اقتصاد

د بلوچستان اوسیدونکي د تامبې او سرو زرو د کان لپاره د غیر چینایي شرکت د انتخاب هرکلی کوي

د زرک خان لخوا

وزیراعظم عمران خان د مارچ په ۲۰مه په اسلام آباد کې د کاناډا د بیرک ګولډ کارپورېشن او د چیلي د انټوفاګسټا چارواکو سره د معاهدې لاسلیک کولو په مراسمو کې ګډون کوي. [د پاکستان د وزیر اعظم عمران خان دفتر]

وزیراعظم عمران خان د مارچ په ۲۰مه په اسلام آباد کې د کاناډا د بیرک ګولډ کارپورېشن او د چیلي د انټوفاګسټا چارواکو سره د معاهدې لاسلیک کولو په مراسمو کې ګډون کوي. [د پاکستان د وزیر اعظم عمران خان دفتر]

اسلام آباد -- د ریکو ډیک د تامبې او سرو زرو کان د بیا راژوندي کولو لپاره د پاکستان او د کانونو د یوې بهرنۍ کنسورشیم تر منځ یوه معاهده په پراخه کچه په اورپکۍ ځپلي بلوچستان صوبه کې د امنیتي وضعیت لپاره د یو مثبت پرمختګ په توګه ستایل کیږي.

ځایي اوسیدونکي په کنسورشیم کې د چینایي شرکت د نشتوالي هرکلی کوي، ځکه چې د بیجینګ د بېلټ او سړک نوښت (بي آر آی) لاندې د پانګوونې تېرو پروژو احتجاجونه او ناکرارۍ رامینځته کړې دي.

کنسورشیم تیتیان د تامبې شرکت (ټي سي سي) -- چې د کاناډا شرکت بېریک ګولډ او د چیلي د انټوفاګاستا منرالز د هر یو ۳۷.۵ فيصده برخه تر خپل کنټرل لاندې لري -- په ریکو ډیک کې د سرو زرو او تامبې پراخه زیرمې موندلې دي.

خو د کانونو ډېره ګټوره پروژه په ټپه ودریدله کله چې ځايي حکومت په ۲۰۱۱ کال کې د ټي سي سي د اجارې له تجدید کولو څخه انکار وکړو او په ۲۰۱۳ کال کې د پاکستان سترې محکمې دا عمل ناقانونه وګرځولو.

د کب نیولو کارکونکي د فبرورۍ په ۱۵مه په ګوادر کې خپلې کښتۍ چمتو کوي. ځایي اوسیدونکي په باقاعدګۍ سره احتجاجونه کوي او غوښتنه کوي چې د بي آر آی پروژې لپاره په امنیتي پوستونو کې دې ځورونه او په ژور سمندر کې د ځایي او چینایي کښتیو لخوا په غیرقانوني توګه د کب نیول پای ته ورسوي. [زرک خان/پاکستان فارورډ]

د کب نیولو کارکونکي د فبرورۍ په ۱۵مه په ګوادر کې خپلې کښتۍ چمتو کوي. ځایي اوسیدونکي په باقاعدګۍ سره احتجاجونه کوي او غوښتنه کوي چې د بي آر آی پروژې لپاره په امنیتي پوستونو کې دې ځورونه او په ژور سمندر کې د ځایي او چینایي کښتیو لخوا په غیرقانوني توګه د کب نیول پای ته ورسوي. [زرک خان/پاکستان فارورډ]

په ۲۰۱۹ کال کې، نړېوال بېنک د منځګړتوب محکمې کمیټۍ په پاکستان باندې د کانونو د غیرقانوني انکار له امله د ۵.۸ ملیارد ډالره جرمانه ولګوله.

له یوې لسیزې اوږدې قانوني جګړې وروسته، پاکستاني چارواکو د یکشنبې په ورځ (د مارچ په ۲۰مه) له بېرک ګولډ سره له محکمې بهر د جوړجاړي اعلان وکړو.

د پروژې له بیارغونې سره به بېریک ګولډ ۵۰ فيصده ملکيت ولري. د پاکستان وفاقي حکومت پدې کې ۲۵ فيصده او د بلوچستان حکومت هم ۲۵ فيصده ملکیت لري.

د وزیر اعظم عمران خان دفتر په یو بیان کې وویل، بېریک به په بلوچستان کې شاوخوا لس میلیارده ډالره پانګونه وکړي او له ۸۰۰۰ څخه زياتې دندې به رامنځته کړي.

دغه دفتر زیاته کړه چې شاوخوا یو ملیارد ډالره به د سړکونو، سکولونو او هسپتالونو په جوړولو او په سیمه کې د کانونو لپاره د تخنیکي روزنې موسسو په جوړولو باندې ولګول شي.

خان، چې د تړون د لاسلیک په مراسمو کې یې برخه اخیستې وه، ټویټ وکړو، چې دا پروژه به په احتمالي توګه په نړۍ کې د سرو زرو او تامبې تر ټولو لوی کان وي.

