امنیت

د بلوچستان اوسیدونکي ګوادر بندر ته د باړ لګولو د ودرولو غوښتنه کوي

د زرک خان له خوا

د ګوادر یو کب نیونکی د تيرې فبرورۍ په ۲مه د کب نیولو خپل جال تياروي. ګوادر ته د باړ لګولو پلان په ځایي خلکو کې غوسه رامنځته کړې او په ټوله صوبه کې يې ګڼ شمير احتجاجونه راپورته کړي دي. [زرک خان/ پاکستان فارورډ]

د ګوادر یو کب نیونکی د تيرې فبرورۍ په ۲مه د کب نیولو خپل جال تياروي. ګوادر ته د باړ لګولو پلان په ځایي خلکو کې غوسه رامنځته کړې او په ټوله صوبه کې يې ګڼ شمير احتجاجونه راپورته کړي دي. [زرک خان/ پاکستان فارورډ]

ګوادر -- د بلوچستان صوبې اوسیدونکو او د سیمه ییزو سیاسي ګوندونو غړو ګوادر، چې د صوبې مرکزي بندر دی، ځينو برخو ته د باړ لګولو مخالفت کولو کې عارضي بريا ترلاسه کړې ده، خو اندیښنې لاهم موجودې دي چې دا به ترسره شي.

ځایي خلک د پلان شوي باړ مخالفت کوي ځکه چې دا به د ګوادر ضلعې د ۳۰۰۰۰۰ څخه ډیرو اوسیدونکو تګ راتګ ستونزمن کړي، او همداشان کب نيونکي به بحر ته د معمول لاسرسي ترلاسه کولو نه منع کړي.

د بلوچستان چارواکي وايي چې دغه باړ اړين دی چې چينايي کارکونکي د تروریستي بریدونو په ګډون د سیمه ییزې دښمنۍ نه خوندي وساتي.

د چین د دولتي خبري ويب پاڼې ګوادر پرو له مخې، که چیرې دا باړ ولګول شي، نو دا به "درې یا څلور د ننوتلو او وتلو نقطې" ولري.

په ګوادر کې د سیاسي ګوندونو غړي د دسمبر په ۲۶ مه د چین د بیلټ او سړک نوښت (بي آرآی) پروژو د ساتنې لپاره بندر ته د باړ لګولو لپاره د حکومت د پلانونو خلاف احتجاج کوي. [زرک خان / پاکستان فارورډ]

په ګوادر کې د سیاسي ګوندونو غړي د دسمبر په ۲۶ مه د چین د بیلټ او سړک نوښت (بي آرآی) پروژو د ساتنې لپاره بندر ته د باړ لګولو لپاره د حکومت د پلانونو خلاف احتجاج کوي. [زرک خان / پاکستان فارورډ]

د ګوادر د پراختیا د ادارې يو نامعلومه چارواکي د دسمبر په مياشت کې ګوادر پرو ته وويل، "چينايي کارکونکي د یو داسې عادي ژوند حق لري چې د هر قسم ګواښ نه پاک وي."

د کورنیو چارو وزیر ضیاء الله لانګو د دسمبر په ۲۹ مه ژمنه وکړه چې د ځایي خلکو نظر به په پام کې ونیسي.

هغه په ګوادر کې په یوې غونډه کې وویل، "د ګوادر په اړه د پریکړې کولو څخه به ځایي خلک لرې ونه ساتل شي او اوس به د باړ لګولو په اړه پریکړه وروسته له هغې وشي کله چې د سیمې خلک په اعتماد کې واخيستل شي."

ډان ورځپاڼې راپور ورکړو چې د سیاسي ګوندونو مشرانو او فعالانو په ګډون ګڼ شمیر خلکو په دې ناسته کې برخه واخیسته او د باړ لګولو په اړه يې خپل تحفظات څرګند کړل.

لانګو وویل چې د باړ لګولو پروژه د دې لپاره وه چې پانګوالو ته دا پیغام ورسوي چې ګوادر خوندي دی. "دا د بندر د ښار د ساتنې لپاره پلان دی او نور هیڅ نه."

متنازعه باړ

شنونکو وويل، که څه هم د بندر په شاوخوا کې د کانټه تار لګولو متنازعه پلان د خلکو د اعتراض له کبله په ځای ودريدلی دی، خو د دې کار پای ته رسیدل احتمال شتون لري ځکه چې دا پروژه د ګوادر سمارټ پورټ ښار د لوی پلان يوه برخه ده.

سیمه ایز حکومت د دسمبر په نیمایي کې د بندر په شاوخوا کې ۲۴ مربع کیلو متره سيمې ته باړ لګول پیل کړل، چې په ښکاره توګه د هغو پروژو ساتنه وکړي چې د چین د بیلټ او سړک نوښت (بي آر آی) يوه برخه ده.

بلوچ وسله والو ډلو د بي آر آی پر بیلابیلو ځايونو بریدونه کړي، کوم چې د چینايي پروژو په اړه په ځایي خلکو کې خفګان رامنځته کوي.

د پاکستان قانون جوړونکي او څارونکي وايي، بیجینګ د ځایي سرچینو څخه کار اخلي او په ځايي خلکو باندې د خپلو کړنو د اغیزې په اړه هيڅ انديښنه نه لري.

پاکستانیان د دې چينايي عمل په اړه هم خفګان لري چې دوی د پاکستاني کارکونکو په پرتله چینايي کارکونکو ته زياتې پيسې ورکوي.

