولنیزو رسنیو اکاونټونو همغږيزې هڅې پيل کړې چې د کورونا ویروس په اړه سازشي نظريې خپرې کړي، په داسې حال کې چې دا وبا په نړۍ کې خپره شوه، او یوې څیړنې څرګنده کړه چې دا هڅې د پوتین د اوږدمهاله کمپاین يوه وروستۍ بیلګه ده چې د لویدیځ د روغتیایي خدماتو سیسټمونه بدنام کړي.

حتی کله چې روس په خپلو سرحدونو کې د وبا سره مخ و، کرملین د خپل هیواد د روغتیايي پاملرنې سیسټم په اړه د غلطو معلوماتو او ګډوډۍ ورته تاکتیکونه پلي کول پیل کړل او د روس طبي کارکونکي یې غوسه کړل.

د می په مياشت کې، فېسبوک د روس د ټولنیزو رسنیو ګڼ شمير اکاونټونه ختم کړل، چې د نفوذ کمپاینونه يې چلول او د دې لپاره جوړ شوي ول چې په عمومي توګه او په ټوله نړۍ کې ټولټاکنې او ټولنې ګډې وډې کړي. د فبرورۍ په مياشت کې، فېسبوک په درجنونو هغه اکاونټونه لري کړل کومو چې د روس د پوځي استخباراتو ادارې سره تړاو لرلو او هڅه يې کوله چې قومي تاوتریخوالي رامينځته کړي.

دا په تیرو څو کلونو کې په ټولنیزو رسنیو کې د روس د ناوړه اکاونټونو د لرې کولو یوازې دوه مثالونه دي.

روسي هېکرانو له کلونو راهیسې د نړۍ مشران او ډلې په نښه کوي، په داسې حال کې چې د می په میاشت کې د جرمني د استخباراتو ادارې په کرملین غږ وکړ چې د دې ناوړه فعالیت نه ډډه وکړي.

د آزادیو سرغړونه

کرملین هم په خپل هيواد کې دننه او بهر د بشري او مدني حقونو سرغړونه کوي کله چې د دې د ګټو سره سم وي.

پوتین په فعاله توګه د نورو پراخه ميتودونو په کارولو سره د "انټرنیټ کنټرولولو هڅو" ته دوام ورکوي اود هغه قانون حواله ورکوي چې هیواد ته اجازه ورکوي چې د روس انټرنيټ د پاتې نړۍ نه منقطع کړي، په داسې حال کې چې دا پراخه ګمان شتون لري چې هغه د کورونا ويروس بحران د خپل واک د غځولو لپاره کاروي.

دا رژیم غلی پاتې شوی دی ځکه چې د مرکزي آسیا کډوال په روس کې د کورونا ويروس وبا له کبله د بې روزګارۍ او د لږو سرچینو سره مخ دي او دا ګڼل کيږي چې د دوی ستونزې د نا قانونه پولیسو تعقیب او پراخه درغلۍ له کبله زياتې شوي دي.

کتونکي وايي چې په روس کې د حکومت پلوه رسنۍ د کورونا ویروس ناروغۍ په اړه د خلکو د اندیښنو نه کار اخلي چې د مرکزي آسیا څخه مهاجر کارکونکي د بدمعاشانو او مجرمانو په توګه ښکاره کړي.

دا ناوړه چاپیریال، ظالمانه کاري وضعيت او ښکاره تعصب، چې په روس کې ورسره د مرکزي اسيا مهاجر مخ دي -- داسې ښکاري چې په ټولو باندې د ماسکو لخوا بنديز لګيدلی دی -- ټول د افراطي ګمارونکو لپاره ښه چاپيريال رامينځته کوي چې کمذوري او ناراضه کارکونکي په نښه کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا د متحده ایالاتو لخوا تمویل شوې او د روس پروړاندې د پروپيګنډې ليکنه ده. که چیرې د ترهګرۍ ریښتینی ناوړه لوبغاړی او دولتي تمويلونکی وي، نو دا د متحده ایالاتو انتظاميه ده.

ځواب