امنیت

د چین پوځي جارحيت ګاونډیو هیوادونو ته سخت خبرداری ورکوي

پاکستان فارورډ او ای اېف پي

د اګست په ۶ مه په يو خپور شوي عکس کې، چینايي پیلوټان چې په بحري بم غورځونکي رجمنټ کې ګمارل شوي دي په کتار کې تګ کوي. [د چین د دفاع وزارت]

د اګست په ۶ مه په يو خپور شوي عکس کې، چینايي پیلوټان چې په بحري بم غورځونکي رجمنټ کې ګمارل شوي دي په کتار کې تګ کوي. [د چین د دفاع وزارت]

د چین دا ليوالتيا چې خپل پوځي قوت وکاروي او د خپلو ګاونډیو د خپلواکې ځمکې څخه سرغړونه وکړي، نږدې چارواکو او وګړو ته خبرداری ورکړی دی.

وروستی پوځي یرغل د دوشنبې په ورځ (د سپتمبر په ۲۱ مه) رامينځه شو، کله چې تایوان مجبوره شو چې جنګيالي په شا وتمبوي او وروسته له هغې د توغندیو ضد سیستمونه ځای په ځای کړي کله چې چینایي پوځي جټ الوتکې په څلور ورځو کې په څلورم ځل د دې د هوایي دفاع سيمې ته ورننوتل.

د تایوان د دفاع وزارت وویل، د چین د آبدوز پر ضد وايي-۸ ضد الوتکې د تایوان سویل لویدیز د هوايي دفاع د پیژندنې سيمې ته ورننوتې.

تیره هفته، چینايي جنګي الوتکې درې ځله ورته سيمې ته ورننوتې.

د یوې ویډیو سکرین شاټ یو چینایي پیلوټ د سپتمبر په ۱۷ مه ښيي چې د الوتلو د مشق په دوران کې خپله جنګي جټ الوتکه الوځوي. [د چین د دفاع وزارت]

د یوې ویډیو سکرین شاټ یو چینایي پیلوټ د سپتمبر په ۱۷ مه ښيي چې د الوتلو د مشق په دوران کې خپله جنګي جټ الوتکه الوځوي. [د چین د دفاع وزارت]

د چین د پوځ د لاریو يوه قافله په هغه متنازعه ځای کې وسلې او تجهیزات د ډزو کولو په روزنيز عملياتو کې وړي کومه چې د منځنۍ آسیا نه لرې نه ده، او چيرې چې بیجینګ په اقتصادي او پوځي توګه ډير زيات بوخت شوی دی. [د چین د دفاع وزارت]

د چین د پوځ د لاریو يوه قافله په هغه متنازعه ځای کې وسلې او تجهیزات د ډزو کولو په روزنيز عملياتو کې وړي کومه چې د منځنۍ آسیا نه لرې نه ده، او چيرې چې بیجینګ په اقتصادي او پوځي توګه ډير زيات بوخت شوی دی. [د چین د دفاع وزارت]

بیجینګ، چې دغه واکمنه ټاپو د خپلې سيمې برخه ګڼي، غواړي دا په خپله خاوره کې شامله کړي -- په زور سره که چيرې ضرورت وي.

د تایوان د دفاع وزارت وویل، تایوان د "پرله پسې ځورونو او ګواښونو" په پایله کې "د خپل ځان د دفاع او ځوابي برید حق" لري.

د دفاع وزیر ین دی فا خبریالانو ته وویل، "زموږ لومړنی اصول دا نه دی چې ګواښ وکړو، په شخړه کې زیاتوالی راولو، پیښې رامینځته کړو یا تشې ډزې وکړو."

"خو موږ له جګړې څخه ویره نه لرو، او موږ باید د ځان د دفاع او ځوابي بريد لپاره خپل لازمي حق ولرو."

وروستی چینايي یرغل ګاونډي هند ته غځیدلی دی.