هغه وویل، "دا به موږ د دې ډیر قرض څخه خلاص کړي او د پرمختګ او سوکالۍ یو نوی دور به رامنځته کړي."

د مالیې وزیر شوکت ترین وویل، دا مهمه پروژه به د بلوچستان په پرمختګ او پرمختيا کې مرسته وکړي او د بلواګرۍ په له منځه وړلو کې به مرسته وکړي.

هغه د یکشنبې په ورځ په یو خبري کانفرنس کې وویل، "پاکستان، په ځانګړې توګه بلوچستان، به د دې پروژې څخه د سلو کلونو لپاره ګټه پورته کړي او ټول ارزښت یې له ۱۰۰ ملیارد ډالرو څخه ډېر اټکل شوی دی."

بلوچستان -- چې له افغانستان او ایران سره ګډه پوله لري -- د طبیعي زیرمو د زیاتوالي سربېره د هېواد تر ټولو لویه او کمه پرمختللې سیمه ده.

پاکستان له ۲۰۰۳ کال راهیسې په دغه صوبه کې د اسلامپالو، بېلتون غوښتونکو او فرقه ییزو ډلو له خوا د ټيټې کچې بغاوت سره مبارزه کوي.

ترهګرې ډلې په ځانګړې توګه د پاکستان امنیتي ځواکونه په نښه کوي، خو په ۲۰۱۵ کال کې په دغه صوبه کې د بي آر آی په راتګ سره، دوی د چین سرمايه کاري هم په نښه کړې ده.

د چینایي شرکتونو د غیر انساني کړنو په اړه احتجاج کول

بیجینګ په وروستیو کلونو کې له اسلام اباد سره د څو میلیاردو ډالرو په ارزښت د بنسټیزو پروژو تړونونه لاسلیک کړي دي.

خو دغه تړونونو په ځایي اوسیدونکو کې د چینایي نفوذ په اړه اندیښنې او د شرکتونو د کار کولو د کړنو په اړه خپګان راپورته کړی دی، په ځانګړي توګه چینایي اتباعو ته د پاکستاني کارکونکو په پرتله ډېرې پيسې ورکول.

د مثال په توګه، د سیندک د تانبې او سرو زرو کان له ۲۰۰۱ راهیسې د چین میټالورجیکل کارپورېشن (اېم سي سي) ته په اجاره ورکړل شوی دی.

سیندک او ریکو دیک دواړه د بلوچستان په چاغي ضلعه کې پراته دي.

د فبرورۍ په وروستیو کې د څو ورځو راهیسې، اوسیدونکو د ښځو په مشرۍ د سیمه ایزو کارکونکو په وړاندې د غیر انساني کړنو او د سړکونو، سکولونو او دوکانونو بندولو له کبله د اېم اېم سي په وړاندې یو لوی احتجاج وکړو.

د کور یوې مېرمنې زلیخا چې په دغه مظاهرې کې یې برخه اخیستې وه، وویل، "چینايي شرکت د ځايي اوسېدونکو او کارکوونکو ژوند له ستونزو سره مخ کړی دی."

د هغې میړه، چې د سیندک کان کیندونکی دی، ته د تېرو شپږو میاشتو راهیسې د کورونا ویروس ناروغۍ اړوند د احتیاطونو په نوم کور ته د تلو اجازه نده ورکړل شوې.

هغې وويل، ځايي اوسېدونکي ممکن د علاج لپاره سيندک هسپتال ته هم لاړ نه شي.

په ګوادر کې، چېرې چې د ژورو اوبو د بندر پروژه د بي آر آی يوه لويه پروژه ده، په پرله پسې ډول احتجاجونو کې دا غوښتنه شوې چې په امنیتي پوستونو کې د ځایي خلکو ځورونه او د ځایي او چینایي کښتیو لخوا په غیرقانوني ژور سمندر کې کب نیول پای ته ورسوي چې ځایي کب نیونکي له خپلې ګټې وټې څخه محرومه کوي.

د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ په مياشت کې، یوې صوبايي محکمې پاکستاني چارواکي د ګوادر بندر په شاوخوا کې د کانټا تار لګولو څخه منع کړل چې د ځایي خلکو په وینا د دې ضلعې د څه باندې ۳۰۰۰۰۰ اوسیدونکو تګ راتګ به يې ستونزمن کړی و او کب نيونکي به یې سمندري لارو ته د رسیدو نه منع کړې ول.

د چین سرمايه کاري اورپکۍ ته لمن وهي

سیاسي مشرانو او امنیتي شنونکو د ریکو ډیک کان کیندنې پروژې په اړه د ټي سي سي سره د پاکستان د تړون ستاینه وکړه او ویې ویل چې د غیر چینایي شرکتونو سره ښکېلتیا به د حکومت سره د هغه بغاوت په مخنیوي کې مرسته وکړي چې د چینایي سرمایه کارۍ لخوا راپورته شوی و.

