رسنۍ

د چين له خوا ځان د کورونا ويروس ناروغۍ د اتل په توګه ظاهرول په وبا کې د دې د حقيقي رول سره په ټکر کی دي

پاکستان فارورډ او ای اېف پي

د چين په ملي ميوزيم کې اوس په ښودل شويو انځورونو کې يو انځور د کورونا ویروس په ناروغۍ کې د هیواد هڅې "د پاوم وړ" په توګه ښيي. [جيانګ ډونګ/ چاينه ډېلي]

د چين په ملي ميوزيم کې اوس په ښودل شويو انځورونو کې يو انځور د کورونا ویروس په ناروغۍ کې د هیواد هڅې "د پاوم وړ" په توګه ښيي. [جيانګ ډونګ/ چاينه ډېلي]

بیجینګ -- د چین رژیم په فعاله توګه د کورونا ويروس ناروغۍ پروړاندې مبارزه کې "د پام وړ کارنامو" دريځ وړاندې کوي، خو ځان په داسې توګه ظاهرول د وبا په خپرولو کې او د نړیوال بحران نه په ګټه ترلاسه کولو کې د بیجینګ د رول په اړه د حقیقت سره په ټکر کی دي.

د ۲۰۱۹ کال په پای کې په ووهان کې د وژونکې ناروغۍ له موندلو وروسته، د چين کمونست ګوند هڅه کړې چې د کورونا ويروس ناروغۍ سره په مبارزه کې ځان د اتل په توګه ظاهر کړي.

د دې کمپاين په وروستي مثال کې، د چین ملي موزیم د یو نوي نمايش "د قوت یووالی" پرانسته وکړه، چې نقاشي، مجسمې او خطاطي ښيي. دا هغه څه څرګندوي چې رژیم وايي چې دا د بحران پروړاندې په غبرګون ښودولو کې د دې بريا ده.

په بیجینګ کې په میوزیم کې د نندارې لپاره په لويو ټوکرو باندې، یو انځور يوه خوشحاله نرس ښیي چې د صدر ژي جنپینګ له خوا د هغې ملګرو ته ليکل شوی لیک لولي.

"ابديت او اختصآر"، چې د چین په ملي میوزیم کې د پینګ ماوکون يو انځور دی، ښودل شوی دی. [جيانګ ډونګ/ چاينه ډېلي]

"ابديت او اختصآر"، چې د چین په ملي میوزیم کې د پینګ ماوکون يو انځور دی، ښودل شوی دی. [جيانګ ډونګ/ چاينه ډېلي]

د چین دولتي ورځپاڼې چاينه ډېلي وويل، سره له دې چې دا د کورونا ويروس سره په لومړۍ لیکه کې مبارزه نه کوي، فنکاران هڅه کوي چې د هغه کسانو کارنامې ثبت کړي چې دغه کارنامې يې ترسره کړي وې، او د دې کار لپاره د دوی د مرستې ستاينه کوي.

د خونې په منځ کې، د عسکرو مجسمې د ځپل شويو اوسيدونکو سره د مرستې لپاره د الوتکې نه راکوزيږي، په داسې حال کې چې د دوی وردۍ د لانګ مارچ -- چې په ۱۹۳۰ عشره کې په کورنۍ جګړه کې د کمونست سرتيرو لپاره یو ښکاره ستونزمن حالت و -- منظرونه رايادوي.

یوه احساساتي ټوټه د هغې نرس انځور وړاندې کوي چې په مخ يې ماسک اچولی دی او د خپلې ملګري بشپړ حفاظتي جامې سموي، په داسې حال کې چې يو بل انځور د هیواد خورا مشهور طبي متخصص ژونګ نانشان د نږدې عکس ښيي، چې په ماسک يې اوښکي رابهيږي.

د اګست تر نیمایي پورې، د کورونا ويروس ناروغۍ د ۲۰ ملیونو نه زيات خلک په کورونا ويروس ناروغۍ اخته کړی او د ۷۵۰۰۰۰ نه يې زيات کسان وژلي دي، چې د نړۍ په هر هیواد کې يې پراخه سیاسي، اقتصادي، ټولنیز او روغتيايي زیان رامينځته کړی او داسې ښکارې چې هیڅ اختتام نه لري.

حقيقت پټول

دا پيښه او د بیجینګ له خوا په ټولنیزو رسنیو کې سازشي نظریې په دوامداره توګه خپرول او د غلطومعلوماتو سره خبري چاپريال په نړيواله کچه روغتيايي بحران ته د بيجنګ د غبرګون ښودلو د حقيقت خلاف خبره ده.

نړيوال شنونکي او څارونکي وايي، که چیرې رژيم په پيل کې په دې اړه شفاف پاتې شوی وې چې کورونا ويروس څومره خطرناک دی، نو نړۍ به د غبرګون ښودلو لپاره وخت لرلی وې، په زرګونو خلک به يې ژغورلی وې او د اوسني ګډوډۍ مخه به يې نيولی وې.

اسوشیټیډ پریس د اپرېل په مياشت کې راپور ورکړ چې چینايي چارواکو، چې د وژونکي وبا د خپريدو په اړه پوهه وو، نږدې د یوې هفتې لپاره هیڅ ونه ویل او ویروس ته یې موقعه ورکړه چې په ووهان کې پښې مظبوطي کړي او په ټوله نړۍ کې خپور شي.

