امنیت

تایوان د چین د تیري په اړه سرټکوي، چې په اوکراین باندې د روسیې د برید له امله هڅول شوی

د پاکستان فارورډ او ای اېف پي لخوا

سلاویان او د تایوان نور اوسیدونکي د مۍ په ۸مه نېټه په تایپي کې د یو احتجاج په ترڅ کې پوسټرونه او د اوکراین بیرغ لري. [سام یاه/ای اېف پي]

سلاویان او د تایوان نور اوسیدونکي د مۍ په ۸مه نېټه په تایپي کې د یو احتجاج په ترڅ کې پوسټرونه او د اوکراین بیرغ لري. [سام یاه/ای اېف پي]

تایپي، تایوان -- په اوکراین باندې د روسیې له خوا بې بنسټه یرغل د تایوان په وړاندې د چین تیري ته پياوړتيا ورکړې، او تایپي یې هڅولی چې د بیجینګ سره د احتمالي پوځي شخړې لپاره جدي چمتووالی ونیسي.

روسیې ​​په اوکراین باندې ​​ د فبرورۍ په ۲۴مه برید وکړو.

تایپي د سه شنبې په ورځ (د جون په ۱۴مه) چین په دې تور وغندلو چې د تایوان تنګی په نړېوالو اوبو کې نه دی شامل او بیجینګ یې په دې تورن کړو چې هڅه کوي چې د خپلې ځمکنۍ دعوې سره د سیمې سوله له خطر سره مخامخ کړي.

د شخړې سرچينه د اوبو هغه تنګه لاره چې د تایوان او چین اصلي ټاټوبي له يو بل نه جدا کوي، پداسې حال کې چې بېجينګ په مکرر ډول د بهرنيو جنګي بېړيو د لارو په اړه په غوسې سره غبرګون ښودلی دی.

دوه چینايي جنګي الوتکې د مارچ په میاشت کې په مشق کې برخه اخلي. [د چین د دفاع وزارت]

دوه چینايي جنګي الوتکې د مارچ په میاشت کې په مشق کې برخه اخلي. [د چین د دفاع وزارت]

اوکرایني اتباع د فبرورۍ په ۲۶ مه د چیلي په سانتیاګو کې د روسیې د سفارت خانې مخې ته د اوکراین په حق کې په يو احتجاج کې برخه اخلي. [مارتین برنیټي/ای اېف پي]

اوکرایني اتباع د فبرورۍ په ۲۶ مه د چیلي په سانتیاګو کې د روسیې د سفارت خانې مخې ته د اوکراین په حق کې په يو احتجاج کې برخه اخلي. [مارتین برنیټي/ای اېف پي]

متحده ایالات او نور هېوادونه دا تنګی د نړېوالو اوبو په توګه د ټولو لپاره خلاص ګڼي.

خو د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ونبين د جون په ۱۳مه وويل، "چين د تايوان په تنګي کې حاکميت، خپلواکي او واک لري."

هغه زیاته کړه، "دا ناسمه ادعا ده کله چې ځینې هېوادونه د تایوان تنګي ته د "نړېوالو اوبو" په توګه ګوري او د تایوان په مسله کې د لاسوهنې لپاره بهانه ګوري او د چین حاکمیت او امنیت ته ګواښ کوي."

تایپي د سه شنبې په ورځ ځواب ورکړو او د بیجینګ بيانونه یې "غلط" او "د نه منلو وړ" وبلل.

د واکمن دیموکراتیک پرمختګ ګوند په یو بیان کې وویل، "چین... ​​په ښکاره توګه د تایوان له حاکمیت څخه سرغړونه کوي​​ او نړېوال سمندري نظم ته زیان رسوي ترڅو سیمه ایز سوله او ثبات له خطر سره مخامخ کړي."

د بهرنیو چارو وزارت بیجینګ وغندلو چې "په قصدي ډول په نړېوال مقرراتو کې تحریف کوي ترڅو د تایوان تنګی د خپل ځانګړي اقتصادي زون په توګه ښکاره کړي".

دې په یو بیان کې وویل، "د تایوان د الحاق لپاره د چین هڅه څرګنده ده."

