روغتیا

د کورونا ویروس په اړه د چین، روس او ایران لخوا خپاره شوي دروغ په ډاګه شول

پاکستان فارورډ او ای اېف پي

اوسیدونکي د خنزیر غوښې د ترلاسه کولو لپاره په قطار کې ولاړ دي چې د ۲۰۲۰ کال د مارچ په ۱۸ مه د چین د مرکزي هوبي صوبې په ووهان کې د دوی قرنطین مرکز ته چمتو شوي وه. حقیقي ساینسي او فرضي شواهد دا ثابتوي چې د کورونا ويروس ناروغي په ووهان کې رامنځته شوه، سره له دې چې چینایي چارواکي د دې دريځ بدلولو هڅه کوي. [ای اېف پي/ايس ټي آر]

اوسیدونکي د خنزیر غوښې د ترلاسه کولو لپاره په قطار کې ولاړ دي چې د ۲۰۲۰ کال د مارچ په ۱۸ مه د چین د مرکزي هوبي صوبې په ووهان کې د دوی قرنطین مرکز ته چمتو شوي وه. حقیقي ساینسي او فرضي شواهد دا ثابتوي چې د کورونا ويروس ناروغي په ووهان کې رامنځته شوه، سره له دې چې چینایي چارواکي د دې دريځ بدلولو هڅه کوي. [ای اېف پي/ايس ټي آر]

لکه څنګه چې د کورونا ويروس وبا په ټوله نړۍ کې مخ په زياتيدو ده، خلک په نړیواله کچه د غلطو معلوماتو په فعال کمپاينونو باندې تمرکز کوي چې د چین، روس او ایران د حکومتونو لخوا ترسره کيږي.

دغه درېواړه حکومتونه د کورونا ويروس ناروغۍ د خپريدو په اړه په فعاله توګه بدیل داستانونه خپروي.

د چینایي حکومت پخواني بیانونه دا ښه څرګندوي او ملاتړ يې کوي چې نوی کورونا ویروس د چین په ووهان ښار کې رامنځته شوی دی.

د دې ناروغۍ او مرګونو لومړۍ پیښې په ووهان کې وې، مخکې له دې چې چینايي چارواکو د وبا د خپريدو د کنټرولولو توان ولرلو، دا وژونکی ویروس په ټوله نړۍ کې خپور شو، چې ورځنی ژوند یې ګډوډ کړو، په لسګونو زره کسان يې ناروغه کړل او تر دې دمه يې د ۱۰،۰۰۰ نه زيات کسان وژلي دي.

د مرکزي آسیا هیوادونو وګړي، چې په ماسکو کې وروسته له هغې راګير شوي کله چې پروازونه د کورونا ويروس ناروغۍ له امله بند شول، د ۲۰۲۰ کال د مارچ په ۲۴ مه د ماسکو په ونوکو هوايي ډګر کې کورونو ته بيرته د تللو لپاره د پروازونو انتظار کوي. [الیګزينډر نییمانوف/ ای اېف پي]

د مرکزي آسیا هیوادونو وګړي، چې په ماسکو کې وروسته له هغې راګير شوي کله چې پروازونه د کورونا ويروس ناروغۍ له امله بند شول، د ۲۰۲۰ کال د مارچ په ۲۴ مه د ماسکو په ونوکو هوايي ډګر کې کورونو ته بيرته د تللو لپاره د پروازونو انتظار کوي. [الیګزينډر نییمانوف/ ای اېف پي]

د مارچ په سر کې په تهران کې د سکېن کولو مرکز کې یو ایرانی روغتیایي کارکونکی د مسافرو د تودوخې درجې ګوري. [اثنا]

د مارچ په سر کې په تهران کې د سکېن کولو مرکز کې یو ایرانی روغتیایي کارکونکی د مسافرو د تودوخې درجې ګوري. [اثنا]

په پراخه کچه د نه منلو وړ ساينسي او فرضي شواهدو سره، په چین، روس او ایران کې مشران د خپلو ناوړه وجوهاتو لپاره د کورونا ويروس د خپريدو په اړه غلط معلومات خپروي.