د می په مياشت کې دا متحده ایالاتو، آسټرالیا، نیوزیلینډ، کاناډا او انګلستان د فايو آييز استخباراتي ادارو لخوا د تيار شوي راپو له مخې، په عين حال کې، د چين رژيم په قصدي ډول د کورونا ویروس د خپرېدو شواهد تباه کړل او يا يې پټ وساتل.

د ۱۵ پاڼو راپور، چې په لنډن کې د سيټرډې ټيلي ګراف لخوا ترلاسه شوی دی، وويل چې د چین حکومت -- "نورو هیوادونو ته د خطر" رسولو سره -- د ویروس خبرونه د ډاکټرانو، چې د دې په هکله يې خبرې وکړې، غلې کولو یا غايب کولو سره پټ وساتل، د کورونا ويروس شواهد په ليبارټرو کې تباه کړل او هغه سايسندانانو ته يې د نمونو ورکولو نه انکارو وکړو چې په واکسین يې کار کولو.

د دې بحران له پيل راهيسې، چین په فعاله توګه هڅه کوي چې د سازشي نظريو د خپرولو سره د کورونا ویروس وبا په خپریدو کې د خپل رول په اړه انتقاد کم کړي..

اروپايي اتحادیې (اي يو) د جون په ۱۰ مه يو راپور خپور کړو چې دا تور لګوي چې د چين او روسيې رژیمونو هڅه کړې چې د اروپا جمهوريت ته زيان ورسوي او د "هدفي نفوذي عملیاتو او غلطو معلوماتو کمپاین" سره د وبا په دوران کې خپل شهرت ته وده ورکړي.

ټویټر د جون په ۱۲مه وويل چې دې د ۱۷۰،۰۰۰ نه زيات هغه اکاونټونه حذف کړل کومو چې د چینایي حکومت د غلطو معلوماتو کمپاینونو سره تړاو لرلو..

د وبا نه ګټه پورته کول

په عین وخت کې، چینايي شرکتونه د ګټې لپاره د دې وبا نه کار اخلي.

چین يوه لويه هڅه پيل کړه چې شخصي حفاظتي تجهیزات (پي پي اي)، لکه ماسکونه، جوړ کړي چې د دې پیښې په دوران کې کمی پوره کړي. د ۷۳۰۰۰ نه زيات شرکتونه د کال په لومړۍ نیمایۍ کې د ماسک جوړونکو په توګه رجسټر شول -- چې په دې کې د اپرېل په میاشت کې يوازې ۳۶۰۰۰ نوي شرکتونه شامل دي -- په داسې حال کې چې نرخونه او غوښتنه لوړه شوه.

د شنونکو له مخې، د مارچ او می ترمینځ، چین د ۵۰ ملیارده نه زيات ماسکونه صادر کړل -- چې په تیر کال کې د ټول تولید په پرتله ۱۰ چنده زیاتوالی دی.

د شنونکو په وینا، چین د نړۍ ترټولو لوی ماسک چمتو کونکی هیواد دی، په داسې حال کې چې لوی شرکتونه د تولید کچه لوړوي ځکه چې ویروس په نړۍ کې په دوامداره توګه خپريږي.

د نیویارک ټایمز د ویډیو د راپور سره سم، چې د هغه ثبوتونو حواله يې ورکړې چې په سلګونو ویډیوګانو، عکسونو او دولتي اسنادو کې یې موندلې ول، د دې هڅې د یوې برخې په توګه، چینايي چارواکي د سنکیانګ په سیمه کې مسلمان اقلیتونه په دې مجبوروي چې په فيکټريو کې کار وکړي.

دا پروګرام په تيرو څو کلونو کې د بيجنګ د هغه يوې هڅې يوه برخه ده چې له یو ملیون څخه ډیر مسلمانان، چې قزاقان او قرغزان پکې شامل دي، يې په تربيتي کيمپونو کې ځای په ځای کړي دي.

دا ماسکونه په نړیواله کچه پلورل کيږي یا په مرستو کې د پروپيګنډې د وسيلې په توګه کارول کیږي لکه څنګه چې شنونکو ويلي چې دا د ویروس په هکله د ملامتيا کمولو لپاره د "ماسک ډیپلوماسي" ده -- که څه هم دې عمل په ګڼ شمیر کېسونو کې د ناقص کیفیت له امله ناوړه اثرات رامینځته کړي دي.

په يوه موقعه، چینايي شرکت د ډاکټرانو د ساتنې لپاره د کورونا ويروس ناروغۍ نیم ملیونه جعلي ماسکونه خرڅ کړل.دغه شرکت دروغه ادعا وکړه چې دا ماسکونه د هغه طبي کارمندانو لپاره د اېن ۹۵ معیار سره سم دي کوم چې د کورونا ویروس ناروغانو سره کار کوي، او دا یې هم دروغه ادعا وکړه چې دا په رسمي ډول تصدیق شوي وو.

د چين دا ناوړه چلند د جعلي یا ټیټ کیفیت روغتیایي وسیلو چمتو کولو پورې محدود نه دی.

د متحده ایالاتو د تحقیقاتو اداره (اېف بي آی) او د سايبر امنيت او زیربنا امنیت ادارې (سي آی ايس سي ای) د می په مياشت کې خبرداری ورکړو چې د چین ملاتړ لرونکي هېکران هڅه کوي چې د کورونا ويروس ناروغۍ لپاره د علاج او واکسینونو پورې اړوند څیړنې او فکري ملکیت پټ کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500