امنیت

روسیه د پوتین د پوځي بدماشۍ د پټولو لپاره له 'تش په نامه پوځ' څخه کار اخلي

کاروانسرای او ای اېف پي

ناپېژاندي سړي د ۱۳۹۲ د کب په ۲۵مه د کریمیا په پیري والنویي کې له یوه اوکرایني پوځي بېس څخه بهر په پیره ولاړ دي. اوکراین د واګنر ګروپ «د پیدایښت ځای» دی، او دغه د اجیرانو ګروپ د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین په امر کار کوي. [دیمیتار دیلکوف/ای اېف پي]

ناپېژاندي سړي د ۱۳۹۲ د کب په ۲۵مه د کریمیا په پیري والنویي کې له یوه اوکرایني پوځي بېس څخه بهر په پیره ولاړ دي. اوکراین د واګنر ګروپ «د پیدایښت ځای» دی، او دغه د اجیرانو ګروپ د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین په امر کار کوي. [دیمیتار دیلکوف/ای اېف پي]

مسکو -- د روسیې د ولسمشر ولادیمير پوتین له خوا د «خیالي اردو» د اصطلاح د استعمال په هکله معلومات، چې له جنایتکارانو او پخوانیو مجرمانو څخه تشکیل شوې، دا روښانوي چې د هغه رژیم به د نورو هېوادونو په چارو کې لاسوهنې ته دوام ورکړي.

په اوکراین کې د روسیې له لاسوهنې او بیا د کریمیا له غیرقانوني نښلونې څخه نیولې -- چې دا کار یې د مخ پټو اجیرانو «رضاکارانو» په وسیله د بې ثباتۍ په رامنځته کولو سره وکړ -- بیا د سوریې د رژیم له خوا د جنګي جرمونو د دوام تر ملاتړ پورې،‌ کریملېن د اجیرانو دغه ګروپ د دې لپاره استخدام کړ چې د شخړې په بېلابېلو سیمو کې د پوتین ناوړه کار ترسره کړي.‌

د سوریې په شخړه کې د تش په نامه «واګنر ګروپ» د رول په هکله پوښتنې د سلواغې د ۱۸مې - ۱۹مې په یوه جنګ پسې وروسته هغه وخت زیاتې شوې، چې له دیر الزور سره نژدې د سوریې د رژیم سلګونو وفادارو جنګیالیو په امریکایي عسکرو او د هغوی په متحدانو باندې بریدونه وکړل.

د بېلابېلو رسنیزو سرچینو په وینا، امریکایي ځواکونو ځوابي عمل وکړ،‌ او د واګنر ګروپ تر ۲۰۰ پورې غړي یې ووژل.

په دې بې نېټې عکس کې، یوګیني پریګوژین (منځ کې) د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین (چپ) او د روسیې لومړي وزیر دمیتري مید ویدوف (ښي) سره څه خبرې شریکوي. پریګوژین د واګنر ګروپ، چې د پوتین خیالي اجیره اردو ده او د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د جنګ په ساحو کې فعالیت کوي،‌ تمویلوونکی دی. [آرشیف]

په دې بې نېټې عکس کې، یوګیني پریګوژین (منځ کې) د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین (چپ) او د روسیې لومړي وزیر دمیتري مید ویدوف (ښي) سره څه خبرې شریکوي. پریګوژین د واګنر ګروپ، چې د پوتین خیالي اجیره اردو ده او د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د جنګ په ساحو کې فعالیت کوي،‌ تمویلوونکی دی. [آرشیف]

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین (منځ کې) له دمیتري اوتکین (لیرې ښي ته) او د واګنر خصوصي نظامي ادارې له نورو قوماندانانو سره ولاړ دی. داسې باور کیږي چې دا عکس د ۱۳۹۵ کال د لیندۍ په میاشت کې اخیستل شوی. [آرشیف]‌

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین (منځ کې) له دمیتري اوتکین (لیرې ښي ته) او د واګنر خصوصي نظامي ادارې له نورو قوماندانانو سره ولاړ دی. داسې باور کیږي چې دا عکس د ۱۳۹۵ کال د لیندۍ په میاشت کې اخیستل شوی. [آرشیف]‌

یو عکس، چې د کب په ۲۶مه اخیستل شوی، د سوریې په حلب کې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین او د سوریې د ولسمشر بشار الاسد څېرې ښیي.‌ [جورج اورفیلیان/ای ایف پي]

یو عکس، چې د کب په ۲۶مه اخیستل شوی، د سوریې په حلب کې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین او د سوریې د ولسمشر بشار الاسد څېرې ښیي.‌ [جورج اورفیلیان/ای ایف پي]

له څو ورځو چوپتیا څخه وروسته، مسکو ومنله چې په وژل شویو کې ۵ کسان روسي اتباع ول او دا چې «په لسګونو» نور ټپیان شوي دي، او ویې ویل چې هغوی ټول سوریې ته «په خپل سر» تللي ول.