چين پړه پر بل اچوي

بيجنګ په فعاله توګه هڅه کوي چې د سازشي نظريو له خپرولو سره په کورونا ویروس وبا کې د خپل رول په اړه انتقاد کم کړي.

دا ناوړه سازشي نظريې نه يوازې چینايي وګړي بلکې د چین حکومت ترټولو لوړ پوړي چارواکي هم خپروي.

وروسته له هغې چې چارواکي پوهه شول چې هغه ویروس چې په چین کې رامنځته شوی و، په ټوله نړۍ کې په پراخه کچه تباهي رامنځته کوي، د چینايي د غلطو معلوماتو ماشین کار پیل کړو.

د فبرورۍ په پای کې، د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لیجیان ژاؤ لومړي شکونه خپرول پيل کړل او ويې ويل، "که څه هم د کورونا ويروس ناروغي لومړی په چین کې وموندل شوه، خو د دې مطلب دا نه دی چې دا په چین کې رامنځته شوې وه."

د مارچ په ۱۲ مه ژاؤ ټويټ وکړو، "دا ممکنه ده چې د متحده ایالاتو پوځ ووهان ته دا مرض راوړی و. شفاف اوسئ! خپل معلومات عام کړئ! امريکا دې مونږ ته د دې وضاحت وکړي."

په دې وروستیو کې، د مارچ په ۲۲ مه، ژاؤ خپله کیسه بیا بدله کړه او په ټویټر یې وړاندیز وکړ چې کيدې شي دا ویروس د سپټمبر په مياشت کې په متحده ایالاتو کې رامنځته شوی وي او ويې ويل چې د متحده ایالاتو چارواکي باید د "د لومړي ناروغ" په اړه نور معلومات ومومي.

د چینایي چارواکو لخوا د ترلاسه شوي معلوماتو د صداقت په اړه په نړيواله کچه انديښنه وده کوي، چې د مارچ په ۱۸ مه يې اعلان وکړو چې چین د دې ناروغۍ هيڅ نوي ځایي کېسونه نه لري. په هیواد کې د کورونا ويروس د خپریدو کچه په پام کې نيولو سره، ډیر کتونکي په دې شک لري چې چین د دې ناروغۍ هیڅ نوي کېسونه نه لري.

بیجینګ -- د ماسکو سره په ګډه -- د مارچ په ۲۳ مه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دې ناروغۍ د خپریدو په اړه وړاندیز شوي اعلاميه لغوه کړه.

دغه وړانديز شوي مسوده "په نړۍ کې د کورونا ويروس په پراخه کچه د خپريدو په اړه مخ په ډیریدونکې اندیښنه په ګوته کوي، کوم چې د نړیوالې سولې او امنیت لپاره یو ګواښ کيدې شي."

دا د دې وبا د پراخېدو په اړه د "بشپړ شفافیت" غوښتنه کوي -- هغه کسان په چین کې د حکومت په راز تنقيد کولو ته اشاره کوي کومو چې دغه الفاظ ليدلي دي.

روس خلک په خطر کې اچوي

په عین حال کې، کرملین د کورونا ويروس په اړه غلط معلوماتو ته وده ورکوي چې د روغتیايي پاملرنې سیسټمونو باندې د خلکو باور کمولو له لارې په لویدیځ کې بحران نور هم خراب کړي.

د اروپايي اتحادیې سټراټ کام ايسټ کاري ځواک، چې له روس څخه د راپورته شويو غلطو معلوماتو سره مبارزه کوي، د مارچ په پیل کې وویل چې دوی د ۲۲ مې جنورۍ راهیسې د کورونا ویروس په اړه د غلطو معلوماتو نږدې ۸۰ کېسونه موندلې دي.

ستراتیژي دا ده چې په لسګونو مختلف، ځینې وختونه متضاد، دريځونه وړاندې کړي چې ګډوډي او ویره رامنځته کړي.

