ديپلوماسي

له پاکستان سره د روس دوستانه اړیکي په کتونکو کې اندیښنې رامنځته کوي

پاکستان فارورډ

د روس د خارجه چارو وزیر سرګي لاوروف (ګس اړخ ته) د پاکستان د خارجه چارو وزیر خواجه محمد آصف ته د فبرورۍ په ۲۰ مه ماسکو ته د هغه د دوری په دوران کې ښه راغلې وايي. [ویزلي ماکسیموف/ای ايف پي]

د روس د خارجه چارو وزیر سرګي لاوروف (ګس اړخ ته) د پاکستان د خارجه چارو وزیر خواجه محمد آصف ته د فبرورۍ په ۲۰ مه ماسکو ته د هغه د دوری په دوران کې ښه راغلې وايي. [ویزلي ماکسیموف/ای ايف پي]

اسلام آباد -- ډیر پاکستاني تجزیه نګاران او کتونکي له پاکستان سره د دوستۍ لپاره د روس د وروستيو کوششونو په رابطه اندیښنې لري.‌

د روس د صدر ولاديمير پوتین دولت د شوروي اتحادی د ختميدو او په شام او يوکرين کې د عملياتو له امله په نړۍ کې د روس د جلا کیدو څخه وروسته په منځنی ختیځ، افغانستان، وسطي ایشیا کې د نفوذ ترلاسه کولو هڅه کوي.

اوس داسې ښکاري چې ماسکو په پاکستان نظر لري او په دې وروستیو میاشتو کې یې يو شمير کوششونه کړي چې اسلام آباد مجبوره کړي چې له هغوی سره معاهدې وکړي.

مثلا، د روس د خارجه چارو وزیر سرګي لاوروف په بلنه، د پاکستان د خارجه چارو وزير خواجه محمد آصف د فبرورۍ په میاشت کې د درې ورځو لپاره ماسکو ته سفر وکړو.

د روس فوجي مشر جنرل ویلري ګراسیموف او د پاکستان فوجي مشر جنرل قمر جاوید باجوه د مارچ په ۲۵مه په ماسکو کې د سیمه ایزو امنیتي مسئلو په رابطه خبرې کوي. [د روس د دفاع وزارت]

د روس فوجي مشر جنرل ویلري ګراسیموف او د پاکستان فوجي مشر جنرل قمر جاوید باجوه د مارچ په ۲۵مه په ماسکو کې د سیمه ایزو امنیتي مسئلو په رابطه خبرې کوي. [د روس د دفاع وزارت]

د روس فوجي هیئت د فوجي مشر د معاون جنرل سيرګي اسټراکوف په مشرۍ کې د ۲۰۱۷ کال د مارچ په ۳۰ مه په شمالي وزيريستان ايجنسۍ کې د میرانشاه ليدنه وکړه. [آی ايس پي آر]

د روس فوجي هیئت د فوجي مشر د معاون جنرل سيرګي اسټراکوف په مشرۍ کې د ۲۰۱۷ کال د مارچ په ۳۰ مه په شمالي وزيريستان ايجنسۍ کې د میرانشاه ليدنه وکړه. [آی ايس پي آر]

د روس د ځمکنیو ځواکونو یوه ډله په سپتمبر ۲۰۱۶ کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د لومړي ګډ مشق لپاره پاکستان ته راځي. [آی ايس پي آر]

د روس د ځمکنیو ځواکونو یوه ډله په سپتمبر ۲۰۱۶ کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د لومړي ګډ مشق لپاره پاکستان ته راځي. [آی ايس پي آر]

د دې سفر یوه نتيجه دا وه چې د روس او پاکستان تر مینځ "د تروریزم سره د مبارزې لپاره د پوځي همکارۍ ګډ کمېشن" جوړ کړي.

د اپریل په ۲۴ مه، سرلښکر جنرل قمر جاوید باجوه هم د ماسکو څخه لیدنه وکړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د پوځي روابطه په هکله خبرې وکړي.

له غونډې نه وروسته د روس بیانونه په روښانه توګه ښیې چې کرملین هڅه کوي چې د پاکستان دوستي ترلاسه کړي.