تایوان له ۱۹۴۹ راهیسې خپل حکومت لري خو د چین لخوا د تل پاتې ګواښ لاندې ژوند کوي. بیجینګ دغه ټاپو خپله خاوره ګڼي او ژمنه یې کړې چې یوه ورځ به یې د اړتیا په صورت کې په زور سره ونیسي.

خپلواکي تر اور لاندې ده

دا تورونه د جون په ۱۰مه نېټه د چین د دفاع وزیر وي فینګ او د متحده ایالاتو د دفاع وزیر لویډ آسټین تر منځ په سینګاپور کې د لومړۍ مخامخ خبرو اترو په ترڅ کې د ګرمو خبرو اترو وروسته ولګول شول.

د چین د دفاع وزارت ویاند وو کیان له آسټین سره د لیدنې پر مهال د وي په حواله وویل، "که څوک له چین څخه د تایوان د جلا کولو جرات وکړي، د چین پوځ به د جګړې له پېلولو څخه په هيڅ قيمت ډډه ونکړي."

د وزارت په وینا، وي دا ژمنه هم وکړه چې بیجینګ به "د تایوان د خپلواکۍ هر ډول دسیسه شنډه کړي او په کلکه به د مورنۍ خاورې یووالي ته دوام ورکړي".

دغه وزارت وویل، هغه "ټینګار وکړو چې تایوان د چین تایوان دی ... د چین د کنټرول لپاره د تایوان کارول به هېڅکله کامیاب نشي."

د متحده ایالاتو د دفاع وزارت وویل، آسټین وي ته وویل چې بیجینګ باید "د تایوان په وړاندې د نورو بې ثباته کوونکي فعالیتونو څخه ډډه وکړي."

د متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکار جېک سلیوان او لوړ پوړي چینايي سفارتکار یانګ جیچي د جون په ۱۳مه په لوګزامبورګ کې د څو ورځني سختو خبرو اترو وروسته اوږدې او د دواړو خواو په وينا "روښانه" خبرې وکړې.

دغه خبرې اترې د تیرې هفتې په پرتله کمې شوې، خو دواړو خواوو د خپل اختلاف په اصلي ټکو، په ځانګړې توګه د تایوان په اړه څه جوړجاړي ته اشاره نه ده کړې.

د چین او روسیې محور

د چین صدر شي جینپینګ د اوږدې مودې راهیسې د چین د "بیا ژوندي کولو" د یوې برخې په توګه په تایوان باندې ادعا کړې، په داسې حال کې چې د روسیې صدر ولادیمیر پوتین ادعا کړې چې په اوکراین کې د "ځانګړي پوځي عملیاتو" هدف د "مورنۍ ټاټوبي" بیا یوځای کول دي.

په اوکراین باندې د ماسکو له برید یوازې يو څو هفتې وړاندې، ​​شي جينپينګ او پوتین​​ -- چې د هغه هېوادونو د ګواښ په اړه اندېښنه لري کوم چې په خپلو پولو کې د لویدیځ په څېر جمهوريتونه لري -- ژمنه وکړه چې د نړېوال سیاسي او پوځي نظم په "نوي عصر" کې به یوځای ودریږي.

دوی له غونډې وروسته په یوه ګډه اعلامیه کې وویل، ​​"د دواړو هېوادونو ملګرتیا هیڅ حد نلري." ​ ​"د همکارۍ هیڅ 'منع شوي' ساحې شتون نلري."

د لندن د SOAS يونيورسټۍ سیاسي ساینس پوه سټیو سانګ د دغه غونډې په اړه وویل، پوتین او شي جينپينګ په ښکاره توګه د "استبدادي رژیم، په ځانګړي توګه په پخوانیو سوسیالیستي هېوادونو کې د نړۍ د خوندي کولو لپاره پراخه ژمنه" وښودله.

سانګ ای اېف پي ته وویل، د شي جينپينګ لپاره، د اوکراین په اړه د عامه دریځ ښودل "د پوتین سره د هغه شریکه ليوالتيا ښیي چې د متحده ایالاتو تر واک لاندې نړېوال نظم ته چيلنج ورکړي."

روسیه، په بدل کې، د بیجینګ د "یو چین" پالیسۍ -- چې د تایوان په اړه د "هر ډول خپلواکۍ" مخالفت کوي -- ​​لپاره خپل ملاتړ بیا تایید وکړو او په تېرو دوو کلونو کې د هانګ کانګ د ډیموکراسۍ پلوه غورځنګ په وړاندې ​​ يې د بیجینګ د بې رحمه چلند ملاتړ وکړو.

