ماسکو -- په نړۍ کې د روغتیا ساينسدانانو او طبي کارپوهانو د صدر ولادیمیر پوتین د ادعا په اړه خبرداری ورکړی چې روس د کورونا ویروس لومړی واکسین جوړ کړی دی، چې ډیر کسان دا وړاندیز کوي چې غير تاييد شوي، غير ټسټ شوي درمل په حقیقت کې د کورونا ويروس نه ډېر خطرناک کيدی شي.
پوتین د سه شنبې په ورځ (د اګست په ۱۱مه) وویل چې دا واکسین خوندي دي او دا چې د هغه يوې لور پخپله دا واکسين ترلاسه کړي دي. دغه واکسين د ۱۹۵۰ عشرې د روس سيټلايټ "سپوتنیک ۵" په نامه نومول شوی دی.
متخصصینو، چې په دوی کې د نړیوال روغتیا سازمان (ډبليو اېچ او) کسان شامل دي، وويل چې دوی اندیښمن دي چې د روس د تحقیق په اړه کافي معلومات موجود نه ول.
د دې واکسینو په اړه چې څه معلوم وو هغه دا و چې دا د روس د پوځ په يو څو درجنه "رضاکارانو" ټسټ کړی شوي ول.
د امپیريل کالج لنډن ايميونولوجسټ ډاني آلټمين وویل، "د هغه واکسین له خپرولو سره وابسته زیان زموږ اوسنۍ ستونزې ډيرولی شي کوم چې زيات خوندي او مؤثره نه وي."
د جرمني د روغتیا وزارت ویاندې وویل، "د ناروغانو خوندیتوب ترټولو لوړ لومړیتوب دی." "د روس د واکسینو د کیفیت، اغیزمنتوب او خوندیتوب په اړه هیڅ معلومات نشته."
د ګامالیا دولتي انسټیټوټ، چې واکسین یې جوړ کړي دي، تر هغه وروسته تر تنقيد لاندې راغی کله چې څیړونکو او د هغې ډايريکټر يو څو میاشتې مخکې خپل ځان ته پروټوټائپ انجکشن ووهلو، په داسې حال کې چې متخصصینو په دې عمل انتقاد وکړو او دا يې د يو غیر منطقي عمل او د انساني ټسټونو د پیل لپاره د تادۍ کولو لاره وګنله.
کتونکو مخکې اندیښنې راپورته کړي وې چې د روس څیړونکي په تادۍ سره کار کوي او د چارواکو تر فشار لاندې راغلل چې دا واکسين تيار کړي.
د متحده ایالاتو د ساري ناروغۍ کارپوه انتوني فوسي وویل، "زه فکر کوم چې د ټسټ کولو نه مخکې د واکسينو ادعا کول او خپرول يوه ستونزه ده."
د متحده ایالاتو د روغتیا او بشري خدماتو سيکريټري ايلکس اېزر د چهارشنبې په ورځ (د اګست په ۱۲مه) د يو کانفرنس په جریان کې خبریالانو ته وویل، "دا مهمه ده چې موږ خوندي، مؤثره واکسینونه چمتو کړو او دا چې معلومات شفاف وي ... دا د دې لپاره مقابله نه ده چې مونږ لومړي شو."
هغه زیاته کړه، "په روس کې د لومړیو ټسټونو معلومات نه دي افشا شوي، دا شفاف نه دي."
اسيل ساليوا، چې يو ډاکټر دی او په قزاقستان کې د کورونا ويروس ناروغۍ متخصص دی، وويل چې "زه د روس د چارواکو په بيانونو لږ باور لرم چې دوی له مخکې نه د استعمال لپاره واکسین تيار کړي دي."
"د ټسټ کولو پروسې په جریان کې، واکسین په لومړيو کې خوندي ښکاري، خو پایلې یې ډير وروسته ښکاره کيدی شي. سالیوا وویل، تاسو د ملیونونو کسانو روغتیا په خطر کې نه شئ اچولی، حتی که خطر په ريښتيا سره موجود وي."
په قرغزستان کې د مرکزي آسیا په امریکایي يونيورسټۍ کې مالیکيولر جنېټيسسټ بولوټ کلیمیرازایف خبرداری ورکړو چې "د روس واکسین جوړونکي پخپله نه پوهیږي چې واکسین به څومره وخت کار وکړي ځکه چې دوی د اوږدې مودې، د لویې کچې کلینیکي څيړنې نه دي ترسره کړې."
هغه زیاته کړه چې د ټسټ کولو نه بغير، په راتلونکي کې به ډیر "حيران کن" حالات رامينځته شي.
ډاکټر جاوید چیمه، چې په اسلام آباد کې د پاکستان حکومت د کورونا ويروس ناروغۍ مرکز غړی دی، وويل، "د روس واکسین باید یو انتخاب نه وي حتی که دا له مخکې پلورل شوی وي ځکه چې د دې د خوندیتوب په اړه هیڅ تضمین نشته."