خو د شخړو د استخباراتي ټیم (سي آي ټي) په نامه د روسیې د پلټونکیو بلاګرانو یوه ګروپ د لسګونو هغو کسانو، چې وژل شوي ول، هویتونه معلوم کړل -- چې ټول د واګنر ګروپ غړي ول.

د شخړو د استخباراتي ټیم (سي آي ټي) کیریل میخایلوف ای اېف پي ته وویل، «واګنر کېدای شي او باید چې په سوریه کې د روسیې خیالي اردو وګڼل شي، ځکه چې هغوی په لاذقیه او ختیځه سوریه کې د روسيې د عملیاتو لپاره حیاتي لومړۍ کرښه تشکیلوله،»

کریملېن هڅه وکړه چې په سوریه کې د روسیې د اجیرانو رول کم وښیي،‌ خو د هغوی له حضور څخه یې انکار وکړ.‌

د پوتین ویاند دمیتري پیسکوف د سلواغې په ۲۴ مه په یوه خبري کانفرانس کې وویل، «مونږ یوازې هغه اطلاعات په پام کې نیسو چې د روسي ځواک د خدمت کسانو پورې اړه لري.‌ مونږ د نورو هغو روسانو په هکله معلومات نه لرو چې کېدای شي په سوریه کې وي.»

روسي سیاستوال ګریګوري یاولینسکي، چې په سوریه کې د روسي اتباعو د مړینو له امله په قهر دی، وویل، «له دې سره سره چې ولسمشر او د دفاع وزیر داسې بیانونه ورکړي چې روسي پوځي واحدونه به له سوریې څخه را واېستل شي، زه د دې ټکي وضاحت غواړم چې ولې روسي اتباع په سوریه کې په ځمکنیو پوځي عملیاتو کې برخه اخلي.»

د لاسوهنې کولو یوه تاریخچه

واګنر د روسیې د پوځي استخباراتو د پخواني افسر دمیتري اوتکین له خوا جوړ شو،‌ او هغه د هغو روسي اجیرانو په لومړني کاروان کې وو چې د ۱۳۹۱ کال په مني کې سوریې ته ولېږل شو.

خو د هغوی لږ تجهیز شوی ماموریت له ماتې سره مخامخ شو. هغوی یو څه جنګ وکړ خو ژر روسې ته ستانه شول، په داسې حال کې چې د دغې پروژې دوه ملاتړو د اجیرانو په توګه د فعالیتونو له امله درې کاله په زندان کې تېر کړل.‌

له اوکراین څخه د رسمي راپورونو په اساس، د ۱۳۹۳ په غبرګولي کې، اوتکین په ختیځ اوکراین کې -- چې د واګنر ګروپ د پیدایښت ځای دی -- د روس پلوو بېلتون خوښو ځواکونو له لیکو سره یوځای شو.

په عین کال،‌ روسیې په اوکراین برید وکړ او کریمیا یې ځان پورې ونښلوله، چېرې چې په زرګونو روسي عسکر ځای پرځای شول.

کریملېن په دوامداره توګه د کیف او لوېدیځ تورونه، چې وایي هغوی په ختیځ اوکراین کې پوځي حضور لري، رد کړي دي،‌ او هغه روسان چې هلته جګړه کوي «رضاکاران» بولي.‌

کریملېن له پخوا راهیسې د پخوانیو شوروي دولتونو او نورو هېوادونو په چارو کې له لاسوهنې څخه انکار کوي، په داسې حال کې چې د هغوی عملونه ښیي چې هغوی دې ته خوشحال دي چې د خپلواکو دولتونو له خپلواکۍ څخه سرغړونه وکړي او خپل ګاونډیان ووېروي.‌

اوتکین د ۱۳۹۴ کال په مني کې بیا په سوریه کې هغه وخت راڅرګند شو چې روسیې د کریملېن د متحد او د سوریې د ولسمشر بشار الاسد د رژیم په ملاتړ لاسوهنه پیل کړه.