د فبرورۍ په ٢٣مه، په اوکراين باندې د روسيې له بشپړ يرغل يوه ورځ مخکې، چينايي چارواکو يو ځل بيا ټينګار وکړو ​چې​تایوان د چین برخه ده​​.

"تایوان تل د چین د خاورې یوه نه بیلیدونکې برخه ده. د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هوا چونینګ په یو خبري کانفرانس کې وویل چې دا د نه ردولو وړ تاریخي او قانوني حقیقت دی.

د تایوان صدر سایې انګ وین وویل چې "بهرني ځواکونه" هڅه کوي چې "په اوکراین کې وضعیت خراب کړي او د تایوان په ټولنه کې مورال اغیزمن کړي" او له حکومت څخه یې وغوښتل چې "د ادراکي جګړې په وړاندې ډېر محتاط پاتې شي".

د اوکراین څخه درسونه

لکه څنګه چې په اوکراین کې جګړه دوام لري، دا په تایوان کې د ډېرو لپاره د تاکتیکونو او وسلو په اړه چې د یو ډېر ځواکمن یرغلګر ځواک ورو کولو لپاره اړین دی د یو بد درس په توګه کار کوي.

تایوان په ملیاردونو ډالره په جنګي الوتکو او آبدوزونو لګوي، او پوځ یې مسلکي ځواک جوړوي، خو د لوړ مهارت لرونکو سرتېرو د استخدام، روزنې او ساتلو په برخه کې له ستونزو سره مخ دی.

دا ممکن بدلون ومومي.

په تایپي کې د کمپیوټر انجینېر ۳۱ کلن ریزرویسټ وو چیان سیون وویل چې د مارچ په میاشت کې روزنه د هغه څه په پرتله اوږده او سخته وه چې د هغه په څېر سرتېرو په تېرو کلونو کې ترلاسه کړې وه.

هغه وويل، نږدې هره ورځ به يې قوماندانان سړيو ته يادونه کوله چې د چين له خوا ګواښ مخ په زياتېدو دی.

هغه نیویارک ټایمز ته وویل، "اوکرایین موږ ته وښودله چې تاسو اړتیا لرئ لومړی نورو ته وښيئ چې تاسو د ځان د دفاع هوډ لرئ، او بیا به نور راځي او مرسته به درسره کوي."

چین تقریباً هره ورځ تایوان ته جنګي الوتکې لیږي، یوازې تېره میاشت په یوه ورځ کې يې ۳۰ الوتکې ليږلې وې.

د ای اېف پي لخوا د ترتیب شوي ډېټابیس له مخې، تېر کال، تایوان د چینایي جنګي الوتکو لخوا ۹۶۹ بریدونه ثبت کړل -- چې دا په ۲۰۲۰ کال کې د ترسره شويو ۳۸۰ بريدونو نږدې دوه چنده وو.

چین او روسیې د مۍ په ۲۴مه په اوکراین باندې د کرملین له یرغل وروسته خپل لومړي ​​ګډ پوځي مشقونه ​​ ترسره کړل او د آسیا په شمال ختیځ کې یې په بحرونو کې بم غورځونکي بېړۍ ځای په ځای کړې.

دا مشق د کواډ بلاک – متحده ایالاتو، هند، استرالیا او جاپان – د یوې غونډې په ترڅ کې وشو چې ​​د چین د مخ پر زیاتیدونکي پوځي ګواښ ​​په اړه په کې بحث وشو.

پاروونکي یرغلونو او پوځي مشقونو په تایوان کې چارواکي او نړېوال څارونکي اندېښمن کړي دي.

د تایوان د دفاع پخواني وزیر مایکل سای نیویارک ټایمز ته وویل، "موږ انتظار نشو کولی، موږ د وخت سره سیالي کوو."

هغه د چین د خلکو د آزادۍ پوځ ته په اشارې سره وویل، "په اوکراین باندې د روسیې یرغل ناڅاپه ترسره شو -- او چا ته معلومه ده چې کله به پي اېل ای په تایوان باندې برید وکړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500