کرنل جنرل اوليګ ساليکوف، چې د روس د ځمکني ځواک کمانډر دی، د باجوه د دوری په وخت کې وویل، د پاکستان مطبوعاتو راپور ورکړو چې "پاکستان په جغرافیايی لحاظ سره يو مهم هیواد دی او روس غواړي چې خپلې موجوده پوځي اړيکي په دوه اړخيزه پوځي همکارۍ کې بدلې کړي."

هغه وويل، "موږ غواړو چې د پاکستان سره د دفاع اړيکو ته پراختيا ورکړو."

په عين حال کې، روس د اړيکو د ښه کولو لپاره يو شمير نور سفارتي ګامونه، لکه د فبرورۍ په مياشت کې په پيښور کې يوه قونسل خانه پرانستل، پورته کړي دي.

د روس کوششونه د خپل ځان لپاره دي

د ماسکو د دوستانه اړیکو سربيره، یو شمیر پاکستانی تجزیه نګاران او کتونکي وایي چې د کرملین کوششونه د هغه د خپل هيواد لپاره دي.

د پاکستان ايکسپريس ټريبيون د فبرورۍ په میاشت کې د پاکستان د خارچه چارو وزارت د اعلامیې په اړه وویل، "روس زموږ په بهرنۍ پاليسۍ کې یو خاص ځای لري" چې "دا د هغه يو هيواد په اړه داسې بې مثاله بيان دی چې په سوړ جنګ کې د پاکستان سخت دښمن پاتې شوی دی."

د پېښور يونيورسټۍ يو ليکچار، عبدالرحمان، وويل، "په دې وروستيو کې د پاکستان په وړاندې د روس په پاليسۍ کې بدلون خورا روښانه دی."

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "پاکستان په افغانستان کې د خپل رول په وجه د روس لپاره ډیر اهميت لري."

هغه په افغانستان باندې د شوروي اتحاد تجاوز او په هغه وخت کې له وسله والو سره د پاکستان مرستې ته اشاره وکړه او ويې وويل، "که څه هم، دا د دوو دښمنانو لپاره ممکنه نه ده چې د دوی په اړیکو کې به ښه والی راشي ځکه چې تاريخ ښيي چې دوی په افغانستان کې په جنګ کې د يو بل مخالف و."

هغه وويل، د پاکستان سره د روس تعلقات له دې کبله دي چې هغه "بحيره عرب او د هغې نه هاخوا لاسرسی غواړي."

رحمان وويل، "له پاکستان سره په اړيکو کې د ښه والی مطلب دا دی چې روس خپلې ګټې ترلاسه کړي. د روس سره د پاکستان دوستی به د چین، امریکې، سعودي عرب او يوروپي هیوادونو، چې د لسیزو راهیسې له پاکستان سره تجارتي اړیکي لري، خپلو اړیکو ته زیان ورسوي."

هغه وويل، "د پاکستان سره د روس ښکېلتيا به د نورو هېوادونو سره د [اسلام آباد] اړيکي ډيرې زياتې کمې کړي."

روس نشي کولی چې د امریکې ځای ونیسي

رحمان همداراز په غیر پوځي مسلو کې د متحده آیالاتو ملاتړ ته اشاره وکړه.

هغه وويل، "پاکستان سره د پوځي مرستې نه علاوه، متحده ايالات له څلورو کلونو راهيسې له پاکستان سره مرسته کوي چې په څلورو صوبو کې د بجلۍ د جنريټرو د نصب کولو له لارې د انرژۍ په بحران باندې قابو وساتي."

هغه وويل، "په زرګونو پاکستاني طالب العلمان په متحده ايالاتو کې د سکالرشپونو له طریقه تعليم ترلاسه کوي، په داسې حال کې په زرګونه په متحده ايالاتو کې کار کوي."

رحمان وویل، "د روس اقتصاد خورا نازک دی او د پاکستان سره هیڅ ډول مرسته نشي کولی." "پاکستانيان پوهیږي چې روس د ښه کوالټۍ صادرات نه لري. د دې برعکس، نور ملکونه، چې د متحده آيالاتو په شمول، د ښه کوالټۍ صادرات لري چې په دې کې درمل، مشينان او نور شيان، چې دلته يې ډير خلک غواړي، شامل دي."