په مثالونو کې دا مفکوره شامله ده چې کورونا ویروس یوه بیولوژیکي وسله ده چې چین، متحده ایالاتو یا انګلستان جوړه کړې ده، چې په اصل کې د چین پرځای په متحده ایالاتو کې رامنځته شوه، یا دا چې ویروس د زورواکۍ قانون پلي کولو يوه وسیله ده.

څیړونکي، چې د کاري ځواک سره کار کوي، وايي چې د کرملین پلوه سرچینې پخپله دا نظريې نه لیکي، بلکې د دې پرځای سازشي نظريې غوره کوي او ورته وده ورکوي چې بل ځای، لکه چین او ایران کې، رامنځته کيږي.

داسې ګونګوسې هم شتون لري چې د روس صدر ولادیمیر پوتین د کورونا ویروس کړکېچ او د د دې په اړه د غلطو معلوماتو کمپاینونه کاروي چې په اساسي قانون کې بدلونونه وکړي چې د هغه واکمني به وغزوي.

د ايرانيانو خلکو پر ځای ايډيالوژې ته لومړيتوب ورکول

تهران په خپله سازشي نظریې خپروي، په ځانګړي توګه وایي چې متحده ایالاتو دا ویروس خپور کړی دی، او دا کار د دې لپاره کوي چې د دې تور څخه پام واړوي چې دوی د دې وبا د مخنیوي لپاره څه وکړو.

د متحده ایالاتو حکومت د فبرورۍ په ۲۹ مه د ويروس لخوا ځپل شوي ایران سره د مرستې وړاندیز وکړو.

خو د دې پر ځای چې مرستې ومني او له ایراني خلکو سره مرسته وکړي، د ایران ستر رهبر ایت الله علي خامنه اي د مارچ په ۲۲ مه دا وړاندیز رد کړو، او يوه بله سازشي نظریه یې خپره کړه چې د مرستې وړاندیز يې په ایران کې د ویروس بحران خرابولو لپاره د هڅې يوه بهانه وه.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر پومپیو د مارچ په ۲۳ مه وویل، "خامنه اي دا وړاندیز رد کړو ځکه چې هغه په دوامداره توګه کار کوي چې سازشي نظريې جوړې کړي او د ایران د خلکو پر ځای نظریې ته لومړیتوب ورکړي."

هغه وویل، "رژیم د کېسونو او مرګونو د شمير په اړه په دوامداره توګه د ایران خلکو او نړۍ ته دروغ وايي، کوم چې له بده مرغه د هغه شمير نه زيات دی کوم چې رژیم مني."

خلکو ته د کورونا ويروس ناروغۍ مريضانو او مرګونو د شمير په اړه د دقیقو معلوماتو په رسولو کې د ایران د رژیم د شفافيت د نشتوالي په اړه په نړيواله کچه انديښنه زياتيږي.

تهران د مارچ په ۲۴ مه د نوي کورونا ویروس له کبله د ۱۲۲ نويو مرګونو اعلان وکړو، چې د چارواکو مرګونو رسمي شمیره ۱،۹۳۴ ته لوړه شوه او په مجموعي توګه د ناروغانو شمير ۲۴،۸۱۱ ته ورسیدلو.

د مسؤلیت او مرستې منلو پرځای، داسې ښکاري چې خامنه اي د هیواد هیلې له عقیدې سره تړي.

هغه ایرانیانو ته لارښوونه وکړه چې "هر يو کس باید د دې وبا سره د مبارزې لپاره د چارواکو لارښوونې تعقیب کړي" چې الله تعالی د ایران خلکو، د ټولو مسلمانانو او ټولو انسانانو لپاره د دې آفت مخه ونیسي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 3

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د امریکا بچيانو د امریکا غم وخوره

ځواب

پکار ده چې دا لوبه ونه شي. خلک ډیر ښه پوهیږي.

ځواب

tasu voa tool darogh yyý

ځواب