محمد رفيق، چې په اسلام آباد کې د روغتیا ملي انسټیټیوټ کې د واکسینو متخصص دی، وویل، "موږ ویره لرو که چیرې واکسین د مناسب ټسټونو نه بغير پیل شي، نو دا به د ګټې پر ځای خلکو ته ډیر زیان ورسوي."
هڅونې بايد لومړۍ وي
ګڼ شمیر دلیلونه شتون لري چې ولې به کرملین د لومړي کیدو په هڅه کې خطرناک یا بې اغيزې "واکسین" وړاندې کړي.
هغه شهرت چې پوتین د اوږدې مودې راهیسې د روسیانو په مینځ کې ترلاسه کړی په تیرو دوو کلونو کې په پراخه کچه کم شوی دی، ځکه چې هغه په هغه سياسي خلکو کې د یوې قوي او مخ په ډیریدونکي بې اطمينانۍ سره مخ دی کوم چې يو ځل د هغه وفادار وو.
د هغه شهرت وروسته له هغې کم شو کله چې کرملین په ۲۰۱۸ کال کې د ريټايرمنټ عمر په زياتولو سره د ګڼ شمير روسيانو مخالفت وکړو او وروسته يې په ۲۰۱۹ کال کې د ماسکو ښار شورا لپاره انتخاباتو ته د ودريدو نه د اپوزيشن ځينې نوماندان منع کړل.
په ماسکو او د هیواد په نورو برخو کې ډله ییز احتجاجونه او ګرفتارۍ یوه عامه خبره ده، په داسې حال کې چې د روس په ختیځ صوبو کې پراخه ډله ییز احتجاجونه کيږي.
د روس وګړي هم په تيرو پنځو کالو کې په مستقيمه توګه د ګټې د کميدو او کمزوري اقتصاد په اړه خفه دي. یوازې د سه شنبې په ورځ (د اګست په ۱۱مه)، د روس د ارقامو دولتي ادارې وویل چې د هیواد اقتصاد په دویمه ربع کې ۸.۵٪ کم شوی دی.
دغه شان، کتونکي وايي چې د ډیرو مطلوبه واکسینو ادعا کول د پوتین وروستی سیاسي دریځ په ګوته کوي.
داسې ښکاري چې د پوتین له خوا کنټرول شوی د روس رژیم هم چمتو دی چې د غير ټسټ شويو واکسین څخه زياته ګټه ترلاسه کړي.
کریل دیمیترییف، چې د روس د ډايريکټ انويسټمنټ فنډ (آر ډي آی اېف) مشر دی، وویل چې تمه کيده چې د سپتمبر د مياشتې راهيسې به صنعتي تولید پيل شي او ۲۰ هیوادونو د واکسینو "د یو ملیارده لومړني خوراکونو" لپاره غوښتنه کړې ده.
هغه وویل، د بهرنیو همکارانو سره، روس چمتو دی چې په پنځو هیوادونو کې په کال کې د واکسین ۵۰۰ ملیونه خوراکونه تيار کړي.
د لویدیز روغتیایي سیستمونو پروړاندې بریدونه
پوتین دا ادعا د يوې مياشتې نه په کمه موده کې وروسته له هغې وکړه کله چې انګلستان، متحده ایالاتو او کاناډا د روس په يو هېکنګ ګروپ، چې د روس د استخباراتو سره تړاو لري، باندې تور ولګوو چې دا هڅه کوي چې د نړۍ د څیړنېزو ادارو نه د کورونا ويروس ناروغۍ لپاره د د واکسینو جوړول پټ کړي.
د بریتانيې د بهرنیو چارو وزیر ډومینک راب وویل چې هغه په دې تورونو "بشپړ باور" لري، او دا چلند یې "د غوسې او غندلو وړ" ګڼلی دی.
د چین رژیم هم د کورونا ويروس ناروغۍ واکسین تحقیق د پټولو په هڅه کې نیول شوی، چې متحده ایالات يې د جولای په مياشت کې په دې ويلو مجبوره کړو چې چین د سایبر مجرمانو لپاره يو خوندي ځای دی.
د میاشتو راهیسې، د روس رژیم په فعاله توګه د کورونا ويروس ناروغۍ په اړه غلط معلومات خپروي، کوم چې، د یوې څیړنې له مخې، د پوتین د اوږدې مودې د کمپاین یوه برخه ده چې د لویدیځ د روغتیایي پاملرنې سیسټمونه او امریکایي ساینسدانان بدنام کړي..
د مارچ په میاشت کې د اروپایي اتحادیې یوې مطالعې له مخې، د وژونکي ویروس په اړه د روس د غلطو معلوماتو کمپاین په نړۍ کې ژوند له خطر سره مخ کوي او موخه يې په لویدیځ کې د روغتيایي پاملرنې سیسټمونو باندې د باور کمولو سره دا بحران لا نور هم خرابول دي.
[کانات التيبايوف د الماتي نه او اشفاق يوسفزۍ د پېښور نه د دې راپور په برابرولو کې مرسته وکړه]