د جون په منځ کې، چینایان او هندي عسکر د لداخ په سیمه کې له یو بل سره په سخته لاسي جګړه کې ښکېل شول، چې ۲۰ هندي سرتیري پکې ووژل شول. د چین رژیم تلفات ومنل خو هیڅ ارقام یې نه دي په ډاګه کړي.

په دغه وخت د هند د بهرنیو چارو د وزارت ویاند انوراګ سریواستووا وويل، دا نښتې د پولې هاخوا د چینایانو لخوا په یو اړخیزه توګه په پوله باندې د وضعیت د بدلولو لپاره د هڅو له کبله رامینځته شوې.

له هغه وخت راهیسې، دواړو هیوادونو غرنۍ پولې ته په زرهاو اضافي سرتیري استولي دي.

د سپتمبر په پیل کې په یوې بله پیښه کې، په ۴۵ کلونو کې په لومړي ځل په پوله ډزې وشوې. دواړو لورو په یو بل د ډزو کولو تور ولګوو.

په ورته وخت کې، چینایي عسکر په سویلي روس کې په کاوکاز (قفقاز) - ۲۰۲۰ جنګ لوبو کې برخه اخلي، چې د سپتمبر په ۲۱ مه پیل شوې او د شنبې تر ورځې (د سپتمبر ۲۶ مه) پورې به جاري وي.

په دې پوځي مشقونو کې له ۱۲،۰۰۰ څخه ډیر سرتیري برخه اخلي، چې د څارونکو په وینا د روس صدر ولادیمیر پوتین د دوامداره "قوت ښودلو" یوه برخه ده چې په سیمه کې د چاپیریال، اقتصادي او امنیتي اغیزو لپاره هيڅ درناوی نه لري.

سیمه ییزې نښتې

ای اېف پي راپور ورکړو، د تایوان د بهرنیو چارو وزیر جوزف وو د سه شنبې په ورځ (د سپتمبر په ۲۲ مه) له بیجینګ څخه وغوښتل چې "متمدن نړیوالو معیارونو ته بیرته راستون شي" وروسته له هغې چې د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل چې په تایوان تنګي کې هیڅ ډول منځنۍ کرښه شتون نه لري ځکه چې تایوان د چین د خاورې یوه نه بیلیدونکې برخه ده."

تير کال، تایوان په چینایي رژیم تور ولګوو چې دا د اوږدې مودې له تړون څخه سرغړونه کوي وروسته له هغې چې چینايي جنګي جټ الوتکې -- په کلونو کې په لومړي ځل -- د اوبو د منځنۍ کرښې نه تيرې شوې چې دواړه اړخونه جدا کوي.

وو په دغه ټويټ کې زياته کړه، "زه په نړیواله ټولنه غږ کوم چې د سي سي پي [چینايي کمونست ګوند] د دې خطرناکو او اشتعالوونکو الفاظو او کړنو له امله چې د سولې لپاره ګواښ دی غندنه وکړي ... چین باید خپل الفاظ بيرته واخلي."

بیجینګ له مخکې نه د خپلو کورنیو او بهرنیو پاليسو له کبله په نړیواله کچه له تنقيد سره مخ دی.

د هانګ کانګ وروستي ګورنر کریس پېټین د جولای په ۸ مه د برتانیا د قانون جوړونکو لخوا په منعقد شوي آنلاین بحث کې وویل، "له هندوستان څخه جاپان پورې ... آسترالیا پورې، کاناډا پورې، چینایان په ټوله نړۍ کې خپله اجنډه پر مخ بوځي."

هغه په هانګ کانګ کې د بیجینګ متنازعه امنيتي قانون، چې په مؤثره توګه یې د دغه ښار منل شوي خپلواکي او د جمهوريت دودونه پای ته ورسول، اشاره وکړه او ويې ويل، "په هانګ کانګ کې چې څه پیښ شوي د [سي سي پي] لخوا د ترسره شويو اقداماتو د پراخه لړۍ يوه برخه ده، چې له دې حقیقت څخه ګټه پورته کوي چې موږ ټول له کورونا ویروس سره په مبارزه باندې خورا تمرکز کوو."