په پیښور يونيورسټۍ کې د نړیوالو اړیکو ليکچرر، محمد اسلم ورته تجزيه وړاندې کړه.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "د روس اقتصاد ډیر کمزوری دی او د متحده ايالاتو په څیر له پاکستان سره مرسته نشي کولی."

هغه وویل، "موږ د متحده ایالاتو سره ګټور تعلقات لرو. امریکایان د اوږدې مودې راهيسې په مالي، پوځي او تخنیکي توګه زموږ سره ملاتړ کړی، په داسې حال کې روس توان نه لرلو چې له مونږ سره يې مرسته کړې وې."

پخوانی بريګيډير سعد محمد، چې په اسلام آباد کې سينير امنیتي تجزیه نګار دی له دې خبرې سره موافقه وکړه.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "متحده ایالات یو ستر قوت دی او روس دا ډول وړتیا نه لري."

روس په نړیواله کچه منفور ملک دی

د روس سره د یو ځای کيدو له کبله په مسلو کې يوه مسله د پوتین رژیم دی.

یوه ناوړه مسله د ایران سره د ماسکو زياتيدونکي نږدې اړيکي دي، چی په ټوله اسلامي دنیا کی فرقه واريت رامنځته کوي او د ايران د تخريبي عملياتو سره د مرستې له لارې د نفوذ ترلاسه کولو لپاره د کرملين هدف ښیي.

د پاکستان لپاره، په دې کې د زینبیون بريګيډ، يوه شيعه ميليشا چې په سوریه کې جګړه کوي او د پاکستان حاکمیت کمزوری کوي، سره د ایران دوامدار ملاتړ او همدارنګه د ايران يو شمير کوششونه چې د ترکمنستان - افغانستان -پاکستان - هندوستان پايپ لاين ويجاړ کړي، شامل دي.

په نړۍ کې د روس د جلا کيدو يوه بله ستونزه دا ده چې دېپه ۲۰۱۴ کال کې په غير قانوني توګه کریمیا له خپل هيواد سره يو ځای کړه او په شام کې يې د ډیکټیټر بشارالاسد، چې د خپلو خلکو په وړاندې يې کيميايي وسلې استعال کړې وې، سره مرسته وکړه.

عاصم وويل، "زه باور لرم چې هيڅوک به روس په دولتي او عامه کچه ونه مني."

هغه وويل، "په تاريخي توګه، زموږ خلک او همدارنګه زموږ حکومتونه په پاکستان کې د روس د مداخلت مخالفت کوي. په پاکستان کې د ځای ترلاسه کولو لپاره د روس د هلې ځلې او لیوالتیا سره، زه په اړیکو کې هیڅ ښه پرمختګ نه وينم."

هغه وويل، "پاکستان په پوتين حکومت باور نشي کولی. د دواړو ملکونو تر مینځ د باور کچه صفر ته رسیدلې ده. حتی د پاکستان خلک روس یو مستقل دښمن ګڼي."

[له پيښور نه اشفاق يوسفزي د دې راپور په برابرولو کې مرسته وکړه.]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 11

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

لعنت دې وي د دې مقالې په ليکوال باندې. پاکستان غواړي چې د روس سره ښه تعلقات جوړ کړي.

ځواب

د روس په اړه احمقانه او منفي مقاله. موږ پاکستانیان د روس سره ښه تعلقات غواړو.

ځواب

يوه احمقانه او د تعصب نه ډکه تجزيه. چین د سرد جنګ او د افغان د جګړې د دور نه وروسته د روس او پاکستان په يو ځای کيدو کې مهم رول لري، نو آيا د چين سره زموږ تعلقات به د روس له کبله خراب شي؟ آمريکه تل د پاکستان لپاره ترټولو بې باوري ملګری پاتې شوی دی. دوی د تاریخ په هر نازک پړاو کې د مرستې نه انکار کړی او په پاکستان يې فشار اچولی چې د نړیوال حاکميت لپاره د آمريکې په پاليسو باندې عمل وکړي. ترټولو مهمه خبره، د لیکوالانو د غلطې مفکورې برعکس، پکار ده چې روس په سیمه کې د يو قوت په توګه زمونږ په بهرنۍ پالیسۍ کې شامل شي. د هغوی سره ښه اړیکه هند د سيمه ايز حاکمیت د پلانونو نه منع کولی شي.

