امنیت

د روسیې په وړاندې د اوکراین مقاومت د تایوان ملکي وګړي هڅوي چې د ښاري جګړو مطالعه وکړي

د پاکستان فارورډ او ای اېف پي لخوا

د تایوان یو ملکي وګړی د جون په ۱۸مه د نوي تایپي ښار په لینکو ضلعه کې د ښاري جګړې په ورکشاپ کې د ګډون کولو پرمهال د کارل ګوستاف ټوپک نقل لري. [سام یاه/ای اېف پي]

د تایوان یو ملکي وګړی د جون په ۱۸مه د نوي تایپي ښار په لینکو ضلعه کې د ښاري جګړې په ورکشاپ کې د ګډون کولو پرمهال د کارل ګوستاف ټوپک نقل لري. [سام یاه/ای اېف پي]

د نوي تایپي ښار، تایوان -- په پوځي جامو کې د برید ټوپک سره چمتو، "پروفیسر" یي (Yeh) د تایپي څخه بهر په پارکینګ کې د موټر شاته ګوري، د خپل شاوخوا سیمې معاينه کوي او د مخکې تلو لپاره اشارې ته انتظار کوي.

یي (Yeh) په حقیقت کې د بازار موندنې په برخه کې کار کوي، او د هغه وسله جعلي ده -- خو هغه د هفتې په پای کې د ښاري جګړې په ورکشاپ کې برخه اخلي ترڅو د هغه څه لپاره ځان چمتو کړي چې هغه ورته د چینایي یرغل د اصلي ګواښ په توګه ګوري.

۴۷ کلن يي (Yeh)، چې د روزنې پرمهال یې د پیژندې نښه "پروفیسر" ده، د مشقونو په منځ کې د وقفې په ترڅ کې ای اېف پي ته وویل، "د روسیې او اوکراین جګړه یو لوی لامل دی چې ولې زه دې ورکشاپ ته راغلم."

کله چې د روسیې صدر ولادیمیر پوتین د فبرورۍ په پای کې خپلو پوځیانو ته په اوکراین باندې د برید امر ورکړو، هغه په ډیرو تایوانیانو کې ویره رامنځته کړه.

د تایوان یو ملکي وګړی د جون په ۱۸مه د نوي تایپي ښار په لینکو ضلعه کې د وسلو د یو ورکشاپ د یوې برخې په توګه په نقلي ټوپک هدف په نښه کوي. [سام یاه/ای اېف پي]

د تایوان یو ملکي وګړی د جون په ۱۸مه د نوي تایپي ښار په لینکو ضلعه کې د وسلو د یو ورکشاپ د یوې برخې په توګه په نقلي ټوپک هدف په نښه کوي. [سام یاه/ای اېف پي]

د تایوان ملکي وګړي د جون په ۱۸مه د نوي تایپي ښار په لینکو ضلعه کې د وسلو د ورکشاپ د یوې برخې په توګه د ډزو د مشق پرمهال د خپل هدفونو معاینه کوي. [سام یاه/ای اېف پي]

د تایوان ملکي وګړي د جون په ۱۸مه د نوي تایپي ښار په لینکو ضلعه کې د وسلو د ورکشاپ د یوې برخې په توګه د ډزو د مشق پرمهال د خپل هدفونو معاینه کوي. [سام یاه/ای اېف پي]

تایوان له ۱۹۴۹ راهیسې خپل حکومت لري خو ​​د چین لخوا د اشغال د دوامداره ګواښ​​لاندې ژوند کوي. بیجینګ دغه ټاپو خپله خاوره ګڼي او ژمنه یې کړې چې یوه ورځ به یې د اړتیا په صورت کې -- په زور سره ونیسي.

خو ​​په اوکراین کې جګړې​​ د یي (Yeh) په ګډون ډېر کسان هم هڅولي دي.

د اوکراین د ځواکونو مقاومت هغه ته امید ورکړی دی چې د سم تاکتیکونو سره، تایوان هم د خپل خورا پیاوړي ګاونډي په وړاندې د ځان د دفاع کولو فرصت لري.

هغه یوازې نه دی -- د ښاري جنګي کورس تنظیمونکي وايي چې د فبرورۍ له مياشت راهیسې د دوی زده کونکي نږدې څلور چنده زيات شوي دي.

د بیړني حالت له زيات احساس سره، د مۍ په ۲۴مه په اوکراین د کرملین له یرغل وروسته چین او روسیې خپل لومړي​ګډ پوځي مشقونه​​ترسره کړل او د آسیا په شمال ختیځ کې یې په بحرونو کې بم غورځونکي بېړۍ ځای په ځای کړې، چیرې چې د بهرنیو مشرانو یوه مهمه غونډه روانه وه.

'غوره دفاع جرم دی'

په تایوان کې د روسیې له یرغل څخه ډېر مخکې د چین په اړه ناکراري رامنځته شوې وه.

میکس چیانګ، چې د دغه شرکت مشر دی او د دغه ورکشاپونو انتظام يې کړی دی، وويل چې د ۲۰۲۰ کال راهیسې د تایوانيانو ترمنځ "د بحران خورا زيات احساس" رامنځته شوی دی، کله چې چینایي جنګي الوتکو د ټاپو د هوایي دفاع پیژندنې زون (ADIZ) ته په منظمه توګه ورننوتل پېل کړل.

