تروريزم

په بس باندې برید په پاکستان کې د چین پروړاندې زياته کرکه په ګوته کوي

د پاکستان فارورډ او ای اېف پي لخوا

د پاکستان د ژغورنې کارکونکي او لیدونکي وروسته له هغې راټول شوي کله چې د جولای په ۱۴ مه د خېبر پښتونخوا په بره کوهستان کې د بم چاودنې څخه وروسته يو بس په یوې کنده کې وغورځيدو، چې د ۹ چینایي کارکونکو په ګډون ۱۲ کسان په کې ووژل شول. [سټرینګر/ای اېف پي]

د پاکستان د ژغورنې کارکونکي او لیدونکي وروسته له هغې راټول شوي کله چې د جولای په ۱۴ مه د خېبر پښتونخوا په بره کوهستان کې د بم چاودنې څخه وروسته يو بس په یوې کنده کې وغورځيدو، چې د ۹ چینایي کارکونکو په ګډون ۱۲ کسان په کې ووژل شول. [سټرینګر/ای اېف پي]

د چهارشنبې په ورځ (د جولای په ۱۴مه) په خېبرپښتونخوا کې د چینايي انجینرانو په بس برید په هيواد کې د چین د زیات شتون او د بېجینګ د پالیسیو په اړه په پاکستانيانو کې مخ په زياتیدونکي کرکه په ګوته کوي.

د چهارشنبې په ورځ د خېبر پښتونخوا په بره کوهستان کې داسو هايډرو پاور پلانټ ته نږدې لږ تر لږه ۱۲ کسان، د نهو چینايي انجنیرانو او فرنټير کور د دوو منسوبینو په ګډون، مړه شول او ګڼ شمیر نور کسان ژوبل شول.

دغه بس تقريباََ ۴۰ چینايي انجنیران، سروې کونکي او تکنيکي ماهرين په خېبر پښتونخوا کې د هايدړو پاور ډېم د جوړولو ځای ته وړل کله چې په دغه بس کې چاودنه وشوه او يوې کندې ته وغورځيدو.

د پنجشنبې ورځ د ډان ورځپاڼې له مخې، لومړني تحقیقاتو د چاودیدونکو توکو د شتون تایید وکړو.

دغه پاور پلانټ د بیجینګ د لوی بیلټ او سړک نوښت برخه ده.

د چین ردول

د چین ردونه په پاکستان کې په پرله پسې ډول وده کوي.

چینایي رژیم په تيرو څو کلونو کې د څو ملیاردونو ډالرو د زیربنایي پروژو لپاره له پاکستان سره ګڼ شمير معاهدې کړي، چې په هیواد کې د چین د نفوذ په اړه اندیښنې راپورته کوي.

د تهر صحرا سيمې اوسيدونکو په سیند صوبه کې د هغه پروژو په وړاندې احتجاجونه کړي کوم چې د چین د بیلټ او سړک نوښت (بي آر آی) سره تعلق لري، وروسته له دې کله چې يوې مطالعې وښودله چې د دې پروګرام لاندې د سکارو رايستلو پروژې به په سویلي آسیا کې د هوا لوی ککړونکی وي او سیمه ییز خلک به له جدي روغتیایي خطرو سره مخ کړي.

قانون جوړونکي او څارونکي وايي، په بلوچستان کې، په ګوادر کې د ژورو اوبو د بندر پراختيا -- چې په ګوادر کې يوه ستره پروژه ده -- په صوبه کې په جدي توګه ناکراري رامینځته کوي ځکه چې بیجینګ په محلي خلکو باندې د دې د تاثیراتو په اړه د څه پاملرنې يا اندیښنې پرته د ځايي سرچينو نه ګټه پورته کوي.

د ګوادر په بندر کې د چینايي ځواکونو د ارادو په اړه ډیرې پوښتنې هم راپورته کیږي، چیرې چې ګڼ شمیر شکمنې ودانۍ په خفيه توګه جوړیږي.

تیره میاشت په ګوادر کې ځايي بلوچ کب نیونکو د چینيانو له خوا په غير قانوني توګه د کب نيولو او همدارنګه چينايي کښتو ته د جوازونو صادرولو پر وړاندې احتجاج وکړو .

د اپرېل په میاشت کې، تحریک طالبان پاکستان په کويټه کې د وژونکي هوټل بمي برید مسؤلیت په غاړه واخیستو.تحریک طالبان پاکستان وويل چې دوی د پاکستان امنیتي پرسونل په نښه کول، خو څارونکو یادونه وکړه چې د چین سفیر هغه وخت په هوټل کې موجود و. هغه نه و ژوبل شوی.