ځواب

څوک وايي چې د پاکستان خلک روسيان خپل دايمي دښمن ګڼي، دا يو عجيبه بیان دی، چا چې د دې مقالې په برابرولو کې برخه اخیستې ده، زما په خيال هغوی په تیره پیړۍ کې ووسي او یا دوی حقایق لري، خو باور پرې نه لري. موږ باید د هر هیواد سره په خپلو اړیکو کې توازن وساتو. موږ په تیرو وختونو کې دا تېروتنه کړې ده او د طرفدارۍ نه مو کار اخيستې و. مونږ د داسې پالیسیو له کبله ډیر زيان ترلاسه کړو. نو د پېښور يونيورسټۍ د آی آر ليکچرارانو له پکار ده چې د داسې ډول احمقانه تبصرو نه ډډه وکړي.

ځواب

بې معنې تجزيه !! هند د ماسکو او له نړۍ سره خپلې اړیکي متوازن ساتلي دي. ولې د هند تاریخي اړیکې د نورو هېوادونو سره د هغې اړیکې خرابې کړې نه دي؟ سربېره پردې، پورته ياد شوي هیوادونه د ماسکو سره ښه اړیکې لري.

ځواب

بې شکه يوه عجيبه تجزيه. هيوادونه د خپلو ملي ګټو په رڼا کې مخ پر وړاندې ځي. په سي پيک کې او د روس په پخواني دولتونو او اروپايي ټولنه کې د چين د ګټو په پام کې نيولو سره، د روس سره د پاکستان ښه اړیکه غوره خبره ده. فرقه واريت په پام کې نيولو سره! امریکې او د هغې محبوب سعودي موږ ته د یو بل لپاره پوره زهر راکړې دي.

ځواب

ښه

ځواب

لیکوال خورا غلط او مایوسه دی. روس یو راڅرګندیدونکی قوت دی او دا د پاکستان په ګټه ده چې یوازې په امریکایانو باندې د تکيه کولو پرځای د روس سره خپل سفارتي تعلقات پراخه کړي.

ځواب

اړیکي شتون لري. ستاسو پيش ګويۍ ډیرې ليټ دي. روس کمزوری اقتصاد لري خو چین خورا ښه شوی دی .. که چيرې موږ د دې دواړو او ایران سره ښه تعلقات وساتو نو دا به ښه وي ځکه چې دا ټول زموږ ګاونډیان دي.. دوی د هند او افغانستان سره زمونږ په ستونزو حل کولو کې مرسته کولی شي.. نور ټول هيوادونه د سعودي عرب په ګډون زمونږ نه لرې دي.. نو زما په خيال، موږ له پکار ده چې په خپلو نږدې اړیکو کې بدلون راولو ... موږ په ۷۰ کالو کې د امريکې نه څه ترلاسه کړل.. که موږ په افغانستان کې د مداخلت له کبله په روس تور لګوو، نو امریکا هلته کې څه کوي.. آيا دا په افغانستان کې د روس نه ډيره کمه خطرناکه خبره ده..؟ که پاکستان په سوریه کې د زین بريګيډ په اړه اندیښنه لري.. نو په پاکستان کې د ټي ټي پي او پي ټي ايم، چې امريکا او هند يې ملاتړ کوي، په اړه ستا څه خيال دی..؟ پوتین د يورپ سفر پيل کړی دی ځکه چې يورپ پخپله د امريکې نه تنګ راغلی دی .. په دې وروستیو کې آسټريا ته او بیا اټلي ته د هغه سفر ډیر ښه او دوستانه و ... په ما يقين وکړئ په دې حالاتو کې بدلون راتلونکی دی.

ځواب

احمقانه دلیلونه، سیمه ییزه همکاري د پاکستان د ودې لپاره اړینه ده، خلک د روس سره په اړيکو کې څه ستونزه نه لري، بالاخر پاکستان باید په ورته وخت کې د روس او لویدیځ سره ښه اړیکي ولري.

ځواب

د امريکې سره هر وخت ازمويل شوي تعلقات لرو .... دې ازموينو څه ګټه ورکړه.

ځواب