د ۱۳۹۵ کال د مرغومي په میاشت کې، هغه په کریملېن کې «د پلرني وطن اتلان» د ستاینې په مراسمو کې، چې د تلوېزیون له لارې خپرېدل، راښکاره شو او په هماغه ورځ یې د پوتین تر څنګ عکس واخیستل شو.

په پیترو - ډالرو باندې ژوند کول

په روسیه او متحده ایالاتو کې د بېلابېلو رسنیو د راپورونو په اساس، واګنر، د سینټ پیترزبرګ د یوه سوداګر او د پوتین د متحد یوګیني پریګوژین له خوا، چې د روسیې له پوځ او حکومت سره د ګټورو قراردادونو له لاسلیکولو څخه مخکې د خوړو تیارولو د سوداګرۍ له لارې شتمن شوی وو، تمویلېږي.‌

د دغې ډلې یوه پخواني غړي د روسي ژبې سوویرشینو سیکریتنو اونیزې ته وویل، د ۱۳۹۴ کال په وروستیو کې،‌ په واګنر باندې د تمویل لارې کمې شوې، او دغه حالت د دې سبب شو چې «پریګوژین نور قراردادونه ولټوي، چې یو یې له دمشق سره وو چې د هغه په اساس به واګنر د تېلو او ګازو ساحې او بېخبناوې ازادوي او او په مقابل کې به یې ۲۵٪ تولیدات ترلاسه کوي،»

د دې کار لپاره،‌ هغه د ایورو پولیس په نامه یوه کمپني جوړه کړه چې د ۱۳۹۵ په مرغومي کې د اسد له حکومت سره قرارداد لاسلیک کړي او اوس د واګنر اجیرانو ته د تنخاګانو ورکولو مسؤل دی، چې دا تنخاګانې د میاشتې له اټکل ۳۵۰۰ ډالرو څخه تر ۵۰۰۰ ډالرو پورې دي.‌

د فرانسې د نړیوالو اړیکو په انسټیټیوټ کې یوه محقق پاول بایوف وویل، «په ډېر احتمال سره، د پریګوژین شرکتونه داسې یو مرکز جوړوي چې هغه د سوریې د حکومت په شمول له نورو سرچینو څخه راتلونکې بودجې رهبري کوي،»

د روسیې خیالي پوځ 'ناکام' دی

په سوریه کې د واګنر د جنګیالیو شمېر د تحلیلګرانو او رسنیو د بحث موضوع ده، او د Republic.ru آنلاین مجله راپور ورکوي چې د ۱۳۹۵ کال د وري په میاشت کې د دغو اجیرانو شمېر ۲۵۰۰ تنه وو.‌

د مجلې په وینا، د دغو اجیرانو استخدام د عملیاتو له پیل راهیسې په اټکلي توګه په ۳۵۰ میلیونه ډالر قېمت تمام شوی دی.‌

د واګنر پخواني غړي وویل،‌ که څه هم چې د متحدانو پيسې ډېرې دي، خو د واګنر ماموریت «په اصل کې ناکام» دی.

هغه وویل،‌ ۴۰٪ استخدام شوي کسان په واګنر کې له استخدام څخه مخکې د سختو جرمونو له امله بندي کړای شوي ول او د دغه ګروپ غړي یو بل ته د «بدبختانو» په سترګه ګوري.‌

د سرتېرو «د کیفیت کمی» او دا نظر، چې واګنر د یوه خودمختاره پوځ په توګه کار کاوه او له غیر روسي ګروپونو څخه یې ماموریتونه ترلاسه کول، د دې سبب شول چې په سوریه کې د جنګ په میدان کې له چارواکو او په مسکو کې له واکمنو سره یې ترینګلتیاوې زیاتې شي.‌

تحلیلګر بایېف وویل،‌ د روسیې له خوا «د خیالي پوځونو استعمال... د انکار د وړتیا د یقیني کېدا او د تلفاتو د کمي د ښودلو غبرګې ګټې لري».

هغه وویل، خو «د واګنر ګروپ په څېر بنسټونو سره ستونزه دا ده چې هغوی هېڅکله هم په بشپړ ډول د کنټرول وړ نه دي او کېدای شي چې واګي یې له لاسه ووځي،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500