په جون ۲۰۲۰ کال کې، بلوچ یاغیانو د سيند صوبې په کراچۍ کې پاکستان سټاک ایکسچینج په نښه کړو، چې نيمه برخه يې د چینایي شرکتونو ملکيت دی.

په می ۲۰۱۹ کال کې، د بلوچستان د آزادۍ پوځ (بي اېل ای) بیلتون غوښتونکي په ګوادر کې په يو لکژري هوټل برید وکړو او محاصره یې وکړه.دغه درېو وسله والو لږ تر لږه پنځه تنه ووژل مخکې له دې چې امنیتي ځواکونو هغوی ووژل. د بي بي سي له مخې، د بلوچستان د آزادۍ پوځ وویل چې دوی چینایي او نور سرمايه کاران په نښه کول.

د بیجنګ له خوا د اویغورانو او نورو اقليتي مسلمانو ډلو او همدارنګه د چینايي شرکتونو له خوا د اسلام د سپکاوي په اړه په پاکستان کې د چین پر ضد احساسات په تدريجي ډول وده کوي.

بیجینګ په تیرو څو کلونو کې په شنجيانګ کې د مسلمان اقليتونو سره "د وحشتناک او منظمه ناوړه چلند" له امله له سخت فشار سره مخ دی.

د کووېډ-۱۹ ناروغۍ میراث

د کووېډ-۱۹ سره د مبارزې په اړه اضافي تاوترېخوالی شتون لري.

د دې وبا د سرچينې په اړه د چین د دروغو سربیره، دې د پاکستان په ګډون ټولې نړۍ ته غير معياري واکسینونه او شخصي حفاظتي تجهیزات (پی پي اي) واستول.

د چین لخوا د مرسته شويو واکسینونو اغیزمنتوب او خوندیتوب په اړه شکونو لاريونونه او احتجاجونه رامينځته کړي، په داسې حال کې چې احتجاج کونکي په پاکستان کې د لویديځ له خوا د جوړ شويو کورونا ويروس واکسينونو غوښتنه کوي.

پاکستان د واکسین ورکولو د کمپاین د یوې برخې په توګه چې د تيرې فبرورۍ په میاشت کې پیل شوی و خپلو وګړو ته زیاتره چینايي واکسینونه -- سینوفارم، سینوويک او کېن سينو بايو -- ورکوي.

خو په چين کې د ناروغۍ د کنټرولولو يو مخکښ چارواکي تیره هفته په عامه توګه د چین له خوا د جوړ شويو واکسينو د اغیزمنتوب په اړه اندیښنې ومنلې، په داسې حال کې چې دوی يو احتمالي پلان لري چې د هیواد د کورونا ویروس واکسینو اغیزمنتیا لوړه کړي..

سیمه ییزو رسنو راپور ورکړو، د ناروغیو کنټرول او مخنیوي لپاره د چینایي مرکز ډايريکټر ګاو فو د اپرېل په ۱۰ مه په چینګدو کې یو کانفرنس ته وویل چې دغه اداره "په دې غور کوي چې څنګه دا ستونزه حل کړي چې د موجوده واکسینو اغیزمنتوب لوړ نه دی."

د بیجینګ له خوا د کووېډ-۱۹ ناروغۍ لپاره د خرابو ټیسټ کټونو، وینټیلېټرونو او جعلي ماسکونو او نورو شخصي حفاظتي تجهیزاتو (پي پي اي) صادرول يو بل خبرداری دی.

په تير کال کې کله چې وبا خپل عروج ته رسيدلې وه، پاکستاني هسپتالونو په چین کې جوړ شوي شخصي حفاظتي آلات (پي پي اي) د هغه روغتیايي کارکونکو د ناروغه کيدو او د مرګونو له لړۍ وروسته رد کړل کومو چې د کووېډ-۱۹ ناروغۍ د ناروغانو علاج کولو.

ډاکټر عمر جواد، چې د پاکستان د طبي اتحاديې سکريټري دی، د تير اپرېل په مياشت کې وويل، "له ۱،۰۰۰ څخه ډیرو ډاکټرانو، نيم طبي کارکونکو او نرسانو، چې د کووېډ-۱۹ ناروغۍ په سمبالولو کې بوخت دي، د ویروس لپاره ټسټونه له چین څخه د وارد شويو خرابو شخصي حفاظتي آلاتو له کبله مثبت راغلي دي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500