بشیر هوت، چې کب نيونکی او سماجي مشر دی او په ګوادر کې يې د دسمبر په ۲۷ مه په يوې غونډه کې برخه اخیستې وه، وويل، "د چینايي پروژو او وګړو د امنیت په نوم ګوادر ته باړ لګول د سیمې په اوسیدونکو کې غوسه رامنځته کړې ده او د حکومت د دې اقدام پروړاندې يې په پراخه کچه احتجاجونه راپورته کړي دي."

هغه وویل، "اوسیدونکي ویره لري چې باړ لګول به دوی بې ځایه کړي او وروسته به د ښار آبادي بدله کړي."

د بلوچستان پخواني وزیر اعلی عبدالمالک بلوچ وویل، حکومت باید د باړ لګولو پروژه ترک کړي ځکه چې دا به د سخت سیاسي مزاحمت سره مخ شي.

هغه وویل، "د باړ لګولو پروژې موخه د بندر ښار تقسيمول دي او په پای کې به د ګوادر ساحل له بلوچستان څخه جدا کړي."

هغه وويل، باړ لګول به د ګوادر د اوسيدونکو د تګ راتګ مخه ونيسي او دوی به دې ته اړ کړي چې له ښار څخه ووځي او بل ځای ميشته شي.

سناتور میر کبیرمحمد شاهي وویل چې دا باړ "ګوادر له بلوچستان څخه د جدا کولو لپاره یو سازش دی".

منیر احمد کاکړ، چې د صوبې د قانوني سازمان د بلوچستان بار کونسل نايب صدر دی، د دسمبر په وروستیو کې د دې پروژې د ودرولو لپاره یوه عریضه وړاندې کړه، او ویې ویل چې د باړ لګولو دا اقدام به د ګوادر ضلعې د ۳۰۰۰۰۰ نه په زياتو اوسیدونکو باندې منفي اغیزه وکړي.

هغه وويل، "نیمه آبادي به د باړ دننه وي او نیمه به یې بهر وي." "دا به د زده کونکو تعلیم او د هغو مريضانو تګ راتګ متاثرہ کړي کوم چې هسپتالونو ته ځي، او ترټولو مهم، دا به د کب نیونکو لپاره سمندر ته لاسرسی ختمه کړي."

د اوسیدونکو په ژوند اغیزه

د سیمه ایزو خلکو له مخې، د بي آر آی سره تړلې پروژو نه د ګوادر اوسیدونکو ژوند ښه کړی، او نه یې د اوبو او بجلۍ د کمي په حل کې مرسته کړې ده.

د ګوادر يو زده کونکي اشرف علي وويل، "ګوادر د سوداګرۍ او تجارت د مرکز او د اوسیدونکو لپاره د پرمختیايي پروژو د جوړولو پرځای، چین پاکستاني چارواکي په دې مبجوروي چې دغه بندر ښار د امنیت يوه سيمه جوړه کړي او د اوسیدونکو تګ راتګ محدود کړي."

هغه وويل، "د ګوادر خلک اوس هم مجبوره دي چې د ۲۵۰۰ روپیو (۱۵.۵۰ آمريکايي ډالره) په قیمت يو ټانکر د څښلو اوبه واخلي."

د کویټې د عامه پالیسۍ او پرمختګ ماهر رفیع الله کاکړ وویل، ګوادر ته باړ لګول به په بلوچستان کې د محرومۍ او کمزورۍ احساسات لا نور هم زيات کړي.

هغه د ډان ورځپاڼې په يوي مقاله کې ولیکل، چې د دسمبر په ۲۶ مه خپره شوې وه، "امنیتي ادارې دې ته اړتیا لري چې پوه شي او د دې خبرې ستاينه وکړي چې سخت چلند يوازې جزوي او لنډمهاله سوله یقیني کولی شي، او دا چې د ټیټې کچې بغاوت تقریباََ د نامعلومه وخت پورې دوام لرلی شي پرته له دې که هر قسم امنیتي تدابیر په پام کې ونیول شي."

د توکميز بغاوت په اړه اندیښنې

په بلوچستان او سیند کې د چینايي نفوذ پراخه وده د خلکو تر منځ ناکراري په دوامداره توګه رامنځته کوي.

په بلوچستان او سيند صوبو کې د چین د مخ په زیاتیدونکي نفوذ له امله بلوچ او سندهي وسله وال دې ته هڅولي چې متحد شي، چې په سيمه کې د نوي تاوتريخوالي په اړه اندیښنې راپورته کوي.

بلوچ راجي اجويي سنګر (براس) د تيرې جولای په مياشت کې په يو بيان کې وويل، بلوچ راجي اجويي سنګر او د سندهو دېش انقلابي پوځ اوس په سیمه کې د اوسني وضعيت په رڼا کې په ګډه کار کوي ځکه چې [بلوچیان او سندهیان] دواړه د چین د مخ په ودې نفوذ په اړه سخت تحفظات لري.

د بلوچستان توکميز بیلتون غوښتونکي ډلو په تیرو کلونو کې ګڼ شمير ځله په پاکستان کې زیربنایي پروژې او چینايي کارکونکي په نښه کړي دي.

په کراچۍ کې، وسله والو په نومبر ۲۰۱۸ کال کې د چین پر قونسلګرۍ برید وکړو، چې څلور تنه پکې ووژل شول. په تېر جون کې، څلورو ترهګرو په کراچۍ کې هم په پاکستان سټاک ایکسچینج برید وکړو، چې پکې درې امنیتي ساتونکي او یو پولیس وژل شوي و.

د بلوچستان د آزادۍ پوځ د دغه برید مسؤلیت پر غاړه واخیستو او ويې ويل، د چین کنسورشیم په پاکستان سټاک ایکسچینج کې ۴۰٪ برخه لري.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500