سياست

چین، روس او ایران د مطبوعاتو د آزادۍ د کمذوري لپاره وبا کاروي

پاکستان فارورډ او ای اېف پي

د روس صدر ولادیمیر پوتین د ماسکو څخه بهر په یوې حکومتي استوګنځي کې د اپرېل په ۱۳ مه د تلیفوني کانفرنس له لارې په روس کې د کورونا ویروس وبا د وضعيت په اړه په يوې غونډه کې ګډون کوي. [الیکسي دروژین/ سپوتنیک/ای اېف پي]

د روس صدر ولادیمیر پوتین د ماسکو څخه بهر په یوې حکومتي استوګنځي کې د اپرېل په ۱۳ مه د تلیفوني کانفرنس له لارې په روس کې د کورونا ویروس وبا د وضعيت په اړه په يوې غونډه کې ګډون کوي. [الیکسي دروژین/ سپوتنیک/ای اېف پي]

د فعالینو له مخې، د کورونا ویروس وبا په نړۍ کې د مطبوعاتو د آزادۍ لپاره خطرونه زیاتوي، په داسې حال کې چې زورواکي رژیمونه، د چین، روس او ایران په شمول، د دې ناروغۍ د خپریدو تفصيلات پټوي.

په پاریس کې میشت بې پولې خبریالان (آر اېس اېف) د یکشنبې په ورځ (د اپریل په ۱۹ مه) د مطبوعاتو د آزادۍ په خپل کلني راپور کې وویل، دا ناروغي "هغه ډير بحرانونه په ګوته کوي او زياتوي" چې له مخکې نه يې د مطبوعاتو آزادۍ ته زيان رسولی دی.

د آر اېس اېف جنرل سيکريټري کریسټوف ډيلوير د سه شنبې په ورځ (د اپریل په ۲۱ مه) آزادي راډیو ته وویل، دغه وبا ځینې رژیمونه وهڅول چې "د دې حقیقت څخه ګټه پورته کړي چې خلک له ټکان سره مخ شوي او خوځښت کم شوی دی څو داسې تدبیرونه پلي کړي چې په عادي وختونو کې یې پلي کول ناشوني وي."

آر اېس اېف د چین او ایران رژیمونه -- چې په ۱۸۰ هيوادونو کې په ترتیب سره ۱۷۷م او ۱۷۳ م ځای لري -- په دې تورن کړل چې د کورونا ویروس د لويو وباګونو د خپریدو په اړه په راپور ورکولو باندې یې بنديزونه لګولې ول.

دې تورونو ته په اشارې سره چې بیجینګ د وبا لومړنۍ کچه پټه کړې وه، آر اېس اېف وویل چې"دا د معلوماتو نظام تر ډير کنټرول لاندې ساتي، چې له دې امله د کورونا ویروس د عامې روغتیا د بحران په دوران کې د دې منفي اغیزې په ټوله نړۍ ولیدل شوې"

دې زیاته کړه چې د کورونا ویروس د وبا په ځواب کې د رسنیو د آزادۍ د مخنيوی او په فهرست کې د یو هیواد په کچه ټاکلو کې "روښانه تړاو" شتون لري.

په داسې حال کې چې ناروې په پرله پسې توګه د څلورو کالو لپاره د آزاد مطبوعاتو په لرلو سره په دغه فهرست کې لومړی ځای ترلاسه کړو، فنلېنډ بيا دویم ځای لري.

"قوي کسان خپل کنټرول پياوړی کوي"

په دغه راپور کې، چې د هغه قانون حواله يې ورکړه چې هیواد ته اجازه ورکوي چې د روس انټرنيټ د پاتې نړۍ نه جدا کړي، راغلي چې کرملین، د صدر ولادیمیر پوتین تر مشرۍ لاندې، هم د نورو پراخه میتودونو په کارولو سره د انټرنټ د کنترولولو لپاره هڅو ته دوام ورکوي.

د روس رژیم د آر اېس اېف په درجه بندۍ کې ۱۴۹ م ځای لري.

آر اېس اېف وويل، "په روس کې د چین په څير د وضعيت امکان خطرناک دی."

د چین د بهرنیو چارو وزارت یو چارواکي د اپریل په ۲۱ مه وويل او ادعا یې وکړه آر اېس اېف "تل د چین په وړاندې تعصب لري" او زیاته یې کړه چې بیجینګ د نورو هیوادونو خبریالانو ته په چین کې د کار کولو هرکلی کوي -- په داسې حال کې چې دوی د قوانینو او مقرراتو تعقيب وکړي."

آر اېس اېف یادونه وکړه چې "په ختیځ اروپا او مرکزي آسیا کې نږدې هرچیرې، پياوړي کسان په خبرونو او معلوماتو باندې خپل کنټرول پیاوړی کوي."

د آر اېس اېف خبرداری د اپریل په لومړۍ نيټه هغه وخت راپورته شو کله چې اروپایي اتحادیې (اي يو) د یوې مطالعې په پایله کې وموندل چې د روس او چین رژیمونه د کورونا ویروس وبا په اړه زیان رسونکي غلطو معلوماتو خپرولو ته دوام ورکوي، چې په نړۍ کې د خلکو ژوند په خطر کې اچوي او جمهوري ټولنو ته زیان رسوي.

په ورته وخت کې، د دواړو حکومتونو لخوا د غلطو معلوماتو کمپاینونو د دوی د خپلو رژیمونو لپاره غوره ستاینه وړاندې کوي، حتی چې دغه هیوادونو د وبا پروړاندې د پوښتنې وړ مبارزه کړې ده.

د مثال په توګه، د روس پروپيګنډه د کورونا ويروس سره په مبارزه کې د ماسکو د فعالیت ستاینه کوي، حتی په روس کې چارواکي په ډیره لیوالتیا سره خپل هیواد د هغه وبا په وړاندې بندوي چې دوی یې په پیژندلو کې ناوخته کړی و.

د اروپایي اتحادیې مطالعې وويل، په عين حال کې په چین کې، پروپيګنډه کونکي هڅه کوي چې د ووهان په څارويو مارکيټ کې د کورونا ويروس ناروغۍ د راپور شوي لومړی ظهور پټ کړي، او دا وړاندیز کوي، د مثال په توګه، چې دا د متحده ایالاتو پوځي منسوبينو لخوا ووهان ته راوړل شوې و او یا دا چې دا په ایټالیا کې پیل شوی دی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500