د سویلي چین په سمندر کې، بیجینګ، د نورو هیوادونو د ځمکنیو ادعاوو په قیمت، مصنوعي ټاپوګانې جوړوي او د سرچینو په تعقيب کې یو دروند پوځي شتون رامينځته کوي.

بیجینګ د هندي بحر په اوږدو کې یو لړ بندرونه جوړ کړي، چې د سویلي چین له سمندر څخه تر سویز کانال پورې د تیلو چمتو کولو او رسد سټیشنونو يوه لړۍ جوړوي. دا بندرونه، چې په ښکاره توګه تجارتي بندرونه دي، به په چټکۍ سره وده کونکي خپل بحري ځواک ته اجازه ورکړي چې خپل لاسرسی پراخه کړي.

چینایي رژیم په هيوادونو کې د خپلې مالي پياوړتيا نه ګټه پورته کوي چې د هغه ستراتیژیکو سيمو او بندرونو، په ځانګړې توګه د پاکستان په ګوادر او د ايران په جاسک کې، پوځي استعمال مشروع کړي.

بل ډول بریدونه

د چین رژیم په ګاونډیو هیوادونو کې هم په یو بل ډول جدي جارحيت کولو کې بوخت دی -- دا په خورا پیچيده ناوړه بهرني نفوذ کمپاین کې بوخت دی، او د دې په طريقو کې رشوت، د غلطو معلوماتو کمپاینونه، بلېک مېل کول او خفيه معاهدې شاملي دي.

په داسې حال کې چې ټویټر، یوټیوب، ګوګل او فېسبوک په چین کې بند دي، کوم چې خبرونو او معلوماتو ته د لاسرسي محدودولو لپاره "ستر فایر وال" کاروي، خو چینايي سفارتکاران او دولتي رسنۍ په منافقانه توګه له هیواده بهر د بنديزونو د نشتوالي څخه ګټه اخلي او په دې وروستیو کلونو کې يې د بيجنګ دريځ وړاندې کولو لپاره ورته پلیټ فارمونه کارولي دي.

د سپتمبر په ۱۰ مه د متحده ایالاتو د بهرنیو اړیکو د شورا لخوا د خپور شوي راپور له مخې، بیجینګ په پراخه کچه د کورونا ویروس د ناروغۍ په دوران کې جارحانه او سازشي ډول غلطو معلوماتو ته مخه کړې ده.

دغه راپور وايي، "بیجینګ ریښتیني معلومات بدلوي او غلط معلومات هم خپروي -- یا په قصدي ډول غلط معلومات -- چې د ویروس له سرچينې څخه د خلکو پام واړوي، د متحده ایالاتو ناکامي په ګوته کوي، او چین د يو نړیوال رهبر په توګه وړاندې کوي."

د اکسفورډ انټرنیټ انسټیټیوټ د جون په ۲۹مه يو خپور شوي راپور وویل، د روس او چین د ژورنالیستانو لخوا د کورونا ويروس په اړه غلط معلومات د هغه موادو په پرتله په سوشل ميډيا باندې زياتو کسانو ته رسيږي کوم چې په نړۍ کې د غوره خبرونو د رسنيو لخوا رامينځته کيږي.

ټویټر د جون په ۱۲مه وويل چې دې د ۱۷۰،۰۰۰ نه زيات هغه اکاونټونه حذف کړل کومو چې د چینایي حکومت د غلطو معلوماتو کمپاینونو سره تړاو لرلو .

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 2

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

تایوان چین دی او اصلي چین هر حق لري چې په دې خپل واک ولري. تر څو چې د هند خبره ده، نو ماته ووايه چې د هندوستان کوم یو ګاونډې له هند سره ستونزه نه لري. چین د هند پر ضد دی.

ځواب

زه فکر کوم چې دوی د پاکستان فارورډ په نوم د امریکې لپاره کار کوي

ځواب