په ګوادر کې مېشت د مدني ټولنې فعال بشیر هوت وویل، "د دې پرځای چې د چاغي او ګوادر په څېر سیمې د سوداګرۍ مرکزونه جوړ کړي او د ځایي ځوانانو لپاره د کار فرصتونه رامینځته کړي…. چینايي شرکتونه پاکستاني چارواکي دې ته اړ کوي چې دغه سیمې په یو امنیتي زون کې بدلې کړي او د اوسیدونکو تګ راتګ محدود کړي."

هغه وويل، "چينايي شرکتونه د ځایي سرچینو څخه کار اخلي او په ځايي خلکو باندې د خپلو کړنو د اغیزې په اړه هېڅ اندېښنه نه لري."

هوت وویل، بیجینګ ته د مخه کولو پر ځای، اسلام آباد باید د اروپا او شمالي امریکا له شرکتونو سره تړونونه لاسلیک کړي چې د ځایي خلکو احترام کوي، د کارکونکو د حقونو ملاتړ کوي او په هغو سیمو کې چې دوی پکې کار کوي پراختیايي پروژې ترسره کوي.

هغه وويل، په بلوچستان کې د خلکو له مرضۍ پرته د چين سرمايه کاري په صوبه کې په مجموعي توګه امنيتي حالات نور هم خرابوي.

په بلوچستان کې د چین د مخ په زیاتیدونکي نفوذ له امله اندېښنې بلوچ او سندهي وسله وال سازمانونه دې ته هڅولي چې له یو بل سره يو ځای شي، او دا اندیښنه راپورته کوي چې دغه ګډه ډله به په سیمه کې د تاوتریخوالي فعالیتونه زیات کړي.

بلوچ راجي اجويي سنګر (براس)، چې د څلورو بلوچ بېلتون غوښتونکو ډلو يو اتحاد دی، د ۲۰۲۰ کال د جولای په مياشت کې په يو بيان کې وويل، بلوچ راجي اجويي سنګر او د سندهو دېش انقلابي پوځ "اوس په سیمه کې د اوسني وضعيت په رڼا کې په ګډه کار کوي ځکه چې [بلوچیان او سندهیان] دواړه د چین د مخ په ودې نفوذ په اړه سختې انديښنې لري."

په کویټه کې د قانون پلي کولو یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل، د چین سرمايه کارۍ او د پاکستان امنیتي ځواکونو په نښه کولو لپاره د براس جوړول په صوبه کې د توکمیز بغاوت د وروستي زیاتوالي اصلي لامل دی."

د فبرورۍ په ۲مه، د بلوچستان د آزادۍ پوځ (بي اېل ای) وسله والو، چې یوه منع شوې بېلتون غوښتونکې ډله ده، د بلوچستان په نوشکي او پنجګور ضلعو کې د پوځ پر پوستونو دوه بریدونه وکړل.

مجتبی بلوچ، چې په پنجګور کې مېشت یو سیاسي فعال دی، وویل، "د فبرورۍ په ۲مه د وزیر اعظم عمران خان چین ته د سفر څخه څو ګهنټې مخکې [د بېجينګ د ژمنيو اولمپيک لوبو د پرانيستلو پر مهال] بریدونه د بیجینګ لخوا د [بلوچستان] د طبیعي زیرمو د کارولو په اړه د بلوچستان د خلکو د شکایتونو سره تړاو لري."

په ۲۰۲۱ کال کې، په اسلام آباد کې مېشت د پاکستان د سولې د مطالعاتو د د څېړنيز مرکز له مخې، په بلوچستان کې د تېر کال په پرتله، په ځانګړې توګه د بیلتون غوښتونکو ډلو په تروریستي بریدونو کې ۹۳ فيصده زیاتوالی راغلی دی.

د اګست په ۲۰مه، په ګوادر کې د بي اېل ای یو ځانمرګي بریدګر په چینايي اتباعو باندې په برید کې دوه ماشومان ووژل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د بلوچانو او بلوچستان مشکل یوازې له چین سره نه دی. دا صحیح ده چې چین یو بې رحمانه او غیر عادلانه نظام لري لاکن د بلوچانو مشکل له پاکستان سره دی. پاکستان د بلوچستان د خلکو په طبیعي سرچینو باندې خېټه اچولې ده. د پاکستان استخبارات بلوچ ځوانان په بې رحمانه ډول وژني. د پاکستان ترهګر پوځ بې ګناه بلوچان له الوتکو نه راغورخوي او مختلف قسم شکنجې ورکوي. په پاکستان باندې باید نړۍ واله ټولنه زور واچوي چې د بلوچانو په حق کې ظلمونه ودروي، د بلوچانو مالونه او معدنونه ونه لوټي او دغه قراردادونه چې کیږي دا باید د پاکستان پر ځای چې پاکستان د پنجاب دویم نوم دی، مستقیما له بلوچستان سره وشي. په دغو کمپنیو کې باید بلوچان او پښتانه چې د بلوچستان اصلي اوسیدونکي دي، مقرر شي نه پنجابیان.

ځواب