په دغه کال کې شاوخوا ۳۸۰ دخل اندزۍ ثبت شوي - دا شمېره په ۲۰۲۱ کال کې دوه چنده شوې ده، او سږکال به بیا دوه چنده شي.

د تایوان د دفاع وزارت په وینا، د چین د خلکو د آزادۍ پوځ (PLA) د ۲۰۲۲ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د تایوان په ADIZ کې ۵۵۵ ځله دخل اندازي وکړه، چې په دې کې ۳۹۸ جنګي الوتکې شاملې وې.

آسیا نیوز انټرنېشنل (ANI) د جولای په ۱۰مه راپور ورکړو، خو د دفاعي چارو شنونکي وايي چې وروستي زیات شوي اشغالونه ښیي چې PLA د احتمالي جګړې لپاره د چمتووالي د یوې برخې په توګه په لويه سيمه کې د هوايي حریم کنټرول کولو وړتیا ته وده ورکوي.

د متحده ایالاتو د دفاع وزارت په وینا، چین په پراخه کچه له تایوان څخه زيات پوځي شمېر لري، چې د تایوان د ۸۸۰۰۰ د ځمکني ځواک پرسونلو په پرتله يو ميليونه ځواک او د ۸۰۰ ټينکونو په پرتله ۶۳۰۰ ټینکونه، او د ۴۰۰ جنګي جټ الوتکو په پرتله ۱۶۰۰ جنګي جټ الوتکي لري.

خو اوکراین د دې لپاره یو عملي مثال چمتو کړی چې څنګه د دې توپیر اهميت کم کړي.

دې په روښانه توګه وښودله چې د ښارونو د کنټرول لپاره جګړه د برید کونکو ځواکونو لپاره څومره ستونزمنه او ګرانه کېدی شي -- او د تایوان د ۲۳ ملیونو خلکو ډېره برخه په ښاري سیمو کې ژوند کوي.

لکه څنګه چې يي (Yeh) او د هغه د ټیم ۱۵ ملګري په پارکینګ کې په کتارونو کې منډې وهي، د ویجاړو ودانیو او موټرو شاته پټيږي چې د دښمن په پوستونو باندې بريدونه وکړي، دوی هڅه کوي چې د اوکراین په ویجاړو ښارونو کې زده شوي درسونه په عمل کې راولي.

پداسې حال کې چې په روښانه ځليدونکي واسکټونو کې ښوونکي نږدې ولاړ دي او ليکل کوي، يي (Yeh) ټینګار کوي چې "غوره دفاع جرم دی".

"په ساده الفاظو کې، دښمن له منځه یوسو او د دښمن هر ډول پرمختګ ودروو."

'تایوان راتلونکی هدف دی'

د پارکینګ په څنګ کې په یو ګودام کې، ۳۴ کلن روت لام په لومړي ځل په لاسي ټوپک باندې د ډزو طريقه زده کوي.

لام، چې د بیړني موټرو څراغونو جوړونکي شرکت کې کار کوي، وويل، د هغې ډیر اروپایي پیرودونکو هغې ته ویلي و چې په اوکراین کې به جګړه نه وي.

هغې وویل، "خو جګړه وشوه."

هغه هیله منده ده چې د ټوپک په چلولو پوهیدل ممکن د جنګ په صورت کې د هغې او کورنۍ ساتنه وکړي، او پلان لري چې د ملګرو سره ټاکلي مشق کولو ته دوام ورکړي.

هغه وايي، "د باران له ورېدو څخه مخکې خپله چترۍ چمتو کړئ." "موږ نه پوهیږو چې جګړه به کله رامنځته شي."

په یوه سروی کې چې د مۍ په میاشت کې ترسره شوه، ۶۱.۴ فيصده ځواب ویونکو وویل چې دوی د برید په صورت کې د وسلو پورته کولو ته لیواله دي.

د تایوان د څېړنيزې موسسې نیکسټ جین فاونډېشن مشر چن کوان تینګ وویل، "د اوکراین د خلکو ارادې چې د تيري کونکو پروړاندې مبارزه وکړي د خپل وطن د ساتنې لپاره د تایوانیانو ژمنه زياته کړې ده."

۳۸ کلن لین پینګ یو، یو پخوانی پاراټروپر دی او د ښاري جګړې په ټولګي کې د ګډون لپاره راغلی و چې "خپل جنګي مهارتونو ته وده ورکړي"، موافقه وکړه.

هغه وویل، "یوازې هغه وخت چې د یو هېواد وګړي د خپلې خاورې د ساتنې لپاره قوي اراده او هوډ ولري، کولای شي نړېواله ټولنه قانع کړي چې له دوی سره مرسته وکړي."

يي (Yeh) په دې باور دی چې دا یوه پوښتنه ده چې کله، دا نه چې آيا، دوی به وغوښتل شي چې خپل نوي مهارتونه استعمال کړي.

د هانګ کانګ مثال په ورکولو سره، چېرې چې بیجینګ په تیرو څو کلونو کې د خپل کنټرول د ټینګولو لپاره ګامونه پورته کړي دي، هغه په ساده الفاظو کې وویل: "تایوان راتلونکی هدف دی."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500